یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
واقعي حللاره د نظام له منځه وړل او د اسلامي دولت تاسیسول دي
بسم الله الرحمن الرحيم
واقعي حللاره د نظام له منځه وړل او د اسلامي دولت تاسیسول دي

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م د جون په ۱۴مه د مصر دولت نویو وزیرانو د ولسمشر عبدالفتاح سیسي په مخکې قسم یاد کړ چې نوی دولت به هغې کچې ته رسوي چې تمه ترې کېږي، چې وکولای شي په مناسبه توګه هغه اقتصادي اصلاحي برنامه بشپړه، د اقتصادي بیو په لوړه ولو سره مصر ته پرمختګ ورکړي. له دې سره سم نوي دولت په دفاع او داخله وزارتونو کې هم تغیرات راوستلي دي.

د شخصیتونو تغیر چې پخپله د نظامونو پلي کوونکي دي، هېڅ کله به د اقتصادي اصلاحاتو لامل نه شي. تر هغه وخته چې د مصر اوسنی نظام حاکم وي دغه هېواد به له هېڅ ډول کړکېچ څخه ونه ژغورل شي، ځکه چې د دغو ټولو ستونزو او کړاوونو اصلي سرچینه د مصر نظام دی، که دغه اوسني نظامونه نه وای اوس به مصر او اسلامي امت له داسې کړاوونو سره نه و مخ شوي، د دغو نظامونو په اډانه کې هر ډول حللاره پخپله کړکېچ زېږوي. سره له دې چې د شخصیتونو بدلون او د نظام د تنفیذي سیاست وسیلې، پلانونه او برنامې له شته نظام څخه ساتنه کوي او د نظام لپاره د خلکو د غولونې فرصت چمتو کوي.

هغه څه چې د مصر خلک ځوروي، د هغو مرستو او قرضونو په تړاو د نړیوال بانک د دستورونو او هوډونو د تطبیقولو طبیعي پایلې دي، چې د مصر حکومت ته ورکړل شوي دي، هغه دستورونه چې د مصر حکومت یې پر وړاندې د مخالفت حق نه لري او یوازې هغه مخلصان یې پر وړاندې د درېدلو جرئت لري چې د غرب مزدوري نه کوي. خو موږ به تر هغه وخته داسې مخلصان پیدا نه کړو چې اوسني نظامونه له منځه یونسو، زموږ په خاورو کې د غرب نفوذ ته د پای ټکی کېنږدو او هغوی ته د غلامۍ کولو بنسټ له منځه یونسو او پر ځای یې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت په اډانه کې بشپړ اسلام تطبیق کړو. په یادې حللارې سره مصر کولی شې دغو ستونزو او کړاوونو ته د پای ټکی کېږدي او دا د اقتصادي اصلاحاتو لپاره یوازینۍ حقیقي حللاره ده، چې په سمه توګه د خکلو اړتیاوې پوره او غریزې یې په سم ډول اشباع کړي. اسلام پر ستونزو د حاکمېدلو لاره ښودلې ده او هره حللاره یې چې ښودلې د بشر د عاجز او ناقص عقل څېړنیزه پایله نه ده؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی په رسول باندې د نازېلې شوې وحي څخه سرچینه اخلي

اې د مصر د کنانې خلکو: د اقتصادي حللارې هغه برنامه چې نظام یې تاسو ته وړاندې کوي، تاسو ته کومه ګټه نه لري او هېڅ کله به ستاسو د ودې لامل نه شي، ځکه له بدو پایلو او بېوزلۍسره سره، د بیو لوړوالی چې تاسو ته یې رامنځ ته کوي، د دغې برنامې پلي کول له نړوال بانګ څخه پیروي کول دي. په حقیقت کې نوي حکومت ته ستاسو حالت هېڅ اهمیت نه لري او ستاسو د ستونزو د حل او چارو د سمون لپاره به هېڅ هم ونه کړي. برعکس د دې دولت دنده ستاسو په خاوره کې د غربي ګټو تامینول دي، همدارنګه ستاسو د شتمنیو، معدنونو او زېرمو چور کول به دوام ولري. دغه دولت به تاسو د غلامۍ پلورلو په بازار کې له کومې بیې پرته وپلوري. نظام او چاروکي یې غرب ته وفاداره دي او ورپه غاړه ده چې موږ ته د خپلو له لاسه تللو حقونو د غوښتنې اجازه رانه کړي.

اې د مصر د کنانې خلکو! شک ونه کړئ چې په حکومت کې به د شخصیتونو د څېرو بدلون تاسو ته له غولونې او دروغجنو هیلو پرته بل څه نه وي؛ هغه هیلې چې هر ځل ګومان کوی د نوې څېرې په مرسته به پوره شي، په داسې حال کې چې د نویو څېرو په سیاست کې به تاسو نور هم بېوزله شی. څرنګه مو چې ولیدل، په ټولیزه توګه د سون توکو بیه لوړه شوه او د دې په تړاو یې د لېږد او رالېږد بیه هم لوړه شوه، چې دغه تګلاره په طبعي ډول د ټولو شیانو د بیې د لوړېدو لامل کېږي. سربېره پردې، د "النهضة" بند ستونزه، د وريجو د کرلو ممنوعیت چې د مصر د خلکو ورځنی قوت ګڼل کېږي او له بهره د وریجو د واردولو د اعلان پیل هم شته.

دا او داسې نور بحرانونه چې د پانګوال نظام د تطبیق له پیله تر اوسه رامنځ ته شوي، د مصر خلکو ته یې له ستونزو، کړاوونو او بېوزلی پرته بل څه نه دې ورپه برخه کړي، په داسې حال کې چې مصر د دې وړتیا لري چې پخپله د خپلې اړتیا غنم تولید او حتی صادر کړي او د هغو هېوادونو د کتار په سر کې راشي چې غنم واردوي. د مصر نظامي کارخانې د کورني وسایلو په جوړولو بوختې دي په داسې حال کې چې زموږ مکار دښمن موږ ته وسلې راواردوي. نو زموږ اصلي ستونزه د حاکم نظام تطبیقول دي، نه هغه کسان چې هغه تطبیقوي. که څه هم دغه کسان مزدوران او د غرب امر مني، نو په دې دلیل چې د امت په حق کې یې خیانت او جنایت کړی، محاسبه کول او لرې کول یې اړین دي. خو د دوی محاسبه او لرې کول د دغه نظام تر سیوري لاندې چې د خاینانو او د هغو د کړنو ملاتړ کوي، شونې نه دي، بلکې دغه کار انقلاب ته اړتیا لري چې وکولی شي نظام له بنسټه ورک کړي، داسې انقلاب وي چې د کناني د خلکو په مرسته ترسره شي او پوځونه یې ترې ملاتړ وکړي. داسې انقلاب چې د مصر د خلکو برخلیک معلوم کړي او د خلکو د ستونزو د حل وړتیا ولري او د باعزته ژوند ضمانت یې وکړي.

له شک پرته د هغه نظام بنسټ چې ګټه، درواغ او نفاق وي، هېڅکه به هم د داسې ژوند ضمانت ونشي کړی او یوازې هغه نظام د دې وړتیا لري چې بنسټ یې د الله سبحانه وتعالی له لوري پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازله شوې وحی وي. هغه نظام چې د تاسیسولو لپاره یې د حزب التحریر وروڼه تاسو شپه او ورځ هغه ته رابولي هغه د نبوت پر تګلاره راشده خلافت دی، هغه نظام چې تاسو یې په لټه کې یاست او د تاسیسولو هیله یې لرئ، هغه نظام چې تاسو له فقر او نورو کړاوونو څخه ژغورلی شي. داسې نظام چې نوی تاریخ به جوړ کړي او هغه پولې چې د امت صله رحمي یې له منځه وړی، لاس یې  له اوږي او سر یې له غاړې پرې پرې کړې، له منځ یوسي او واقعي نظام به یو ځل بیا امت یو موټی کړي او د یو جسم په توګه به یې راټول کړي، شتمنۍ به یې یوځای کړي د عدالت پر بنسټ به یې د الله سبحانه وتعالی په امر پر ټولو ووېشي فقر او بېوزلی ته به د پای ټکی کېږدي.

اې نویو وزیرانو! د پخوانيو وزیرانو په شان ځان ته وګورئ او د هغوی حالت په تاسو هم راتلونکی دی. هغوی د دښمن د سیاست وسیله وو کله یې چې د وسیلې په توګه وکارول، نو وروسته یې په زباله دانۍ کې واچول. هو، دا له امت سره د خیانت او دښمن ته د مزدورۍ برخلیک دی، د هر هغه چا برخلیک چې ځان پر کافر غرب پلوري. تاسو پخپله هغه څه ولیدل چې قذافي او صدام ته ورپېښ شول، پام مو وي هغه څه چې هغوی ته ورپېښ شو پر تاسو به هم راشي. په دغو نظامونو کې له کار کولو ډډه وکړئ او په هغو خلکو باندې چې د خپل دین له احکامو سره مینه لري د هغه له تطبیق څخه لاس واخلی.

 تاسو اې د مصر پوځونو او خلکو! د خپل پروردګار د دین او شریعت له تطبیقولو پرته هېڅ لار نه لری او د خپل پرودګار د رضایت لااسته رواړلو لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت په تاسیس سره خپل اسلامي ژوند له سره
پیل کړئ، د دعوت لېږدونکو ته غېږ پرانیزی او هغوی ته نصرت ورکړئ، هغو کسانو ته نصرت ورکړئ چې ستاسو د هوسا ژوند کولو وړتیا لري او له سیاسي زیرکتیا برخمن دي، د غرب پر وړاندې راپوته شوي او هغوی ته د فکري مبارزې د ماتې ځواک هم لري. هغوی کولی شي د مصر او امت د پرمختګ لپاره ستاسو له وړتیاو څخه ګټه واخلي نو په هغه وخت کې به تاسو ته د اسلام او د هغه د افکارو د بریا ویاړ درپه برخه شي. ان شاء الله داسې وخت به راشي چې غرب به هېڅ کله خپل ځواکونه بیا تجدید نه کړي، ځکه ظلم او زیاتی یې له انسانه هاخوا تېر شوی او ان تیږي او ونې یې هم ترې کړېږي.

تاسو د مصر خلکو!  د دنیا او اخرت خیر مو په مخکې دی، هغه مخکې له دې چې نور یې ومومي تاسویې خپل کړئ. تاسو مېړني او زړور یاست. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې ستاسو په لاس خپل دین ته نصرت ورکړي او همداراز ستاسو په مرسته مصر روښانه کړي. ډېر ژر به یاد شوی حق ووینئ او موږ هم خپل کار الله سبحانه وتعالی ته سپارو الله سبحانه وتعالی فرمایی:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ  تُحْشَرُونَ﴾

[انفال: 24]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی!  کله چې  الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه مو هغه څه ته دعوتوي چې ژوند دربښي نو هغه ومنئ او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او په قیامت کې به ټول الله سبحانه وتعالی ته راغوڼډ شئ!

لیکوال: استاد عبد الله عبدالرحمن

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: فیاض

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې