دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امنيتي تړون بايد د سامري د خوسي په څېر وسوځول شي!
بسم الله الرحمن الرحيم
امنيتي تړون بايد د سامري د خوسي په څېر وسوځول شي!

څلور کاله مخکې له امريکا سره کرغېړن، ناولی او نا روا امنيتي تړون د جان کيري د حکومت په لومړيو ۴۸ ساعتونو کې لاسليک شو. د دغه تړون د سياسي، ستراتيژيکو او سيمه ييزو پايلو په اړه مو په وار-وار خبرداري ورکړل. آن د اسلام له نظره مو له بالفعل محاربې او يرغلګرې امريکا سره د دغه تړون شرعي حکم بيان کړ. له سياستوالو، متنفذينو، خبريالانو او تحليلګرانو سره مو په دې اړه پراخې سياسي ليدنې کتنې وکړې. د ټولنيزو شبکو پر مټ مو هم سياسي کمپاينونه ترسره کړل، ترڅو د دغه تړون پايلې، د هغه کرغېړنتوب او شرعاً نارواتوب خلکو ته بيان کړو.

مګر بيا هم ګڼ شمېر داسې کسان وو چې د ريښتيني ناجي «اسلامي دولت؛ خلافت» د تاسيس چاره يې بې وخته او له کوه طور څخه بنو اسرائيلو ته د تورات راوړل ګڼل. اما له امريکا سره امنیتي تړون يې د سامري د خوسي په څېر عاجله حللاره او د خلاصون يوازينۍ چاره بلله. د سامري د خوسي د پلويانو په سر کې، تش په نامه راغوښتل شوې مشورتي لويه جرګه، د هغې مشر صبغت الله مجددي، د وخت پارلمان، مدني ټولنې او ګڼې رسنۍ وې. دغو ټولو د اسلام پر بنسټ زموږ ټولو ويښوونکو سياسي هڅو ته شا کړه او د امريکا بلنې ته يې لبيک ووايه. 

خو څلور کاله وروسته د دغه تړون اکثره پلويان په دې قانع شول، چې امنيتي تړون سراسر د افغانستان او د هغه د مسلمان ولس په زيان دی. امريکا د دغه تړون هېڅ مادې ته ژمنه نه ده. يوازې د افغان وژنې د قبالې په توګه ګټه ورڅخه پورته کوي. نه يې امنيتي ځواکونه تجهيز کړل، نه يې د پاکستان او تاجکستان د بريدونو پر وړاندې د افغانانو ملاتړ وکړ او نه يې د ملکي افغانانو د ژوند خونديتوب ته پام وکړ. بلکې افغانستان يې د چين، روسيې، ايران، پاکستان او امريکايي ګټو د تقاطع پر ټکي او د نشه يي توکو په مزرعه بدل کړ. تر دې چې په کابل کې پر خبريالانو، شيعه ګانو، په جلال آباد کې پر سنيانو او سکانو وژونکي بريدونه وشول. ګڼو ولسواليو او ځينو ولايتونو سقوط وکړ. فقر، لوږه او بېکاري خپل اوج ته ورسېده. لسګونه کمانډو ځواکونه د وسله والو له خوا ووژل شول، خو چا يې غږ وانه ورېد؛ مګر د طالبانو له خوا محاصره شوي داعشيان د هليکوپټرو په واسطه تر سياسي مېلمستونونو پورې يووړل شول. دې ته ورته نامعلومو الوتکو د بېلابېلو جنګي ډلو د تجهيز په موخه د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې الوتنې وکړې. د جګړې ډګر يوازې د افغانانو په وينه ګرم وساتل شو، ځکه امريکايان د دغه تړون له برکته د جګړو له کرښو په شا شول او د پياوړو دېوالونو تر شا خوندي کېناستل. خپل هر جنايت يې د تعليم، تربيې، تجهيز او لارښوونې تر نامه لاندې د افغان امنيتي ځواکونو، کرايي قاتلينو او استخباراتي ځواکونو پر مټ د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې ترسره کړ.  

د صبغت الله مجددي په شمول، د مشورتي لويې جرګې ګڼ شمېر غړي، د پارلمان زیاتره وکيلان، حکومتي چارواکي، خبريالان او د مدني ټولنې ګڼ شمېر فعالان اوس په دې اند دي، چې پر دغه هوکړه ليک باید له سره کتنه وشي. مګر د هغوی د دغې غوښتنې پر وړاندې هم د امريکا سفارت لاس په کار شوی، د دوی دا هڅه يې بهرنۍ جاسوسي ګڼلې او غواړي په بېلابېلو لارو آن پارلمان ته د برياليتوب په واسطه هغوی ته امتيازونه ورکړي، ترڅو د امريکا له دغې سرې کرښې سره نور څوک تماس ونه نيسي. په دغه بهير کې ګڼ شمېر پورتني قشرونه چپ او حتی د تش په نامه پارلمان د ټاکنو پر کمپاين بوخت کړل شوي دي، مګر بيا هم په دې برخه کې پراخه نارضايتي دوام لري.

پورتني واقعيت ته په کتو پر ټولو افغانانو؛ چارواکو او رعیت غږ کوم چې زموږ حللاره د طور له غره څخه بنو اسرائيلو ته د تورات راوړل نه، بلکې ستاسو په کورنو کې په مصحفونو او د سنتو په کتابونو کې مدونه ده. تر زرو کلونو ډېره د خلافت د نظام تر چتر لاندې په برياليتوب پلې شوې ده، چې د اسلامي امت د طلايي دورې په توګه ياديږي. تاسو ټول مسلمانان یاست، د اسلام په لار کې مو ګڼې قربانۍ ورکړې دي. اوس څه درباندې شوي چې د امريکا او ناټو شتون او له هغو سره هوکړه ليکونو ته تسليم شوي یاست. يو ځل بيا په ټينګار سره وايم چې د امريکا او ناټو شتون ته تسليمېدل د سامري د خوسي په واسطه د غولېدلو او انحطاط حيثیت لري. که تاسو ټول په قرآن او سنتو او د هغو پر حللارو منګولې ولګوئ، د سامري مکر او چل باطليږي او په دې برلاسي کيږو چې د سامري خوسی وسوځوو او مسلمان ولس يې له شره خلاص کړو. دغه ريښتينې حللارې ته مو حزب التحرير رابولي! حزب التحریر د امت د ريښتيني لارښود په توګه د دې وړتيا لري، چې د ژوند ټولو ستونزو ته د اسلام پر بنسټ عملي ځواب ووايي. نو په دې اړه د «امنيتي تړون؛ د ذلت او مرګ تړون» تر نامه لاندې په سياسي کمپاين کې پراخه ونډه واخلئ، ترڅو د يرغلګرو، ښکېلاکګرو او د هغوی د خاينو لاسپوڅو مکر خپله دوی ته وروګرځوو.

﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ﴾ (فاطر: ٤٣)

او دغه ناوړه مکر يوازې د هغه د اهل لمن نيسي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې