یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د افغانستان د سیاست په اړه د امریکا اندېښنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان د سیاست په اړه د امریکا اندېښنه

د افغانستان په کارنو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ ورستۍ څرګندونې په ډاګه کوي، چې د ده زړه د افغانستان له جګړې سوړ شوی او په دې برخه کې د امریکا د جنګي سیاست د تغیر غوښتونکی دی. د (ان بي سي) خبري شبکې په خبره: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تر خپلو مشاورینو، چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتېژیکې جکړې مسئولیت پر غاړه لري، خپه و او  په هغه غونډه کې یې، چې په سپینه ماڼۍ کې په کم رنګۍ ترسره شوه، د امریکا د لوی نظامي قوماندان د ایستلو وړاندیز وکړ.»

په هغه غونډه کې، چې د جولای په ۱۹مه تر سره شوې وه، ډونالډ ټرامپ څو ځله د جنرال نیکلسون د تبدیلۍ وړاندیز وکړ. نېکلسون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان دي، چې د افغانستان په جګړه کې بریالی نه و او د ځینو لوړ رتبه امریکایي چارواکو په خبره، دغه امریکایي قوماندان په افغانستان کې د امریکا موخه نه ده پوره کړې، خو پنټاګون په افغانستان کې د خپل شتون د دوام په لټه کې دی.

د ځینو چارواکو په خبره، ټرمپ له دوو ساعتو ډېر د دې موضوع په اړه بخث او خبرې وکړې  او د ناټو له متحدانو نه یې په دې برخه کې شکایت درلوده. دا واقعیت دی، چې په افغانستان کې د امریکا مبارزه د افغانستان پر معدني شتمنۍ د تسلط یوه برخه ده؛ ځکه د امریکا لوړ رتبه جنرال له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له طرحې شکایت لري.

د افغانستان مسئله د ټرامپ او ملي امنیت د مشاور «مک ماسټر» تر منځ په یوه ښکېل ټکي  بدله شوې ده. د یوې نامعلومې سرچینې په خبره، چې له «ډیلي کولر» ویب سایت نه یې نقل قول کړی دی:« د امریکا ولسمشر چې د کوم کار لپاره هر تصمیم نیسي، مک ماسټر یې مخالفت کوي.» همدارنګه د یوه پخواني مقام  خبرو ته په کتو، چې په یوه مرکه کې یې وویل:« ټرامپ له افغانستان او سوریې نه د امریکایي ځواکونو د وتو غوښتونکی دی؛ خو مک ماسټر غواړي، چې په دغه دواړو هېوادو کې جګړه نوره هم سخته شي. په همدې ترتیب ټرامپ د چین په قضیه کې د تعامل غوښتونکی دی، خو د ملي امنیت مشاور یې دا معامله نه غواړي.»

همدارنګه ټرامپ د سولې په قضیه کې د تعامل غوښتونکی دی، خو مشاور یې داسې نظر نه لري. لکه څنګه چې پوهېږئ د ایران پر قضیه کې د امریکا د خلاصون په غونډه کې بحث او د نظر تبادله وشوه؛ خو مک ماسټر ونه غوښتل، چې امریکا دې د ایرن له قضیې خلاصون ومومي. دی زموږ د سترګو پر وړاندې حیران شوی دی، فقط حیران.

په حقیقت کې موږ د ټرامپ د ملاتړو او امنیتي موسسو  تر منځ د دغو مختلفو سیاستونو د مبارزې شاهد یو. افغانستان د هغه پراخه  شواهدو پر اساس، چې د امریکا د ناکامۍ په اړه دي، د بحث وړ یوه نقطه باندې بدل شوی دی. د امریکا په ملاتړ د کابل رژیم  د افغانستان  د دې ټول پراخوالي په لرلو سره پر نیمایي  دولت تسلط او کنټرول لري او ډېری مجاهدین د فغانستان د نظام پر وړاندې د جګړې په لیکو کې پرمختګ کوي.

افغانستان له حیاتي او ستراتېژیک پلوه د امریکا لپاره ډېر مهم رول لوبوي. لکه څنګه چې دا مرتفع هېواد د اسیا د جنوب، مابین او غرب تر منځ پروت دی، چې د نورو هيوادنو د ګواښلو او پر هغوی د تسلط لپاره په دې پراخه او مهمه سیمه کې مناسبې اډې لیدل کېږي. نو پر دغه اساس روسیه او چین د دغه هېواد په شمال کې پراته دي، خو د افغانستان تر شا یواځې امریکا ده، چې د خپلو موخو د پوره کولو لپاره په دغه هېواد کې جنګېږي؛ خو د افغانستان مخلص مسلمانان د کفارو پر حاکمیت هېڅکله راضي شوي نه دي او نه به راضي شي.

عثمان طه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې