جمعه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا سټراټیژي او د دوو دولتونو جوړولو حللاره

 

پوښتنه:
موږ پوهېږو چې د اسلامي خاورو په زړه کې د یهودي رژیم د ټينګښت لپاره د متحده ایالاتو سټراټیژي، په ډېرو دورو کې د «دوو دولتونو د حللارې» پر بنسټ ولاړه وه. خو د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال دا تګلاره شاته ولاړه، یا یې په اړه خبرې نه کېدې چې دې چارې د یادې موضوع په اړه پوښتنې راولاړې کړې.

د بېلګې په توګه، ټرمپ ویلي وو: «کله چې زه د منځني ختیځ نقشې ته ګورم، اسرایل د یوه کوچني ټکي په څېر ښکاري. له ځان سره مې وویل: ایا د دې ځمکې د پراخولو کومه لاره شته؟ [اسرایل] رښتیا هم ډېر کوچنی دی» (سکای نیوز، ۱۹ اګسټ ۲۰۲۴).

نو آیا دا په دې معنا ده چې د امریکا د دوو دولتونو پروژه په بشپړ ډول له منځه تللې او پای ته رسېدلې ده؟ که لا هم پر خپل حال ولاړه ده؟

مننه.

ځواب:
د ځواب د واضح کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:

۱. په ۱۹۵۹ کال کې، د ایزنهاور د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې، متحده ایالاتو د «دوو دولتونو حللارې» لپاره خپله پروژه تصویب کړه. دا پروژه داسې خلاصه کېدای شي: (د یهودي رژیم د موجودیت ملاتړ او د هغه ساتنه، او ترڅنګ یې د فلسطینیانو لپاره د یوه دولت جوړول...).

وروسته په سیمه کې د امریکا اجیرانو، په ځانګړې توګه د مصر رژیم، د دې پروژې د عملي کولو چارې په لاس کې واخیستې، او د همدې لپاره «د فلسطین د آزادۍ سازمان» رامنځته شو. خو بریتانیا، د اردن د رژیم له لارې، په کلکه د دې پروژې مخالفت وکړ. هغوی د فلسطین د مسلې د حل لپاره بله پروژه وړاندې کړې وه: داسې فلسطیني سیکولر دولت جوړول چې تر یهودي واک لاندې وي؛ لکه سیکولر لبنان چې واک پکې د مسیحیانو په لاس کې دی.

۲. دا ټولې پېښې هغه مهال رامنځته شوې چې لوېدیځه غاړه د اردن تر واک لاندې وه او پر غزې تړانګه د مصر کنټرول و. خو کله چې د ۱۹۶۷م د جون په نمایشي جګړه کې لوېدیځه غاړه، غزه، د سینا دښته او د جولان لوړې د یهودي رژیم تر ولکې لاندې راغلې، نور د فلسطیني دولت د جوړېدو خبره نه کېده، بلکې ټول تمرکز د امنیت شورا د ۲۴۲ پرېکړه‌لیک پر بنسټ له اشغال شویو سیمو د یهودي رژیم پر شاتګ و.

وروسته امریکا د فلسطین قضیه موقتاً څنډې ته کړه او د یوې پاروونکې جګړې لپاره د لارې هوارولو هڅې یې پیل کړې، تر هغې چې د ۱۹۷۳م کال د اکتوبر جګړه رامنځته شوه؛ د دې موخه د تش په نامه سولې بهیر پيلول وو او په پایله کې یې د انور سادات په مشرۍ د مصر رژیم د ۱۹۷۸م کال په سپټمبر کې د «ډېوېډ کمپ» تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون پر بنسټ، یهودي رژیم له سینا دښتې پر شا شو، خو دغه سیمه د وسلو د محدودیت له شرط سره، د یهودي رژیم د سرحدونو د ساتنې لپاره د یوې حایلې سیمې په توګه پاتې شوه. دا وضعیت تر نن ورځې، ان له هغې نسل‌وژنې سره روان دی چې جنایتکار یهودي رژیم د غزې تړانګې پر وړاندې د سینا پولو ته نیږدې پیل کړې ده!

۳. وروسته امریکا خپل تمرکز شمالي جبهې ته واړاوه او په ۱۹۸۲م کال کې یې یهودي رژیم ته پر لبنان د یرغل امر وکړ، د دې لپاره چې د فلسطین د آزادۍ سازمان له هغه ځایه وباسي او دا سازمان اړ کړي چې د یهودي رژیم موجودیت په رسمیت وپېژني او د سولې تړون ورسره لاسلیک کړي. په همدې لړ کې، د سازمان مشر، یاسر عرفات د ۱۹۸۲م کال د جولای په ۲۵مه یو سند لاسلیک کړ چې د «مک‌لوسکي سند» په نوم مشهور شو؛ په دې کې یې ویلي: «[د فلسطین د آزادۍ] سازمان اوس د اسرایلو د موجودیت حق په رسمیت پېژني».

وروسته، په ۱۹۸۸م کال کې، عرفات «د فلسطین ملي شورا» کې چې په الجزایر کې ترسره شوه، او همدارنګه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي مرکز کې یوې غونډې ته رسماً اعلان وکړ چې دی د فلسطین د دولت جوړېدل مني.

له دغه اعلان وروسته، بریتانیا او اجیر یې، د اردن پاچا، په همدغه کال کې له لوېدیځې غاړې څخه د خپل تړاو د پرېکون پرېکړه ومنله.

۴. تر دې وروسته، متحده ایالاتو په ۱۹۹۱م کال کې «د ماډریډ کنفرانس» ترسره کړ، څو د دوو دولتونو د حل پروژې د عملي کولو بهیر پیل کړي. ورپسې، په ۱۹۹۳م کال کې د فلسطین د آزادۍ سازمان او د یهودي رژیم ترمنځ د «اوسلو تړون» لاسلیک شو، چې له مخې یې یاد سازمان رسماً د یهودي رژیم موجودیت په رسمیت وپېژانده.

همدارنګه، د ۱۹۹۴م د اکتوبر په ۲۶مه د یهودي رژیم او اردن ترمنځ د «وادي عربه» تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې اردن په رسمي ډول له لوېدیځې غاړې پر شا شو او د یهودي رژیم موجودیت یې په رسمیت ومانه. متحده ایالاتو دواړه تړونونه د خپلې پروژې (د دوو دولتونو حللاره) په چوکاټ کې تر خپل مدیریت لاندې راوستل او د پرمخ وړلو چارې یې پیل کړې.

کله چې د ۲۰۰۸م کال په پای کې د بوش د ولسمشرۍ دوره ختمه شوه، باراک اوباما واک ته ورسېد. هغه وغوښتل چې د ۲۰۱۰م د سپتامبر په ۲مه د «فلسطیني ادارې» او «یهودي رژیم» ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب په دې هیله مستقیمې خبرې پیل شي چې د یوه کال په موده کې د دوو دولتونو د جوړېدو پروژه عملي شي. خو په پای کې دغه خبرې له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې.

۵. د ۲۰۱۶م کال په پای کې د باراک اوباما د ولسمشرۍ د دوهمې دورې تر ختمېدو وروسته، د ۲۰۱۷م کال په پیل کې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد او د خپلې ولسمشرۍ لومړۍ دوره یې پیل کړه. خو په راتلونکو ټاکنو کې ماتې وخوړه او د ۲۰۲۱م کال په پیل کې جو بایډن د هغه ځای ناستی شو. ورپسې، د بایډن د دورې تر پای ته رسېدو وروسته، ټرمپ یو ځل بیا ټاکنې وګټلې او د ۲۰۲۵م کال په سر کې یې د ولسمشرۍ دوهمه دوره پیل کړه.

په دغو دوو دورو (د ټرمپ او بایډن دورې) کې، د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په پرتله یو بېل سبک راڅرګند شو. پخوانيو ولسمشرانو، له هغه وخته چې د امریکا رسمي سیاست د «دوو دولتونو حللارې» پر بنسټ شو، بې له دې چې د «فلسطیني دولت» په اړه جزئیاتو ته ننوځي، یوازې به یې د دې عمومي تګلارې نوم اخیست. له همدې امله، ځینو سطحي‌فکره کسانو داسې انګېرله چې جوړېدونکی فلسطیني دولت به د فلسطین د خاورې پر یوه برخه یو بشپړ حاکمیت لرونکی دولت وي.

خو د ټرمپ او بایډن له واکمنېدو سره دا انځور روښانه شو. هغوی ځینو جزیاتو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې فلسطینیانو ته به یوازې یو بې‌وسلې دولت ورکوي او داسې یوې ادارې ته به ورته وي چې کوم واقعي واک او صلاحت نه لري او د اسرایلو تر ولکې لاندې به وي. البته د دغه سیاست په څرګندولو کې د ټرمپ او بایډن ترمنځ د صراحت او یا ابهام په کچه کې توپیرونه موجود و.

دلته دا پوښتنه راپورته شوه چې آیا د امریکا د «دوو دولتونو» پروژه پای ته رسېدلې که لا هم روانه او پر ځای ده؟

د یادولو وړ ده چې د امریکا له ملاتړ پرته د فلسطین د برخلیک په اړه د یهودو څرګندونې، هېڅ وزن او اعتبار نه لري. یوازې د امریکا څرګندونې دي چې اصلي ارزښت لري او بس.

۶. موضوع ته که ښه ځیر شو، روښانه کېږي چې:

الف) موږ تر دې وړاندې د ۲۰۱۷م د فبروري پر ۲۳مه، د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې له پیل وروسته د «دوو دولتونو حللارې» په اړه د یوې پوښتنې ځواب خپور کړ، چې پکې راغلي وو:

«۱. د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د وینا متن لکه څنګه چې په نړيوالو او محلي رسنيو کې خپور او په ژوندۍ بڼه وښودل شو، داسې دی: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د منځني ختیځ په اړه د امریکا په تګلاره کې نوی بدلون راوست. ده ټینګار وکړ چې د دوو دولتونو حللاره د اسرایلو-فلسطین د لانجې د حل یوازینۍ لار نه ده؛ او زیاته یې کړه چې که د سولې د تأمین لپاره بدیلې لارې اغېزناکې وي، مني یې. له ده وړاندې ټولو امریکايي ولسمشرانو -که جمهوري‌پال وو او که ډيموکراټان- د دوو دولتونو له حل څخه ملاتړ کړی دی» (فرانس۲۴، ۱۶/۲/۲۰۱۷).

دغه راز یې وویل: «زه د دوو یا یوه دولت حللارې ته نه ګورم ... که اسرایلیان او فلسطینیان له هرې یوې خوښ وي، زه به هم ترې خوښ وم. ماته دواړې مناسبې دي.» (الجزیره مباشر، ۱۶/۲/۲۰۱۷)

مهم ټکی دا دی چې «د یوه دولت حللاره» چې د لومړي ځل لپاره یوه امریکايي رسمي چارواکي وړاندې کړه؛ د ټرمپ لخوا واضح نه شوه چې ایا د هغه موخه د واحد یهودي دولت په زړه کې فلسطینیانو ته یو ډول خومختاري ورکول وو؟ که یې موخه یو سیکولر دولت وو چې فلسطینیان یې په اداره کې شامل وي؛ لکه په ۱۹۳۹ کې د بریتانیې طرحه او «سپین کتاب» چې د سیکولر لبنان پشان جوړښت وړاندیز یې کاوه؟

د یادولو ده چې د دوو دولتونو د حللارې پروژه په ۱۹۵۹ کې د ایزنهاور (جمهوري‌پال) د ولسمشرۍ له وخت راهیسې د امریکا خپل نوښت و او متحده ایالاتو له خپل سیاسي قدرت څخه په استفادې، نړیواله ټولنه هم د دې منلو ته اړ ایسته او له دې سره یې د بریتانیې د «یوه دولت» حللاره څنډې ته کړه.

په هر صورت، د دغو څرګندونو او نښو نښانو له شننې ښکاره کېږي چې امریکا «د دوو دولتونو حللارې» له پروژې لاس نه دی اخیستی. په ځانګړي ډول دا چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، نیکي هېلي ټینګار وکړ چې: «تر هر څه وړاندې، موږ د دوو دولتونو د حل ملاتړي یو. هر څوک چې وایي امریکا د دوو دولتونو د حل ملاتړ نه کوي، تېروتي دي... موږ بې له شکه د دوو دولتونو ملاتړ کوو، خو په عین وخت کې له دودیزو چوکاټونو بهر هم فکر کوو... دا د خبرو مېز ته د دواړو لورو د راکاږلو یوه لاره ده چې هوکړې ته د رسېدو لپاره اړتیا ورته لرو.» (رویټرز، ۱۶/۲/۲۰۱۷).

دغه څرګندونې ښيي چې ټرمپ د دوو دولتونو حللارې له پروژې څخه نه دی اوښتی، بلکې هڅه یې کوله چې د ډیپلوماټیک فشار لپاره نوې لارې وازمويي. لکه څنګه چې د هغه استازې وویل: « موږ بې له شکه د دوو دولتونو ملاتړ کوو، خو په عین وخت کې له دودیزو چوکاټونو بهر هم فکر کوو»؛ یعنې د نوو لارو چارو کارول.

ب) د ټرمپ (جمهوريپال) د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې، د یهودو په ملاتړ د هغه څرګندونې لا ډېرې شوې:

- «د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، اعلان وکړ چې قدس د اسرایلو د «پلازمېنې» په توګه په رسمیت پېژني... نوموړي ټینګار وکړ چې که اسرایلیان او فلسطینیان د دوو دولتونو حللاره ومني، متحده ایالات به یې هم ملاتړ وکړي.» (بي بي سي، ۶/۱۲/۲۰۱۷).

- ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وویل: «زما په اند د فلسطینیانو او اسرایلو لپاره تر ټولو غوره انتخاب د دوو دولتونو حل دی» او زیاته یې کړه: «زما هیله دا ده چې دا کار د خپلې لومړۍ دورې تر ختمېدو وړاندې وکړای شم.» (بي بي سي، ۲۶/۹/۲۰۱۸).

- هغه دغه راز وویل: «کله چې زه د منځني ختیځ نقشې ته ګورم، اسرایل د یوه کوچني ټکي په څېر ښکاري. له ځان سره مې وویل: ایا د دې ځمکې د پراخولو کومه لاره شته؟ دا هیواد رښتیا هم ډېر کوچنی دی» (سکای نیوز، ۱۹ اګسټ ۲۰۲۴).

- «د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ نن یو ځل بیا په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې دی په خپل پلان کې د غزې د تسلط او د فلسطینیانو د ایستلو پرېکړې ته ژمن دی او ویې ویل: زه د غزې پېرلو او تملک ته ژمن یم» (بي بي سي، ۱۰/۲/۲۰۲۵). دا څرګندونې یې په کلیمو د لوبې له مخې وکړې.

ج) له بلې خوا، د یهودو د ملاتړ په برخه کې د بایډن (ډيموکرات) څرګندونې کله ناکله د ټرمپ له څرګندونو هم وړاندې تللې دي:

- وروسته له هغې چې ټرمپ په ټاکنو کې ماتې وخوړه او بایډن د ۲۰۲۱م کال په پیل کې واک ته ورسېد، امریکا یو ځل بیا د فلسطیني دولت پر طرحه ټینګار وکړ، خو ځانګړنو یا دقیق ځای ته یې اشاره ونه کړه. لکه څنګه چې بایډن د ۲۰۲۴م د سپټمبر پر ۳مه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «د دوه دولتونو د حللارې لپاره بېلابېلې نمونې شته. په ملګرو ملتونو کې ډېر داسې هېوادونه شته چې خپلواک پوځ نه لري.» د دې خبرې مفهوم دا دی چې هغه د فلسطینیانو لپاره یو بې‌پوځه دولت وړاندیز کاوه، یعنې داسې څه چې یوازې د یوې خپلواکې ادارې یا محدود حاکمیت په کچه وي.

- بایډن تر «طوفانِ الاقصى» عملیاتو وروسته د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۸مه په تل‌ابیب کې له اسرایلي چارواکو سره په لیدنه کې وویل: «اسرایل باید بیا یو داسې امن ځای وګرځي چې یهودیان پکې خوندي وي. که اسرایل نه وای هم، موږ باید جوړ کړی وی.» (الجزیره، ۱۸/۱۰/۲۰۲۳).

- بایډن دغه راز په سپینه ماڼۍ کې د یهودي روښنايۍ اختر (حنوکا) په مناسبت وینا کې هم وویل: «د صهیونیست کېدو لپاره لازمه نه ده چې یهودی وئ؛ زه صهيونیست یم.» (الشرق الاوسط، ۱۲/۱۲/۲۰۲۳).

۷. د پخوانۍ پوښتنې ځواب او د پورته څرګندونو او دریځونو په څېړلو او پام کې نیولو، روښانه کېږي چې د ټرمپ او بایډن د موقفونو تر منځ هېڅ اساسي اختلاف نشته؛ توپیرونه یوازې په ځینو دريځونو او طریقو کې دی چې په اصل او ماهیت کې هېڅ بدلون نه راولي. نو اصلاً دا متحده ایالات دي چې دا مسله د «دوو دولتونو د حللارې» پر بنسټ مدیریت کوي: یو دولت د یهود لپاره - چې د فلسطین د خاورې په ډېره برخه واکمن وي او د متحده ایالاتو له لوري په مالي، پوځي، نړیوال او ان د خپلو لاسپوڅو له لارې په منطقوي ملاتړ پیاوړی کېږي؛ او بل دولت د فلسطینیانو لپاره - چې په حقیقت کې د یوې «خپلواکې ادارې» او بې‌وسلې حکومت بڼه لري؛ یوازې د اړتیا له مخې د فلسطین په یوه کوچنۍ برخه کې لږ شمېر وسلې به له پولیسو سره وي او دا به هم د اسرایلو تر څار لاندې وي!

دې ته له پام پرته چې «فلسطیني اداره» او د هغې اړوند حکام به دغه جوړښت ته د «فلسطین دولت» نوم ورکوي؛ دا نوم اېښودنه په واقعیت کې هېڅ بدلون نه راولي. ځکه چې امریکا هېڅکله د دې قصد نه درلود چې د فلسطینیانو لپاره د فلسطین په یوه خورا کوچنۍ برخه کې هم یو ریښتینی حاکم دولت رامنځته کړي؛ بلکې دا طرحه تر ډېره د یوې ځانګړې امنیتي ادارې په څېر ده چې پوځ نه لري او یوازې یو د پولیسو ځواک پکې شته، هغه به هم د اسرایلو تر تسلط او څارنې لاندې فعالیت کوي.

د ټرمپ او بایډن په دوره کې دوه څرګند عوامل په ښکاره د یهودي رژیم د ټينګښت لپاره په خدمت کې وو، چې د پورته خبرو تصدیق کوي؛ که څه هم دا عوامل په ځانګړي ډول د ټرمپ په وخت کې ډېر څرګند وو:

لومړی: د دوامداره مالي او پوځي ملاتړ له لارې د یهودي رژیم تقویه؛ څو دا رژیم د سیمې د برلاسي پوځي ځواک په توګه پاتې شي او پر ټولو شاوخوا سیمو واکمن وي. دا پروسه تر نن ورځې روانه ده.

دوهم: له یهودي رژیم سره د اړیکو د عادي‌کولو پروژه چې ټرمپ د «ابراهیمي تړون» تر عنوان لاندې وړاندې کړه. هغه په خپله لومړۍ دوره کې د دې لارې نیمایي برخه ووهله، او اوس یې د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د بشپړولو په لټه کې دی. له همدې امله، د امریکا استازي په سیمه کې ګرځي چې هم سعودي له دغه تړون سره یو ځای کېدو ته اړ کړي، هم عملي تیاری ونیسي او هم له یهودو سره د سوریې او لبنان خبرې اترې مخته یوسي چې اوس هم روانې دي. امریکا غواړي دا بهیر د اسلامي نړۍ نورو لاسپوڅو دولتونو ته هم وغځوي.

لنډه دا چې: متحده ایالاتو د «دوه دولتونو د حل» له پروژې لاس نه دی اخیستی؛ خو هغه څه چې د ټرمپ او بایډن په وخت کې په څرګند ډول اعلان شول، دا وو چې د «فلسطین دولت» څخه د هغوی موخه یوازې یوه داسې اداره ده چې ریښتینې واکمني نه لري، پوځ یې نه وي او د اسرایلو تر ولکې لاندې وي.

پخوانیو امریکایي ولسمشرانو که څه هم د «دوو دولتونو حللارې» یادونه کوله، خو هېڅکله یې د هغه فلسطیني دولت د ماهیت په اړه په ښکاره وضاحت نه و ورکړی؛ خو د ټرمپ او بایډن په وخت کې د دې پروژې اصلي ابعاد خورا ډېر ښکاره شول.

۸. په پای کې باید وویل شي چې فلسطین د اسلامي امت په تاریخ کې ځلاند غمی دی. الله تعالی دغې سپېڅلې خاورې ته له خپل کور (کعبې) سره تړاو ورکړ؛ او خپل رسول محمد ﷺ یې له مسجدالحرام څخه تر مسجد الاقصى پورې په سفر یووړ. الله تعالی فرمایي:

﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ﴾

ژباړه: «پاک او منزه دی هغه ذات چې خپل بنده یې د شپې له مسجدالحرام څخه تر مسجد الاقصى پورې یووړ؛ هغه ځای چې موږ یې شاوخوا برکتناک کړی دی.»

په دې توګه الله تعالی هغه خاوره مبارکه او پاکه وګرځوله.

الله سبحانه‌وتعالی د مسلمانانو زړه د فلسطین د مرکز (بیت‌المقدس) لوري ته واړاوه؛ بیت المقدس یې تر هجرت شپاړس میاشتې وروسته د مسلمانانو لومړنۍ قبله کړه؛ وروسته بېرته کعبه د مسلمانانو قبله شوه. فلسطین لا وړاندې له دې چې د اسلام تر واک لاندې راشي، د مسلمانانو لومړۍ قبله وه؛ بیا د هجرت په ۱۵ام کال کې، د عمر بن خطاب رضي‌الله‌ عنه د خلافت په دوره کې فتح شو. هغه دا خاوره له «سفرونیوس» څخه واخیسته او له هغه سره یې «د عمر عهدنامه» لاسلیک کړه. د دغه تړون له مادو څخه -د مسیحيانو د غوښتنې پر بنسټ- یوه دا وه چې: «هیڅ یهودي دې له موږ سره په دغه ښار کې ژوند نه کوي.»

ورپسې فلسطین د صلیبيانو او مغولو لپاره په یوه هدیره بدل شو. په دې خاوره کې د صلیبيانو او تاتاريانو پر وړاندې برخلیک‌ټاکونکې جګړې وشوې؛ لکه په ۵۸۳ هـ/۱۱۸۷م کال کې د حطین جګړه او په ۶۵۸ هـ/۱۲۶۰م کې د عین جالوت جګړه. بېشکه چې په راتلونکې کې به د الله تعالی په اراده د یهودو پر وړاندې نورې برخلیک‌ټاکونکې جګړې هم وشي؛ تر هغه چې فلسطین بېرته په بشپړه توګه، پاک او مطهر د اسلام خاوره وګرځي.

تر نن ورځې پورې په فلسطین کې د یهودي رژیم پايښت په دې سبب نه دی چې یهود ځواکمن دي؛ بلکې سبب یې د مسلمانانو د حکامو خیانت او کمزوري ده؛ دا حکام د جګړې او بریا خلک نه دي. الله سبحانه‌وتعالی فرمایي:

﴿لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ﴾

ژباړه: «(هغوی) تاسو ته له (لږ) ځور پرته نور زیان نه شي رسولی؛ او که له تاسو سره وجنګېږي، تاسو ته به شا کړي او هغه وخت به مرسته ورسره ونه شي.»

د یهودو پايښت د مسلمانانو په ښارونو کې خاین او مزدور حکام دي؛ هغه حکام چې د کافرو استعمارګرو او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو متحدین دي. هغوی د فلسطین اشغال، د یهودي رژیم وحشیانه جنایتونه او پراخې ټول‌وژنې ویني او اوري، خو داسې ښيي لکه ړانده او کاڼه چې وي؛ لکه دا ایت چې د دوی په اړه راغلی وي:

﴿صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ﴾

ژباړه: «هغوی (د حق له اورېدو) کاڼه، (د حق له ویلو) ګونګي او (د حق له لیدو) ړانده دي؛ نو هغوی هېڅکله (د حق لوري ته) نه راګرځي.»

هغوی تر نن ورځې پورې د دې مخه نیولې چې د مسلمانانو لښکرې د خپلو وروڼو د مرستې لپاره د غزې پر لوري حرکت وکړي؛ په داسې حال کې چې د شهیدانو شمېر په زیاتېدو دی، ټپیان ډېرېږي، او حکام یوازې ننداره کوي! تر دې لا بده دا چې د دوی په منځ کې تر ټولو «ښه» هغه دی چې یوازې د شهیدانو تعداد د «وژل شویو» په کلیمه شمېرې او د ټپیانو احصایه اخلي؛ لکه یو بې‌طرفه ناظر، بلکې له یهودو سره لا نیږدې دی!

هغوی د واکمنۍ څوکۍ تر خپلې خاورې او ولس پورته ګڼي!

سره له دې، باید هېره نه شي چې دا امت، هغه غوره امت دی چې د خلکو د هدايت لپاره راغلی دی؛ او که د الله تعالی په اراده به د دغو ظالمو او فاسدو حکامو پر وړاندې چپ پاتې نه شي.

رسول ﷺ موږ ته د جبريه (استبدادي) واکمنۍ دورې وروسته د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بېرته راتګ زېرى راکړی دی. لکه څنګه چې په مسند امام احمد او مسند طیالسي کې له حذیفه بن الیمان رضي الله عنه څخه روایت شوی دی:

ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ.

ژباړه: وروسته به جبري او ظالمانه واکمنۍ وي، تر هغې چې الله وغواړي پاتې به شي؛ کله چې الله تعالی وغواړي، دا به لرې کوي، او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.

هغه وخت به مسلمانان عزتمن او کافران خوار شي؛ لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

ژباړه: «په هغه ورځ به مؤمنان د الله په نصرت خوښ او خوشحاله وي، هغه (سبحانه و تعالی) هر چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي، او یوازې همدا ځوکمن او مهربان ذات دی.»

د حیرانتیا خبره دا ده چې کفار، په ځانګړي ډول یهود، د ډېرو نننیو مسلمانانو په پرتله دا موضوع ښه درک کوي! لکه څنګه چې د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر د ۲۰۲۵م د اپریل پر ۲۱مه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د الجزیرې په ګډون له ډېرو رسنیو په ژوندۍ بڼه خپور شو، اعلان وکړ: «موږ به اجازه ورنه کړو چې د مدیترانې پر سواحلو خلافت جوړ شي. همدارنګه، د خلافت دولت ته به دلته او یا په لبنان کې د خلافت د جوړېدو اجازه ورنکړو؛ او موږ د اسرایلو د امنیت د تضمین لپاره په کار بوخت یو.»

خو که د الله تعالی په اراده به دا خلافت ـ که یې دوی هر څو ونه غواړي- هرو مرو قايمېږي او دا غاصب رژیم به له دې خاورې ورک کړي. په ځانګړي توګه دا چې حزب‌التحریر - هغه حزب چې الله تعالی ته مخلص او د هغه رسول ﷺ ته ریښتینی دی- د دغې مبارکې هڅې مخکښ دی او دا هڅې د داسې کسانو په لاس پرمخ وړي چې له الله سبحانه و تعالی سره پر خپل کړي عهد وفادار دي او د الهي نصرت په وعدې یې زړونه ډاډه دي:

﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾

ژباړه: «او الله پر خپل کار غالب او برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي.»

۱۴۴۷هـ.ق کال د ربیع الاول ۱۰مه

۲۰۲۵م کال د سپټمبر ۲مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې