دوشنبه, ۰۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې

(ژباړه)

پوښتنه:

د طالبانو حکومت سه شنبه پاکستان تورن کړ چې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې ملکیان یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې پر سر شخړو کې وژلي. په تورخم کې یوه پاکستاني چارواکي وویل چې په دغو شخړو کې درې پاکستاني عسکر هم ټپيان شوي...

تر دې وړاندې د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ له پاکستان سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې د ۷ ملیاردو ډالرو په ارزښت د مالي مرستو کڅوړه په درېیو کلونو کې پلې کړي. (سکای نیوز عربي؛ ۲۰۲۴ د جولای ۱۳مه).

د دغو شخړو ترشا څه دي؛ په ځانګړي ډول دا چې پخوا هم دا ډول شخړې وې؟ ایا دا د پیسو نړیوال صندوق له مرستو -چې د امریکا تر کنټرول لاندې دي- او پر هند د تمرکز پر ځای له افغانستان سره د پاکستان له شخړې سره اړیکه لري تر څو هند وکولی شي له چین سره پر مقابلې تمرکز وکړي او د امریکا د ګټو لپاره چین له ستونزو سره مخ کړي؟ او که نور دلیلونه لري؟

ځواب:

د دغو پوښتنو د روښانه کولو لپاره د لاندې ټکو یادونه اړینه ده:

۱. د ۲۰۲۳م کال د جنوري په ۲۸مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بریتانیې استعماري حکومت لخوا کاږل شوې پولې اړوند یوې پوښتنې ته زموږ په ځواب کې راغلي:

«په ۱۸۹۳ کال کې د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر، سر مورټیمور ډیورنډ او د افغانستان حاکم، امیر عبدالرحمن خان ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې د ډیورنډ په نامه سرحدي کرښه وکاږل شي؛ دا کرښه له شمال ختیځ څخه تر سویل لوېدیځ پورې ۲۶۴۰ کیلومتره اوږده ده. دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله وټاکل شوه چې د پښتنو قبیله په دوو برخو ویشي. د یادولو وړ ده چې په دغې سرحدي سیمه کې پښتانه اوسېږي چې د افغانستان تر ټولو لوی قوم دی او د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي. په تېرو دوو  پېړیو کې د افغانستان ټول حاکمان له همدغه قوم څخه وو. پښتانه په پاکستان کې هم تر پنجابیانو وروسته دویم لوی قوم دی...

افغانستان دا پوله نه مني؛ په ځانګړي ډول دا چې بریتانیې هغه وخت –د ۱۸۹۳م کال د نومبر ۱۲مه- د دغې سیمې جمیعتي، قومي او قبیله‌اي جوړښت په پام کې ونه نیوه او دا کرښه یې رسم کړه چې له دې لارې خپلې ګټې خوندي کړي. انګریزان د ډیرو پخوانیو پشان د سرحدي سیمو په کنټرول کې له ستونزو سره مخ شول. بریتانیه د ۱۸۳۹-۱۸۴۲ کلونو ترمنځ پر افغانستان تر برید وروسته له سترې ماتې سره مخ شوه. دوی په ۱۸۷۸م کال کې بیا پر افغانستان برید وکړ، خو تر دوو کلونو ورسته یې شاتګ وکړ؛ خو ویې وکولی شول چې د افغانستان د حاکمانو له لارې سیاسي نفوذ ترلاسه او په ۱۸۷۹ کې ګندمک معاهده لاسلیک کړي؛ دا معاهده د دې سبب شوه چې افغانستان خپله ډیره خاوره له لاسه ورکړي او په هند کې د بریتانیې تر استعمار لاندې راشي».

۲. د ډیورنډ کرښې په افغانستان کې د نا ارامۍ پر مهال؛ په ځانګړي ډول په ۱۹۷۹ کې د شوروي او بیا په ۲۰۰۱ کې د امریکا د یرغل پر وخت خپل ارزښت بایللی و. خو په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه د امریکا تر ذلیلانه وتلو وروسته یو ځل بیا د مناقشې د یوه ټکي په توګه راپورته شوې چې د امریکا د اوسني سیاست د ګټو انعکاس کوونکې ده.

د یادولو وړ ده چې دا پوله د شوروي د اشغال پر وخت نسبتاً د نفوذ وړ وه؛ دغه کار په پاکستان کې روزل شوو مجاهدینو ته، چې د شوروي پر وړاندې یې جهاد کاوه، تګ راتګ اسانه کاوه. له بلې خوا دا چاره د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو پښتو ترمنځ کورنیو اړیکو او جمیعتي واقعیتونو سره همغږې وه. سربېره پر دې، د امریکا له سیاست سره چې له شوري سره مقابله وه، هم همغږې وه.

خو کله چې افغانستان د امریکا لخوا اشغال شو، د امریکا سیاست هم بدل شو او په پایله کې یې له پاکستانه وغوښتل شول چې پر پوله کنټرول زیات او د امریکا ضد مجاهدینو د تګ راتګ مخه ونیسي. په همدغه سبب د پاکستان پوځ د پاکستان دننه سرحدي سیمو کې سختې نښتې پیل کړې.

۳. د ۲۰۱۸م په مې میاشت کې پاکستان هغه قبایلي سرحدي سیمې چې د افغانستان پولې ته نږدې پرتې دي، له خیبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای کړې او په دې ترتیب یې په دغو سیمو کې د پاکستان د قوانینو، پولیسو او قضاء د صلاحیت نشتون ته د پای ټکی کېښود. پاکستان له افغانستان سره سرحدي مسله حل شوې ګڼي، لکه څنګه چې لنډمهاله لومړي وزیر انور الحق کاکړ د افغانستان له طلوع نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې تایید کړه، هغه وایي: «د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د نړیوال سرحد په توګه پېژندل شوې ده ... ملګرو ملتونو او ۲۰۶ هېوادونو د یوه نړیوال سرحد په توګه تایید کړې ده او هغه څه چې د افغانستان خلک یې په دې اړه وایي، چې دا د دوی داخلي بحث دی، زه ورسره موافق نه یم.» (طلوع نیوز، ۶ فبروري ۲۰۲۴).

په همدې توګه د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان ټولو حکومتونو، پرته له دې چې سیاسي یا ایډیولوژیک تړاو ته یې پام وشي، د دوو هېوادونو تر منځ د رسمي سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې له پېژندلو ډډه کړې ده. په دې اړه وروستی نظر د طالبانو د حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نور الله نوري دی، چې ویې ویل: «د افغانستان او پاکستان تر منځ هېڅ رسمي سرحد نشته دی».

د دغه سرحد پر سر اختلاف چې ۲۶۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري، ورځ تر بلې زیاتېږي. په مخکینۍ پوښتنه او ځواب کې د ۲۰۲۳م د جنوري په ۲۸مه موږ یادونه وکړه چې؛ «پاکستان د افغانانو لپاره د وېزې پر لګولو د لومړي ځل لپاره په تاریخ کې کنټرول زیات کړی دی. دغه اختلافات د یوه ۳ متري سرحدي دیوال په جوړولو سره نور هم ډېر شوي، چې د سلګونو کیلو مترو په اوږدو کې سلګونه میلیون ډالر لګښت پرې راغلی دی. دا ټول په دې پلمه ترسره شول، چې د توکو او خلکو تګ راتګ تنظیم کړي او د «تروریستانو» مخه ونيسي. دغه دیوال د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي شخړو او اختلافونو د زیاتوالي یو دلیل وګرځېد. د طالبانو حکومت د ۲۷۰ کیلو متره سرحد په اوږدو کې د دیوال د جوړولو مخه ونیوله، وروسته له هغه چې ۹۰ سلنه بشپړ شوی و. د اشرف غني حکومت له نسکورېدو وړاندې توافق کړی و، چې دیوال دې په بشپړه توګه جوړ شي. پاکستاني ځواکونه چې هر ځل د دیوال د بشپړولو هڅه وکړي، د طالبانو حکومت ورسره شخړه کوي، چې په پایله کې یې په مختلفو سرحدي سیمو کې یو شمېر شخړې کړې دي او دواړو خواوو ته ځاني مرګ‌ژوبلې اوښتې دي. په همدغه ترتیب د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې زیاتې شوې، په ځانګړې توګه کله چې د پاکستان حکومت طالبان په دې تورن کړل، چې د پاکستان پر پوځ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د بریدونو مخه نه نیسي. پاکستان له هغه وروسته د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مجاهدین په نښه کوي.

۴. په همدغه ترتیب د پاکستان د پوځ او د طالبانو د ځواکونو تر منځ سرحدي شخړې او مخالفتونه د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې پر یوه نوي واقعیت بدلې شوې دي. دغه شخړې د سرحدي مسایلو او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د پاکتسان د پوځ تر منځ د بریدونو په سبب زیاتې شوې دي. تېر کال د مرګ‌ژوبلې شمېره په تېرو شپږو کلونو کې لوړې کچې ته ورسېده او د ملکیانو په ګډون تر ۱۵۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه او شبه نظامیان پکې ووژل شول. د امنیتي څېړنو او مطالعو د مرکز په خبره (الجزیره نټ، ۱۷ جولای ۲۰۲۴).

دې ته په پام سره چې پاکستان پر افغانستان تور پورې کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مجاهدینو ته یې ځای ورکړی، اسلام اباد پر افغانستان خپل فشار زیات کړی دی. د طالبانو د یوه ویاند، قاري یوسف احمدي په وینا: «ګاونډي هېوادونه-پاکستان او ایران- د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې له ۴۰۰ زرو ډېر کډوال په زور ایستلي دي، چې ۷۵ سلنه یې د پاکستان په واسطه ایستل شوي دي.» (الحره، ۱۱ جون ۲۰۲۴).

۵. له دغو ټولو مسایلو څخه ښکاري چې د پاکستان حکومت د امریکا متحد دی او په فعاله توګه په افغانستان کې طالبان ازاروي او تحریکوي. دغه حکومت د ټول سرحد په اوږدو کې د افغانانو تګ راتګ محدود کړی، له خلکو د خپلو دوستانو د لیدو لپاره د وېزې غوښتنه کوي او سرحدي دیوال یې د یوه واقعیت په توګه تثبیت کړی دی. پر دې سربېره پاکستان په عملي توګه د افغانستان خاورې ته سرحد دننه کړی دی، پر افغان کډوالو یې محدودیتونه زیات کړي دي، تر ۲ میلیونو ډېر کسان یې له پاکستان څخه را ایستلي، چې په هغو کې ۶۰۰ هغه کسان وو چې په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا له وتلو وروسته له هېواده وتلي وو (الحره، ۱ نقرضبر ۲۰۲۳). په ۲۰۲۲م کال کې پاکستان د امریکا الوتکو ته د تېرېدو اجازه ورکړه، ترڅو د افغانستان په دننه کې هوايي بریدونه وکړي، چې په پایله کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو. پر دې سربېره پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې بریدونه کوي او په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وتلې څېرې په نښه کوي.

۶. د پاکستان ټول اقدامات د امریکا د سیاست پر محور ترسره کېږي، چې موخه یې په افغانستان کې پر طالبانو د فشار راوستل دي، ترڅو په بشپړه توګه تسلیم شي. دا هم د واشنګټن له خوښې سره سم ترسره کېږي، ترڅو د پاکستان پوځ له یوې خوا داخلي جګړې ته تحریک کړي او له بلې خوا یې له افغانستان سره ښکېل کړي، ترڅو د چین پر وړاندې له امریکا سره د هند ملګرتيا ته لاره هواره شي. پر دې سربېره دغه اقدام د امریکا د هغو هڅو ښکارندویي کوي، چې د چین مخه ونیسي، ترڅو د افغانستان طبیعي سرچینې ترلاسه نه کړي. د امریکا او طالبانو تر منځ تر دوو لسیزو زیاتې اوږدې جګړې او په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا تر وتلو وروسته، د چین هیلې زیاتې شوې دي، ترڅو د خپلو صنایعو لپاره د افغانستان له سرچینو څخه ګټه واخلي. د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي اختلاف د چین د پلانونو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د چین-پاکستان د اقتصادي کاریډور پر وړاندې، چې د پام وړ پانګونه یې پرې کړې ده.

دا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د سیاست یو بشپړ تصویر دی او کوم څه چې مشخص کېږي هغه دا چې امریکا د دوی تر منځ د شخړې د رامنځته کېدو اصلي لامل دی. همدارنګه په دې برخه کې د دښمنۍ زیاتوالی، وسله‌وال سرحدي اختلاف، په ټولو برخو کې د شخړو زیاتوالی او د افغانستان په دننه کې د پاکستان لخوا د هوایي بریدونو ترسره کول شامل دي. د بېلګې په توګه د افغانستان دفاع وزیر اعلان وکړ، چې د پاکستان هوایي ځواک جېټ الوتکو د خوست او پکتیکا پر سرحدي سیمو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې بې‌ګناه ښځې او ماشومان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ او حکومت په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی. دغه بریدونه له هغو بریدونو وروسته ترسره شول، کله چې شپږ پاکستاني عسکر د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې په یوه پوسته کې ووژل شول او له هغه وروسته بیا اووه عسکر د افغانستان پولې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې د وروستي برید پرمهال ووژل شول. (الشرق الاوسط، ۱۸ مارچ ۲۰۲۴).

۷. د دواړو هېوادونو تر منځ خرابې اړیکې له ۲۰۲۱م کال راهیسې د لا خرابوالي خواته روانې دي او لامل یې د امریکا د ګټو خوندیتوب دی، چې دغه وضعیت ته لمن وهي. دغه ګټې دایمي دي او د شخړو د زیاتېدو لامل کېږي، مهمه نه ده چې پاکستان دې د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) څخه پور واخلي یا وانه خلي. که څه هم د پیسو نړیوال صندوق شرطونه او د پور هوکړه لیکونه، یوازې هغه موضوعات لکه؛ داخلي کرنسي، نرخونه، سوداګري، انرژي او مالیات تر پوښښ لاندې راولي او په رسمي توګه د افغانستان او پاکستان اړیکې پکې نه شاملېږي، خو بیا هم د امریکا له فرېب څخه ډک سیاستونه له پامه نشو غورځولی. همدغه ډول سیاستونه پاکستاني چارواکي د پور ژمنتیا ته هڅوي او هغوی د امریکایي ګټو د خوندیتوب، په ځانګړې توګه له افغانستان سره د شخړو د پراخوالي، لپاره هڅوي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال په دوبي کې یو ۳ میلیارد ډالري پور د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) څخه ترلاسه کړ، چې د امریکا تر کنټرول لاندې و او اوس د نورو مرستو ژمنې هم ورسره کوي. "د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ د پاکستان له حکومت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، ترڅو د دریو کالونو په بهیر کې د ۷ میلیاردو په ارزښت د مالي مرستې یو پروګرام رامنځته کړي." (عربي سکای نیوز، ۱۳ جولای ۲۰۲۴). دغه مالي ملاتړ د امریکایي موخو د ترسره کېدو لپاره د پاکستان ژمنتیا نوره هم زیاتوي، په ځانګړې توګه له افغانستان سره د شخړو په برخه کې.

۸. دغو ټولو خبرو ته په کتلو، د پاکستان د اوسني دولت څرګندونو ـ چې له امريکايي ګټو سره همغږې دي ـ د دواړو هيواونو تر منځ ناندرۍ او شخړې ډېرې کړې دي. دا خبره په هغه پېښه کې چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په منځنيو کې پکې څو تنه پاکستاني سرتېري ووژل شول، څرګنده ده:

الف) د پاکستان دفاع وزير بې بې سي ته وويل چې «پاکستان به د تروريزم پر وړاندې د نوو نظامي عملياتو په چوکاټ کې په افغانستان کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي. (سرچينه: ... BBC English، ۲/۷/۲۰۲۴) د همدې سرچينې له مخې «طالبانو دغه څرګندونې"غیرمسئولانه" وبللې او پاکستان ته يې ګواښ وکړ چې تر پولې دې خوا بريدونه به"عواقب" ولري.»

ب) ډيپلوماټيکې ناندرۍ: «د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د حکومت مرستيال سفير احضار کړ او له طالبانو يې وغوښتل چې په افغانستان کې د مېشتو وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګام پورته کړي، چې اسلام آباد وايي دا اونۍ يې پر يوه نظامي اډه بريد وکړ» (سرچينه: الجزیره ويبپاڼه، ۱۷جولای ۲۰۲۴)

ج) «د شبه نظاميانو يوې ډلې د دوشنبې سهار وختي مهال د خيبر پښتونخوا د بنو په سيمه کې پر يوه نظامي قرارګاه بريد وکړ چې لومړی یوه بريدګر خپل له چاوديدونکو توکو ډک موټر د قرارګاه له ديوال سره وجنګاوه چې د اتو عسکرو د وژنې باعث شو... پاکستان په مکرر ډول د افغانستان له حکومت سره خپلې اندېښنې شريکې کړي دي او له هغه يې غوښتي چې د تروريستانو لخوا د افغانستان د خاورې د دوامداره کارونې مخنيوی وکړي او د دغو عناصرو پر وړاندې اغېزناک ګام پورته کړي... بيانيه زياتوي چې پوځ د دغه بريد ګوته "حافظ گل بهادر" ته نيسي چې په پاکستاني طالبانو پورې تړاو لري او په افغانستان کې مېشت دی او پخوا يې هم د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د تروريستي بريدونو د پلانولو او اجرا کولو لپاره استفاده کړې ده.» (سرچينه: انادولو خبري اژانس، ۱۷جولای ۲۰۲۴)

د) سرحدي نښتې: العربيه ويبپاڼې د ۲۰۲۴ د اګسټ په ۱۳مه د يوه خبر په خپرولو سره وليکل: «د طالبانو دولت نن سه شنبه پاکستاني ځواکونه، د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدي نښتو کې د درې ملکيانو پر وژنه ـ چې يوه ښځه او دوه کوچنيان وو ـ تورن کړل... په تورخم کې د پاکستان يوه سرحدي مقام وويل چې په دغه نښته کې درې پاکستاني سرتېري ټپيان شوي دي.»

۹. لنډه دا چې: په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه سرحدي شخړې او اختلافات او دغه راز د افغانستان پر دولت د پاکستان دوامداره تورونه؛ چې د پاکستاني طالبانو جنګياليو ته پناه ورکوي او دا چې بريدونه د افغانستان له خاورې کېږي، دا ټول د دواړو طرفونو تر منځ د شخړو او ناندريو له ډېرېدو سره مرسته کوي. دا وضعيت شخړو، سرحدي نښتو او د افغانستان پر سرحدي ښارونو او کلو باندې د پاکستان هوايي بريدونو ته زمينه برابروي. په ډېر احتمال سره په دغه لړۍ کې له ۲۰۲۱ کال ـ چې د بايډن حکومت له افغانستان څخه ووت ـ راپدې خوا پرله پسې ډېروالی راغلی دی. د دغو شخړو اصلي عامل امريکايي ګټې دي، لکه څه ډول چې مو مخکې واضح کړه. د امريکا متحده ايالات په سيمه کې خپلو موخو ته د رسېدو او د چين د نفوذ پر وړاندې مقابلې لپاره د دغو شخړو او ناندريو د ډېرولو هڅه کوي.

که څه هم د پيسو د نړيوال صندوق (IMF) لخوا تعين شوي شرطونه په صريح ډول دا مسايل نه رانغاړي، خو د امريکا متحده ايالات د دغو قرضونو له لارې په پاکستان کې خپلو متحدينو ته انګېزه ورکوي چې له افغانستان سره ناندرۍ او شخړې زياتې کړي. د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډيموکراټانو او جمهوريت غوښتونکو تر منځ د شديد رقابت په درشل کې او د جمهوريت غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ لخوا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امريکا د شرمناکې وتنې په اړه د بايډن پر حکومت د سختو نيوکو له امله، شونې ده چې د بايډن دولت پاکستان له طالبانو سره شديدو نښتو او شخړو ته وهڅوي، تر څو امريکايانو ته وښېی چې پاکستان د طالبانو مسله د امريکا متحده ايالاتو له طرفه مديريت کوي.

په همدې دليل، په پاکستان کې د امريکا د مزدورانو څرګندونې د تشديد او تهديد څرګندوی دي، ښايي دغه خال خال نښتې پر پراخو سرحدي نښتو بدلې شي؛ خو د يوې تمام عيارې او پراخې جګړې شونتيا لرې ده، په ځانګړې توګه دا چې ځواکمن لوری (پاکستان) د افغانستان پر ځمکو ادعا او د لاس ته راوړلو غوښتنه يې نه لري.

۱۰. دا د خلافت دولت او اسلامي شريعت د حاکميت په نشت کې د مسلمانانو وضعيت دی او  د دغه وضعيت بدلون دې ته اړتيا لري چې د مسلمانانو تر منځ پولې ړنګې او د یوه خليفه تر حاکمیت لاندې يې خاورې متحدې شي. دا وضعيت به تر هغه ادامه لري، تر څو امت او په ځانګړې توګه د قدرت خاوندان د الله سبحانه و تعالی او خپل امت په خاطر راپورته نه شي او دغه خاين حاکمان را و نه پرځوي؛ هغه حاکمان چې هر ماښام د خپلو خلکو پر وړاندې دسيسې جوړي او هر سهار دغه دسيسې د الله د دښمنانو؛ امريکا او نورو د خوشالولو لپاره پلې کوي. د مسلمانانو چارې يوازې په هغه څه سره اصلاح کېدی شي چې لومړی پرې اصلاح شوې وې: د هغه څه پر اساس حکم کول چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي؛ د نبوت پر منهج خلافت دولت په چوکاټ کې چې کافران خپل شا ته تيت او پرک کوي: ﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾ هغه خلافت چې اساسي قانون يې له اسلام؛ کتاب الله، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنتو، د اصحابو له اجماع او شرعي قياس څخه اخيستل شوی وي، نه وضعي اساسي قانون. هغه که په ۱۹۶۴کال کې د محمد ظاهر شاه د دوران اساسي قانون وي چې په ۱۹۷۳ کال کې يې حکومت پای ته ورسېد او طالبانو د خپل عدليې وزير په بيانيه کې په ۲۸/۹/۲۰۲۱ نېټه اعلان کړه چې هغه مني (منبع: الجزیره و آناتولی، ۲۸/۹/۲۰۲۱) او که نور اساسي قوانين وي چې په اسلامي خاورو کې پلي کېږي، دا ټول له هغه څه سره مخالف دي چې الله سبحانه و تعالی پرې امر کړی دی:

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ﴾ [مائدة: ۴۹]

ژباړه: او د دوی په منځ کې پر هغه څه پرېکړه کوه چې الله تعالی نازل کړي دي او د دوی د خواهشاتو پيروي مه کوه او له دوی څخه ووېرېږه چې له ځينې هغه څه څخه دې په فتنه کې وا نه چوي چې الله تا ته نازل کړي دي، که چېرې يې مخ وګرځاوه، نو پوه شه چې الله تعالی دوی ته د دوی د ځينو ګناهونو د جزا ورکولو اراده لري.

افغانستان او پاکستان بايد درک کړي چې دوی دوه اسلامي خاورې دي او تر منځ يې جګړه حرامه ده... دوی بايد په خپل منځ کې د ورورۍ اړېکې قوي کړي او له استعمارګرو په ځانګړې ډول امريکا سره خپلې اړېکې پرې کړي او د حزب التحرير بلنې ته ـ چې د خلافت د تاسيس لپاره کار کوي ـ مثبت ځواب ووايي، تر څو مسلمانان د عزت خاوندان شي او کفار رسوا او ذليل شي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (4) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: 4-5]

ژباړه: او په هغه ورځ به مسلمانان خوشاله شي. د الله په نصرت سره، د الله چې چا ته خوښه شي د هغه نصرت کوي او هغه برلاسی او مهربانه ذات دی.

۲۲ صفر ۱۴۴۶هـ.ق

۲۷/۸/۲۰۲۴م.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې