- مطابق
سږ کال د روژې مبارکه میاشت نسبت له نورو کلونو څخه په توپیر کې را ورسېدله. دغه توپیر د اسلامي امت د ژوند له ځورېدونو لکه ظلم، وژل، لوږه، د هغو د پانګو لوټل، نورې غمیزې او د پانګوالۍ په اور کې د ټول بشریت د سوځېدو له زاویې نه دی، بلکې د کورونا مصیبت راغی، څو د امت پر ژوند سختۍ او بدبختۍ نورې هم ور ډېرې شي. په ورته وخت کې دې ناوړه پدیدې د پانګوالۍ ایډیولوژۍ له فساد، انحطاط او له هغو فاحشو زیانونو پرده پورته کړه چې بشریت ته یې په عام ډول او مسلمانانو ته یې په خاص ډول رسولي دي.
بیاهم وایو چې په پانګوالۍ ایډیولوژۍ کې هېڅ فکري، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزه، صحي، ښوونیزه او نظامي مثبته روحیه نشته او د دې تر څنګ ټینګار کوو چې تولید شوي صفتونه باید د بېوسۍ، زیان او لارورکۍ له دیده تولیدوونکی واقعیت منعکس کړي.
له دغې مبارکې مياشتې څخه هر کلی کوو او ټول هیلهمند او خوښ یو؛ ځکه موږ هغه امت یو چې نا هيلي نه پېژنو. کېدایشي د الله سبحانه وتعالی غوښتنه دا وي چې د کورونا ویروس په رامنځته کېدو سره نړیوال خپل ژوند ته په دقیقه، لویه او تر ټولو ښکاره هنداره کې وګوري.
په اوسني واقعیت او د پانګوالۍ د چټل نظام په پای ته رسېدو، همدارنګه د جدول په سر کې د اسلامي نظام په بیا راتګ سره یو ځل بیا زیر ورکوو او د دې لپاره چې بیا هغه ژوند ته وګرځو، باید له خپل ځان او مال تېر شو؛ هغه نظام چې مسلمانانو د څو پېړیو په ترڅ کې د هغه تر چتر لاندې ژوند کاوه او تر سیوري لاندې یې د اسلام له عزت او پت څخه برخمن وو. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾
[توبه: ١١١]
ژباړه: له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو ځان او مال د جنت په بیه پېري. هغوی باید د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جګړه وکړي، هڅه وکړي او ووژل شي. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې هغه یې په اسماني کتابونو، تورات، انجیل او قران کې په یو معتبر سرلیک ثبت کړې ده. همدارنګه له هغوی سره یې رښتینې ژمنه کړې ده. څوک تر الله سبحانه وتعالی ښه خپل عهد ته ښه ژمن دي؟ اوس دې د هغې معاملې له کبله پر تاسو زیر وی چې تاسو له الله سبحانه وتعالی سره کړې ده او دا لویه بریا ده.
د مسلمانانو له ننني واقعيت څخه له بده مرغه ښکاري چې مفاهېم او ارزښتونه يې د هغه څه خلاف دي چې اسلام يې غواړي؛ ځکه دنيوي کارونو ته په سرعت منډې وهي، خو د اخرت لپاره سستي او ټنبلي کوي. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی موږ ته د اخرت کارونو سپارښتنه کړې او داسې وايي: ﴿فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ﴾ ژباړه: د نيکۍ پر لور حرکت وکړئ. همدارنګه فرمايي: ﴿وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ﴾ ژباړه: د خپل رب مغفرت او بښنې ته مخه کړئ. د دنيوي کړنو لپاره يې هم لار ښوونې را ته کړې او داسې يې فرمايلي دي: ﴿فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا﴾ ژباړه: د هغې لارې په شاوخوا کې وګرځئ. یعنې ورو ورو ځئ، بیړه مه کوئ.
دلته دوه پیغامونه لرم: لومړی پیغام مسلمانانو ته دی، هغوی چې تر اوسه د دعوت له کاروان سره نه دي يو ځای شوي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾
[توبه: ٣٨]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، ولې هغه وخت چې تاسو ته وویل شي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد ته ولاړ شئ، پر ځمکه کېنئ او سستي کوئ؟ ایا د اخرت پر ځای د دنیا ژوند ته خوښ یاست؟ په داسې حال کې چې د اخرت په پرتله د ژوند متاع له یو واړه څیز پرته بل څه نه دي.
فرضونه یوازې هغه نه دي چې تاسو يې په درسونو او جماعتونو کې زده کوئ، چې هغه یوازې په عباداتو راټول دي؛ بلکې په فرضونو کې داسې تاج شته چې ټول فرضونه د هغه په تاسیس سره ترسره کېږي او ټول فرضونه یوازې د همغه فرض یا تاج په تاسیس کېدو سره شوني دي.
له شک پرته هغه فرض د الله سبحانه وتعالی د حکم نافذول (د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت راتګ) دی. دغه فرض په کورونو او جماعتونو کې په کېناستلو او دعا کړلو نه راځي؛ باید قرباني ورکړو. د هغه لپاره قرباني لازمه ده. شرعي قاعده ده «ما لا یتم الواجب إلا به فهو واجب» (هغه څه چې له هغه پرته واجب نه بشپړېږي، هغه هم واجب دي.) یعنې قرباني ورکول فرض ده.
نو اې مسلمانانو! اصحاب کرام ـرضی الله عنهم اجمعین چې د اسلام لپاره يې سختۍ ګاللې او په دغه لار کې يې کلک عزم او کوښښ کړی، د خپل ځان لپاره يې غوره نمونه او لارښوود وګڼئ، څو خپل ځان د حساب په ورځ له عذابه خلاص کړئ. ابو درداء رضی الله عنه فرمايلي: د هغه څه نه چې ډېره وېره لرم، دا دي چې د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالی په حضور کې و درېږم او راته وویل شي چې علم دې زده کړ، نو په هغه دې څه عمل کړی دی؟
دویم پیغام: دویم پیغام خپلو دعوت ګرو وړنو او خویندو ته لرم او وایم: څراغ لمبې ته ضرورت لري چې رڼا شي. موږ د امت د رهبرۍ مسوولیت پر غاړه اخيستی او د امت د بچیانو لاس مو نيولی؛ چې د پانګوالۍ د نظام له چټلیو څخه وژغورل شي او په دغه لاره کې د څراغ بېلګه لرو. موږ ته غوره دا ده چې د څراغ رڼا ډېره او لوړه وي او داسې رڼا خوره کړي چې ټول ځایونه پرې روښانه شي. د دغه کار ترسره کولو لپاره بیا ټنبلي او سستي ونه شي.
هغه ستر مسوولیت چې زموږ پر غاړه دی، پېټی مو يې دروند کړی او حرص مو هم ډېر شوی دی. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ د هغو عالمانو په ډله کې شامل کړي چې عمل او اخلاص لري، څو د دوزخ له اور څخه په امن کې پاتې شو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«العالِمُونَ في النارِ إِلّا العَامِلينَ، والعَامِلونَ في النارِ إِلّا المُخْلصينَ، والمُخْلصونَ في بَلاءٍ عَظيمٍ»
ژباړه: هغه عالمان د جهنم په اور کې دي چې پر علم عمل نه کوي، همدارنګه هغه عمل کوونکي چې اخلاص نه لري، هغوی هم په جهنم کې دي او څوک چې مخلصین دي، هغوی له لویې ازموینې او ابتلاء سره مخ دي.
اوس یې وخت دی چې یو ځل بیا په خپله اراده او عزم غور وکړو او شپه او ورځ کوښښ وکړو، څو خپلې لویې موخې ته ورسېږو او د هغه لپاره د دعوت له کاروان سره يو ځای شو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې خپلې مېرمنې خديجې رضی الله عنها ته يې کړې ده، تل په ياد ولرو.
«لا راحة بعد الیوم» یعني له نن وروسته راحتي او اسانتیا نشته. دغه وخت د زړورتیا او عمل دی. د سستۍ پرېښودو وخت دی! خپل کار ته باید دوام ورکړو او په حق منګولې ولګوو. باید خپلې نفسي غوښتنې تر پښو لاندې کړو او اجاړه ور نه کړو چې مخه مو ونیسي. که ودرېږو، دا کړنه سرټیټي او انحراف رامنځته کوي.
څه کم اووه لسيزې کېږي چې موږ اوږد مزل پیل کړی. د الله سبحانه وتعالی په اذن نور به ژر خپل دغه پیل شوي مزل ته ورسېږو. موږ په دغه لوبه کې یو او سترګې مو د هغه وروستۍ پایلې ته په تمه دي.
کله چې لوبغاړی د لوبې پای ته نېږدې کېږي، لا چټک او تېز ګامونه اخلي. تاسو د الله سبحانه وتعالی په لار کې د اعمالو ډېروالي، د قدمونو چټک والي او د الله سبحانه وتعالی د مغفرت لپاره سبقت ته رابولم. د الله سبحانه وتعالی ژمنه راتلونکې او پوره کېدونکې ده. موږ باید دغه فرصت له لاسه ورنه کړو او يا دغه ځای بل چاته پرې نه ږدو، که نه پېښمانه به شو. الله سبحانه وتعالی ته پناه وړو. ایا ګټونکی له هغه چا سره یوځای کېږي، چې د قطار په وروستیو کې وي؟!
د دې لپاره چې خپلو کړنو ته وګورو، باید د لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه خطبه رایاده کړو: «اې د الله سبحانه وتعالی بنده ګانو پوه شئ! تاسو نن یا سبا مړه کېږئ او د مړینې له نېټې خبر نه یاست. که مو وخت پر داسې کړنو او کارونو تېر کړ چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر کار کولو بوخت وئ، نو دا غوره ده او دا کار د الله سبحانه وتعالی په مرستې سره شونی دی. نو په دغو وختونو او کارونو کې وړاندې له دې چې وخت تېر شي او خدای مه کړه ناوړه کارونو ته وروګرځئ، د ښو کارونو په ترسره کولو کې سبقت وکړئ؛ ځکه داسې قومونه وو چې وختونه یې په بېځایه کارونو تېر کړل او خپل نفسونه یې هېر کړي وو.
زه تاسو د هغوی په څېر له کارونو راګرځوم، نو ژر کوئ او ژر کوئ....! خپل ځانونه وژغورئ، ځکه تاسو داسې یو څوک څاري چې تاسو د ښوو کارونو ترسره کوونکي نه غواړي او د هغه کار ډېر چټک دی.
لیکونکې راضيه عبدالله
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر راډيو ته
ژباړن: الهام (پردېس)