شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوډان کې وسله‌والې نښتې او پر سياسي شخړو يې اغېز
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوډان کې وسله‌والې نښتې او پر سياسي شخړو يې اغېز

(ژباړه)

پوښتنه:

سکای نیوز عربي شبکې پر خپله وېبپاڼه د یوه خبر په نشرولو وویل چې امریکا د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۲۳مه، یکشنبې سهار خپل ډیپلوماټان له سوډان څخه ایستلي؛ «د امریکا ولسمشر، جو بایډن د یکشنبې سهار اعلان وکړ چې په سوډان کې د سختو نښتو په سبب یې خپل ډیپلوماټان له دغه هېواد څخه ایستلي. بایډن په یوه بیانیه کې وویل: نن یکشبه د امریکا پوځ زما په امر له خرطوم څخه د امریکا د حکومت د کسانو د را ایستلو عملیات وکړل.» عربي ۲۱ شبکې هم د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۲۳مه پر خپله وېبپاڼه ولیکل: «د سوډان پوځ د امریکايي ډیپلوماټانو د ایستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه بیانیه کې چې وړاندې خپره شوې وه، د سوډان پوځ ویلي وو چې متحده ایالات، انګلستان، فرانسه او چین به ژر خپل ډیپلوماټان او د دغو هېوادونو نور کسان له خرطوم څخه وباسي؛ دوی زیاته کړې وه چې دا چاره به ژر پیل شي.» پوښتنه دا ده چې ایا د دغو کسانو ایستل د نښتو د دوام معنی لري؟ دې ته په پام چې البرهان او حمیدتي دواړه د امریکا مزدوران دي، د دغې قضیې جزیات څه دي؟ ایا له دغو دوو یوه اړخ د انګلستان او اروپا خواته تمایل پیدا کړی او همدا د نښو سبب دی؟ بل دا چې د دغو نښتو په پای کې احتمالي حللاره څه ده؟ مننه.

ځواب:

د ځواب روښانه کولو لپاره هغه پېښې څېړو چې د دستوري تړون او د هغه پر وړاندې پوځي انقلاب راهیسې شوي.

لومړی: د دستوري تړون پړاو:

۱. د امریکا مزدوران، «پوځي شورا» او د انګلستان او اروپا مزدوران «ملکي جریانونه» ټول هغه څه ته تسلیم شوي چې «دستوري تړون» ورته وايي. دغه تړون د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ په ۱۷مه د دواړو اړخونو له لوري لاسلیک شو، بیا تر «جوبا» تړون وروسته چې د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر په ۳مه لاسلیک شو، د تېر تړون موده ان ۵۱ میاشتو ته زیاته شوه او هوکړه وشوه چې ملکيان به د ۲۰۲۱م کال تر نومبر میاشتې وروسته واک په لاس کې واخلي. د دغه تړون له مخې باید د واک ډېری مرکزونه له پوځي جریانونو ملکي هغه ته لېږدول شوي وای، چې البرهان او حمیدتي یې نه غواړي، خو د مودې تر پوره کېدو دوې میاشتې وړاندې ښکاره شوه چې د کودتا هڅې روانې دي. دغه هڅې چا کولې؟ د دوی یوه کس د درملنې په موخه یوه له سفر څخه د راستنېدو سره چې لا يې پینځه ورځې نه وې تېرې: «د سوډان د دفاع وزیر، یاسین ابراهیم د یوې کودتا د ناکامېدو خبر ورکړ چې د یوه پوځي رهبر، عبدالباقي بکراوي، ۲۲ نورو بېلابېلو رتبو لرونکو ضابطانو او ځینو سرتېرو پیل کړې وه.» (سرچینه: بي بي سي، د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر ۲۱مه) 

۲. د کودتا دغې هڅې ته که ځير شو، وینو چې دا یوه د درواغو کودتا وه؛ ځکه چې «هغه پوځي قومندان چې د کودتا هڅه یې ناکامه شوه، د سربازۍ پر وخت یې د بحر جبل عملیاتو کې د البرهان او د ډارفور په لوېدیځ کې د شمس الدین کباشي همکار و.» (سرچینه: عربي ۲۱، د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر ۲۲مه) دغه کسان د سوډان د پوځ مشران دي، یعنې دغه کس د پوځ په رهبرۍ کې د امریکا مزدورانو ته نیږدې او هغوی ته منلی و. نو د کودتا لپاره هڅې یې ریښتینې نه ښکاري؛ دا خبره یې له خپلو رهبرانو سره پلان کړې وه چې واک د ټاکل شوې مودې تر رارسېدو وړاندې د ملکي شورا رهبرۍ ته ورکړي. له دې وروسته «د سوډان پوځ د دوشنبې سهار، عبدالله حمدوک، د ده د حکومت ډېری غړي او د رسنیو ځینې مسولین د پوځي کودتا اړوند بحثونو پر مهال ونیول.» (سرچینه: الجزیره، د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۵مه) د حمدوک -چې نیول شوی و- دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو وویل: «څه چې وشول، د دستوري تړون د پاڼو څیرولو او د انقلاب د لاسته راوړنو پر وړاندې د پلان شوې کودتا په معنی دي.» (سرچینه: الجزیره، د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۵مه)

۳. په دې توګه روښانه کېږي چې د ۲۰۱۹م کال هوکړه چې د ازادۍ او بدلون جبهه کې د ملکیانو او پوځي شورا کې د پوځیانو ترمنځ وشوه، په حقیقت کې یو دام و چې د پوځي شورا او پردې تر شا د امریکا لخوا د یادې جبهې په دام کې ګیرولو لپاره اېښودل شوی و؛ داسې چې د رهبرۍ شورا لومړی ریاست یې پوځیانو او دویم هغه یې ملکیانو ته په پام کې نیولی و او د ازادۍ او بدلون جبهې ته داسې وښودل شول چې ګواکي دوی به ډېر ژر، تر لومړیو ۲۱ میاشتو وروسته د شورا ریاست یعنې د سوډان حاکمیت په لاس کې واخلي. که دا کار شوی وای، د انګلستان او اروپا مزدورانو دا فرصت ترلاسه کاوه چې لوی بدلونونه راولي؛ چې په دې کې د پوځ رهبري او د هغو تمویل شاملېږي؛ داسې چې په سوډان کې یې د امریکا نفوذ ګواښلی شو او دا هغه څه دي چې امریکا یې په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي.

وروسته د خلکو ترمنځ دا خبر خپور شو چې کودتا پخپله د البرهان او حمیدتي کار و او موخه یې د دستوري تړون له منځه وړل و. د دغه خبر تر خپرېدو وروسته خلک سړکونو ته راووتل او لاریونونه یې وکړل؛ ځینو یې دا کار د اخلاص له مخې وکړ او ځینې نور یې بیا ملکیانو پارولي وو. دغه لاریونونه څو ورځې، ان څو میاشتې روان وو.

دویم: د سیاسي هوکړې پړاو:

د تېرې کودتا د مسلې تر روښانه کېدو او پر سړکونو تر لاریونونو وروسته، د ملکیانو د غولولو بل پړاو پیل شو؛ د ملکیانو او پوځیانو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې او بلاخره یې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۵مه سیاسي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. موږ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۱مه خپور شو، ویلي وو: «... د هوکړه‌لیک په دویمه برخه کې داسې ویل شوي:  "په بشپړه توګه ملکي ځواک ته انتقالي دولت سپارل او دا چې دولت به یو رییس لري چې مسولیتونه به یې تشریفاتي وي؛ د دولت اجرایي برخه به د ملکي لومړي وزیر لخوا پر مخ وړل کېږي" په هوکړه‌لیک کې همداراز ویل شوي: "پوځ به له سیاسي چارو او اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې له فعالیتونو لرې ساتل کېږي او دا چې د چټک غبرګون ځواکونه او د وسله‌والو ډلو ځواکونه به ټول په پوځ کې مدغم شي او دا کار به د هغو تیاریو له مخې وشي چې د هغو پر سر هوکړه ښايي وروسته د امنیتي او پوځي اصلاح پروګرام په چوکاټ کې وشي. ...» د شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې وروستی لاسلیک یې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۶مه وشي او د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۱۱مه ملکي حکومت تشکیل شي. دلته نو وضعیت داسې دوام وکړ:

۱. په هغه ورځ چې ټاکل شوې وه د واک د لېږد هوکړه‌لیک لاسلیک کېږي؛ یعنې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۶مه چې د انتقالي دولت د تشکیل له نېټې، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۱مې څخه ۵ ورځې وړاندې؛ د افریقا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مولي له جنرال حمیدتي او د سیاسي بهير له ویاند، خالد عمر یوسف سره ټلیفوني خبرې وکړې. « مولي د رهبرۍ شورا له مرستیال او د چټک غبرګون ځواکونو له قومندان، حمیدتي او د سیاسي بهیر ویاند، خالد عمر سره ټلیفوني خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې ده څو ورځې وړاندې د رهبرۍ شورا له رییس او د پوځ قومندان، البرهان سره هم د ټلیفون له لارې خبرې کړې وې.» (سرچینه: سوډان ټرېبیون، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۶مه)

۲. عربي پوسټ وېبپاڼې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۱۹مه د امریکا د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په حواله د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۱۵مه د نښو د پیل د لومړیو ساعتونو په اړه تازه معلوماتو په اړه ولیکل: «د اپرېل ۱۴مه، د جمعې شپه د بهرنیو استازو په ګډون د البرهان او حمیدتي ترمنځ خبرې اترې وشوې. د دغو خبرو اترو پر مهال او وړاندې له دې چې دواړه لوري د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي په کور کې یوځای د شپې ډوډۍ وخوري، ځینې ژمنې او تنازلات وروستي شول.» (سرچینه: عربي پوسټ، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۹مه)

۳. په دې توګه د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۱۵مه د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ سختې او ناڅاپي نښتې پیل شوې؛ دغه نښتې ملکیانو یعنې په انګلستان پورې تړلو ملکي ځواکونو ته د واک د لېږد پر هیلو نوی ګوزار ګڼل کېږي. نو په سوډان کې په امریکا پورې تړلو پوځیانو او اروپا پورې تړلو ملکیانو ترمنځ روان سیاسي اخ و ډب د البرهان او حمیدتي ترمنځ په پوځي نښته واوښت! موږ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۹مه خپور شو، وویل: « بیا به پوځیان، یعنې البرهان او حمیدتي بریالي شي چې د واک لېږد له پوځ سره د چټک غبرګون ځواکونو د مدغم کولو پر سر د توافق نه لرلو په پلمه وځنډوي. دا وضعیت به تر هغه همداسې روان وي چې د هوکړه‌لیک د تعدیل او په هغه کې د ملکي جریان د هر راز عملي اغېز د پاکولو مناسب شرایط او فضا برابره شي؛ دا د البرهان په خبرو کې د "ډېر ژر" کلیمې معنی ده؛ ده وویل: «هېواد د ملکي حکومت جوړېدو پر لور روان دی او په غالب ګومان، ملکي حکومت به ډېر ژر تشکیل شي.» (سرچینه: الاتحاد، د ۲۰۲۳م کل د مارچ ۱۹مه) په دې توګه به سیاسي هوکړه د پوځي جریانونو د غوښتنو له مخې عملي شي او بیا به د "ډېر ژر" کلیمه ښايي د عملي کېدو لپاره ټاکلې مودې ته نیږدې وخت یا تر هغه د ورسته وخت معنی ورکړي. خو که دوی ته دا فرصت برابر نه شي، لرې نه ده چې سیاسي هوکړه‌لیک له پوځ سره د چټک غبرګون ځواکونو د مدغم کېدو د سختوالي یا د البرهان او حمیدتي ترمنځ د توافق د نشتون په سبب ملغا اعلان کړي؛ یعنې د دستوري تړون د لغوه کولو سناریو به په نویو اسلوبو تکرار شي.»

۴. مخالفو سیاسي جریانونو د نښتو پای ته رسولو ته د پوځ او چټګ غبرګون ځواکونو په رابللو پیل وکړ؛ په داسې حال کې چې دغه جریانونه پخوا د پوځ چټک غبرګون ځواکونو پر ضد وو؛ خو د نښتو تر پیل وروسته په داسې جریانونو بدل شول چې ټول فکر یې د دواړو لورو ترمنځ د نښتې پای ته رسول دي؛ له سیاسي ژوند څخه د دواړو لورو د لرې کولو او د ملکي حکومت د تشکیل لپاره سیاسي غوښتنې یې هېرې کړې. لکه څنګه چې: «د ازادۍ او بدلون جریان په یوه بیانیه کې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو له رهبرۍ وغوښتل چې حکمت په پام کې ونیسي. ژر تر ژره پوځي نښتې پای ته ورسوي، د خبرو اترو لار غوره کړي او پوه شي چې د نا حل شوو قضیو د حل یوازینۍ لار د سیاسي حللارو له لارې سوله‌ایز حل دی.» (سرچینه: الجزیره، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۶مه) په دې توګه د مخالفو جریانونو واقعیت بدل شو، نور نو مخالف جریانونه نه، بلکې د پوځ او چټګ غبرګون ځواکونو د رهبریو ترمنځ د روغې جوړې جریانونه شول چې په سمبولیکه توګه د خلکو سترګو ته د خاورو شیندلو په موخه سره ښکېل شوي.»

۵. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې ویل شوي: «بلنکن ټینګار کړی چې د دغو نښتو په سبب زیانمنو شوو ته د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره اوربند ته سخته اړتیا ده. (سرچینه: سکای نیوز، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۸مه) نو د نښتو پای ته رسېدل نه، بلکې اوربند دې وشي او دواړو لورو ژر دغه غوښتنه ومنله. پوځ د رهبرۍ شورا د غړي، شمس الدین کباشي په حواله وویل چې «د رهبرۍ شورا پر اوربند هوکړه کړې چې د سه شنبې له ماښام څخه به پیل شي او ۲۴ ساعته به دوام وکړي.» (سرچینه: العربي، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۸مه) د چټک غبرګون ځواکونو هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلنکن له خولې د امریکا په غوښتنه اوربند ومانه او ویې ویل: «د هغو اړیکو له مخې چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلنکن سره مو لرلې او د ملګري او ورور هېواد د هڅو په پام کې نیولو سره چې غواړي د ملکي وګړو او ټپيانو د لېږد لپاره خوندي لار جوړه شي، موږ له خپل اړخه اعلانوو چې دغه ۲۴ ساعته اوربند منو.» (سرچینه: الراکوبة السودانیة، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۸مه) دا ثابتوي چې البرهان او حمیدتي د امریکا پیروي کوي او د امریکا امرونه له ځنډ پرته پلي کوي. که امریکا له دوی وغواړي چې نښتې ژر او جدي ختمې کړي، دوی به یې اطاعت وکړي؛ خو له دواړو اړخونو یې ۲۴ ساعته اوربند وغوښت؛ له دې سره سره یې دواړو اړخونو ته اجازه ورکړه چې نښتو ته دوام ورکړي.

۶. د سعودي "شرق الاوسط " ورځپاڼې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۱۹مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله چې د نامه افشا کېدل یې نه غوښتل، وویل: «د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سوډان د وسله‌والو شخړو لپاره یو ځانګړی کاري ټیم ټاکلی چې د دغه وزارت پلانونه، د هغو مدیریت او د سوډان د پېښو اړوند لوجیسټیک تر څار لاندې ولري.» هغه زیاته کړه: «اوس زموږ تمرکز بیړني اوربند ته رسېدل دي.» او ویې ویل: «پر پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو به تر هغه فشار ته دوام ورکړو چې څو ۲۴ ساعته اوربند مني او له دواړو اړخونو غواړو چې پر دغه اوربند د پابندۍ ضمانت ورکړي.» (سرچینه: شرق الاوسط، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۹مه) له دې ښکاري چې د دواړو اړخونو ترمنځ نښتې اصلاً امریکایان مدیریت کوي او نه غواړي خپلو موخو ته تر رسېدو وړاندې دایمي او بشپړ اوربند وشي.

۷. بایډن په یوه بیانیه کې وویل: «د امریکا پوځ نن یکشنبه زما په امر له خرطوم څخه د امریکا د حکومتي کسانو د را ایستلو عملیات وکړل.» بایډن دغه راز له سعودي، جیپوټي او ایتوپیا مننه وکړه، «د دغو عملیاتو د بریالي کېدو لپاره یې د دغو هېوادونو د هر اړخیزې مرستې یادونه وکړه.» د چټک غبرګون ځواکونه چې په سوډان کې د نښتو یو اړخ دی، د یکشنبې سهار اعلان وکړ چې د امریکا ډیپلوماټان او کورنۍ یې په خرطوم کې د امریکا له سفارت څخه را وایستل شول او دا کار له امریکا سره په همغږۍ وشو. سي ان ان خبري شبکې خبر ورکړ چې «ټول امریکایي ډیپلوماټان یې له کورنیو سره په پوره خوندیتوب د پوځي الوتکو په مرسته  له سوډان څخه د را ایستل کېدو په حال کې دي.» سي ان ان زیاته کړه: «د ډیپلوماټانو له را ایستل کېدو سره، په خرطوم کې د امریکا سفات وتړل شو.» (سرچینه: سکای نیوز عربي، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۲۳مه) عربي ۲۱ شبکې هم د ۲۰۲۳م کال د اپرېل په ۲۳مه پر خپله وېبپاڼه د امریکايي ډیپلوماټانو د را ایستلو په اړه د بایډن خبرې خپرې کړې او ویې ویل: «د سوډان پوځ د امریکايي ډیپلوماټانو د ایستلو په اړه کوم نظر نه دی ورکړی خو په هغه بیانیه کې چې وړاندې خپره شوې، دوی ویلي چې تمه کېږي متحده ایالات، انګلستان، فرانسه او چین خپل ډیپلوماټان او نور کسان له خرطوم څخه وباسي» او زیاته یې کړه: «تمه کېږي چې دا کار به ژر پیل شي.» دغه ټولې خبرې د دې لپاره شوې چې د نښتو د زیاتېدو یو انځور وړاندې کړي.

۸. ۷۲ ساعته اوربند چې امریکا د سه شبنې له شپې، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل له ۲۵مې اعلان کړ: « بلنکن په یوه بیانیه کې وویل: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له پراخو خبرو اترو وروسته، د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو له هر اړخیز اوبند سره چې د اپرېل د ۲۴مې له نیمې شپې پیلېږي او تر ۷۲ ساعتونو دوام کوي، هوکړه وکړه. ده زیاته کړه: په دغه موده کې متحده ایالاتو د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونه هڅول چې اوربند ته پوره ژمن وي.» سرچینه: الجزیره مباشر، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۲۵مه)

د سیاسي هوکړې پړاو پېښو ته که ځير شو، روښانه کېږي چې اوربند د امریکا په لاس کې دی، پېښې هغه مدیریت کوي او د دوو مزدورانو ترمنځ د نښو اور ته لمن وهي. د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ اوسنۍ نښتې، په سوډان کې سیاسي اخ و ډبونه په جدي توګه نوي ډګر ته بیايي؛ دا نوی ډګر امریکا جوړ کړی چې له دې لارې د انګلستان او اروپا مزدوران د اغېزناک حاکمیت له مرکز څخه لرې کړي او پر وضعیت د امریکا د بشپړ واک لار هواره شي. د امریکا لپاره د ټپیانو او مړو شمېره مهمه نه ده او نه هم د سوډان او د هغو د پوځي وسایلو د ویجاړېدو په غم کې ده؛ ځکه چې دا وروستی شی دي چې امریکا یې په اړه فکر کوي؛ یعنې د امریکا لپاره دا مهمه ده چې د سوډان حاکمیت د انګلستان او اروپا له دخالت پرته، یوازې د امریکا په لاس کې وي.

درېیم: دا چې ایا انګلستان او اروپا د البرهان پر وړاندې د حمیدتي د کودتا په هڅه کې د هغه تر شا وو او ملاتړ یې کاوه، باید ووایو چې دا امکان لرې ښکاري؛ ځکه چې:

۱. په سیمه کې د امريکا مزدوران له دواړو اړخونو سره په اړیکه کې وو او که امریکا پوهېدای چې حمیدتي انګلستان او اروپا ته تمایل پیدا کړی، هرو مرو یې په سیمه کې خپل مزدوران د سوډان د ملي پوځي سازمان په توګه  د سوډان د پوځ ملاتړ ته ورلېږل او په ورته وخت کې یې د چټک غبرګون له ځواکونو غوښتل چې له پوځ سره د خپل رسمیت مسله حل کړي؛ یعنې رسمیت یې ترې اخیست. سعودي له دواړو اړخونو سره په اړیکه کې و او الجزیرې نن د مصر د بهرنیو چارو وزیر په حواله وویل چې سعودي د نښتو له دواړو اړخونو، البرهان او حمیدتي سره په اړیکه کې و.

۲. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دواړو اړخونو سره په اړیکه کې و او اوربند ته یې رابلل. «د سوډان د چټک غبرګون ځواکونو قومندان، محمد حمدان دقلو په یو لړ ټویټونو کې وویل: تمه لرو چې د دغې ستونزې د حل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره لا ډېرې مناقشې وکړو.» (سرچینه: الجزیره نېټ، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۸مه) «د پوځ له قومندان، عبدالفتاح برهان او د چټک غبرګون ځواکونو قومندان، محمد حمدان دقلو "حمیدتي" سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر اړیکې او له دوی څخه د اوربند غوښتلو وروسته، پر اوربند هوکړه وشوه.» (سرچینه: د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۸مه)

که د چټک غبرګون ځواکونو د اروپایانو په ګټه کودتا کولای، د ازادۍ او بدلون جریان یې هرو مرو په څنګ کې درېده؛ په ځانګړي ډول دا چې یاد جریان شپه او ورځ د پوځیانو د ګوښه کېدو او ملکیانو ته د واک د لېږد غوښتونکي دي؛ یعنې دغه جریان په ښکاره او د دغو نښتو تر پیل وړاندې د پوځ له قومندان، البرهان سره مخالف و؛ خو اوس ژر ترژره اوربند غواړي؛ یعنې د حمیدتي پر شور ماشور سربېره یې داسې ونه ښوده چې حمیدتي د ډیموکراسۍ په ملاتړ د البرهان پر وړاندې جګړې ته راوتلی: «د سوډان د ازادۍ او بدلون ځواکونو له پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو غوښتي چې ژر نښتې پای ته ورسوي او خبرې اترې پیل کړي.» (سرچینه: شرق الاوسط ورځپاڼه، د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۱۶مه)

دلته ښکاري چې په سوډان کې په اروپا پورې تړلي جریانونه دغو نښتو حیران کړل او د یوه اړخ ملاتړ یې هم ونه کړ. ځکه خو له انګلستان څخه د حمیدتي د ملاتړ شونیا منتفي شوه، بلکې لا هم د البرهان پشان د امریکا مزدور دی.

څلورم: لنډه دا چې:

۱. په دې کې هېڅ شک نشته چې د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ روانې نښتې په هر حالت کې امریکا مدیریت کوي؛ د امریکا موخه داسې ډګر ته د دغو نښتو وړل دي چې امریکا په خپله جوړ کړی او له دې لارې د انګلستان او اروپا مزدوران د جګړې له ډګر څخه لرې کړي، تر څو امریکا په یوازې ځان د جګړې پر اړخونو واک ولري. امریکا ته د مړو او ټپیانو شمېر او دغه راز د سوډان او د دغه هېواد د پوځي وسایلو ویجاړېدل هېڅ ارزښت نه لري.

۲. امریکا په سوډان کې د خپل نفوذ د دوام په لټه کې ده؛ داسې چې هلته یې پر وړاندې اروپا نه وي. اروپا له ډېر وخت راهیسې پر سوډان واک درلود، د عمر البشير د حاکمیت پر وخت  هلته د اروپا واک ۳۰ کالو ته رسېده. کله یې چې د عمر البشير د لرې کولو پرېکړه وکړه، داسې کس یې راوست چې عمر البشير جوړ کړی و؛ لکه حمیدتي او همکاران یې لکه البرهان. کله چې د انګلستان او اروپا کسانو د ازادۍ او بدلون جریان په چوکاټ کې د امریکا د کسانو پر وړاندې سر را پورته کړ، د خپلې بې عقلۍ په سبب د امریکا د یوه فرېب ښکار شول؛ امریکا دا کار لومړی د دستوري تړون او بیا د سیاسي هوکړه‌لیک له لارې وکړ.

۳. دا چې انګلستان د نښتو پر یوه اړخ، حمیدتي نفوذ پیدا کړی او همدا د نښتو زیاتېدو سبب دی، باید ووایو چې د دې هېڅ نښه نشته، بلکې زموږ په غالب ګومان او لکه وړاندې مو چې اشاره ورته کړې، برعکس خبره یې ثابته ده او دواړه، البرهان او حمیدتي د امریکا په اشاره حرکت کوي.

۴. دا چې ایا د نښتو د دوام تمه کېږي که نه او پایله به یې څه وي؛ لکه وړاندې مو چې وویل؛ د دغو نښتو موخه له صحنې څخه د انګلستان، "د ازادۍ او بدلون په چوکاټ کې ملکي جوړښتونه " لرې کول دي. که څه هم امریکا تقریباً خپلې دغې موخې ته رسېدلې، خو د دستوري تړون پر وړاندې د کودتا سابقه او خلکو ته یې افشا کېده به امریکا او د هغې پیروان اړباسي چې نښتې یو څه اوږدې کړي؛ دا نښتې به ځای ځای وي او د دې فیصله کوونکې به نه وي چې یو اړخ له لاندې چارو یوې ته ورسېږي:

الف. که دې پایلې ته ورسېږي چې ښه ده د دواړو مزدورانو، البرهان او حمیدتي ترمنځ نوی تړون وکړي؛ دا کار به وکړي او له دې سره به هغه سیاسي هوکړه‌لیک څنډې ته شي چې په اروپا پورې سیاسي جریانونو سره یې کړی و او په اروپا پورې تړلي جریانونه هم د امریکا د مزدورانو پر وړاندې څنډې ته شي؛ نو میدان به د امریکا مزدورانو ته خالي شي چې د سوډان لپاره نوی واقعیت رسم کړي.

ب. که په اروپا پورې تړلي جریانونه څنډې ته نه شي کړای، نو امریکا ته د سوډان وېشل هېڅ مهم نه دي؛ وړاندې يې هم سوېلي سوډان ترې بېل کړی، اوس به لوېدیځ او دارفور هم ترې بېل او حمیدتي ته تسلیم کړي؛ ځکه چې حمیدتي په دغو سیمو کې ډېر نفوذ لري او په ځانګړي ډول دا چې د هغې سیمې د طلا کانونه یې تر واک لاندې دي.

ج. که په اروپا پورې تړلي جریانونه د امریکا د یوه مزدور، مثلاً حمیدتي ترشا ودرېږي، نو ښايي امریکا له خپل دغه مزدور څخه وغواړي چې له صحنې لرې شي او د نوو صفونو د ګډوډولو لپاره به په سوډان کې د وسله‌والو نښتو د رهبري کولو لپاره د خپل بل مزدور د تسلط لار خلاصه کړي.

پینځم: نو روښانه کېږي چې مزدوران هم د خپلو بادارانو پشان د خلکو چارو او د هغو خوندیتوب ته ارزښت نه ورکوي او تر ټولو ډېر دا ورته مهمه ده چې د واک پر څوکۍ وي او د خپل بادار په اشاره حرکت وکړي؛ دغو مزدورانو د روژې په وروستۍ لسیزه کې د خلکو په منځ کې وېره او وحشت خور کړ؛ په داسې حال کې چې خلک د اختر په تمه وو چې یو بل ته مبارکي ورکړي او د یو بل لیدو ته ورشي. په داسې یوه وخت کې دغو جنایتکارو غلامانو وینې بهول پیل کړل، پر خلکو یې کورونه ویجاړ کړل او خلک یې اړ ایستل چې خپل کارونه پرېږدي او په کورونو کې کېني. دغو جنایتکارانو دا کارونه د الله او د هغه د رسول د دښمنانو د رضایت خپلولو لپاره وکړل. نو خلک باید دواړه لوري، هم د امریکا او هم د انګلستان غلامان رد کړي؛ نظام یې را وپرځوي او د سوډان مخلصو او پوه بچیانو، یعنې د حزب التحریر ځوانانو ته نصرت ورکړي؛ دغه ځوانان د نبوت پر منهج د بیاځلي خلافت دولت بشپړ پلان لري، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي او په دغه کار هڅه کوي دا هېواد د مزدورانو له منګولو خلاص کړي او د تجزیې او وېش مخه ونیسي؛ غواړي د هېواد د ودې لار ونیسي چې الله سبحانه و تعالی رحم پرې وکړي او عزت ورکړي.

﴿ وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾

ژباړه: «مومنان نارینه او مومنانې ښځې، دا ټول د یو بل دوستان دي. په ښو چارو امر او له بدیو منع کوي، لمونځونه قائموي، زکات ورکوي او د الله او هغه د پیغمبر اطاعت کوي. دا هغه کسان دي چې د الله رحمت ورباندې نازلېږي، بېشکه الله پر ټولو برلاسی او د حکمت څښتن دی.» [توبه: 71]

۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال ۵مه

۲۰۲۳م کال د اپرېل ۲۵مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې