- مطابق
د دوه سري ملي وحدت حکومت د تشکیل له وخته تر اوسه د ایتلافونو، اتحادونو او سیاسي محورونو بازار ګرم دی او د حالت نازکوالي، د مشروعیت د نشت بحران، سیاسي ماتې او د ولسمشر په واسطه د قدرت انحصار پر بنسټ ډېر ایتلافونه رامنځته شوي دي. دغه ایتلافونه په مختلفو بڼو، شعارونو او موخو راڅرګند شوي دي.
«د حراست او ثبات شورا» د استاد سیاف په رهبرۍ دوه کاله وړاندې د نظام د سمون په موخه تاسیس شوه. «د افغانستان نوې ملي جبهې» ایتلاف د انوارالحق احدي په رهبرۍ پر دولت د نیوکې تر څنګ له دولت څخه د ژر تر ژره ولسمشریزو ټاکنو غوښتونه کوي. «د افغانستان ملي جهادي شورا» د صبغت الله مجددي په رهبرۍ په انحرافاتو کې د د دولت د محاسبې او په لاسته راوړنو کې يې د هڅونې په موخه جوړه شوه. «د افغانستان ژغورنې لپاره د ایتلاف عالی شورا» د عطانور، جنرال دوستم، حاجي محقق او صلاح الدین رباني په رهبرۍ د قدرت انحصار، د نظام تیت پرک کېدو او سیاسي بې نظمي له امله جوړه شوې ده. د «افغانستان د خلکو محور» د کرزي د دولت له څېرو تشکیل شوی، اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته بیرته تګ په شعار یې د شتون اعلان وکړ. د «ختیځ اتحاد» د میرویس یاسیني او ظاهر قدیر په رهبرۍ د اصلاحاتو راوړلو او ختیځو ولایتونو ته د دولت د پاملرنې په موخه د موجودیت اعلان وکړ. «د ملي اجماع ایتلاف» د ابراهیم الکوزي په رهبرۍ له ملي وحدت حکومت څخه د ملاتړ په موخه صحنې ته دننه شوه او وایي چې هېچا ته د نظام د نسکورولو اجازه نه ورکوي. ویل کېږي چې په نېږدې ورځو کې نور ایتلافونه هم په لاره دي، چې ډګر ته راودانګي. د دې تر څنګ نور واړه ایتلافونه هم د هېواد په شاوخوا کې د یاد حالت پر وړاندې رامنځته شوي دي.
د ایتلافونو او دولت پر وړاندې محورونو جوړېدل ښیي چې خلک، قومي رهبران، متنفذین او حتی دولتي چارواکي په پراخه بڼه د امریکا له لاسپوڅي نظام څخه ناخوښ دي. له شک پرته په داسې حالت کې د ایتلافونو او د نظام د فساد او دیکتاتورۍ پر وړاندې محورونو جوړېدل په ښکاره یو ښه کار دی؛ خو په دې شرط چې سیاسي جریانونه په مشخص فکر، تعریف شوې طریقه او تدوین شوې برنامه، چې د اسلام له مبدا څخه اخیستل شوې وي، خپله سیاسي مبارزه پیل کړي.
له بل لوري، که د دغو ایتلافونو د تشکیل بهیر ته په ژوره توګه وکتل شي، داسې ښکاري چې د دغو ایتلافونو تشکیل یوه غیر مستقیمه لوبه ده، چې امریکایانو د افغانستان له سیاسي او قومي رهبرانو او متنفذینو سره یوځای پیل کړې ده؛ ځکه اوسنی ګوډ او مات حالت چې له رهبرانو نیولې بیا تر وړو او لویانو ټول ترې ناخوښ دي، د امریکا له رضایت پرته له داسې حالت سره نه مخ کېده.
څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د حکومت د تشکیل په لومړیو ورځو کې د ټاکنو شخړې د یو دوه سري حکومت په جوړېدو پای ته ورسولې، قصداً داسې هوډ نیول شوی چې له حکومت بېرون او دننه د شخړو رامنځته کېدو سبب شي. وروسته اشرف غني، چې د افغانستان د خلکو ژغورنکی ځان بولي، د امریکا په امر ورو ورو واک او قدرت انحصار کړ.
د غني لیدلوری دا دی چې د افغانستان ټول خلک په ځانګړي ډول قومي او سیاسي رهبران ټول فاسد دي او باید مالي او سیاسي سرچینې د هغوی په واک کې ورنه کړل شي. د همدې لپاره نوموړي قدرت په ارګ، ملي امنیت شورا، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو کمیسون، ملي تدارکاتو ادارې او مالیې وزارت کې انحصار کړی دی او مالي شریانونه په یو ځانګړي جریان او لوړې څوکۍ په یو ځانګړي قشر پورې اړوندې کېږي. هغه کړنې چې له نورو ټیمونو څخه یو ځانګړي ټیم ته د فساد د لېږد او قدرت د تمرکز لامل شوې دي.
دغه حالت له دولت څخه د رهبرانو د ناخوښۍ لامل شو او هر یوه پخپل وار د ایتلافونو او سیاسي ډلو تشکیلونه پیل کړل، چې د قدرت انحصار مات کړي او خپله برخه له مالي او سیاسي پلوه پیدا کړي. همدا اوس د یادو ایتلافونو شمېر تر شپږو زیاتو ته رسېږي.
د دغو ایتلافونو تشکیل د یو ذهني او فزیکي مصروفیت حالت قومي او سیاسي رهبرانو ته رامنځته کړی؛ لکه څنګه چې ټول ورځ په خبرو اترو، د خلکو په راغونډولو، د محفلونو په جوړولو او ویناوو او داسې نورو مصروف کوونکو کارونو بوخت دي او دا دقیقا همغه څه دي چې امریکا یې غواړي. دا څه ګټه لري چې د امریکا پلان د متنفذینو او د فکر او قدرت څښتنو خلکو په داسې کارونو او فعالیتونوکې د بوختیا لامل شي چې د خپل سر په پورته کولو، خپل مسیر روښانه کولو او په شته سیاسي تعاملونو کې د خپل ځای په سم ډول درک کولو ونه توانېږي.
د بوختیا دغه حالت د دې لامل شوی چې د سیاسي جریانونو رهبران چې لویه برخه یې پخواني مجاهدین تشکیلوي، د خپل تېر وخت پر تحلیل ونه توانېږي چې په تېر وخت کې کومو کسانو د کومو پروسو تر نومونو لاندې موږ له واکه لرې او کمزوي کړو؟ څنګه چې د هغه جزیات د زلمي خلیل زاد په «استازي» کتاب کې راغلي او له خپل راتلونکي څخه روښانه تصویر نه شي درلودی. همدارنګه دوی خپل راتلونکي سیاسي حالت ته پام نه شي کولی او له خپل ځای څخه سم تحلیل نه شي کولای.
د امریکا موخه د خپلو سټراټیژیکو موخو لپاره له افغانستان څخه ګټه اخیستل دي. نو لازمه ده چې دغه سیاست په ورځینو او موقتي شخړو کې د خلکو او رهبرانو د مصرفولو لپاره وي، چې دا رهبران د سیمې او نړۍ په کچه د امریکا د پالیسۍ لوی تصویر ونه شي لیدلی او همدارنکه د امریکا له لوري په جوړو شوو پېښو کې بوخت وي.
په ضمن کې د ډېرو ایتلافونو تشکیل د بې اتفاقۍ حالت رامنځته کوي او د رهبرانو او متنفذینو انرژي د ناوړه حالت بدلون لپاره وېشي. له بل لوري، د دولت منتقدو جریانونو وېش دا فرصت برابروي چې قومي او ژبنیو مسایلو ته په لمن وهلو سره د دغو ایتلافونو کمزوري کولو ته لار هواره کړي او پر رهبرانو د مفسد او جنګ سالار په ټاپو وهلو سره هغوی په خلکو کې نوم بدي کړي او له پامه یې وغورځوي.
بل خوا، په بې شمېره ایتلافونو د رهبرانو وېشل دا فرصت برابروي چې بهرني هېوادونه له سیاسي جریانونو سره د دولت له مخ کېدو څخه ګټه واخلي او په افغانستان کې د دوی د نیابتي جګړې پرمخ بېولو لپاره له هغوی نه د سرتېرو غوښتنه وکړي؛ له همدغه حالته امریکایان اندېښنه لري چې هسې نه دا سیاسي جریانونه د نورو هېوادونو له لوري د امریکا پر وړاندې ودرېږي.له همدې امله څه وخت وړاندې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معاونیت سرپرست الیس ولز او د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړې نمایندګۍ سرپرست افغانستان ته سفر وکړ او د ملي وحدت دولت او د ایتلافونو له مشرانو سره په لیدو یې هڅه وکړه چې د ناخوښو کسانو او دولت تر منځ ملي سوله رامنځته کړي.
داسې ویل کېږي چې یو څو مخیزه طرحه په ګډه د سیاسي جریانونو له لوري الیس ولز ته سپارل شوې چې د دولت دننه یو لړ اصلاحات رامنځته کړي. له نښو داسې ښکاري چې د امریکایانو له لوري د حزبونو له مشرانو سره د اصلاحاتو راوړلو او جزیي بدلونونو لپاره ژمنه شوې او هغوی دغه شنه څراغ ته خوښ دي. په داسې حال کې چې په ځلونو د امریکایانو له لوري له افغان متنفذینو سره ژمنې شوې، دروغ وې او هیله ورته لرل تاریخي تېروتنه ده، چې په مخ کې فرصتونه له منځه وړي او سیاسي جریانونو کمزوري کوي.
باید ووایو چې د اوسنیو ایتلافونو ستونزه دا ده چې له اشرف غني، اتمر او ستانکزي سره ډغري وهي. له هغوی سره ډغرې وهل ګټه نه لري، ځکه غني، اتمر او نور په افغانستان کې د امریکا د ښکېلاک سمبولونه دي. هغوی د امریکا د پالیسو له پلي کولو پرته بل کار نه کوي. له هغوی سره ډغرې وهل افغان ایتلافونه او متنفذین ټوټه ټوټه کوي او له اصلي موخې او لوی تصویر لیدو څخه یې بې خبره کوي.
نو لازمه ده چې متنفذین او سیاسي رهبران خپل ځای په خلکو کې وپېژني او په یو واحد صف کې له لوی شیطان (امریکا) سره چې د ټولو نقشو پلمه ده، مبارزه وکړي؛ د زړې امریکا د قدرت او شوکت تر اغېز لاندې نه شي او خپل ایمان له لاسه ورنه کړي. په دغه لاره کې الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی. یا به په دغه لاره کې بریالي کېږئ او یا به د شهادت جام څښئ او دا له اشغالګر او کفر سره په مبارزه کې څومره د مېړانې مرګ دی.
که داسې نه کوئ، نو د مالي سرچینو او سیاسي قدرت لاسته راوړلو لپاره خپل ځانونه ذلت ته ورکړئ، په غاړو کې د غلامۍ ځنځیرونه واچوئ او د امریکا د نظم تابع شئ. هغه نظم چې شغالان پکې حکومت کوي او هلته د انساني او اسلامي ارزښتونو پر ځای، امریکایي استعمار ته د خدمت لپاره لومړۍ خبره کوي، ځکه امریکا د خپل استعمار پالیسۍ اړوندې خپلې ګټې د ډلو په منځ کې وېشي. یو واک ته رسوي، بل ذلیلوي او هر څوک چې ډېر خدمت ورته وکړي، هغه ته ډېره ګټه ورکوي. اوس ټاکنه ستاسو ده چې پر اسلام منګولې لګوئ او د مبارزې لار خپلوئ او که شته نظم او ذلت ته غاړه ږدئ. قران هغو کسانو ته چې شریعت د خپلو افکارو، اعمالو او سیاسي او فکري دریځونو معیار نه کوي، داسې خطاب کوي:
﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَىٰ وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا﴾
[طه:۱۲۴-۱۲۵]
ژباړه: څوک چې زما له ذکر (شریعت) څخه مخ واړوئ، هغه به تنګ او سخت ژوند ولري او د قیامت په ورځ به یې ړوند راپاڅوو. نوموړی به وایي: « اې پروردګاره! ولې دې ړوند حشر کړم، ما خو سترګې درلودې!؟
مصدق سهاک
د حزب التحریرـولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر غړی