- مطابق
نن سبا هر لور ته د روژې د مبارکې مياشتې وږمې خورې دي. د شپې پر مهال له هرې کوڅې او د ښار له هرې برخې د الله سبحانه وتعالی د مبارک کتاب د تلاوت انګازې تر غوږو کيږي. چېرته تراويح او چېرته هم قیام الليل دوام لري. د فرضي لمونځونو پرمهال هر مسلمان د مسجد لور ته په بیړه روان وي. هر سړی د فرض لمونځونو ترڅنګ سنت لمونځونه هم بشپړ ادا کوي. آن لا په فرضو او سنتو بسنه نه کوي او هر څوک تر خپله وسه نفلو لمونځونو ته هم اړم وي. هر کس لږ تر لږه په روژه کې يو ځل د قرآن کريم ختم ترسره کوي. د دې تر څنګ په هر مسجد کې قاريان او حفاظ يا په تراويح او يا قيام اللیل لمونځونو کې د قرآن کريم ختمونه کوي او ...
راځئ وپوښتو؛
آيا کله چې تاسو په قرآن کې د حکم او حکومت آیتونه تلاوت کوی کوم احساس درته پیدا کيږي؟!
آیا له کفارو سره د دوستۍ د تحريم د آيتونو پر مهال مو اوسنی حالت تصور کړی، چې زموږ او کفارو اړيکې څنګه دي؟!
آيا کله چې د نړيوالو اړيکو په اړه آیتونه تلاوت کوئ، د اسلامي امت او کفري دولتونو اړيکې څنګه ارزوئ؟!
آيا کله چې د قصاص، زنا، قذف، قطاع الطریق، شراب څښلو حدودو او نورو ګناهونو جزايي احکام په قرآن کې تلاوت کوئ، په اوسني سياسي نظام کې د هغه نشتوالی نه احساسوئ؟!
کله چې د اجتماعي نظام په برخه کې د نر او ښځې د اړيکو د تنظيم، حجاب، تبرج، نکاح، طلاق، غض البصر او ... احکام تلاوت کوئ، خپلې خويندې، ميندې په ښوونځيو، پوهنتونونو، دولتي ادارو او نور ټولنيز حالت مو سترګو ته درېدلئ؟!
کله چې د جهاد، فتحې، غنيمت، فئ، غلامانو او وينځو آیتونه لولئ، څه فکر کوئ، چې دا هرڅه د الله او رسول العیاذ بالله ادبي تخيل دی او که دا ټول احکام منسوخ شوي دي؟!
او حتماً له دې آيت شریف سره هم مخ شوي ياست، چې سود ته پکې له الله سبحانه وتعالی سره جګړه ويل شوې. آیا ستاسو په مسجدونو کې د منبرونو او محرابونو تر منځ د سودي بانکونو اعلانونه نه دي راځوړند؟! آیا ستاسو د مسجدونو په څېر په هره محله کې د سودي بانکونو (له الله سره د جګړې د مرکزونو) شعبې نشته؟!
او ...
الله سبحانه وتعالی په قرآن کې فرمايي:
مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ [٦٢:٥]
د هغو کسانو بېلګه چې تورات يې واخيست، مګر بيا يې هغه حمل (عمل يې پرې ونکړ او د هغه حق يې ادا) نکړ، د هغه خره په څېر ده چې کتابونه وړي (مګر د هغو له منځپانګې خبر نه لري). هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی آیتونه تکذيبوي، تر ټولو بد مثال لري. الله متعال ظالم قوم ته هدايت نه کوي.
سره له دې چې ځينې به ووايي چې دا آيت شريف د بني اسرآئيلو په اړه دی، مګر آیا عبرت يې د ټولو لپاره عام نه دی؟! آیا د بني اسرائیلو په څېر د تورات پر ځای موږ ته قرآن نه دی را پاتې؟! آیا هغه موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعين په واسطه تر موږه په حقه نه دی را رسول شوی؟! آیا موږ د قرآن د پورتنيو احکامو څرګند مخاطبين نه يو؟! آيا پورته ټول احکام د قرآن د لفظ د تلاوت، د هغه د حفظ، حسن قرائت او مسابقو له لارې پلي کېدای شي؟! او که دولت او نظام ته اړتيا لري چې په سياسي، اقتصادي، اجتماعي، تعليمي، کورني او بهرني سياست کې يې پلي کړي. آيا دغه نظام ډيموکراسي یا جمهوريت دی؟! او که اسلامي نظام (خلافت)؟!
راشئ له احساساتي چلند پرته پورتنئ ناوړه واقعيت ژور درک کړئ، په اړه يې فکر وکړئ، چې د دغه ناوړه واقعيت پر وړاندې زموږ فردي او زموږ ټوليز مکلفيت څه دی؟! آیا صحابه زموږ په څېر انسانان نه وو؟! آیا هغوی د دغه مکلفيت پر وړاندې څه وکړل؟! څنګه يې لومړئ د يوې فکري او سياسي ډلې په توګه ظهور وکړ؟! ورپسې يې د ټولنې له حاکمو عامه افکارو، قوانينو او رواجونو سره فکري او سياسي مبارزه وکړه، ترڅو د اسلام په ګټه عامه فکر، ملاتړي احساسات يې رامنځ ته کړل. د ټولنې واکمن قشر (اهل قدرت) ته يې دعوت ورکړ، چې بالاخره د مدينې اکثره مشران دې ته چمتو شول چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د عقبې دويم بیعت ترسره کړي او د اسلامي نظام لومړنۍ هسته و زيږوي. آیا په ټولنه کې د بدلون لپاره همدغه نمونه زموږ لپاره کافي نه ده؟!
آیا اوسنی ناوړه واقعيت اصلاح ته اړتيا لري او که ژور او بنسټيز بدلون ته؟! له شک پرته کله چې يو څه فاسد شي، د هغه اصلاح په کار ده، اما کله چې يو څه اساساً بدل شوي وي، نو اړينه ده چې باید له بنسټه بدل کړل شي. له هغه مهاله چې پر اسلامي خاوره باندې د خلافت دولت نړېدلی، پرځای يې کفري دولتونه حاکم شوي دي. نو دغه واقعيت د اصلاح وړ نه بلکې د ژور بدلون وړ دی. ترڅو پر اسلامي خاوره واکمن شاهي، جمهوري او ديکتاتوري سېکولر نظامونه له بېخه و نړوو، اوسنی نړيوال نظم رد کړو او پر ځای يې له سره اسلامي نظام تاسيس کړو او پر مټ يې نوي نړيوال نظم ته لاره برابره کړو. هغه مهال کولی شو، د قرآن پورتنيو غوښتنو ته ځواب ووايو.
عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي:
إنا صعُب علينا حِفظُ ألفاظِ القرآن، وسهُل علينا العملُ به، وإن مَنْ بعدَنا يسهُل عليهم الحفظُ، ويصعُب عليهم العملُ به.
د قرآن د الفاظو حفظ پر موږ سخت شوی دی، اما عمل ورباندې آسانه شوی دی او هغه کسان چې له موږ وروسته راځي؛ دوی ته د قرآن حفظ کول آسانه کيږي او عمل ورباندې سختيږي.
وګورئ او غور وکړئ، چې آيا د اسلام په طلايي دور کې مسلمانانو دار الحفاظونه، مدرسې، د حسن قرائت او حفظ مسابقې جوړولې او که يې قرآن د نظام او دولت په اډانه کې بشپړ عملي کاوه او د دعوت او جهاد له لارې يې نړيوالو ته رساوه؟! آيا زموږ اوسني خاين، فاسق او ظالم چارواکي هر روا او ناروا مجلس د قرآن کريم په آیتونو نه پرانيزي؟! آیا د الله د شريعت پر ځای د قانون جوړوونکو مجلس (پارلمان) د قرآن کريم د آيتونو په تلاوت پرانستل نشو؟! او ...
تاسو وينئ چې دا ټول چارواکي او حکام د قرآن او شريعت پر وړاندې دسيسه کوي او له کفارو سره يې يو ځای د قرآن د حاکميت پر وړاندې نړيواله جګړه روانه کړې ده. دوی ټول د مدارسو، دارالحفاظونو او قرآني مسابقو هڅې ستايي او خپله هم پکې برخه اخلي. اکثره مسلمانان د قرآن په ترتيل او تلاوت ډېر ښه بلد دي. مګر له تطبیق څخه يې واټن ډېر زيات دی. راځئ راپاڅو د قرآن د ترتيل او تطبیق تر منځ فاصله رالنډه کړو، څه چې په ترتيل تلاوت کوو، د هغو د تطبیق لپاره مټې را بډوهو او هغه اسلامي نظام يو ځل بيا تاسيس کړو چې د دغه قرآن ټولو اوامرو او نواهيو ته ژمنتيا ولري، پر موږ اسلام تطبیق او نورو نړيوالو ته يې د دعوت او جهاد له لارې ورسوي.
سيف الله مستنیر
د حزب التحرير - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس