دوشنبه, ۰۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د جینیوا مذاکرات او په سوډان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې
بسم الله الرحمن الرحيم
د جینیوا مذاکرات او په سوډان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې

(ژباړه)

پوښتنه:

په سوډان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هڅو په اړه د جینیوا د مذاکراتو پرانیست‌غونډه، د ۲۰۲۴م د اګېسټ په ۱۴مه د نړیوالو منځګړو شریکانو لکه؛ امریکا، سویس، سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو، افریقایي ټولنې او ملګرو ملتونو په حضور کې جوړه شوه؛ په داسې حال کې چې د سوډان پوځ په دغو مذاکراتو کې ګډون نه درلود.

امریکا د جدې پر ځای ولې جینیوا د دغه کنفرانس لپاره وټاکله او ولې یې ګډونوال ډېر کړي دي؟ د سوډان پوځ ولې په دغو مذاکراتو کې نه و؟ ایا د جینیوا مذاکراتو ته د امریکا د دعوت موخه دا ده، چې د اوسني ایتلاف د اوربند لپاره جدي نیت نه لري؟ یا دا موضوع په انګلیسي قدرتونو پورې، چې تراوسه مقاومت کوي، تړاو لري؟ همدارنګه دغه شخړې ولې یوازې په الفاشر کې تکرارېږي او دا سیمه د دواړو اړخونو لپاره څه اهمیت لري؟ له تاسو ډېره مننه!

ځواب:

د مطرح شوو پوښتونو د ځواب لپاره لومړی لاندې ټکو کتنه کوو:  

لومړی: موږ د ۲۰۲۳م د ډسمبر د ۱۹مې پوښتنې ته په ځواب کې یادونه کړې:

«...دا شخړه به ژر حل نه شي او ښايي ډېر وخت ونیسي؛ ځکه د دواړو اړخونو ترمنځ د شخړې محدودول د امریکا په لاس کې دي؛ د پوځ رهبري او د چټک ملاتړ ځواکونو رهبري. د دغو دواړو اړخونو ترمنځ د دې شخړې پایله د امریکا په واسطه د هغوی رول ته په پام سره کنټرولېږي. په پایله کې به په بریتانیا او اروپا پورې اړوند مخالفین لکه څنګه چې د شخړې په پیل یعنې د ۲۰۲۳م په اپریل کې وو، همداسې به فلج او کمزوري شي. د زیات وضاحت لپاره باید ووایم، چې د چټک ملاتړ ځواکونو د ۲۰۲۳م د نومبر په ۲۱مه د ختیځ دارفور ایالت مرکز الضعین ښار ونیو. همدارنګه له شخړې پرته یې د پوځ د قوماندې ځای ونیو؛ ځکه د پوځ سرتېرو په دې پلمه شاتګ وکړ، چې ملکیان له خطر او زیان سره مخ نه شي. د چټک ملاتړ ځواکونو په بیانیه کې ادعا کړې: "زموږ بریاوې د رښتینې سولې لپاره پراخه لاره پرانیزي ... د ختیځ دارفور ایالت او الضعین ښار به په بشپړه توګه په امنیت کې پاتې شي." (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۳ د نومبر ۲۲مه) د یادونې وړ ده چې الضعین د "رزیقات" قبیلې اډه ده، چې د چټک ملاتړ ځواکونو قوماندان "دقلو" او د دغو ځواکونو ډېری قوماندانان او غړي د دې سیمې اوسېدونکي دي. تر دې وړاندې دغو ځواکونو د جنوبي دارفور ایالت مرکز یعنې د "نیالا" ښار، د مرکزي ایالت مرکز یعنې د "زالنچي" ښار او د لویدیځ دارفور ایالت مرکز یعنې د "الجنینه" ښار نیولي دي او یوازې د شمالي دارفور ایالت مرکز یعنې د "الفاشر" ښار او د دارفور سیمې سیاسي او اداري پلازمېنه پاتې ده. که چېرې د چټک ملاتړ ځواکونه د الفاشر ښار ونیسي، نو په انګلیس او اروپا پورې اړوندو خوځښتونو او په ځانګړې توګه د سوډان ازادۍ غوښتونکي خوځښت او د عدالت او مساوات خوځښت ته به سخته ضربه ورسوي ...»

همدارنګه په همغه ځواب کې مو یادونه وکړه: «دغه خوځښتونه له الفاشر څخه د دفاع کولو تصمیم لري؛ ځکه له دې پرته به له منځه لاړ شي... په ځانګړې توګه د الفاشر ښار یو ستراتیژیک موقعیت لري او له لېبیا، چاد او د دارفور سیمې له لویدیځو ښارونو سره ګډه پوله لري...»

بیا موږ زیاته کړه: «... له بل اړخه د چټک ملاتړ ځواکونو د دارفور په لوري حرکت کړی؛ په داسې حال کې چې پوځ یې یوازې ننداره کوله، ترڅو په هېواد کې پر یوه اصلي مخالف بدل شي. امریکا ښايي په سوډان کې دوه لاسپوڅي پیدا کړي: یو یې له چټک ملاتړ ځواکونو څخه سیاسي لاسپوڅی دی، چې په وسلو سمبال او د مخالفینو رهبري پر غاړه لري او بل له پوځ څخه نظامي لاسپوڅی دی ... ترڅو دواړه د امریکا ګټې خوندي کړي. مګر دا چې د چټک ملاتړ ځواکونو مخالفین ولې په وسلو سمبال دي، ښايي دوه دلایل ولري: لومړی، د اروپایي مخالفینو د کنټرول لپاره، چې له انګلیسي مزدورانو څخه جوړ شوي دي؛ ځکه چې په سیاسي توګه د دوی له منځه وړل اسانه نه دي او نظامي اقدام ته اړتیا لري ... او دویم، دا چې د چټک ملاتړ ځواکونه په دارفور کې یو وسلوالو سیاسي ځواک پاتې شي، ترڅو د امریکایي ګټو خوندیتوب ته په پام سره د جنوبي سوډان په څېر په دارفور کې هم وېش رامنځته کړي ... داسې ښکاري چې تراوسه د دغه وېش وخت نه دی را رسېدلی؛ بلکې شرایط او حالات ورته برابرېږي...» د نقل قول پای.

پر همدغه اساس د الفاشر ښار د ټولو اړخونو لپاره اهمیت لري. د امریکا او ملاتړو لپاره یې (پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونه). الفاشر ډېر اهمیت لري، ترڅو د چټک ملاتړ ځواکونه په دارفور کې د یوه وسله‌وال سیاسي ځواک په توګه پاتې شي، داسې چې که چېرې د امریکایي ګټو د خونديتوب لپاره اړتیا شي، نو له جنوبي سوډان وروسته به په دارفور کې یو بل وېش رامنځته کړي.

دا موضوع د اروپایي مخالفینو لپاره ډېر اهمیت لري؛ ځکه یوازې د هغوی پاتې اډه په دارفور یعنې الفاشر ښار کې ده. که چېرې هغوی له الفاشر څخه بهر کړل شي، دغه مخالفین به ډېر ژر له منځه لاړ شي. په ځانګړې توګه دا چې الفاشر له ستراتژیک اړخه ډېر مهم دی، ځکه چې له لېبیا، چاد او د دارفور له لویدیځو ښارونو سره ګډه پوله لري. په همدغه دلیل په دغه ښار کې سخته جګړه کوي او دا مسله د دې لامل شوې چې د چټک ملاتړ ځواکونه تر اوسه د الفاشر په کنټرول کې پاتې راغلي دي. که څه هم الفاشر په دارفور کې وروستۍ نظامي اډه ده او په ښکاره توګه د چټک ملاتړ ځواکونو پر وړاندې مخالفت کوي، خو په جدي توګه له هغوی سره جګړه نه کوي. له دې پرته پوځ کولی شي، چې هغوی ته ماتې ورکړي؛ ځکه په کافي اندازه ځواک په لاس کې لري. مګر د امریکایانو پلان دا دی، چې پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونه د هغو موخو لپاره چې وړاندې مو یادونه وکړه، وساتي او اروپايي مخالفین یا له منځه یوسي او یا یې هم څنګ ته کړي.

دویم: د جینیوا د کنفرانس په اړه پوښتنې په لاندې ډول ارزوو:

۱ـ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د ۲۰۲۴م د جولای په ۲۳مه اعلان وکړ: واشنګټن د سوډان له وسله‌والو ځواکونو او له چټک ملاتړ ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، چې د اوربند په تړاو په هغو مذاکراتو کې ګډون وکړي، چې د متحده ایالتونو په واسطه د ۲۰۲۴م د اګېسټ په ۱۴مه په سویس کې پیل کېږي. هغه زیاته کړه چې دغه مذاکرات به هم د سعودي عربستان په ملاتړ پیل شي او افریقایي ټولنه، مصر، امارات او ملګري ملتونه به د څارونکو په توګه پکې ګډون کوي. د دغو مذاکراتو هدف به په هېواد کې د تاوتریخوالي درول، اړمنو ته د انساني مرستو د رسولو اجازه ترلاسه کول او د هر توافق په ترسره کولو کې د ډاډمنتیا لپاره د ارزونې او څارنې یو قوي میکانېزم رامنځته کول وي. بلینکن اشاره وکړه، چې په مذاکراتو کې به په پراخه کچه د سیاسي مسایلو یادونه ونشي. (سرچینه: د فرانسې خبري اژانس،  ۲۳/۷/۲۰۲۴)

له دې موضوع څخه ښکاري چې د امریکا په واسطه په جده کې مخکیني مذاکرات کومې پایلې ته نه دي رسېدلي؛ ځکه واشنګټن د دواړو اړخونو تر منځ د شخړې درولو ته لېوال نه و. د بلینکن څرګندونې چې «په مذاکراتو کې به په پراخه کچه د سیاسي مسایلو یادونه ونشي» په دې معنا دي، چې د جینیوا د ناستې موخه به له یوې خوا د مذاکراتو دوام او له بلې خوا د شخړو نه درول وي. همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند "متیو میلر" تایید کړه، چې «موږ توافق ته د لاسرسي احتمال نشو ارزولی، خو زموږ موخه د مذاکرې مېز ته د دواړو اړخونو راګرځول دي» او زیاته یې کړه «هیله لرو چې دا فرصت د شخړو د پای ته رسېدو لامل شي.» (سرچینه: انډیپنډنټ، ۲۴/۷/۲۰۲۴)

برېتانویان هم په دې پوه وو، چې د جینیوا مذاکرات به چې د امریکا په غوښتنه جوړېږي، کومه حللاره ونه لري. د ملګرو ملتونو استازي "رمطان لعمامره" د ۲۰۲۴م د جولای په ۲۹مه د امنیت شورا په غونډه کې د جینیوا د ناستې په اړه، چې د ۲۰۲۴م د اګېسټ په ۱۴مه به جوړه شي، وویل چې دغه مذاکرات «په یوه اوږده او پېچلې لړۍ کې یو لومړنی تشویقي ګام» دی. (سرچینه: شرق الاوسط، ۲۹/۷/۲۰۲۴) په بل عبارت هغه اعتراف کوي چې دا ناسته به مسایل حل نه کړي او تر ډېره په جینیوا کې بې‌‌پایلې خبرو اترو ته ورته ده. د یادونې وړ ده چې د الجزایر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د برېتانیا مزدور "رمطان لعمامره" هڅه کوي، چې اروپایي ټولنه او د برېتانیا نور متحدین به د سوډان اړوند مذاکراتو کې ګډون وکړي؛ لکه څنګه د ۲۰۲۴م د جولای په ۲۶مه او ۲۷مه د جیپوټي په ناسته کې وو، هلته د اروپایي ټولنې تر څنګ ۲۰ نورو هېوادونو هم ګډون کړی و. همدارنګه امریکا په دې بریالۍ شوه، چې په لېبیا کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه د "لعمامره" د ګومارلو مخه ونیسي، خو برېتانیا بیا په دې بریالۍ شوه، چې نوموړی په سوډان کې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه وګوماري.

۲ـ کله چې امریکا د خپلو بهرنیو چارو وزیر په خوله په سویس کې د کنفرانس جوړولو دعوت وکړ، چټک ملاتړ ځواکونو په بېړه دغه دعوت قبول کړ. له دغه اعلان وروسته د ۲۰۲۴م د جولای په ۲۳مه مازیګر د چټک ملاتړ ځواکونو مشر "محمد حمدان دقلو" د ایکس (پخواني ټویټر) له لارې د بلینکن دعوت ته ځواب ووایه او ویې ویل: «موږ خپل ګډون د اوربند د مذاکراتو پرمهال د ۲۰۲۴م د اګېسټ په ۱۴مه په سویس کې بیانوو.» له دې څخه ښکاري چې دقلو وړاندې له دغه دعوت څخه خبر و او دلیل یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کانالونو څخه ترلاسه کړی و؛ ځکه په ځواب ویلو کې زړه نازړه نشو. په داسې حال کې چې د پوځ مشر او د حاکمیت شورا رئیس عبدالفتاح البرهان هم له دغه دعوت څخه خبر و او داسې توافق شوی و چې هغه دې خپل ځواب وځنډوي، ترڅو څرګنده کړي چې خپلواک دی او مخالفت کولی شي. په همدغه دلیل البرهان د جینیوا د کنفرانس په اړه د مذاکرې لپاره له امریکا سره د ناستې غوښتنه وکړه؛ یعنې دا چې د امریکا له تصمیم پرته هم تصمیم نیولی شي. وروسته اعلان وشو، چې دغه مذاکرې له ماتې سره مخ شوې دي. په رسمي توګه اعلان وشو، چې سوډاني-امریکایي مذاکرې چې له چټک ملاتړ ځواکونو سره په مذاکراتو کې د پوځ د ګډون لپاره یوه مقدمه وه، له ماتې سره مخ شوې دي. دغه مذاکرات د سعودي په جده ښار کې ترسره شول، د هغه دولت د غوښتنې په ځواب کې چې د پوځ ملاتړ ورسره و او دا پوځ په پورتسوډان ښار کې ځای پر ځای شوی دی او دې موضوع د جینیوا ناستې د بریالیتوب لپاره ګواښ رامنځته کړ، وړاندې تر دې چې هغه دې د چهارشنبې په ورځ پیل شي. د باخبره سرچینو په وینا د اختلاف اصلي ټکي چې د مذاکراتو د ناکامۍ لامل شول، د (ایګاد) او اماراتو په حضور کې د "ناظر" په توګه د سوډاني پلاوي مخالفت و او همدارنګه د پوځ پر ځای د دولت تر نامه لاندې د مذاکراتو د ترسره کېدو لپاره غوښتنه وه او د مذاکراتو له پیل کېدو وړاندې د "جدې انساني اعلامیه" د اجرا کولو لپاره اړتیا وه. د پلاوي رئیس "ابو نمو" په مذاکراتو کې د ګډون لپاره وروستی تصمیم رهبرۍ ته وسپاره او ویې ویل: «په پای کې دغه چاره د رهبرۍ په تصمیم او ارزونې پورې تړاو لري.» (سرچینه: شرق الاوسط، ۱۳/۸/۲۰۲۴)

۳ـ پر همدغه اساس د جدې مذاکرات د سویس د ناستې په تاییدولو له ستونزو سره مخ شول او دا پلمه رامخکې شوه چې ایا دعوت د دولت لپاره دی که د پوځ لپاره! یعنې دا چې البرهان دا توان لري، چې د جینیوا د ناستې لپاره د امریکا غوښتنه رد کړي. د دغه اقدام موخه دا وه، چې دواړه لوري د مذاکراتو په موضوع کې مصروف کړي، ترڅو امریکا په سوډان کې د اروپایانو نفوذ را کم کړي او داسې توافق ته ورسېږي چې د خپلو راتلونکو ټاکنو لپاره یې مثبت اغېز له ځان سره ولري. د امریکایانو د دغه ځنډ او د سوډان د ستونزې لپاره د حللارې د نه موندلو دلیل دا دی، چې اروپايي او انګلیسي قدرتونه اوس هم په سوډان کې قوي دي. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، امریکا هڅه وکړه چې د البرهان او حمیدتي تر منځ اختلافونه د اروپايي قدرتونو د کمزوري کولو په موخه زیات کړي، خو تراوسه دغه موخې ته نه ده رسېدلې. په سوډان کې د انګلیسانو فعالیتونه د اماراتو له لارې وروسته له هغه پیاوړي شوي، کله چې د کینیا هڅې د سولې ځواکونو د مداخلې او د مدني ټولنو د ګډون په برخه کې چې د انګلیس لاسپوڅي وو، ناکامې شوې. په پایله کې دواړو موخو "د شخړو درولو او د مدني ټولنو ګډون" ماته خوړلې ده.

۴ـ د سوډان دولت او عبدالفتاح البرهان له دې موضوع څخه خبر دي. د امنیت شورا په غونډه کې د ۲۰۲۴م د جون په ۱۸مه د سوډان او اماراتو استازو په ملګرو ملتونو کې پر یو او بل سختې نیوکې وکړې. د سوډان استازي "الحارث ادریس الحارث" وویل چې: «له چټک ملاتړ ځواکونو څخه د اماراتو د ملاتړ شواهد ورسره دي.» د اماراتو استازي "محمد ابو شهاب" دغه ادعاوې بې بنسټه تورونه وبلل او زیاته یې کړه: «په سوډان کې نظامي بریا یا نظامي توافق ممکن نه دی او یوازینۍ حللاره مذاکرات دي.» (سرچینه: سي ان ان، ۲۰۲۴/۶/۱۹) د اماراتو لخوا دغه څرګندونې په حقیقت کې د سوډان په روانو شخړو کې د دغه هېواد د مداخلې ښکارندویي کوي. له دې وړاندې د دواړو اړخونو تر منځ د ډیپلوماتانو د اخراج موضوع هم رامنځته شوې وه. برېتانویان د خپلو لاسپوڅو د محدودولو لپاره د امریکایانو په څېر لوبه روانه کړې ده. برېتانیا د اماراتو له لارې د چټک ملاتړ ځواکونو ملاتړ کوي، ترڅو د خپلو لاسپوڅو ساتنه وکړي او حضور یې خوندي کړي؛ داسې چې د چټک ملاتړ ځواکونه د هغوی له شر څخه نشي خلاصېدلی او نه هم پرې مسلط کېدلی شي. د برېتانیا لاسپوڅو د "تقدم یا مخته تګ" خوښځت تر نامه لاندې او د سوډان د پخواني لومړي وزیري "عبدالله حمدوک" په رهبرۍ چې په ۲۰۲۱م د البرهان او حمیدتي په واسطه له واکه ګوښه شو، محسوس فعالیتونه پیل کړل. د سوډان محکمې د ۲۰۲۴م د اپریل په ۳مه د حمدوک په ګډون د دغه خوځښت د ۱۶ رهبرانو د نیولو تصمیم ونیو او له هغوی څخه یې وغوښتل چې ځانونه محکمې ته د "مرستې او همکارۍ، توافق، د دولت ضد جرمونو، د قانوني نظام د له منځه وړلو، د جګړې د جرمونو او نسل وژنې" په تور معرفي کړي. (سرچینه: د سوډان ټلویزیون، ۲۰۲۴/۴/۳) په همدغه اساس له هغوی څخه هېڅوک ونه نیول شول او هېڅوک تسلیم هم نشول، چې دا په حقیقت کې د انګلیس د لاسپوڅو پر وړاندې د البرهان د نظام کمزورې اراده څرګندوي. پر دې سربېره عبدالفتاح البرهان له دې ډلې سره ان له مذاکرې کولو ډډه کړې ده: «د سوډان د حاکمیت شورا رئیس البرهان د پنجشنبې په ورځ د ډیموکراتیکو مدني ځواکونو له خوځښت (تقدم) سره د مذاکرې لپاره د نه لېوالتیا خبر هم ورکړ.» (سرچینه: د اناتولي خبري اژانس)

۵ـ له چټک ملاتړ ځواکونو څخه د اماراتو د ملاتړ موخه دا ده، چې په سوډان کې د خپل بادار ګټې خوندي کړي، نه دا چې د چټک ملاتړ ځواکونو مشر "دقلو" د بریتانیا لاسپوڅی دی؛ بلکې په دې دلیل چې هغه د امریکا لاسپوڅی دی. برېتانیا هڅه کوي چې په سوډان کې د امریکا طرحه له دقلو او د هغه له ځواکونو څخه په ملاتړ سره ناکامه کړي. کټ مټ د هغه اقدام په څېر چې په لېبیا کې یې ترسره کړ؛ هغه ځای چې بریتانیا اماراتو ته دا دنده ورکړه، چې د امریکا د لاسپوڅي "حفتر" تر څنګ نفوذ وکړي او د هغه په ملاتړ سره هڅه وکړي چې د حفتر خوځښت په طرابلس کې د برېتانیا د لاسپوڅو پر وړاندې ناکام کړي. همدارنګه بریتانیا په یمن کې په هغه ایتلاف کې د اماراتو له موقعیت څخه ګټه واخیسته، چې د سعودي عربستان په رهبرۍ د "الحزم" عملیاتو پرمهال جوړ شوی و، ترڅو د خپلو لاسپوڅو ملاتړ وکړي او هغوی د یمن پر جنوب واکمن کړي او حوثیان چې د امریکا لاسپوڅي دي، له هغه ځای څخه وباسي. امارات د الحدیده د کنټرول لپاره تر ډېره مخکې لاړل او د صنعا په لوري یې د حوثیانو د نسکورېدو په موخه حرکت وکړ، خو د الحدیده د خلکو د لوږې او ناروغۍ په اړه د امریکا تبلیغات د دې لامل شول، چې د ۲۰۱۸م د ډسمبر په ۱۳مه د ستاکهلم کنفرانس جوړ شي او د یمن په جنوب کې د اماراتو او د هغه د متحدینو پرمختګ ودروي. دا په نړیوال سیاست کې د بریتانیا د لوبې یوه بېلګه ده.  

۶ـ پر دغه اساس امریکا د حللارې په موندلو کې ځنډ کوي، د چټک ملاتړ ځواکونه موافق دي، خو پوځ مخ اړوي او په همدغه ترتیب مذاکرات له جدې څخه قاهرې ته او له هغه ځایه جینیوا ته لېږدول کېږي؛ د حللارې د موندلو لپاره نه، بلکې د هغې د ځنډولو لپاره. د حاکم انتقالي حاکمیت د شورا مجلس په خپله بیانیه کې اعلان کړی: «په سوډان کې د امریکا د استازي، ټام باریلو له لارې له امریکا دولت سره د اړیکې او د جدې تړون په پلي کولو کې د دولت د نظر څیړلو لپاره له دولتي پلاوي سره د مصر دولت د اړیکې پر بنسټ؛ دولت پرېکړه وکړه چې د دې موخې لپاره قاهرې ته یو پلاوی واستوي». همدارنګه زیاته یې کړه چې د جدې توافق به دا وټاکي، چې د چټک ملاتړ ځواکونه باید له ښاري سیمو څخه وایستل شي. (سرچینه: المرصاد-عربي، ۱۹/۸/۲۰۲۴)

۷ـ لنډیز:

الف) د جینیوا په کنفرانس کې چې د ۲۰۲۴م د اګېسټ په ۱۴مه جوړېږي او لس ورځې به دوام کوي، په ډېر احتمال سره چې له فرېب څخه ډک تصمیمونه به ونیول شي. له پلان سره سم د جینیوا مذاکرات به د امریکا او سعودي عربستان تر څارنې لاندې لس ورځې دوام وکړي ... (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۴م د اګېسټ ۱۴مه) خو دغه تصمیمونه ښايي یوازې ظاهري اړخ ولري او په عمل کې به اغېز ونه لري. ان که چېرې توافق وشي، لنډمهاله به وي او دوام به ونه کړي؛ ځکه امریکا تراوسه خپلو موخو ته نه ده رسېدلې. تر ډېره به تمرکز ښايي پر انساني مرستو راڅرخي. د سوډان دولت اعلان کړی، چې له چاد سره په پوله کې د "معبر ادري" له لارې د انساني مرستو تېرېدو ته اجازه ورکوي او د جینیوا په کنفرانس کې حاضرو نړیوالو اړخونو د دغه اقدام هرکلی کړی دی. (سرچینه: عربي سکای نیوز، ۱۷ اگېسټ ۲۰۲۴) امریکا د جینیوا مذاکرات د یوه نوي موډل په توګه یاد کړل او د دغو مذاکراتو موخه یې د انساني مرستو زیاتول او د انساني لارو پرانیستل اعلان کړې ده. (سرچینه: الجزیره، ۲۰ اگېسټ ۲۰۲۴)

ب) د سوډان له صحنې څخه د بریتانیا په ګوښه کولو کې د امریکا ناتواني، په ځانګړې توګه د سیمه‌ییزو لاسپوڅو لکه اماراتو او ځایي لاسپوڅو لکه د "تقدم" خوځښت له لارې، د دې لامل شوه، چې امریکا دې خپلې ستراتیژۍ یو ځل بیا له سره وارزوي او امارات دې د جینیوا کنفرانس ته وغواړي. په داسې حال کې چې مخکې امریکا یوازې له خپلو لاسپوڅو یعنې سعودي عربستان سره د جدې په پلټفورم کې د سوډان پر مسایلو بحث کړی و او اروپایي قدرتونو لکه "الحریة و التغییر" ته یې پام نه و کړی. خو د "تقدم" په رامنځته کېدو سره چې د اغېز له مخې له "الحریة و التغییر" څخه قوي دی او امارات یې ملاتړ کوي، نو امریکا دې پایلې ته ورسېده چې امارات باید دغه کنفرانس ته را ګډ کړل شي. دغه اقدام تر ډېره د فرېب او د شخړو لپاره د حللارو په موندلو کې د رښتینې هڅې د ځنډ لپاره دی، نه د دغه ناورین د اساسي حل لپاره.

ج) دغه ټول حالتونه د سوډان د مسلمانو خلکو په زیان دي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ»

ژباړه: که چېرې دوه مسلمانان په خپلو تورو سره د یو او بل پر وړاندې ودرېږي، قاتل او مقتول دواړه به په اور کې وي.

د پوځ پر مخلصینو او خلکو لازمه ده، چې د دغو ټولو دسیسو او د لاسپوڅو د دامونو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي، ځکه دوی د فتنې اساس دی او د دوی په وسیله استعمارګران دغه دسیسې مخته وړلی شي. همدارنګه پر مخلصینو لازمه ده چې له حزب التحریر څخه ملاتړ وکړي، ځکه حزب التحریر تل په ډېر اخلاص سره دغه دسیسې افشاء کړې او هر ځل یې یو سم نظر وړاندې کړی دی. د قدرت د څښتنانو پر ټولو مخلصینو لازمه ده، چې حزب التحریر ته د الله سبحانه وتعالی د دین د نصرت او عزت لپاره نصرت ورکړي.

﴿وَلَيَنصُرَنَّ اللهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾

ژباړه: او الله (سبحانه وتعالی) به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، څوک چې له هغه (دین) سره مرسته کوي، له شک پرته چې الله (سبحانه وتعالی) زورور او برلاسی دی.

 د ۱۴۴۶هـ.ق د صفر ۱۵مه

د ۲۰۲۴م د اګېسټ ۲۰مه

ژباړن: منصور

Last modified onدوشنبه, 09 سپټمبر 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې