- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
د روسیې د واګنر ډلې ځواکونو مشر د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۴مه د روسیې د پوځ پر وړاندې بغاوت وکړ. نوموړي د روسیې پر لوی درستیز او دفاع وزیر سختې نيوکې وکړې او ترې ویې وغوښتل چې خبرو اترو ته ورسره کېنې؛ په ورته وخت کې یې ځواکونو د مسکو پر لور حرکت وکړ. د روسیې ولسمشر په دې اړه لنډ نظر ورکړ؛ دا کار یې خیانت او له شا وار وباله. دغه بغاوت هماغه ورځ د بیلاروس د ولسمشر په منځګړیتوب او بیلاروس ته د واګنر ډلې د مشر له تګ سره په موافقې پای ته ورسېد. د واګنر ډلې دغه بغاوت او بیرته یې ژر درېدو، غرب هیښ کړ.
پوښتنه دا ده چې دغه بغاوت ولې وشو؟ پر روسیه یې اغیزې څه دي؟ او دا چې ایا په دې کې د امریکا یا غرب لاس و که نه؟ وبښئ چې پوښتنه مې یو څه اوږده شوه. جزاک الله خیراً!
ځواب:
د ځواب روښانه کولو لپاره لاندې ټکو ته کتنه کوو:
۱. واګنر یو نیمه حکومتي روسي امنیتي شرکت دی چې په ۲۰۱۴م کال کې تاسیس شو؛ د دغه شرکت مشري مشهور میلیاردر، یوګني پریګوژین کوي. پریګوژین ته د پوتین اشپز وايي او هغه ته ډېر نیږدې کس و؛ دا ځکه چې پريګوژين خپل رسټورانټ درلود او هلته یې د ولسمشر پوتین لپاره پخلی کاوه. واګنر شرکت د روسیې له دفاع وزارت سره تړونونه لري چې له مخې یې د دغه شرکت غړي د روسیې په پوځي اډو کې روزل کېږي او بېلابېلې وسلې یې په واک کې وي. دغه شرکت د روسیې د حکومت لپاره ناوړه ماموریتونه او بېلابېل اقتصادي فعالیتونه کوي. واګنر شرکت بدنامه "بلک واټر" شرکت ته ورته دی چې په عراق کې یې د امریکايي اشغال په لومړیو کلونو کې له امریکايي سرتیرو سره چټل رول ولوباوه. دا چې ماموریتونه او کړنې یې اصلاً د روسیې له خاورې بهر دي؛ واګنر تر قانوني څار او محاسبې لاندې نه دی او خپلې وژنې، ترور او شکنجې کوي؛ سره له دې روسیې د اوکراين په جګړه کې مرسته ترې واخیسته. پوتین د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۷مه، له قانون پلي کوونکو مسولینو سره په یوه ټلویزیوني ناسته کې وویل: «دولت یوازې د ۲۰۲۲م کال له مې څخه د ۲۰۲۳م کال تر مې پورې، د واګنر جنګیالیو ته ۶۸،۲۶۲ ملیارده روبله (شاوخوا ۱ ملیارد ډالر) معاشونه او د هغوی د هڅونې لپاره امتیازونه ورکړي.» نو د دغې ډلې مشر د ځواک احساس کړی او فکر کوي چې هر څه کولی شي؛ ځکه چې پیسې، وسلې او لسګونه زره سرتېري لري او په ورته وخت کې د روسیې په خلکو کې هم ځای لري. دغه ځواک دا فرصت ورکوي چې نظام وننګوي او له ستونزو سره یې مخ کړي.
داسې ښکاري چې هغه غرور پیدا کړی او انګېري چې لوړې څوکۍ ترلاسه کولی شي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د واګنر ځواکونه اوس د سوریې، لیبیا، مالي او منځنۍ افریقا په ګډون په څو هېوادونو کې دي.
۲. واګنر چې د اوکراين په جګړه کې ګډون وکړ، مشهور شو؛ په ځانګړې توګه د باخموت سیمې جګړه چې څو میاشتې اوږده شوه او بلاخره د واګنر ځواکونو ختمه کړه. د دغې ډلې د مشر، یوګني پرېګوژین نوم هم دغه وخت د رسنیو خولې ته ولوېد؛ کله چې ده د روسیې د پوځ پر قومندان او دفاع وزیر نیوکې وکړې چې د اوکراين په جګړه، په ځانګړې توګه د باخموت جګړه کې یې د ده سرتېرو ته لازم امکانات نه وو برابر کړي. هغه پر دفاع وزیر او لوی درستیز نیوکې وکړې؛ ان د خیانت تور یې پرې ولګاوه او د دوی د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه. سربېره پر دې، هغه تور پورې کړ چې د روسیې پوځ په اوکراين کې لسګونه زره روسان وژلي او د پام وړ سیمې یې دښمن ته پرېښې. یوګني پرېګوژین خپلې خبرې او تورونه د ټلګرام له لارې خپرول. ده همدا راز په اوکراين کې د روسیې له لوري پیل شوې جګړه باندې نیوکې کولې. تر بغاوت یوه ورځ وړاندې، د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۳مه، هغه د ټلګرام له لارې وویل: «د روسیې دفاع وزیر غوښتل مارشال شي او د روسیې د اتل لقب واخلي؛ ځکه خو یې پر اوکراين برید هڅاوه.» هغه زیاته کړه: «دغه ادعا ناسمه ده چې اوکراين تر جګړې وړاندې پر روسیې د برید پلان درلود.» ده دغه راز وویل: «روسي ځواکونو د اوکراين په ختيځ او سوېل کې د اوکرايني ځواکونو تر دفاعي بريدونو وروسته، پر شاتګ پيل کړ.»
۳. د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۴مه، شنبه سهار، د واګنر ډلې مشر اعلان وکړ چې هغه د روسیې په روستوف ښار کې، چې پر اوکراين د روسیې د یرغل اصلي مرکز دی، پوځي مرکز ته ننوتلی او د هوايي ډګر په ګډون یې څو پوځي اډې نیولې. بیا یې د ټلګرام له لارې وویل: «موږ اوس د پوځ په مرکز کې یو او اوس ۷:۳۰ (د ګرېنوچ پر مهال ۴:۳۰) بجې دي.» هغه وويل: «د هوايي ډګر په ګډون، د روستوف پوځي اډې زموږ په واک کې دي.» بیا یې زیاته کړه: «د اوکراين ډېرې نیول شوې سيمې بېرته له لاسه وتلې او ډیر سرتیري وژل شوي.» هغه یو ځل بیا د روسیې پر پوځ تور ولګاوه چې د جګړې د جبهو په اړه ریښتا نه وايي. د هغه په وینا: «پوځ هره ورځ تر زرو شاوخوا سرتېري له لاسه ورکوي»؛ په دې کې پر هغو کسانو سربېره چې له جګړې انکار کوي، هغه کسان هم شاملېږي چې مړه، ټپیان یا نادرکه کېږي. هغه زیاته کړه: «لوی درستیز، والري ګراسیموف چې ودانۍ ته زموږ له رسېدو خبر شو، وتښتېد.» هغه دغه راز وویل: «دوی د واګنر ځواکونو د تیتولو هڅه کوله. هغه اعلان وکړ چې سرتیري یې روستوف سرحدي ښار ته ننوتلي؛ بیا ورونژ ښار ته لاړل او ورپسې د لیپتسک پر لور وخوځېدل چې له پلازمینې مسکو څخه ۵۱۰ کیلو متره واټن لري او اوس داسې ځای ته رسېدلي دي چې له پلازمینې ۲۰۰ کیلومتره لرې دی.»
پر دغو ټولو ادعاوو او تورونو سربېره یې بیا هم هڅه وکړه چې پوتين په ښکاره تورن نه کړي او د بېرته ستنېدو لپاره یې د پل په توګه وکاروي؛ د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۶مه يې بیا د ټلګرام له لارې وویل: «ما ولسمشر پوتین نه و په نښه کړی او د مسکو پر لور د تګ موخه مو دا نه وه چې نظام سقوط کړو. زموږ ډله هڅه کوي د واګنر ډلې د بې وسلو کولو او له دفاع وزارت سره د هغوی د ادغام مخه ونیسي؛ خپلو ځواکونو ته مو امر کړی چې د وینې تویېدو مخه ونیسي.»
۴. خو هغه پر پوتین د تور نه پورې کولو په هڅه کې پاتې راغی؛ د بغاوت څو ساعته نه وو تېر چې پوتین یې د ارامولو خبرداری ورکړ. هغه د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۴مه، د ټلویزیون له لارې وویل: «د واګنر د ځانګړې پوځي ډلې وسله وال بغاوت، خیانت دی او هرڅوک چې د روسیې د پوځ پر وړاندې وسله پورته کړي؛ سزا به یې ورکړل شي. امنیتي ادارو ته امر شوی چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې وضعیت اعلان کړي. روانه جګړه له موږ غواړي چې د بهرنیو پلانونو پر وړاندې یو موټی شو. د تیرې شپې په جریان کې مې د ټولو کچو له پوځي مشرانو سره اړیکه لرله او د دغه ګواښ پر وړاندې به زموږ غبرګون ډېر جدي او غوسهناک وي. څه چې وشول یو خیانت او پر موږ له شا وار و. په داسې حال کې چې روسیه له نازیانو سره په جګړه کې ښکېله ده، ځینې کسان د دغه بغاوت له لوري جنايي فعالیتونو ته هڅول شوي. هر ډول داخلي نا ارامي د دولت لپاره خطرناک ګواښ دی او دا د روسیې د خلکو پر مخ څپېړه ده. پوتین د واګنر پر مشر تور پورې کړ چې "شخصي موخې" لري. د پوتین د څرګندونو په ځواب کې د واګنر مشر وویل: «پوتین زموږ په خاین بللو کې سخته تېروتنه وکړه.» هغه د پوتین د څرګندونو په اړه زیاته کړه: «پوتین ناسمه لار غوره کړه او روسیه به ژر نوی ولسمشر ولري.» (ټلیګراف، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۴مه)
۵. دلته وضعیت ډېر خراب شو؛ په ځانګړې توګه دې ته په کتو چې د اوکراين جګړه د روسیې لپاره ستونزمنه ده. دا جګړه پرته له کوم پرمختګه روسیه استهلاکوي او مادي او انساني سرچینې یې ضایع کوي. ان ویلی شو چې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه لري، بلکې یوازې له خپل موقعیت څخه دفاع کوي او په ځینو برخو کې د شاتګ په حال کې دي. نو دغه بغاوت د روسیې او په ځانګړې توګه د پوتین لپاره -چې د ځان او روسیې لپاره یې یوه برخلیک ټاکونکې جګړه کې راګیر دی- ډېر خطرناک دی. په دغه حساس وضعیت کې د روسیې ولسمشر له خپل بیلاروسی سیال څخه وغوښتل چې د بغاوت د مخنیوي لپاره منځګړیتوب وکړي او ستونزه په سولهيیز ډول حل کړي. د بیلاروس د ولسمشرۍ ماڼۍ په بیانیه کې راځي: «د بیلاروس ولسمشر، لوکاشینکو د واګنر ډلې له مشر سره د خپلو خبرو اترو پایلې مفصلې له ولسمشر پوتین سره شریکې کړې او پوتین یې د هڅو مننه وکړه.» د واګنر مشر ته د امنیتي ضمانت په ګډون د دغه ناورین د حل وړاندیز وشو. خبرې اترې له پوتین سره په همغږۍ مخته تلې. د کرملین ماڼۍ ویاند، دیمیتري پیسکوف هغه ټکي په ډاګه کړل چې پوتین او لوکاشینکو توافق پرې کړی و: "د واګنر ډلې ځینې غړي، چې له پیل څخه د پریګوژین له بغاوت سره مخالف وو د دې فرصت لري چې د پوځ په لیکو کې شامل شي او له دفاع وزارت سره تړون وکړي. د دوی پر وړاندې به هیڅ ډول قانوني اقدام نه کیږي. د واګنر ډلې نور غړي باید بیرته خپلو اډو ته لاړ شي؛ هغوی چې نه ځي هم له دفاع وزارت سره تړون کولی شي. پريګوژین بیلاروس ته ځي او جنایي قضیه یې تړل کېږي.» (سرچینه: Russia Today، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۵مه)
په دې توګه، پوتین دغه بغاوت ارام کړی شو او په ورته وخت کې یې ځان او روسیې ته ډېر زیانونه واړول.
۶. ښکاري چې د واګنر مشر دغه بغاوت له کوم منظم پلان پرته او ناڅاپه پيل کړی و؛ له ځان سره یې ویلي وو چې که مسکو ته ورسېږم او ملاتړ ترلاسه کړم او دولت مې مخه ونه شي نیولی؛ پوتین به لرې او پر ځای به یې کېنم. داسې ښکاري چې د دغه کار زړه یې ونه شو کړی او له ناکامۍ ووېرېد. د دې ترڅنګ د بیلاروس له لارې د پوتین اخطارونه او د بښنې او بیلاروس ته د پرېښودو په اړه د پوتین وسوسې ور ورسېدې. لکه د خطر پر ځای یې چې امن غوره بللی وي؛ نوموړي د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۵مه تر دغه تړون وروسته د ټلګرام له لارې وویل: «د وینې تویولو د مخنیوي لپاره، زموږ سرتیري بیرته خپلو اډو ته ځي. خوشاله یو چې تر دې دمه وینه توی نه شوه. د جون په ۲۳مه مو د عدالت راوستو لپاره حرکت پیل کړ او په یوه ورځ کې د مسکو ۲۰۰ کیلومترۍ ته ورسېدو.»
۷. په دې توګه، پوتین د لنډمهال لپاره د دغه ناورین مخه ونیولی شوه او د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۶مه يې د روسیې په ټلویزیون کې وویل: «د واګنر د بغاوت په شنډولو سره مو په روسیه کې د یوه لوی ناورین مخه ونیوله. د دغه ناورین د سولهيیز حل په برخه کې د بیلاروس د ونډې مننه کوو. په دې کې هېڅ شک نشته چې په روسیه کې د دغه وسلهوال بغاوت همغږي کوونکو له خپل هېواد سره خیانت کړی او وروستیو پېښو وښوده چې هر ډول باج اخیستل بلاخره ناکامېږي.» پوتین د واګنر جنګیالیو ته خپل وړاندیز بیا تکرار کړ چې هم له پوځ سره د یو ځای کېدو او هم بیلاروس ته د تلو اجازه لري. ده وویل: «غرب او کییف په روسیه کې د کورنۍ جګړې پلان درلود؛ خو امنیتي ادارو د روسیې د ساتنې په اړه پر خپله لوړه او ژمنه وفا وکړه»
دا ښيي چې دغه بغاوت روسیه وګواښله او نظام یې ولړزاوه؛ د پوتین شهرت او حیثیت ته یې زیان ورساوه او د روسیې نړیوال موقف یې اغېزمن کړ. دغه بغاوت وښوده چې د روسیې داخل متزلزل او بې ثباته دی.
۸. په دغه بغاوت کې د غرب د دريځ په اړه باید ووایو چې پیل او پای، دواړو یې غرب حیران کړ. غرب یې دوام غوښت؛ خپل ټول پام یې دې خواته راواړاوه او په دې اړه د غربي دولتونو د چارواکو ترمنځ ټلیفوني اړیکې پیل شوې. ځکه چې دغه بغاوت د اوکراين د جګړې مسیر بدلولی شو او شونې وه چې د غرب موخې پوره کړي.
امریکا یې خپل دریځ د ولسمشر بایډن له خولې داسې بیان کړ: «غرب په روسیه کې د واګنر ډلې له بغاوت سره هیڅ تړاو نه لري او په روسیه کې دا پیښې د واک پر سر د ناندریو یوه برخه ده.» ده زیاته کړه: «ما ملي امنیت ته امر کړی چې د روسیې تحولات له نیږدې وڅاري.» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلینکېن وویل: "د دغه بغاوت وروستی څپرکی مو لا نه دی لیدلی؛ خو باید ووایو چې دننه یو څوک شته چې د پوتین واکمني ننګوي او مستقیماً په اوکراين کې د جګړې د پیل له لاملونو سره مخالفت لري. دا مسله جدي او ځپونکې پایلې لري. که څه هم دغه شخړه ژر پیل او بېرته ژر ختمه شوه؛ خو د پوتین رهبرۍ ته سخت زیان ګڼل کېږي. په روسیه کې دغه ناورین له شک پرته مهمې پوښتنې راپورته کوي او ښيي چې ریښتیني خنډونه شته.» (سرچینه: د امریکا سي بي اس او رویټرز، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر وویل: «د واګنر وسلهوالې ډلې بغاوت د روسیې کورنۍ مسله ده او موږ دخالت نه پکې لرو. شنبه او د واګنر ځواکونو د بغاوت پر مهال موږ په مسکو کې د امریکا د سفير له لارې له روسیې سره د اړیکو چینلونه لرل. دا چې یوګني پريګوژين مستقیماً د دغې جګړې د منطقي توجیه په اړه شک را پيدا کوي او وايي چې اساس یې پر درواغو ولاړ و، زموږ لپاره نوې خبره ده.» (د سعودي وئام او رویټرز، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه)
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو وویل: «د دې اونۍ په پیل کې په روسیه کې بغاوت دا په ډاګه کوي چې په اوکراين کې د مسکو جګړه د داخلي بې ثباتۍ سبب شوې او د روسیې پوځي ځواک ماتېدونکي حالت ته بیايي.» د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست همغږي کوونکي، جوزېف بورل ویلي: «د روسیې په سیاسي نظام کې د ضعف ټکي په ښکارېدو دي او پوځي ځواک یې ماتېږي.» (سرچینه: د سعودي وئام، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه) د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړه: «هغه پیښې چې روسیه یې شاهده وه، د هغوی داخلي مسله ده.» او زیاته یې کړه: «موږ داسې نښې نه وینو چې روسیه دې د اټومي وسلو کارولو ته چمتووالی نیسي.» (سرچینه: سکای نیوز، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه)
۹. په دې توګه امريکا او غرب په ډاګه کړه چې له دغه بغاوت سره هيڅ تړاو نه لري. په هرصورت، پر دغه ټول ټینګار سربېره، بیا هم لرې نه ده چې په ځانګړي ډول امریکا، د واګنر مشر په یوه ډول دغه کار ته هڅولی وي. دې ته په کتو چې د واګنر د مشر تر قوماندې لاندې مهم کسان جنایي سابقه لري؛ سخته ده چې هغه دې داسې کار وکړي! هغه د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته د روسیې لومړني ولسمشر، یلسین ته ورته دی چې د امریکا په هڅونه او توجیه واک ته ورسېد او شوروي اتحاد یې ړنګ کړ. دغه واقعیت وروسته افشا شو. په دې مسله کې هم دا احتمال شته؛ واشنګټن پوسټ د ۲۰۲۳م کال، د مې پر ۱۵مه ولیکل چې د واګنر ډلې مشر په یوه افریقایي هېواد کې له یو شمېر اوکرايني چارواکو سره کتلي او دې ته یې چمتووالی ښودلی چې که په باخموت کې روسي ځواکونو د ده ځواکونه یوازې پرېښودل؛ د روسيې د وسلهوالو ځواکونو په اړه به کییف ته معلومات ورکوي. دغې ورځپاڼې ادعا کړې چې دا معلومات یې د امریکا له افشا شویو استخباراتي اسنادو او یو شمېر امریکايي او اوکرايني چارواکو څخه تر لاسه کړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي. خو د واګنر مشر د ټلګرام له لارې دغه معلومات رد کړل او د خندا وړ یې وبلل. د کرملین ماڼۍ ویاند، دیمیتري پیسکوف په دې اړه وویل: «د واشنګټن پوسټ لخوا خپاره شوي معلومات یوازې ګمراه کوونکي خبرونه دي.» (سرچینه: فرانس پرس، ۲۰۲۳م کال، د جون ۱۶مه)
که څه هم کرملین او د واګنر مشر دغه معلومات رد کړل؛ خو د روسیې پر پوځي عملیاتو د واګنر د مشر نیوکه او د پوتین د ګمراه کولو په اړه پر دفاع وزیر تورونه د دې لپاره وو چې ځان د پوتین له نیوکې او غچ خلاص کړي. په ځانګړې توګه کله یې چې وویل پر دغې جګړې باور نه لري او ناسمه ده. ځکه دی پوهېده چې په اوکراين کې د جګړې د پیل پرېکړه د دفاع وزارت نه، بلکې پخپله د پوتین وه. د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۲مه، تر جګړې دوې ورځې وړاندې، پوتین د خپل حکومت ټول غړي راټول کړل او دغه ناسته د روسیې ټلویزیوني شبکې له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېده. نو د جګړې پرېکړه د دفاع وزیر نه، بلکې د پوتین وه.
دغه مسله غرب، په ځانګړي ډول امریکا خوشاله کوي. نو لرې نه ده چې د اوکراين له لارې یا یې مستقیماً د واګنر له مشر سره اړیکه نیولي وي او دغه کار ته یې هڅولی وي. خو کله یې چې د پوتین خبرداري ولیدل، لکه پر ځان چې بې باوره شوی وي، له خپل دریځه پر شا شو او غوره یې وبلله چې ځان وژغوري او په بیلاروس کې د تبعید ژوند وکړي.
۱۰. دغه بغاوت په ۱۹۹۹م کال کې د پوتین تر واکمنېدو وروسته د هغه لپاره تر ټولو لویه ننګونه وه او لرې نه ده چې نور کسان هم د داسې کار کولو ته وهڅول شي؛ ځکه چې د یوې داسې ډلې مشر چې ډېری غړي یې مجرمین دي، په دې وتوانید چې د پوتین دبدبه او شوکت ولړزوي. نو ښکاري چې پوتین تر هغه څه ډېر کمزوری دی چې فکر یې کېږي او دا چې اوس په ستونزو کې راګیر دی؛ تر دې حده چې له بغاوت کوونکو سره یې خبرې اترې غوره وبللې! نو دغه پېښه د پوتین پر مخ کلکه څپېړه وه او د ده د دولت پر رهبرۍ یې باور ډېر کم کړ.
په شرق او غرب کې د کفري استعمارګرو دولتونو واقعیت همداسې دی. د پایښت او دوام سبب یې دا دی چې د ننګولو څوک یې نشته. لکه تاریخ چې تکرارېږي او ځمکه د خلافت لمر راپورته کېدو ته تیارېږي، تر څو یو ځل بیا اوسنی فارس او روم له منځه یوسي. روسيه او غرب هم پخوا او هم اوس د مسلمانانو پر ضد دسیسې جوړوي؛ دواړه شر دي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې یو تر بل کم نه دي! الله سبحانه وتعالی به د دوی ټولې هڅې ناکامې کړي؛ دواړه به یو له بل سره ښکېل کړي او له شک پرته به خپل دین ته نصرت ورکوي چې بشر د دوی له شر څخه خلاص شي!
﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾
ژباړه: «باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرو مرو د دې دنيا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.» [غافر: ۵۱]
۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذوالحجې ۱۳مه
۲۰۲۳م کال، د جولای ۱
ژباړه: فریدون محتاط