جمعه, ۲۷ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خراجي ځمکې وقف
بسم الله الرحمن الرحيم
د خراجي ځمکې وقف

(ژباړه)

يوسف ابو اسلام ته

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي او ستاسو له علم څخه دې موږ تل ګټمن لري. ښاغلی شېخ صاحب زه دوې پوښتنې لرم: لومړی، د (وقف) لپاره اړینه ده چې يو تن دې د وقف شوي څېز (عین) څښتن وي، دلیل یې څه دی؟ دویم، ایا په دې اړه شرعي احکام شته چې له وقف پرته کوم بل څه د عشريه او خراجي ځمکو حالت سره بېلوي؟ الله سبحانه وتعالی دې موږ او زموږ ګوند ستاسو په ژوند او روغتیا سره له برکت څخه ډک لري او ستاسو په لاسونو دې الله سبحانه تعالی امت له دې کړغېړن حالت څخه وباسي.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته.

لومړی: په خراجي ځمکه کې د وقف په تړاو د علماوو تر منځ بېلابېل نظرونه شته دي:

۱- له دوی څخه یې ځينې په هغو خراجي ځمکو کې چې هلته ودانۍ جوړي شوي وي يا کروندې شوې وي وقف روا ګڼي. که يو څوک په خراجي ځمکه کې ښوونځی جوړوي، دی یې ښایي زده کوونکو ته وقفوي، يا که يو څوک د بېلګې په ډول د زيتون ونې اېږدي، دی یې ښایي مېوه د بېوزلو او اړو خلکو لپاره وقفوي، په دې شرط چې ياد وقف دايمي وي:

کويټي فقه انسايکلوپيډيا په دې تړاو لیکي:

[ابن عابدين له الخصاف څخه روايت کوي، چې نوموړی وايي: «په بازارونو کې د دوکانونو وقفول روا دي، البته که ځمکه د هغو کسانو په لاس کې وه چې ياد دوکانونه یې د اجرې په بدل کې جوړ کړي وي. دا چې د سيمې حاکم دوی له هغه ځايه څخه نه وي شړلي او موږ یاده ځکمه د ودانۍ د څښتنانو په لاس کې لیدلې وي، بیا دوی په ميراث اخيستې وي او په خپلو منځونو کې یې وېشلې وي. د سيمي حاکم د دوی د ملکيت په چارو کې لاسوهنه نه کوي او دوی نه ځوروي، خو دوی هلته کروندې لري چې حاکم یې له دوی څخه اخلي او دوی ته له پلار او نيکه څخه يادې ځمکې پاتې شوې دي. وختونه تېر شوي دي او د وخت په تېرېدو سره دوی يو پر بل پلورلې دي، يو او بل ته يې په کرايه ورکړي دي او دوی دغه کار په خپله خوښه ترسره کړی دی. دوی ودانۍ جوړې کړې، بيا يې رغولې دي او نورې ودانۍ یې جوړې کړې او په دغو ټولو کې وقف روا دی.» ابن عابدين وايي: «ده په الفتح کتاب کې وقف تاييد کړی دی او دليل يې د دغې کړنې دوامداره ترسره کېدل په ګوته کړي دي.» که ده په هغه ځمکه کې بڼ (باغ) ایښی و، نو د وقف حکم يې د ودانۍ حکم ته ورته دی. خو که يو چا خاوره يوازې د بېل په مټ اړولې او یا شنلې وي نو بيا د هغه وقف روا نه دی.]

۲- يو شمېر نورو بيا د ګټې (منفعت) پر بنسټ وقف ته اجازه ورکړې ده، ان که هغه ګټه لنډمهاله هم وي. که يو چا کوم کور د يوه کال لپاره په کرايه نيولی وي، دی هغه کور د کرايه خط له قرارداد سره سم هغه چا ته د يو کال لپاره وقفولی شي چې اړتیا ورته لري يا دی ښايي بڼ د حاصلاتو په موده کې اجاره کړي او اړمنو کسانو ته د دغه بڼ د حاصل په موده کې د کرایې د قرارداد پر بنسټ وقف کړي. په دې مانا چې دوی د ګټې پر بنسټ د وقف اجازه ورکړې ده، پرته له دې چې د دایمي ملکیت شرط پکې وي، خو کېدای شي ګټه يې لنډمهاله وي.

دکويټي فقهې انسيکلوپيډيا له مخې: اکثریت (جمهور) حنيفي، شافعي او حنبلي علما د ګټې (منفعت) پر بنسټ وقف ناروا ګڼي، ځکه دوی يو شرط ایښی چې وقف شوی ملکیت باید داسې څه وي چې ګټه يې هم له هغه څخه اخيستل شوې وي او اصلي تومنه يې پاته وي او بل شرط یې دا ايښی دی چې وقف بايد دايمي وي. (۱) مالکي فقها د ګټې پر بنسټ وقف روا ګڼي. که يو چا يو کور د يو ټاکلي وخت لپاره په کرايه نيولی وي، نو د ده لپاره روا ده چې په ياده موده کې د هغه ګټه وقف کړي او د کرايه خط د مودې په پای ته رسېدلو سره وقف هم پای ته رسېږي، ځکه د دوی له نظره د وقف دایميتوب د وقف لپاره شرط نه دی. (۲)

 (۱) مغني المحتاج ۲/۳۷۷، شرح منتهى الإرادات ۲/۴۹۲، البدايع ۶/۲۲۰، حاشيه ابن عابدين ۳/۳۵۹... (۲) ﺣﺎﺷﯿﺔ اﻟﺪﺳﻮﻗﻲ ﻋﻠﯽ اﻟﺸﺮح اﻟﮑﺒﯿﺮ ۴/۷۶ او الشرح الصغير ۲/۲۹۸ ت: الحلبي.] پای

دویم: يو راجح قول دا دی چې وقف په هغه صورت کې ناروا دی، چې د ځمکې ملکیت (رقبه) په دایمي ډول د هغه چا په نامه نه وي، چې وقف کوي (واقف). دا هغه څه دي چې موږ په دې موضوع کې ورته د صحيح سند له مخې ترجح ورکوو او وضاحت یې په دې ډول دی:

۱-  د اساسي قانون د مسودې د ۱۳۳ مې مادې دويمه برخه په لاندې ډول صراحت لري:

«د دې شونتیا شته چې عشريه او خراجيه ځمکې دې د څښتنانو له لوري معامله او په ميراث يووړل شي، ځکه دا اصلي ملکيت دی چې په خپل څښتن پورې اړه لري او د ملکيت اړوند ټول حکمونه پرې پلي کېدای شي. د عشريه ځمکې په تړاو بايد ووايو، چې د عشريه ځمکې ملکیت هم د خراجيه ځمکې په څېر دی، خو په دوو برخو کې توپېر لري: لومړی، د شي د نسبت د لرلو له اړخه او دویم د هغه نسبت له اړخه، چې پر ياده ځمکه جبري شوي دي.

د شي د نسبت لرلو له اړخه، ځمکه او کښت دواړه د عشريه ځمکې د څښتن په ملکيت کې راځي؛ په داسې حال کې چې د خراجيه ځمکې د څښتن ملکيت یوازې د همدې ځمکې حاصل دی. په پايله کې ويلی شو، که د عشريه ځمکې څښتن وغواړي چې ځمکه وقف کړي، دی هر وخت له خپلې غوښتنې سره سم د دغه کار اجازه لري. خو د خراجيه ځمکې څښتن دا کار نشي کولی، ځکه که يو څوک یو شی وقف کوي، دا يو شرط دی چې نوموړی بايد د ياد شي څښتن وي او د خراجيه ځمکې څښتن د يادې ځمکې ملکیت نه لري، خو دی يوازې د کښت (حاصلاتو) څښتن دی، ځکه د يادې ځمکې ملکیت په بيت المال پورې اړه لري.

د هغه نسبت له اړخه چې پر ياده ځمکه واجب شوی دی، ۱۰ يا ۵ سلنه پر عشريه ځمکې د پلي کېدو وړ دي. يا په بله اصطلاح زکات پر هغو حاصلاتو راځي چې ځمکه يې ورکوي، په دې شرط چې نصاب ته ورسېږي. پر خراجيه ځمکې د ځمکې ماليه (خراج) هرو مرو پلی کېږي یا بله وینا هغه اندازه چې د دولت له لوري ټاکل شوې ده...» پای. لکه څنګه چې تاسو وینئ، د خراجيه ځمکو وقف جواز نه لري، ځکه وقف د ځمکې د ملکیت شرط ته اړتيا لري او د خراجيه ځمکې ملکیت (رقبه) په بيت المال پورې اړه لري. له همدې امله د يادې ځمکې درلودونکی د همدغه جايداد اصلي څښتن نه دی، بلکې يوازې د کښت (حاصلاتو) څښتن دی.

۲- موږ مخکې د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ په ۱۳مه پر یو موضوع د يوې پوښتنې ځواب خپور کړی و، ښایي ته یې په خپله پوښتنه کې حواله ورکړې چې وایي: «... د بېلګې په توګه، د دې لپاره چې يو شی وقف شي د هغه شتمنۍ ملکيت لازمي او ضروري دی. په پايله کې ويلی شو، که د عشريه ځمکې څښتن وغواړي چې ځمکه وقف کړي، دی هر وخت له خپلې غوښتنې سره سم د دغه کار اجازه لري. خو د خراجيه ځمکې څښتن دا کار نشي کولای، ځکه که يو څوک وقف کوي يو شرط يې دا دی چې نوموړی خپله بايد د ياد شي څښتن وي او د خراجيه ځمکو درلودونکی خپله د يادې ځمکې څښتن نه دی، خو دی يوازې د کښت (حاصلاتو) څښتن دی، ځکه د يادې ځمکې ملکیت په بيت المال پورې اړه لري.»  پای

۳- د ځمکې د ملکیت حق (رقبه) د دلیل په اړه (هغه اصلي جایداد له کوم څخه چې ګټه په لاس راځي) چې د شرط په توګه وقف ته اعتبار ورکوي او هغه د لاندې ټکو لرونکی دی:

ـ البخاري په خپل صحیح کې له ابن عمر څخه روایت کوي، عمر ته په خیبر کې يوه ټوټه ځمکه ورسېده. دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دغې ځمکې په اړه يې مشوره ترې وغوښته. عمر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: «اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ما په خیبر کې يوه ټوټه ځمکه ترلاسه کړې او زه تر دې ځمکې بل قیمتي شی نه لرم. ته ما ته څه حکم کوې چې د دې ځمکې سره څه وکړم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنْ شِئْتَ حَبَسْتَ أَصْلَهَا وَتَصَدَّقْتَ بِهَا»

ژباړه: که چېرې ته وغواړې اصلي ځمکه له ځان سره ساتلی شې او له دې ځمکې څخه صدقه ورکوه.

 نو عمر دا ځمکه صدقه کړه.» دا په دې شرط چې اصل ځمکه به نه پلورل کیږي، نه به چا ته د ډالۍ په توګه ورکول کېږي او نه يې څوک په میراث کې وړلی شي. د دغې ځمکې حاصل به بېوزلو، خپلوانو، د غلامانو په ازادولو، جهاد، میلمنو او مسافرو لپاره کارېږي، البته د دې ځمکې ناظم هم په مناسبه اندازه استفاده ترې کولی شي. همدا ډول خپل ملګري هم ترې مړولی شي، په دې شرط چې نیت به يې د ځان شتمن کول نه وي. ما دا روایت ابن سیرین ته نقل کړ او هغه وویل: «د جایداد حفاظت کول له دې نیت پرته چې ځان پرې شتمن کړي».

ـ  البخاري په خپل صحیح کې له ابن عمر څخه روایت کويو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې عمر رضی الله عنه د خپل جایداد یوه برخه صدقه کړه. د خرما یو بڼ و، چې ثمغ نومېده؛ عمر وویل: «اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! زه یوه ټوټه ځمکه لرم چې زما ډېره خوښه ده او زه غواړم په صدقه کې يې ورکړم. نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تَصَدَّقْ بِأَصْلِهِ لَا يُبَاعُ وَلَا يُوهَبُ وَلَا يُورَثُ وَلَكِنْ يُنْفَقُ ثَمَرُهُ»

ژباړه: اصل ځمکه په صدقه کې ورکړه، (لکه وقف کول) په دې شرط چې اصلي ځمکه به نه پلورل کېږي، نه به په تحفه کې ورکول کېږي، نه به په میراث وړل کېږي، بلکې مېوه به يې يوازې صدقه کېږي.

 نو عمر دا ځمکه صدقه کړه.» خاص د الله سبحانه وتعالی د رضا په خاطر د مرېیانو ازادولو لپاره، د بې وزلو لپاره، د مېلمنو لپاره، د مسافرو او خپلوانو لپاره. د دې ځمکې ناظم هم په مناسبه اندازه استفاده ترې کولی شي او همدا ډول خپل ملګري هم ترې مړولی شي، په دې شرط چې نیت به يې د ځان شتمن کول نه وي.

ـ همدا راز مسلم په خپل صحیح کې له ابن عمر څخه روایت کوي، چې عمر ته په خیبر کې يوه ټوټه ځمکه ورسېده، دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دغې ځمکې په اړه يې مشوره ترې وغوښته. عمر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: «اې د رالله رسوله صلی الله علیه وسلم! ما په خیبر کې يوه ټوټه ځمکه ترلاسه کړې او ما ته له دې ځمکې پرته بل ارزښتمن شی نشته، ته یې په اړه ما ته څه حکم کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنْ شِئْتَ حَبَسْتَ أَصْلَهَا وَتَصَدَّقْتَ بِهَا»

ژباړه: که چېرې ستا خوښه وي اصلي ځمکه له ځان سره ساتلی شې او صدقه ترې ورکوه.

 عمر دا ځمکه صدقه کړه.» دا په دې شرط چې اصل ځمکه به نه پلورل کیږي، نه به چا ته په ډالۍ کې ورکول کېږي او نه يې څوک په میراث وړلی شي. ده زیاته کړه: «عمر د دغې ځمکې حاصل د صدقې په ډول فقیرانو، خپلوانو، د غلامانو د ازادولو او مېلمنو ته ورکړ. د دې ځمکې د ناظم لپاره کومه ګناه نشته چې په مناسبه اندازه خوراک ترې وکړي او یا خپل ملګري پرې ماړه کړي البته د ځان لپاره به يې نه ذخیره کوي.» راوي وايي، کله چې ما دا حدیث محمد ته ووایه او د (البته د ځان لپاره به مال نه ترې ذخیره کوي) کلمو ته ورسېدم، نو محمد وویل: «د جایداد حفاظت کول، له دې نیت پرته چې ځان پرې شتمن کړي.» ابن عون وايي چې ده، یعنې څوک چې دا کتاب د وقف په اړه لولي، ما ته خبر راکړ چې دغه الفاظ پکې وو: «د جایداد حفاظت کول له دې نیت پرته چې ځان پرې شتمن کړي».

البته د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث د وقف د وضاحت په اړه څرګند دي، چې وقف هغه څه دی چې د ملکیت اصل (یو لورې ته ایښودل شوی) په داسې بڼه چې د ملکیت ګټې ته لاسرسی شونی وي او د شي وقفول دې ته اړتیا لري چې د ځمکې ملکیت (رقبه) باید د وقف پر مهال د هغه چا ملکیت وي، چې وقفوي یې. د بېلګې په ډول وقفوونکی (واقف) مخکې تر دې چې دا شی وقف کړي باید څښتن یې وي، ځکه یو شخص داسې یو شی چې د ده ملکیت  نه وي نه شي وقفولی. ځکه دا صلاحیت یوازې د ځمکې خاوند لري چې ځمکه وقف کړي، ځکه دی د ملکیت په صورت کې د شي پوره اختیار لري. نو که چېرې د ځمکې ملکلیت (رقبه) په یو شخص پورې اړه ونه لري، نو دی يې څه ډول د وقفولو اختیار لري؟ عمر بن الخطاب رضي الله عنه د هغه ملکیت څښتن و، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم په پورته حدیث کې امر ورته وکړ چې یوه لوري ته یې کښېږدي، ځکه ده رضي الله عنه په خیبر کې یوه ځمکه ترلاسه کړې وه. دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او په اړه يې د هغه مشوره وغوښته. عمر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: «اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، ما ته په خیبر کې یوه ټوټه ځمکه رسېدلې ده، او ما ته تر دې ځمکي بل قیمتي شی نشته. ته د دې په اړه ما ته د څه کولو حکم کوې؟ یعني، ده رضي الله عنه د دغې ځمکې ملکیت درلود او دا د ده ځمکه وه، یعني دی خپله د دې ځمکې څښتن و. بیا دی راغی او په دې اړه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نظر وغوښت چې څه پرې وکړي.

پر همدې بنسټ له حدیث شریف څخه څرګندېږي چې د وقف د جواز لپاره لازمه ده وقف کوونکي شخص به پخپله د شي څښتن وي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پورتنیو حدیثونو کې فرمایلي وو:

«...إِنْ شِئْتَ حَبَسْتَ أَصْلَهَا»، «...تَصَدَّقْ بِأَصْلِهِ»، «...إِنْ شِئْتَ حَبَسْتَ أَصْلَهَا»

ژباړه: ... که چېرې ستا خوښه وي اصلي ځمکه ته له ځان سره ساتلی شې، ... اصل ځمکه په صدقه کې ورکړه، ... که چېرې ستا خوښه وي اصلي ځمکه ته له ځان سره ساتلی شې.

 د خراجي ځمکې ملکیت د مسلمانانو په بیت المال پورې اړه لري، نو د دې ځمکې ملکیت په يوه شخص پورې اړه نه لري. دی یې یوازې د ګټې ملکیت لري، نو دا چې د دې ځمکې خاوند د ملکیت څښتن نه دی، ځکه دا په بیت المال پورې اړه لري، نو  دی به یې څنګه ملکیت ځان ته محدوده کړي؟

۴ـ دا هغه څه دي چې زموږ له نظره صحیح رایه ده او موږ يې د شرعي دلایلو پر بنسټ تبني کوو. یعني دا جایز نه ده چې خراجي ځمکه دې وقف شي، خو دا جایز ده چې وپلورل شي، یو چا ته په تحفه کې ورکړل شي، په صدقه کې ورکړل شي او یا یې بیه صدقه شي او ټول هغه کارونه چې د شریعت له نظره روا دي پر وشي، پرته له «وقف» څخه، چې پخپله د ځمکې د ملکیت (رقبه) شرط غواړي او د خراجي ځمکې ملکیت په بیت المال پورې اړه لري.

درېیم: ستا د پوښتنې په اړه: «ایا په دې اړه شرعي احکام شته چې له وقف پرته کوم بل څه د عشريه او خراجي ځمکو حالت سره بېلوي؟» دې ته ځواب دا دی، چې موږ د خراجي او عشریه ځمکو د حالت تر منځ له دغو دوو شیانو پرته چې پورته یاد شول، بل توپیر ونه موند؛ یعنې هغه څه چې پر عشریه ځمکه واجب ګرځېدلي، هغه زکات دی او پر خراجي ځمکې خراج دی او دویمه موضوع په عشریه ځمکه کې د وقف جواز دی او په خراجي ځمکه کې د وقف عدم جواز.

دا زموږ لپاره تر ټولو راجح نظر او هغه څه دی چې موږ تبني کړي، الله سبحانه تعالی تر ټولو غوره عالم او حکیم ذات دی.

ستاسو ورور،

عطا بن خلیل ابو الرشته

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې