- مطابق
پوښتنه:
[وروسته له هغې چې امریکا او ایران په دوو ورځو کې د دویم ځل لپاره پر یو بل بریدونه وکړل، د ایران سپاه پاسداران (IRGC) نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل: «د امریکا له لوري د اوربند ماتول، د ټرمپ او مسعود پزشکیان ترمنځ د جون په ۱۸مه لاسلیک شوي هوکړهلیک (MoU) له لومړۍ مادې سره په ټکر کې دي». په غبرګون کې یې، ټرمپ د جګړې د بیا پیل ګواښ وکړ او نن یې په خپله ټولنیزه رسنۍ «Truth Social» کې پوسټ وکړ چې: «کېدای شي داسې وخت راورسېږي چې نور د زغم او نرمښت امکان پاتې نه شي، او اړ شو هغه څه چې په ډېر بریالیتوب سره مو پیل کړي، له نظامي لارې بشپړ کړو...». بل لور ته، د امریکا پوځ د شنبې په شپه اعلان وکړ چې څو ساعته وروسته له هغې چې ایران د هرمز تنګي په سیمه کې یو د تېلو ټانکر په نښه کړ، امریکايي ځواکونو د قشم ټاپو کې پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي ... [العربیه نېټ، ۲۰۲۶/۶/۲۸].] ټرمپ، له خپل مزدور نتانیاهو سره یو ځای، د ۲۰۲۶م کال د فبروري په ۲۸مه پر ایران برید وکړ، چې په ترڅ کې یې رهبر او شاوخوا څلوېښت لوړپوړي چارواکي ووژل شول او پراخ زیانونه یې واړول. له دې سره سره، ایران د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۸مه له ټرمپ سره د خپلو اړیکو عادي کولو او سولې ټینګولو لپاره هوکړهلیک لاسلیک کړ؛ داسې چې ته به وایې نه کوم څاڅکی وینه تویې ده او نه کوم دیوال نړېدلی! خو نور مسلمانان، که ایران ته نږدې دي او که ترې لرې، دې پېښو ته داسې ګوري لکه د ایران او امریکا ترمنځ بېطرفه اړخونه چې وي؛ بلکې تر دې هم بد، لکه د ایران په پرتله چې امریکا ته نږدې وي! مسلمانان به تر کومه وخته همداسې ټوټه ټوټه پاتې کېږي، د کافرو استعمارګرو د بادونو په څپو کې به لالهانده وي، په داسې حال کې چې یو وخت د نړۍ باداران وو، د اسلام نور او عدالت یې خپراوه؟
له تاسو څخه داسې ځواب غواړم چې د دغو پېښو واقعیت روښانه کړي، او وښيي چې دا امت څنګه بېرته راژوندی او باعزته کېدای شي؟ مننه.
ځواب:
د پورته پوښتنو د ځواب لپاره، د پېښو واقعیت او د امت د بیا ژوندي او باعزته کېدو مسله څېړو. یوازې الله سبحانه وتعالی نصرت ورکوونکی دی او یوازې له هغه سبحانه وتعالی مرسته غواړو:
لومړی: د پېښو واقعیت
۱. بلومبرګ د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۷مه، د امریکا او ایران ترمنځ د ۱۴مادو هوکړهلیک مسوده خپره کړه، چې متن یې له هغې نسخې سره ورته و چې د ایران نیمهرسمي خبري آژانس «مهر» د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۴مه، د ایراني مذاکرهکوونکي ټیم یوې نږدې سرچینې په حواله خپور کړی و. وروسته دا هوکړهلیک ناڅاپه او د تمې خلاف، د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۸مه، د G7 سرمشریزې په څنډه کې د فرانسې په ورسای ماڼۍ کې، د ایران او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شو. که څه هم ټاکل شوې وه چې لاسلیک به په سویس کې کېږي، خو طاغوت ټرمپ غوښتل مسلمانانو ته د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پای وروسته د ورسای تړون ور په یاد کړي؛ چې د مسلمانانو د دولت «خلافت» د له منځه تلو او د مسلمانانو د یووالي د ماتېدو سبب شو. داسې ښکاري چې ټرمپ، د ورسای ماڼۍ ـ چې پخوا یې د خلافت د لغوه کولو له لارې د تاریخ مسیر بدل کړی و ـ په ټاکلو سره غواړي ځان د خپلو مخکینیو په پلونو روان او تاریخ جوړوونکي رهبر په توګه وړاندې کړي! همداسې وشول هم؛ هوکړهلیک په ورسای ماڼۍ کې د دواړو اړخونو د منځګړي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر نظر لاندې، له لرې لارې په برېښنایي ډول لاسلیک شو.
په دې توګه، اعلان وشو چې دغه هوکړهلیک رسماً نافذ شو. دا هر څه د امریکا او ایران ترمنځ داسې مهال وشول چې امریکا له خپل مزدور نتانیاهو سره یو ځای، د تېرې فبروري په وروستیو کې ناڅاپي نظامي عملیات پیل کړي وو، چې د رژیم لوړپوړي سیاسي او نظامي مشران یې پکې په نښه کړل؛ تر ټولو مهم یې رهبر، یعنې وروستی تصمیمنیوونکی و. دغه جګړه په پیل کې څلور ورځې پلان شوې وه، خو څلوېښت ورځې یې دوام وکړ او خپل هدف ته ونه رسېده؛ نه یې اوسنی رژیم نسکور کړای شو او نه یې داسې لاسپوڅي مشران واک ته ورسولای شوی، چې ایران د امریکا په مدار کې له ګرځېدونکي دولت څخه پر یوه تابع او لاسپوڅي دولت بدل کړي. ۴۷ کاله د امریکا په مدار کې د ایران ګرځېدو، امریکا ته دا جرات ورکړی و چې هڅه وکړي ایران یو تابع دولت وګرځوي؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې امریکا د ایران لاس له هغو سیمو لنډاوه، چې مخکې یې پکې د فعالیت اجازه ورکړې وه لکه؛ سوریه، عراق، لبنان او یمن.
خو دغه حالت په ایران کې ځینې کسان اړ کړل، چې له امریکا څخه د خپلواکۍ په اړه فکر وکړي. په دې برخه کې سپاه پاسداران مهم رول درلود؛ لکه څنګه چې موږ د ۲۰۲۶م کال د جون په ۳مه د یوې پوښتنې په ځواب کې واضح کړې وه چې: «... لکه په وینزویلا کې چې وشول؛ کله چې امریکايي ځواکونو د هغه هېواد ولسمشر برمته کړ، د هغه مرستیاله او ملګري امریکا ته تسلیم شول. خو په ایران کې د رهبر علي خامنهيي او د رژیم د ځینو مشرانو تر وژل کېدو وروسته داسې ونه شول. سپاه پاسداران مقاومت وکړ، د دغه تېري پر وړاندې یې د مقابلې او پر دښمنانو د برید پرېکړه وکړه...» سپاه پاسداران ټینګ ودرېدل او پرېکړه یې وکړه، چې د دغه تېري پر وړاندې مقابله او پر دښمنانو بریدونه وکړي «... دوی له امریکا څخه د خپلواکۍ په لټه کې وو؛ د هغه سیاسي جریان پر خلاف چې غواړي له امریکا سره تعامل وکړي او د تابع دولت په توګه نه، بلکې لږ تر لږه د امریکا په مدار کې ګرځېدونکي دولت په توګه کار ورسره وکړي... ». د سپاه پاسداران مقاومت، ځواک او نفوذ له دې څخه سرچینه اخیسته چې دوی تر دې وړاندې د نوي رهبر مجتبی په ټاکلو کې لاس درلود. هغه هم د دوی ملاتړ وکړ او د خپل واک د ساتلو لپاره یې پر هغوی تکیه وکړه. نوموړي وروسته له هغې چې امریکا د هغه پلار یعنې پخوانی رهبر او ځینې نور چارواکي ووژل، له امریکا سره د هوکړهلیک او سولې موافقه نه منله.
۲. خو وضعیت هغه مهال بدل شو چې په ایران کې سیاسي مشرتابه ـ ولسمشر، د پارلمان رییس او د بهرنیو چارو وزیر ـ رهبر قانع کړای شوی، چې هوکړهلیک د ایران په ګټه دی. ولسمشر په دې برخه کې ډېره هڅه وکړه؛ له همدې وروسته د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۸مه، د رهبر لیکلې موافقه پر «X» او نورو ټولنیزو پلټفارمونو خپره شوه. په دې موافقه کې یې ویلي وو: «ما په اصل کې بل نظر درلود؛ خو د هغه تعهد له امله چې محترم ولسمشر ـ د ملي امنیت د عالي شورا د رییس په توګه ـ د ایران د ملت او د مقاومت د جبهې د حقونو د خوندي ساتلو په اړه، د خپل ځان او نورو غړو په استازیتوب راکړ او دا مسوولیت یې په ښکاره ومانه، ما خپله اجازه ورکړه». داسې ښکارېده چې هغه د دې موافقې له امله ایران ته د هر ډول منفي پایلې مسوولیت د ولسمشر او نورو چارواکو پر غاړه اچاوه. نو، هوکړهلیک لاسلیک شو او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تر لاسلیک وروسته، د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۸مه پر خپله «X» پاڼه اعلان وکړ: «دا یو تاریخي سند او د ځواکمن ایران پیغام دی: سوله د متقابل درناوي په سیوري کې تحقق مومي. د ایران اسلامي جمهوریت تل د خپل عزت او خپلواکۍ د ساتلو ترڅنګ د نړیوالې سولې او ثبات، پرمختګ او سیمهییزې همکارۍ لپاره ژمن او ثابت پاتې شوی دی».
له دې وروسته، د رهبر د اطاعت له امله د سپاه پاسداران غږ چوپ شو. د ایران د پارلمان غړي محمد منان رییسي د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې د هوکړهلیک پر وړاندې د خپل مخالفت د اعلانولو پر مهال، د رهبر دریځ داسې څرګند کړ: «رهبر مجتبی خامنهيي د ملي امنیت د عالي شورا له غړو وغوښتل، چې د هوکړهلیک اړوند دغو پوښتنو ته جلا جلا ځوابونه ورکړي؛ او په یوه غیرمعمولي اقدام کې یې شرط کېښود چې د هوکړهلیک د تصویب لپاره باید د شورا ۷۵ سلنه غړي موافقه وکړي. د ملي امنیت شورا یوازې یوه غړي مخالفت وکړ او پاتې نورو یې په پلوۍ رایه ورکړه. دا نه شو ویلی چې رهبر دا هوکړه او موافقت په بشپړ رضایت ومانه، خو دا خبره هم نه شو کولی چې ورسره مخالف و.» [ایران انټرنېشنل، ۲۰۲۶/۶/۱۸]. د یوه کس د مخالفت له استثنا پرته، د هوکړهلیک منل او له امریکا سره د وروستۍ هوکړې لاسلیک ته د هغوی چمتووالی ښيي، چې دا کار د دې لپاره لار هواروي چې ایران بېرته خپل پخواني حالت، یعنې د امریکا په مدار کې ګرځېدونکي دولت حالت ته ور وګرځي؛ نه هغه حالت ته چې سپاه پاسداران مخکې د خپلواکۍ په نوم غوښت!
۳. په دې توګه، سیاسي لوری لاسبری شو؛ هغه لوری چې وروستی هدف یې دا و چې ایران د ترکیې په څېر د امریکا د نفوذ په ساحه کې بېرته خپل پخواني مدار ته ور وګرځوي، نه دا چې د مصر، سوریې او د سیمې د نورو هېوادونو په څېر یې یو تابع دولت کړي. له همدې امله، په حکومت کې سیاسي لوري د پېښو او مذاکراتو کنټرول په لاس کې واخیست او سپاه پاسداران تر یوه بریده شاته شول. ځکه خو وایم چې «تر یوه بریده»؛ د سپاه پاسداران شعله بشپړه نه ده مړه شوې، بلکې لا هم له سیاسي جریان سره په ټکر کې دي.
د بېلګې په توګه، د ایران تلویزیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې له امریکا سره د هرمز تنګي په اړه د اړیکې یوه کرښه جوړه شوې ده [العربیه، ۲۰۲۶/۶/۲۶]. خو سپاه پاسداران دا خبر رد کړ: «د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د جمعې په ماښام د امریکايي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د هرمز تنګي په اړه د ایران او امریکا ترمنځ بیړنۍ اړیکه جوړه شوې ده؛ او ټینګار یې وکړ چې دا خبره بشپړه جعلي ده. تر دې مخکې د جمعې په ورځ Press TV راپور ورکړی و، چې د هرمز تنګي په اړه د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکې یوه کرښه جوړه شوې ده.» [العربي الجدید، ۲۰۲۶/۶/۲۶]. سربېره پر دې، سپاه پاسداران د ایران پر ختیځو سواحلو د امریکا بریدونو ته ځواب ورکړ: «سپاه نیوز د سپاه پاسداران یوه اعلامیه خپره کړه: «امریکا د ایران پر سواحلو برید کړی و، چې په غبرګون کې یې د سپاه پاسداران سمندري ځواک په سیمه کې د امریکا نظامي مرکزونه بمبار کړل.» اعلامیې واشنګټن تورن کړ چې د دواړو اړخونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې یې خپلې ژمنې ماتې کړې دي.» [الجزیره، ۲۰۲۶/۶/۲۶]
۴. د هوکړهلیک لاسلیک په دې معنی و چې ایران له خپلو تېريکوونکو سره د دایمي اوربند منلو ته غاړه کېږدي او ژمنه وکړي چې له هغوی سره به جګړه نه کوي. د هوکړهلیک په لومړۍ ماده کې راغلي چې دواړه لوري به «د لبنان په ګډون پر ټولو جبهو، د نظامي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلانوي؛ او له دې وروسته به ژمن وي چې د یو بل پر ضد هېڅ جګړه او هېڅ نظامي عملیات نه پیلوي او د یو بل پر ضد به له ګواښ یا د ځواک له کارولو ډډه کوي...». دا په دې معنی ده چې ایران د امریکا پر وړاندې له خپل مقاومت څخه لاس واخیست؛ هغه امریکا چې برید یې پرې وکړ، لوړپوړي مشران یې ورته ووژل او اټومي، مهم او حیاتي تاسیسات یې ورته ویجاړ کړل. که څه هم دویمه ماده په کورنیو چارو کې پر نه لاسوهنې ټینګار کوي، خو د هوکړې نورې مادې له دې اصل سره په ټکر کې دي.
د بېلګې په توګه، د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړهلیک په اتمه ماده کې راغلي: «د ایران اسلامي جمهوریت یو ځل بیا ټینګار کوي چې اټومي وسلې به نه ترلاسه کوي او نه به یې جوړوي. د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت هوکړه کړې، چې د غني شویو زېرمه شویو اټومي موادو د برخلیک په اړه د هغه مېکانېزم له مخې چې دواړه لوري به پرې هوکړه کوي، پرېکړه وکړي...» [الشرق، ۲۰۲۶/۶/۱۸]. همدارنګه، سکای نیوز د ۲۰۲۶م کال د جون په ۲۴مه راپور ورکړ: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سه شنبه وویل، چې ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړل شي او زیاته یې کړه چې ایران په داسې وضعیت کې نه دی چې خبرې اترې وکړي؛ په داسې حال کې چې پوځ او نظامي وړتیاوې یې له منځه وړل کېږي. ټرمپ همدارنګه وویل چې په مناسب وخت کې به اټومي پلټونکي ایران ته ولېږل شي». همدا خبرې پخپله د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.
سربېره پر دې، شپږمه ماده امریکا ته د ایران په چارو کې د لاسوهنې لار پرانیزي؛ ځکه چې په دې ماده کې راغلي: «د امریکا متحده ایالات له سیمهییزو شریکانو سره ژمنه کوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو وروستی او د دواړو لورو له خوا منل شوی پلان جوړ کړي. د دغه پلان د پلي کېدو مېکانېزم به د وروستۍ هوکړې د یوې برخې په توګه د ۶۰ ورځو په موده کې نهايي شي». دا یوازې د لاسوهنې لار نه ده؛ بلکې تر دې هم ډېر ناوړه څه دي!
۵. له دې ټولو سره سره، په هوکړه کې د الفاظو لوبه شوې ده. له یوې خوا داسې تفسیرېدای شي چې د ایران ګټې پکې خوندي دي او له بلې خوا داسې تفسیرېدای شي چې د امریکا ګټې پکې خوندي کوي. په بل عبارت، دا هوکړه له ستونزو ډکه ده او د شپېتو ورځو ټاکل شوې موده ښايي د دغو ستونزو د حل لپاره بسنه ونه کړي؛ نو کېدای شي وغځول شي. په دغو ستونزو کې د بندیزونو لرې کول او د هرمز تنګي پرانیستل هم شامل دي. «ایران د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په اړه د هغو څه پر وړاندې خبرداری ورکړ چې ـ مبهم ترتیبات ـ یې وبلل؛ ځکه ایران د دغه تنګي پر غاړه پروت دولت دی...» [سکای نیوز، ۲۰۲۶/۶/۲۶].
دا ابهام نن د ایران او امریکا ترمنځ نښتو کې لا ډېر څرګند شو؛ سپاه پاسداران یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل: «د امریکا له لوري د اوربند ماتول، د هوکړهلیک له لومړۍ مادې سره په ټکر کې دي او د مذاکراتو بهیر به په بشپړ ډول ودروي». همدارنګه، دوی ادعا وکړه چې «د هغه هوکړهلیک له مخې چې د جون په ۱۸مه د ټرمپ او مسعود پزشکیان ترمنځ لاسلیک شوی، د هرمز تنګي د تګراتګ د کنټرول لپاره اړین ترتیبات د ایران په لاس کې دي.» [العربیه نېټ، ۲۰۲۶/۶/۲۸]. دغه راز، په هوکړهلیک کې راغلي: «د امریکا متحده ایالات دا ژمنه هم کوي چې تر وروستۍ هوکړې ۳۰ ورځې وروسته به خپل ځواکونه د ایران اسلامي جمهوریت له نږدې سیمو وباسي». د یادونې وړ ده چې ایران تر دې وړاندې له ټولې سیمې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه؛ همدارنګه یې غوښتل چې امریکا دې د ایران له کنګل شوو شتمنیو څخه ۱۲ میلیارده ډالر خوشي کړي، خو په دې شرط چې دغه پیسې د امریکا د کرنیزو او خوراکي محصولاتو د پېرلو لپاره وکارول شي! د ټرمپ مرستیال جي ډي وېنس دوشنبه په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې «له کنګل حالت څخه د ایران خوشي شوې شتمني به د ایراني خلکو په ګټه د امریکايي سویا، امریکايي جوارو او امریکايي غنمو د پېرلو لپاره ځانګړې شي.» [العربیه، ۲۰۲۶/۶/۲۵]. ایران دا خبره رد کړې ده. قالیباف د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې «د امریکا هغه ادعا ناسمه ده چې ګواکې تهران به د کنګل شوو شتمنیو له خوشي کېدو وروسته، دغه پیسې د امریکا د کرنیزو محصولاتو د پېرلو لپاره وکاروي.» [العربیه، ۲۰۲۶/۶/۲۵]
وروسته بیا وروستۍ هوکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري تصویب شوه! یو لوری دا داسې تفسیروي چې ایران نور له خپلو ژمنو نه شي پر شا کېدی؛ خو بل لوری یې د امریکا د ژمنو د پلي کېدو تضمین بولي، لکه دا کار چې د امریکا په ګټه نه وي! سربېره پر دې، رویټرز د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۸مه د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړ، چې په هوکړهلیک کې د بیارغونې او پراختیا لپاره د ځانګړي صندوق د جوړېدو وړاندیز شوی دی. په راپور کې راغلي: «د دغه صندوق موخه دا ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره اقتصادي انګېزه رامنځته کړي او دا صندوق به یوازې هغه مهال جوړ شي چې وروستۍ هوکړه لاسلیک شي». دا د دوکې یوه وسیله ده چې ایران د وروستۍ هوکړې تر لاسلیک پورې د خبرو اترو دوام ته وهڅوي، په داسې حال کې چې د داسې صندوق په تمه پاتې شي چې تر ګټې یې زیان ډېر دی! دا ټولې مبهمې او په قصدي ډول ګونګې مادې دي!
۶. ټرمپ پوهېږي چې د نظامي اقدام له لارې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی او د ده د تېري پر وړاندې چې سپاه پاسداران کوم مقاومت وکړ، دی یې سخت ورخطا کړی دی. اوس واقعیت پر ټرمپ فشار راوړي؛ هغه ټرمپ چې په خپله پیل کړې جګړه کې یې ډېر څه له لاسه ورکړي دي. حیثیت یې سخت راټیټ شوی او پر ټرمپ باور په ټوله نړۍ، ان د امریکا دننه او د خپل ګوند او پلویانو په منځ کې هم کمزوری شوی دی. بې له شکه، دا به د نومبر د کانګرس پر منځمهالو ټاکنو او له هغې دوه کاله وروسته پر عمومي ټاکنو اغېز وکړي. د هوکړهلیک څلورمه او پنځمه ماده، چې د هرمز تنګي په اړه ده، په غیرمستقیم ډول د امریکا د کانګرس له منځمهالو ټاکنو سره تړاو لري. لکه څنګه چې معلومه ده، د ایران له لوري د هرمز تنګي تړل او د امریکا له لوري پر هغه د سمندري کلابندۍ لګول ـ د اوبو هغه لار چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګازو پنځمه برخه ترې تېرېږي ـ سمندري تګراتګ فلج کړی دی. په پایله کې، د تېلو او ګازو بیې په چټکۍ لوړې شوې او په طبیعي ډول ورپسې د خوراکي توکو بیې هم په ورته کچه پورته شوې دي. دا کار په اتومات ډول پر منځمهالو ټاکنو اغېز کوي؛ له همدې امله ټرمپ هڅه کوله چې له ایران سره هوکړه لاسلیک کړي، څو د هرمز تنګي له لارې تګراتګ بېرته عادي شي. د تنګي بېرته پرانیستل به په چټکۍ سره د نړۍ د تېلو بیې راټیټې کړي. په دې توګه، ټرمپ په مذاکراتو او هوکړهلیک کې خپله موقع وموندله، څو هغه مذاکراتي بری ترلاسه کړي چې د نظامي تېري له لارې یې نه شو ترلاسه کولی!
کله چې سپاه پاسداران د خپل اتلانه مقاومت له لارې د هغه پر وړاندې ودرېدل، نو هغه د سیاسي تشکیلاتو ـ ولسمشر، د پارلمان رییس او د بهرنیو چارو وزیر ـ په لمن کې پناه واخیسته. دغو څېرو د مذاکراتو او هوکړهلیک منلو ته د رهبر په قانع کولو کې لوی رول ولوباوه؛ او په دې توګه یې د سپاه پاسداران غږ چوپ کړ. له ایران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکا بېړه، په درېیمه ماده کې لا ښه څرګندېږي، چې پکې راغلي: «د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوریت ژمن دي چې په اعظمي توګه د ۶۰ ورځو په موده کې به د وروستۍ هوکړې لپاره خبرې اترې کوي او هغې ته به رسېږي؛ دا موده د دواړو لورو په موافقه غځېدای شي». ان که د مودې غځولو ته اړتیا هم پیدا شي! وروسته له دې چې امریکا د نظامي انتخاب له لارې د رژیم په یوه تابع دولت د بدلولو په هڅه کې ناکامه شوه، نو مذاکراتو او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره یې قوي لېوالتیا وښوده، او دا یې ومنله چې ایران بېرته د پخوا په څېر د امریکا په مدار کې ګرځېدونکی دولت شي؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې له امریکا څخه د بشپړې خپلواکۍ غږونه راپورته شول، په تېره بیا د سپاه پاسداران له لوري. ټرمپ دا کار بریا وګڼله او سیاسي لوري په ځانګړي ډول ولسمشر، دا بریا ورته اسانه کړه! د ایران چمتووالی چې لومړی مذاکرات وکړي او بیا وروستۍ هوکړه لاسلیک کړي، په داسې حال کې چې باور لري امریکا د جګړې له لارې خپلې موخې پرې ترلاسه نه کړې، دا معنی لري چې ایران بېرته لومړي پړاو ته، یعنې د امریکا په مدار کې د ګرځېدونکي دولت حالت ته ورګرځي.
۷. له دې وروسته، کله چې هوکړهلیک لاسلیک شو، ټرمپ هڅه وکړه چې له ایران او په عمومي ډول له مسلمانانو سره خپلې اړیکې ښې وښيي. له یوې خوا، ټرمپ د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۹مه له امریکايي خبري وېبپاڼې «Axios» سره په مرکه کې وویل: «... او له بده مرغه ما بل آیتالله ته زیان ورساوه.» دا خبره د رهبر له لوري د هوکړهلیک تر منلو وروسته وشوه؛ لکه ټرمپ چې له هغه څخه مننه کوي!
له بلې خوا، هغه داسې تمثیل کاوه چې ګواکې پر یهودي رژیم فشار راوړي؛ په داسې حال کې چې هغوی په خپلو جګړو او د سولې په مذاکراتو کې د ده په امر عمل کاوه! ټرمپ په ښکاره نتانیاهو ورټلو او د ۲۰۲۶م کال د جون په ۱۶مه، د فرانسې په ایویان ښار کې د G7 سرمشریزې په څنډه کې، په یوه خبري کنفرانس کې یې وویل: «زه له دې څخه خوشحاله نه یم چې «اسرائیل» له لبنان سره څه ډول چلند کوي... بيبي (نتنیاهو) باید د لبنان په اړه ډېر مسوولانه چلند وکړي... له ما پرته به «اسرائیل» نه وای...» [الجزیره، ۲۰۲۶/۶/۱۶]. د ټرمپ مرستیال، جي ډي وېنس، په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «که زه د «اسرائیلي» حکومت په کابینه کې وای، ښايي پر هغه یوازیني ځواکمن متحد مې برید نه وای کړی، چې په ټوله نړۍ کې راته پاتې دی ... ستاسو د وطن د ساتنې دوه پر درې دفاعي وسلې د امریکايي لاسونو له خوا جوړې شوې او د امریکايي مالیهورکوونکو له پیسو لګښت پرې شوی دی.» [نیویارک ټایمز، ۲۰۲۶/۶/۱۸]. که ټرمپ او مرستیال یې رښتیني او صادق وای، نو خبرې به یې رښتیا وای؛ خو دا خبره څنګه په داسې حال کې کېدلی شي چې یهودي رژیم د فلسطین، لبنان او نورو ټولو ځایونو پر وړاندې په خپلو تېریو کې یوازې د امریکا په ملاتړ عمل کوي!؟ یهودي رژیم له دې ډېر سپک او بېارزښته دی چې پخپله د پام وړ وګڼل شي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران: ۱۱۱]
ژباړه: هغوی تاسو ته له لږ ځورونې پرته هېڅ زیان نه شي رسولی؛ او که له تاسو سره په جګړه کې مخ شي، نو شا به در واړوي، بیا به هېڅ مرسته ورسره ونه شي.
یهودي رژیم هېڅ ذاتي ځواک نه لري؛ ځواک یا د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه وي او یا د انسانانو له ملاتړ څخه. هغوی د خپلو انبیاوو له وخته له الله سره خپله اړیکه پرې کړې؛ نو یوازې د بشر پر ملاتړ تکیه دي.
امریکا د لبنان پر وړاندې د دوی د تېري او د هغه څه د اشغال په دوام کې، چې دوی یې «حایله یا بېلوونکې سیمه» بولي، ملاتړ کوي. ټرمپ د دوی د تېري او د دغه رژیم د بقا تر شا ولاړ دی؛ لکه څنګه چې مخکې یې څرګندونو دا حقیقت په ډاګه کړ. الله سبحانه وتعالی دې هغوی هلاک کړي! څومره په دروغو او فریب کې ډوب دي! دوی لا هم د لبنان ځینې برخې اشغال کړې دي او د امریکا په وسلو د لبنان سیمې بمباروي او دا هر څه د امریکا د هغه ادعا تر سیوري لاندې توجیه کوي چې ګواکې «له ځانه دفاع» کوي!
۸. دا په لنډ ډول د پېښو واقعیت دی. ټرمپ ته باید د مذاکراتو له لارې هغه څه نه وای ورکړل شوي چې د جګړې له لارې یې نه شوای اخیستی؛ په ځانګړي ډول دا چې ایران کوچنی او کمزوری هېواد نه دی. ایران د اوږدې جګړې د زغملو، امریکا ته د ماتې ورکولو او له سیمې څخه د هغې د ذلیلانه شړلو ځواک لري؛ لکه څنګه چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه وشړل شوه. بیا به ایران بالاخره په خپلو سیاستونو کې خپلواک شي؛ نه به د امریکا په مدار کې ګرځېدونکی دولت پاتې شي او نه به د لاسپوڅي او تابع دولت تر کچې راولوېږي. ایران ۱.۶ میلیونه کیلومتره مربع پراخه خاوره، متنوع طبیعي جوړښت ـ لکه غرونه، دښتې، درې او سمندري ساحلونه ـ شاوخوا ۹۰ میلیونه نفوس او ستراتیژیک اهمیت لري. له ګڼو هېوادونو سره پولې لري؛ داسې پولې چې د هرې احتمالي کلابندۍ پر وړاندې د تګ راتګ لارې برابروي.
ایران د نفتو او ګازو په څېر د انرژۍ سرچینې، نورې طبیعي زیرمې او د پراخو کرنیزو ځمکو له امله د خپلو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري. همدارنګه داسې نظامي صنایع لري چې د ځاندفاع لپاره د وسلو د تولید توان لري؛ لکه لیرې واټن ویشتونکي توغندي او بېپیلوټه الوتکې. دا ټول، د ملکي صنایعو تر څنګ، لا نوره پراختیا او پرمختګ موندلای شي. پر دې سربېره، ایران اټومي وړتیاوې هم لري. کله چې ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې د ۲۰۱۵م کال له اټومي هوکړې څخه ووت، ایران وتوانېد چې یورانیم تر شاوخوا ۶۰ سلنې پورې غني کړي او اندازه یې شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامو ته ورسېده؛ دا د هغې ۳.۶۷ سلنې کچې په پرتله ستر زیاتوالی و چې د ۲۰۱۵م کال په هوکړه کې ټاکل شوې وه.
نو، د هوکړهلیک لاسلیکول او بیا د هغه د مادو د نهايي کولو لپاره د مذاکراتو پیلول، ستر امتیاز ورکول دي! دا کار امریکا ژغوري؛ هغه امریکا چې جګړه یې بایللې وه او په داسې جګړه کې ښکېله شوې وه چې تر څلورو میاشتو زیاته وغځېده. خو د ایران سیاسي مشرتابه نه ریښتینې اراده لرله او نه اصولي عزم؛ بلکې ان په داسې وخت کې د سپاه پاسداران پر وړاندې ودرېد، چې دوی له امریکايي نفوذ څخه د خپلواکۍ په لټه کې وو او چمتو وو چې د امریکا او د هغې د مزدور یهودي رژیم د تېري د دفع کولو لپاره ځان قربان کړي. د دې پر ځای ولسمشر هوکړهلیک لاسلیک کړ او ټرمپ ته یې هغه څه ورکړل چې د جګړې له لارې یې نه شوای ترلاسه کولی!
دویم: دا چې اسلامي امت به څنګه له دغه ذلت وروسته، چې اوس پکې ژوند کوي، بېرته ژوندی او باعزته شي؛ دا پټه او ناپېژندل شوې مسله نه ده، بلکې د الله، القوي العزیز، په کتاب او د الله د صادق او امین رسول ﷺ په سنتو کې راغلې ده: د مسلمانانو لپاره خلافت؛ هغه خلافت چې د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوي حکم له مخې به پر مسلمانانو حکومت کوي.
﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيراً مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ﴾ [المائده: ۴۹]
ژباړه: او د هغوی ترمنځ د هغه څه له مخې حکم وکړه چې الله نازل کړي دي او د هغوی د (نفس د هوا او) خواهشاتو پیروي مه کوه. او پام کوه چې هغوی دې د هغه څه له ځینو برخو څخه وا نه ړوي چې الله درباندې نازل کړي دي. نو که هغوی مخ واړوي، پوه شه چې الله غواړي د هغوی د ځینو ګناهونو له امله عذاب ورکړي؛ او بېشکه ډېری خلک فاسقان دي.
او داسې خلیفه چې مسلمانان به د هغه تر شاه د الله په لار کې جګړه کوي؛ مسلم له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»
ژباړه: امام یوازې ډال دی؛ چې د هغه تر شا جګړه کېږي او په هغه سره ساتنه ترلاسه کېږي.
اوږدو پېړیو د اسلامي دولت، راشده خلافت، د عظمت او د مسلمانانو د عزت او عدالت ګواهي ورکړې ده. هغوی د الله سبحانه وتعالی د نازل کړي حکم په تطبیق سره د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړ؛ نو الله سبحانه وتعالی دوی ته خپل نصرت ورکړ.
خو کله چې د کافرو استعمارګرو او په اسلامي خاورو کې د هغوی د مزدورانو د دسیسو له لارې د مسلمانانو دولت ونړول شو، مسلمانان ذلیل او سپک شول او په تنګ او بدمرغه ژوند کې راګیر شول.
﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً﴾ [طه: ۱۲۴]
ژباړه: او هر څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، نو بېشکه د هغه لپاره تنګ ژوند دی.
خو دا حالت به که خدای کول، ډېر دوام ونه کړي؛ ځکه خلافت به د الله سبحانه وتعالی د حق وعدې له مخې بېرته راګرځي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [النور: ۵۵]
ژباړه: الله له تاسو څخه له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، وعده کړې چې هغوی به خامخا په ځمکه کې خلیفهګان ګرځوي؛ لکه څنګه چې یې تر هغوی مخکې کسان خلیفهګان ګرځولي وو؛ او هغه دین ته به خامخا تمکین ورکوي چې د هغوی لپاره یې غوره کړی دی؛ او د هغوی وېره به خامخا په امن بدله کړي؛ په دې شرط چې یوازې زما عبادت وکړي او هېڅ شی راسره شریک نه کړي. له دې وروسته چې څوک کفر وکړي، نو همدوی فاسقان دي.
او د هغه د رسول ﷺ زېری به له دې جبري واکمنۍ، چې موږ پکې ژوند کوو، وروسته تحقق ومومي. احمد روایت کړی ... له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: رسول الله ﷺ وفرمایل:
« ... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ»
ژباړه: ... بیا به جبري واکمني وي، تر هغه وخته چې الله وغواړي؛ بیا یې چې خوښه شي هغه به لرې کړي؛ ورپسې به د نبوت پر منهج خلافت وي. بیا (رسول الله ﷺ) چوپ شو.
خلافت به که د الله سبحانه وتعالی خوښه وه، بېرته راګرځي؛ او د الله سبحانه وتعالی نصرت د هغو کسانو لپاره دی چې د هغه سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکوي؛ دا د الله سبحانه وتعالی وعده ده:
﴿وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ [الحج: ۴۰]
ژباړه: او الله به خامخا هغه چا ته نصرت ورکوي، چې د ده دین ته یې نصرت ورکړی. بېشکه الله قوي او عزیز دی.
خو د الله سبحانه وتعالی سنت داسې نه دی چې نصرت به په داسې حال کې له اسمانه، د ملایکو په واسطه راکوزوي چې موږ لاس تر زنې لاندې ناست وو او خلافت راته تاسیس کړي. بلکې پر موږ لازمه ده چې کار وکړو، هڅه وکړو او خپل وس ولګوو؛ په خپلو عملونو کې صدق او اخلاص ولټوو، او د الله سبحانه وتعالی پر هغه وعده ډاډه وو چې د ایمان راوړونکو او صالحو عملونو کوونکو لپاره یې د خلافت او تمکین وعده کړې ده. نو د همدې دوو چارو؛ یعنې ایمان او صالح عمل په وسیله:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ ...﴾ [النور: ۵۵]
ژباړه: الله له تاسو څخه له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، وعده کړې چې هغوی به خامخا په ځمکه کې خلیفهګان ګرځوي...
دا ټول د رسول الله ﷺ په سیرت کې څرګند دي؛ چې هغه ﷺ څنګه عمل وکړ او څنګه یې اذیتونه وزغمل ... تر دې چې د الله سبحانه وتعالی نصرت ور ورسېد؛ الله سبحانه وتعالی هغه ته بری ورکړ او همدا د الله سبحانه وتعالی سنت دی:
﴿سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلاً﴾ [الفتح: ۲۳]
ژباړه: دا د الله هغه سنت دی چې له پخوا راهیسې روان دی؛ او د الله په سنت کې به هېڅ بدلون ونه مومې.
رسول الله ﷺ همداسې عمل وکړ او اصحابو رضی الله عنهم هم په همدې توګه د هغه ﷺ پیروي وکړه. نو موږ هم باید همداسې وو؛ او د الله سبحانه وتعالی نصرت به، د هغه سبحانه و تعالی په مرسته خامخا راځي او هیله ده چې ژر راشي.
دا هماغه څه دي چې امت ژغوري، عظمت یې بېرته راګرځوي، ځواک یې پیاوړی کوي او دښمنان یې اړ باسي چې تر برید وړاندې زر ځله فکر وکړي. دا کار یوازې د خلافت په بېرته راتګ سره شونی دی؛ چې ځمکه د هغه په خیر او عدالت روښانه شي. لکه څنګه چې خلافت د قیصرانو او کسراګانو غرور خاورې کړ، همداسې به د هغوی د پیروانو، لکه طاغوت ټرمپ او د هغه په څېر نورو کافرو استعمارګرو غرور هم ختم کړي.
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [الروم: ۴-۵]
ژباړه: او په هغه ورځ به مومنان د الله (سبحانه وتعالی) په نصرت خوشحاله شي. هغه هر چاته چې وغواړي نصرت ورکوي؛ او هماغه عزیز او رحیم ذات دی.
﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾ [ق: ۳۷]
ژباړه: بېشکه په دې کې د هغه چا لپاره پند دی چې زړه لري، یا په پوره حضور سره غوږ نیسي.
۱۴۴۸هـ.ق؛ د محرم الحرام ۱۳مه
۲۰۲۶م؛ د جون ۲۸مه




