سه شنبه, ۲۹ مُحرم ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۷/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
مصعب بن عمیر؛ د ایمان سفیر او د مدینې د تحول بنسټګر!

(ژباړه)

ستر ملتونه هغه نه دي چې پوځي ځواک او شتمني په واک کې لري؛ بلکې ستر ملتونه هغه دي چې انسان جوړوي. کله چې موږ د تاریخ او نبوي سیرت پاڼې لولو، نو ګورو چې تر ټولو ستر بدلونونه نه د بې‌شمېره پوځونو پر مټ پیل شوي او نه د دنګو ماڼیو په وسیله؛ بلکې د هغه مومن په زړه سره پیل شوي چې د وحې رڼا یې په سینه کې درلوده او هغه یې د خلکو منځ ته وړله.

د دغه حقیقت تر ټولو روښانه بېلګه د ستر صحابي حضرت مصعب بن عمیر رضي الله عنه کیسه ده؛ هغه ځوان چې ناز، نعمت او شتمني یې شاته پرېښودل او له مکې څخه بهر شو. نه یې له ځان سره کوم سره زر درلودل او نه کوم ځواک، بلکې داسې قرآن ورسره و چې تلاوت کاوه یې، داسې ایمان چې زړه یې پرې تکیه و او داسې پوخ یقین چې الله سبحانه وتعالی به د خپل دین مرسته او نصرت کوي؛ که څه هم دا نصرت به تر یو څه وخت وروسته وي.

یثرب په هغه وخت کې داسې ښار و چې د قبیلوي شخړو په څپو کې ډوب و. جګړو دغه ښار تر ډېره وران کړی و او قبیلوي تعصبونو یې ساه اخیستې وه. د خلکو وفاداري او تړاو د اوس او خزرج ترمنځ وېشل شوی و، تر دې بریده چې په دې خاوره کې پر یوه واحد نظر او خبره راټولېدل ستونزمن ښکارېدل. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدغه ښار کې د دعوت راتلونکې ولیدله؛ نو ځکه یې حضرت مصعب بن عمیر رضي الله عنه د یو سفیر، ښوونکي او دعوت‌ګر په توګه هلته ولېږه.

معصب رضی الله عنه په ډېر سکون سره یثرب ته دننه شو. نه یې په بازارونو کې غږ اوچت کړ، نه یې پر کوم چا خپله عقیده تحمیل کړه او نه یې ځان په بې‌ګټې لانجو کې ښکېل کړ؛ بلکې د خلکو تر څنګ به کېناسته او هغوی ته به یې د قرآن کریم ایاتونه تلاوت کول.

نوموړی ښه پوهېده، هغه زړونه چې د نړۍ سختیو او مصیبتونو مړاوي کړي، له اسماني کلام (قرآن) پرته ورته بل هېڅ درملنه نشته ده. همدارنګه هغه روحونه چې د جاهلیت تیارې پرې خورې شوې، د وحې له نور پرته په بل څه نه روښانه کېږي.

د هغه د دعوت له تر ټولو سترو صحنو څخه، د قوم له مشرانو سره د هغه مخامخ کېدل وو. اُسَید بن حُضَیر په غوسه راغی، ترڅو هغه له ښاره وباسي، له ده وروسته سعد بن معاذ هم په همداسې یو دریځ د هغه لور ته راغی. خو مصعب (رضي الله عنه) د غوسې ځواب په غوسه ورنه کړ او د سخت چلند پر وړاندې غوسه نشو؛ بلکې خپله هغه تلپاتې خبره یې وکړه: «ایا نه کېنې چې واورې؟»

دا پر خپل رب او خپل پیغام د یو دعوتګر د باور نښه ده او همداراز پر دغه حقیقت د هغه باور چې هر کله یو سالم زړه ته حق خبره ورسېږي، په هغه کې ځای نیسي. د قوم مشران کېناستل، ترڅو واوري؛ ناڅاپه قرآن په څو شېبو کې هغه څه له منځه یوړل چې کلونه کلونه جاهلي عادتونو او دودونو جوړ کړي وو. حضرت مصعب رضي الله عنه خپل تلاوت لا پای ته نه و رسولی، چې د ناستو کسانو روحونه بدل شول او زړونه یې نرم شول. اُسَید بن حُضَیر اسلام راوړ او تر هغه وروسته سعد بن معاذ هم مسلمان شو؛ هغه اتل چې د اسلام راوړل یې د ټولې مدینې لپاره د حق منلو لاره پرانیسته.

د دغه بدلون راز یوازې د اُسَید او سعد په شخصیت کې نه و؛ بلکې په هغې تګلاره کې و چې مصعب رضي الله عنه غوره کړې وه. هغه درک کړې وه چې د ټولنې بدلون د زړونو له بدلون څخه پیلېږي او رښتینې خبره که له صادق زړه څخه راووځي، تر قوي تورې هم ځواکمنه ده. له همدې امله، هغه د زرو په واسطه د مدینې دروازه پرا نه نیستله، بلکې د قرآن په وسیله یې مدینه راخپله کړه. 

 هغه پر خلکو بریالی نه شو؛ بلکې د خلکو د ژغورلو لپاره بریالی شو او هغوی یې د جاهلیت له تورو تیارو څخه د ایمان رڼا ته راورسول. ورځې داسې تېرې شوې چې د مدینې هغه کورونه چې په قبیله‌وي تعصبونو کې راګیر وو، د الله سبحانه وتعالی یاد ته یې مخه کړه او هغه قبیلې چې جګړو ستړې او بې‌وسې کړې وې، د یوې عقیدې پر محور راټولې شوې، ترڅو چې دا ټولنه د یو مهاجر په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هرکلي لپاره چمتو شوه.

مصعب بن عمیر رضي الله عنه د مدینې په تاریخ کې تر ټولو لوی بدلون رامنځته کړ؛ ځکه هغه پوهېدلی و چې دعوت نه د پیروانو په ډېروالي کې دی او نه د شعارونو ورکولو په شور کې؛ بلکې له الله سبحانه وتعالی سره په صداقت، له خلکو سره په حکمت خبرو کولو او په دې لاره کې په صبر کولو او پر دغه حقیقت په باور کولو کې دی، چې قرآن دا وړتیا لري چې انسان بدل کړي او بیا تاریخ ته بدلون ورکړي.

نن ورځ امت څومره اړ دی چې دا ستر درس بېرته راژوندی کړي؛ ځکه چې رښتینی بدلون له ماڼیو څخه نه پیلېږي، بلکې له زړونو څخه پیلېږي او هغه په چغو او شورماشور نه رامنځته کېږي، بلکې د هغې مومنې خبرې په وسیله رامنځته کېږي چې له مخلص زړه څخه راوځي او د الله سبحانه وتعالی په مرسته زړونو ته لاره مومي.

مصعب رضي الله عنه د احد په ورځ شهید شو؛ خو امت ته یې یو داسې تلپاتی درس پرېښود: که یو سړی له الله سبحانه وتعالی سره صادق وي، د یو بشپړ ښار د هدایت لامل کېدای شي او هغه دعوتګر چې قرآن په اخلاص سره له ځان سره لېږدوي، داسې بدلونونه رامنځته کولی شي چې لښکرې او شتمنۍ یې له رامنځته کولو عاجزې دي. له همدې امله، د مصعب بن عمیر رضي الله عنه نوم تل د دغه حقیقت شاهد پاتې شوی دی. تر ټولو سترې بریاوې له یوې خبرې څخه راپیلېږي، تر ټولو سترې فتحې له یو مومن زړه څخه سرچینه اخلي او هر کله چې د ایمان رڼا په روحونو کې ځای ونیسي، له کمزورو څخه رهبران جوړوي او له پاشلو ښارونو څخه داسې امت رامنځته کوي، چې نړیوالو ته د اسمان پیغام رسوي.

لیکوال: مؤنس حميد

ژباړه: بهیر «ویاړ»

اړوند مطلبونه:   « د انعام سورت موخې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې