جمعه, ۲۷ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د دې حديث مانا څه ده.  «لا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلا الدُّعَاءُ»  له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قضا) نشي بدلولی
بسم الله الرحمن الرحيم
د دې حديث مانا څه ده. «لا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلا الدُّعَاءُ» له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قضا) نشي بدلولی

(ژباړه)

پوښتنه:

التفکير الاسلامي يو له تبني شويو کتابونو څخه دی؛ په دغه کتاب کې راغلي، چې تقدير (قدر) او الهي برخليک (قضا) يا د الله سبحانه وتعالی علم د دعا پر مټ نه بدلېږي. که څه هم ځيني قراني او د نبوي سنتو نصوص شته، چې ما ته له دغه فهم سره په ټکر کې ښکاري. له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه روایت دی چې فرمايي:

«لا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قضا) نشي بدلولی.

يو شمېر نور حديثونه هم له دې مانا سره شته او دا په ثبوت رسوي چې دعا الهي برخلیک بدلوي. نو موږ څنګه په ياد کتاب کې لیکل شوي مسایل له هغو نصوصو سره ورته کولی شو، چې يادونه ترې وشوه؟ الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

زه فکر کوم چې تاسې د التفکير الاسلامي پرځای د الفکر الاسلامي (اسلامي افکار) کتاب حواله ورکوی، چې له همدې امله په پوښتنه کې غلطي رامنځته شوې. بله غلطي په پوښتنه کې ده، چې تاسې وایئ دا «يو له تبني شويو کتابونو» څخه دی، په داسې حال کې چې دا کتاب تبني شوی نه دی او په اداري فهرست کې یو له هغو کتابونو څخه دی چې یوازې د حزب التحرير له لوري خپور شوی دی. که څه هم پر دې کتاب د امير يا د حزب د بل غړي نوم د ځينو ملاحظانو په موخه ليکل شوی، خو په حلقو کې نه تدريسېږي، نو تاسې د الفکر الاسلامي (اسلامي افکار) کتاب خبره را اخیستې ده. په هر صورت لکه څرنګه چې ما مخکې يادونه وکړه تاسې د ياد کتاب حواله ورکوی او په کتاب کې راغلي مسایل وایی: «دا باید حتمي روښانه شي چې د دعا پر مټ د الله سبحانه وتعالی علم نه بدلېږي، نه هم د الهي برخليک مخه نيولی شي او نه هم الهی تقدير بدلولای شي. هېڅ شی له دليل پرته نشي پېښېدلی، ځکه د الله سبحانه وتعالی علم هرو مرو ثابت دی او د الله سبحانه وتعالی امر هرو مرو پرځای کېږي. که هغه په دعا بدلېدلی، نو دا به الهي برخليک (قضا) نه وی او الهی تقدیر د الله سبحانه وتعالی له لوري را منځته شوی دی، له همدې امله د دعا او ننواتو پر مټ نه بدلېږي. تاسو ويلي چې د لاندې حديث سره په ټکر کې دی:

«إِنَّ الدُّعَاءَ يَرُدُّ الْقَضَاءَ»

ژباړه: دعا ليکل شوی الهي برخليک (قضا) ستنوي.

په بل روايت کې راځي:

«لَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي تقدیر (قدر) نشي منعه کولی.

ستاسو پوښتنه دا ده چې څنګه باید دغه ته مطابقت وکړل شي؟

زه له ځواب څخه مخکې تاسو ته ځينې اړوند موضوعات د ځواب د سريزې په ډول بيانوم:

۱: په اسلام کې دعا او د الله سبحانه وتعالی په خوښه د هغې د ځواب په تړاو يو شمېر اياتونه او احاديث شته، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ﴾

 [غافر: ۶۰]

ژباړه: او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت څخه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي.

الحاکم په خپل مستدرك کې له ابوهريره «رض» څخه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللَّهِ مِنْ الدُّعَاءِ»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ته د دعا په پرتله بل هېڅ شی هم ارزښت نه لري.

امام احمد په خپل مسند کې له ابي سعيد څخه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ إِلَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثٍ إِمَّا أَنْ تُعَجَّل لَهُ دَعْوَتُهُ وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنْ السُّوءِ مِثْلَهَا قَالُوا إِذاً نُكْثِرُ قَالَ اللَّهُ أَكْثَرُ»

ژباړه: هېڅ مسلمان به نه وي چې له الله سبحانه وتعالی څخه په خوله غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې دی د ګناه مرتکب نه وي او له کورنۍ سره یې صله رحمي قطع کړې نه وي، خو الله سبحانه وتعالی به له دغو درو شيانو څخه يو ورکړي: یا به د ده دعا ژر قبوله شي، يا به هغه دعا د ده لپاره په اخرت کې وساتل شي او يا به الله سبحانه تعالی له ده څخه کومه راتلونکې بدمرغي یا شر لېري کړي، چې د ده له کړې دعا سره به ورته وي. دوی (اصحابو رضي الله عنهم) وويل: بیا نو موږ بايد ډېرې دعاګانې وکړو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله لوی دی. (دا حديث حاکم په خپل مستدرک کې له ابي سعيد رض څخه روايت شوی دی.)

دا دلیلونو ښیي چې الله سبحانه وتعالی له خپل مومن بنده څخه ده (سبحانه تعالی) ته په زياتو دعاګانو خوشاله کېږي او دا چې د مسند احمد په حواله دعا ته یو له دغو دریو ځوابونو څخه ورکول کېږي او دا ځواب په لوح محفوظ کې لیکل شوی دی. هر څه چې پېښېږي هغه له ازل څخه لیکل شوي دي، لکه څنګه چې لاندې په الهي تقدیر (قدر) کې ښودل کېږي.

۲: که چېري په يوه موضوع کې داسې قطعي دليل شتون ولري، چې پر بنسټ یې يو ځانګړی حکم څرګندېږي؛ خو په همغه موضوع کې ظني دليل له صحيح روايت (سند) سره هم وي، چې يو بل داسې حکم څرګندوي چې شک (شبهه) پکې وي، خو له قطعي دليل سره په ټکر کې وي؛ نو په داسې حال کې د یوه په پرتله د دواړو دلایلو شتون ډېر مهم دی. که چېرې د هغو دلایلو يوځای کول ناشوني وي، نو بيا هغه قطعي دليل یې په پام کې نيول کېږي او ظني دليل يې د مانا (درایه) له مخې ردېږي، که څه هم چې سند (روايت) يې صحيح دی؛ خو که سند یې کمزوری وي، نو بیا د سند د کمزورۍ له مخې ردېږي.

۳: د ليکل شوي الهي تقدير (قدر) له دلايلو څخه:

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَراً مَقْدُوراً﴾

[الأحزاب:۳۸]

ژباړه: او د الله سبحانه وتعالی امر یوه قطعي ټاكل شوې پرېکړه ده.

د [قَدَراً] (ليکل شوي الهي تقدير) مانا دلته دا ده؛ هغه موضوع چې الله سبحانه وتعالی له ازل څخه د هغې په اړه پرېکړه کړې وي. د [مَقْدُوراً] مانا بیا دا ده، چې حتمي به پېښېږي. له همدې امله دا مانا لري چې دا یو قطعي شوې پرېکړه ده، چې هرو مرو به پېښېږي.

یو بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿عَالِمِ الْغَيْبِ لا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلا فِي الأَرْضِ وَلا أَصْغَرُ مِنْ ذَلِكَ وَلا أَكْبَرُ إِلا فِي كِتَابٍ مُبِين﴾

[ سبإ: ۳]

ژباړه: هغه رب چې په غیبو خبر دى او حتا له یوې زرې څخه کوچنی او لوی څېز په اسمانونو او ځمکه کې له هغه څخه پټ نه دي او په ښکاره کتاب کې ثبت دي.

بل ځای فرمایي:

﴿مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الأَرْضِ وَلا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ﴾

 [الحديد: ۲۲]

ژباړه: په ځمکه او ستاسو ځانونو کې به تر هغه مهال څه مصیبت پېښ نه شي، تر دې چې د دغو (ځانونو) له پیدا کېدو وړاندې په کتاب کې نه وي لیکل شوي؛ له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی ته ډېر اسانه دي.

 

همدا راز د الهي تقدير (قدر) یا د لوح محفوظ د لیکنې په تړاو ځينې احاديث شته، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«جَفَّ الْقَلَمُ بِمَا أَنْتَ لاَقٍ»

(بخاري)

ژباړه: قلم د هغه څه تر لیکلو وروسته وچ شوی، چې ته ورسره مخ کېږې.

  يعني د هغه څه په اړه لا له وړاندې لیکل شوي دي، چې ته به په راتلونکي کې ورسره مخ شې.

له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه د جبرايل د راتګ په تړاو د حضرت عمر رضی الله عنه حديث دی؛ چې د اسلام او ايمان په اړه يې پوښتنه وکړه او په ياد حديث کې راغلي دي: «ما د ايمان (عقیدې) په اړه پوه کړه.» نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ:

«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»

(مسلم)

ژباړه: ایمان دا دی، چې ته پر الله سبحانه وتعالی، د هغه پر ملايکو، کتابونو، پيغمبرانو، د اخرت پر ورځ، قدر، خیر او شر باندې ایمان ولرې. يعنې پر دې ايمان لرل چې الله سبحانه وتعالی د مخلوقاتو تر پيدايښت مخکې خېر او شر ټاکلي وو.

له جابر رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لاَ يُؤْمِنُ عَبْدٌ حَتَّى يُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ حَتَّى يَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَهُ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَهُ وَأَنَّ مَا أَخْطَأَهُ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَهُ»

(ترمذي)

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی بندګان تر هغې مومن کېدلی نه شي، ترڅو چې پر قدر ايمان ونه لري، يعني خېر او شر باندې. داسې چې دی پوه شي، چې له هر پېښېدونکي شي څخه خلاصون نشته او څه شی چې د ده لپاره نه دي ټاکل شوي، هغه ورته نه پېښېږي.

 ابي العباس عبدالله ابن عباس رضی الله عنه روايتوي: یوه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر شا پر سورلۍ سپور وم، چې هغه مبارک صلی الله عليه وسلم وويل:

«يا غُلاَمُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظْ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظْ اللَّهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوْ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ، وَلَوْ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتْ الأَقْلامُ وَجَفَّتْ الصُّحُفُ»

(ترمذي)

ژباړه: ای هلکه! زه به دې په ځينو موضوعاتو پوه کړم. د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر وړاندې بيدار اوسه، نو هغه سبحانه وتعالی به ستا ساتنه وکړي. د الله سبحانه وتعالی د حقونو ساتونکی اوسه، دی به د تل لپاره ستا ملتيا وکړي. که غوښتنه کوې، یوازې له هغه سبحانه وتعالی څخه یې وکړه. که مرستې ته اړتيا لرې، نو يوازې له هغه سبحانه وتعالی څخه د مرستې لپاره دعا وکړه. په ياد ولره! که ټول خلک يوځای شي، ترڅو ګټه درته ورسوي، نو دوی به له هغه څه پرته چې الله سبحانه وتعالی درته ټاکلي وي، هېڅ ګټه ونه رسوي. که چېرې ټول سره يوځای شي چې زيان درته ورسوي، نو دوی به پرته له هغه هېڅ زیان درته ونه شي رسولی، چې الله سبحانه وتعالی درته ټاکلی وي. اوس قلمونه پورته شوي او رنګ یې وچ شوی دی.

۴: اوس پر هغو دوو حديثونو بحث کوو، چې وايې دعا الهي برخليک بدلوي يا په بله اصطلاح ټاکل شوی الهي تقدير بدلوي:

الحاکم له ابن عباس او ثوبان رضی الله عنهما څخه په خپل مستدرک کې دوه صحیح حديثونه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«إِنَّ الدُّعَاءَ يَرُدُّ الْقَضَاءَ»

ژباړه: دعا الهي برخليک (قضاء) بدلوي.

الحاکم له عبدالله ابن ابي الجعد هغه له ثوبان رضی الله عنه څخه یو بل ځای روایتوي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي تقدير (قدر) بدلولی نه شي.

الحاکم وایي: «د دغه حديث سند صحيح دی، خو دوی نه دی روايت کړی.»

۵: د الهي تقدير (قدر) په تړاو راغلو نصوصو په ځانګړي ډول د قطعي اياتونو له مطالعې او د دلایلو له ویلو وروسته دا جوتېږي، چې په ځمکه او جنت کې هېڅ داسې څه نشته، چې الله سبحانه وتعالی یې دې په اړه امر کړی وي، خو لیکلي یې دې نه وي. د الله سبحانه تعالی له امر او مخکینۍ لیکنې پرته هېڅ شی نه رامنځته کېږي. هغه څه چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه امر کړی وي، هرو مرو پېښېږي او حتمي کېدونکي دي؛ يعنې هغه څه چې ټاکل شوي (قدر) د هغو مخنيوی او بندول ناشوني دي.

له پورتنیو یادو شوو دوو حديثونو څخه جوتېږي، چې دعا د ليکل شوي الهي تقدير (قدر) يا قضا مخه نيسي. دلته يې مانا هم ورته ده، نو دلته شک (شبهه) شته، چې د قدر په تړاو له قطعي دليل سره په ټکر کې ده او لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه؛ که شونې وي، نو لومړی بايد هغه دوه حديثونه سره یو ځای شي، چې قطعي دليل لري او که نه، نو د حديث مفهوم ردېږي (درایه).

۶: ځکه خو د پورته مطلب تر څېړنې وروسته زه د الله سبحانه وتعالی په توفيق سره وايم:

الف - حديث شريف:

«لَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي تقدير (قدر) نشي بدلولی.

د دغو الفاظو سمه مانا (د قدر مخنيوی) دی، يعنې له لوح محفوظ څخه د هغه لېري کول دي. ياد حديث د پورته مانا په درلودلو سره د (درایه) له لوري ردېږي، ځکه چې ليکل شوي موضوعات يا الهي برخليک په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي او هغه بايد حتماً پېښ شي او هېڅ شی به د هغه مخه ونشي نيولی، يعنې له لوح محفوظ څخه به پاک نه شي. له همدې امله پورتنی حديث د مانا له مخې ردېږي او که له بل حديث سره يو ځای نه شي، نو دلته قطعي دلايل د قدر په تړاو په پام کې نيول کېږي، يعني قدر هرو مرو پېښېږي او مخه يې نه نيول کېږي. خو د مانا (درایه) تر ردولو وړاندې بايد هڅه وشي، چې قطعي او ظني دلايل سره يوځای شي، ځکه د یوه په پرتله د دواړو کارول ډېر لومړیتوب لري.

ب: په اصول فقه کې که د قرينې (نښې) لپاره حقيقت څرګند نه شي، د حقيقي مانا مخه نیسي. دلته د قدر په تړاو پورته قطعي دلايل بيان شوي دي او له همدې امله که د ژبې له اصولو سره سم شوني وي، له حديث څخه مجازي مفهوم اخيستل کېږي. خو دلته دا شونې ده او د قدر او قضا الفاظ په دغه حديث کې مجازي مانا ورکوي، چې له پايلې څخه یې يو کس پوهېږي؛ يا په بله مانا د هغه علت یې لامل شوی دی، نو علت يې بيانېږي او موخه یې په نيت پورې تړاو پيدا کوي، لکه چې ویل کېږي: «باران ځمکه زرغونوي» دلته سبب (باران) بيان شو او موخه یې پايله ده. ثمره (نبات) او دلته قدر هم بيان شوی دی، خو هدف يې مجازې مانا ده، يعني د هغه پايله، اغېز او موخه يې د قضا او قدر مخنيوی نه دی، خو د هغه د اغېز مخنيوی دی. د بېلګې په توګه: که قضا ياقدر يو مسلمان ته پېښ شي لکه ناروغي يا د ماشوم او پيسو له لاسه ورکول يا په سوداګرۍ کې زيان ليدل او داسې نور؛ نو دعا د هغه اغېز بدلولی شي لکه د الحسن بن علي رضی الله عنه په حديث کې چې وايي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته لارښوونه وکړه، چې د وترو په قنوت کې دغه دعا وايه:

«اللَّهُمَّ اهْدِنِي فِيمَنْ هَدَيْتَ... وَقِنِي شَرَّ مَا قَضَيْتَ... »

ژباړه: الهي ما د هغو کسانو له ډلې څخه وګرځوه، چې تا هدايت ورته کړی دی... او له هغه شر څخه مې وژغوره چې تا ټاکلی دی.

مومن چې کله په دعا کې له الله څخه غوښتنه کوي، چې الله سبحانه وتعالی يې د قضا له شر څخه وژغوري، نو الله سبحانه وتعالی به د هغې پېښې اغېز ورته اسانه کړي او له ده سره به د هغې په زغملو کې مرسته وکړي او دی به پر هغه پېښه زغموونکی واوسي. نو الله سبحانه وتعالی به د ده ژوند تر هغې قضا وروسته چې ده ته پېښه هم شي، ورته اسانه کړي. يعني الله سبحانه وتعالی به ده ته قضا اسانه او اغېز به یې پر ده کم کړي. دا همداسې ده لکه د ده دعا چې په مجازي ډول قضا بدله کړې وي. یعنې الله سبحانه تعالی له ده سره مرسته وکړه، ترڅو د قضا تاب راوړي او ده ته یې صبر ور په نصیب کړ. تاسې فکر وکړئ، څومره ډېر خلک د تېغونو په مټ ټپي شوي، بې سکه او لړزېدلي دي؟ څومره ډېر خلک له کړاوونو تېر شوي، خو د دوی ژبه لا تراوسه د الله سبحانه وتعالی په ذکر لنده ده. يو څوک الله سبحانه وتعالی ته ځکه دعا کوي چې له بدمرغۍ یا شر او د هغې له اغېز څخه يې وساتي او نوموړی زغم لرونکی او ثابت قدمه وګرځوي، داسې چې ګواکي دعا په مجازي ډول د شر مخه نيولې ده.

له همدې امله قدر حتماً راتلونکی دی او بايد هرو مرو پېښ شي، خو په اخلاص او باور سره د مومن دعا پر ده باندې د هغه د اغېز مخه نيسي، يعنې اغېز به يې اسانه او کم وي او دی به يې د زغمولو وس ولري، د ياد شر بار به پرې کم شي او دی به داسې ژوند ولري چې ګواکي هېڅ کړاو یې نه دی لیدلی. ټول پېښېدونکي شيان په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي، الله سبحانه وتعالی هغه بيان کړي او له ازله څخه علم پرې لري. يعنې هغه په لوح محفوظ کې ثبت دي، چې پر نوموړي بنده به يو کړاو راځي او هغه به ورته پېښېږي او دی به له الله سبحانه وتعالی څخه د دعا په مټ د هغه له شر څخه د ساتنې غوښتنه کوي. الله سبحانه وتعالی به نوموړي ته ځواب ورکوي او له ده سره به مرسته کوي، چې د هغه کړاو په اړه به داسې زغم ولري، چې ګواکي دی په مجازي ډول له هغه کړاو سره مخ شوی نه دی.

دا هغه څه دي چې له حدیث څخه مفهوم شوي دي. زما په اند دا  قوي (نظر) دی؛ الله سبحانه وتعالی تر ټولو پوه او د حکمت څښتن دی.

۷: د نورو مالوماتو لپاره، زه لاندې ټکو ته اشاره کوم:

الف: زما کتاب (التیسير في اصول التفسير) کې راغلي دي:

 «د دعا ځواب دا مانا نه لري چې برخليک ته دې بدلون ورکړي يا هغه څه چې په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي يا دې د الله سبحانه وتعالی په علم کې بدلون راولي. يعنې د الله سبحانه وتعالی ځواب دا مانا نه ورکوي چې هغه سبحانه وتعالی د خپل بنده د دعا په اړه علم نه لري او دا معنی هم نه ورکوی چې په لوح محفوظ کې په دې اړه نه دي لیکل شوي، بلکې الله سبحانه وتعالی په هغه علم لري او هغه له ازل څخه په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي. قدر د الله سبحانه وتعالی علم دی، يعني هغه څه چې په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي او هر هغه څه چې وروسته به پېښ شي، هغه له ازل څخه ليکل شوي دي. الله سبحانه وتعالی پوهېږي چې پلانی به دعا او ننواتې وکړي. که الله سبحانه وتعالی د هغه ځواب ورکوي، دا له وړاندې ليکل شوي دي چې هغه کس د دغه شي غوښتنه کوي او دی به دغه شی ترلاسه کوي. دعا يوه نوې چاره نه ده چې د الله سبحانه وتعالی په علم کې دې نه وي يا دې په لوح محفوظ کې ليکل شوې نه وي، یا دې غبرګون نه وي ورته څرګند. ټول هغه څه چې پېښېدونکي دي په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي. الله سبحانه وتعالی په ناليدونکو شيانو علم لري او پوهېږي چې هغه بنده په الفاظو او عمل کې څه کوي او هر څه له ازل څخه مخکې ليکل  لیکل شوي دي. دعا او دعا ته ځواب د الله سبحانه تعالی له علم څخه لوړ نه دي، بلکې په لوح محفوظ کې هغسي لیکل شوي دي لکه څنګه چې پېښېږي. الله سبحانه وتعالی له ليدونکو او ناليدونکو شيانو خبر دی.

﴿لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ﴾

[سبا:۳]

ژباړه: حتا د یوې زرې په اندازه هم یو څېز په اسمانونو او ځمکه کې له هغه سبحانه وتعالی څخه نه پټېږي.

ب: امام ابو محمد حسين بغوي «رح» چې په ۵۱۶هـ.ق کال وفات شو، په خپل "شرح السنة" کتاب کې وايې: [عبدالواحد ابن احمد المليحي له عبدالله ابن ابي الجعد هغه له ثوبان څخه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«لا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قدر) بدلولی نه شي...

ابو حاتم السجستاني وويل: هغه څوک چې دوامداره دعا کوي، له قضا سره سم به داسې ځواب ترلاسه کړي، چې ګواکي بدل شوی دی.]

ج- نور الدين أبو الحسن علي بن سلطان محمد الهروي القاري چې په ۱۰۱۴هـ.ق کال وفات شوی په خپل "مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح" کتاب کې وايې:

[«لا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قدر) بدلولی نه شي.

 قضا يوه ټاکل شوې موضوع ده... يا هم د ده موخه د قضا له بدلون څخه ده. که د ده موخه د قضا اسانه کول او د پېښېدونکي موضوع سپکول دي، داسې چې ګواکي هغه موضوع له سره هېڅ پېښه شوې نه وي...]

زه هيله لرم چې همدومره به بسنه وکړي او حمد او ستاینه دې وي د جهانونو څښتن لره. 

ژباړن: صديق احمدزی

Last modified onسه شنبه, 18 فبروری 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې