دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د محمد فاتح د مور غوندې اتل و روزئ، چې روم فتحه کړي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د محمد فاتح د مور غوندې اتل و روزئ، چې روم فتحه کړي!

(ژباړه)

 عبدالله بن عمرو فرمایي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته ناست وم او لیکل مې کول. په دغه وخت کې یوه کس پوښتنه ترې وکړه: کوم یو ښار به لومړی فتحه شي، قسطنطنیه او که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لومړی به هرقل یعنې قسطنطنیه فتحه شي.»

یوه مور د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زیری رښتیا کوي او بیړه  کوي، چې د اسلام په تاریخ کې د خپل زوی نوم ولیکي او له هغه څخه د اسلام د دین خپرولو اتل جوړ کړي. هو، هغه د محمد فاتح مور ده. هغه مور چې د خپل کوچني زوی په ذهن کې یې د قسطنطنیې د فتحې فکر وشینده، څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری د هغه پر مټو رښتیا شي. هغې له ماشومتوبه خپل زوی ته د قسطنطنیې د فتحې کلمات تکرارول، ترڅو په ذهن کې یې هک پاتې شي.

د محمد فاتح مور له خپل زوی داسې اتل جوړ کړ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری یې پر حقیقت بدل کړ. هغې به د خپل زوی په غوږونو کې تل همدا هیله زمزمه کوله او هغه یې ته تیار کړ، چې دغه فتحه باید ترلاسه کړي. محمد فاتح ورځ په ورځ لویېده او دا هیله هم یوځای ورسره لویېدله. ده د دغې هیلې د تر لاسه کولو لپاره شېبې شمارلې، چې بالاخره الله سبحانه وتعالی هغه ته دا عزت ورکړ او د قسطنطنیې فاتح شو.

په اسلام کې مور همداسې وي، لکه د نسلونو روزونکې او د اتلانو جوړونکې. خپل زامن د الله سبحانه وتعالی احکامو ته د ژمنتوب پر اساس لویوي، څو د هغوی اخلاق غوره شي، د الله سبحانه وتعالی له دین سره د مرستې په هدف کار کول یې په بدن کې ریښې وکړي او ګټور تمام شي. تر دې وروسته هغوی وده کوي او د دې تر څنګ له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره یې مینه هم ډېرېږي او بالاخره د الله سبحانه وتعالی د دین د واکمنېدو او خپرېدو لپاره خپل ځانونه قربانوي.

د نن ورځې د ښځې او د محمد فاتح د مور تر منځ څومره توپیر دی؟! ایا د نن ورځې ښځه دا هڅه کوي، چې خپل زامن محمد فاتح په څېر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیری د عملي کولو او د روم د فتحې لپاره وروزي. ایا د نن ورځې ښځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه حدیث څخه خبرې دي، چې باید خپل هوډ ونیسي او د دویم محمد فاتح مور شي او ایا هغوی داسې تصمیم نیولی، ترڅو زامن یې د اسلامي دولت د اردو رهبران شي؟

له هغه وروسته چې غرب د مسلمانانو دولت سقوط کړ او هغوی یې له دین څخه لېرې کړل، پخپلو مفاهېمو سره یې له هغوی سره جګړه پیل کړه او په دې جګړه کې یې تر ډېره د مسلمانې ښځې ته پام وکړ؛ ترڅو هغوی ته هم د غربي پانګوال تمدن له زاویې وګوري. د محمدفاتح مور به هره ورځ خپل زوی په یوه لوړه روحیه تربیه کاوه، څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری ور ته یاد کړي او هغه هیله پوره کړي، چې یوه ورځ باید د دغه ښار بیراغ ولېږدوي.

 هغې خپل زوی مدرسې ته د درس لپاره لېږه او لارښوونه یې ورته کوله چې د دغه بریالیتوب په ترلاسه کولو سره یې خوب رښتیا شي او دا پر خپل زوی وویاړي او په دغه کار سره یې خوشحاله کړي. دغې مېرمنې خپل زوی محمد فاتح له دیني واجباتو پرته د نورو دنیوي کارونو په اړه فکر کولو ته نه پرېښود. د نوموړي مور داسې نه وه چې خپل زوی له لمانځه کولو پرته یوازې درسونو ته د تګ لپاره سهار وختي له خوبه راویښ کړي او یا دا چې لمانځه کولو ته یې ونه هڅوي. کله چې دې دیني احکامو ته ژمنتوب او له ګناهونو څخه ډار د خپل زوی په بدن کې وشینده، بیا یې هغه له خپلو مسولیتونو سره عادت کاوه او هغه هم سختې دندې ترسره کړې او غښتلی کس ترې جوړ شو. دی یې د یو ماشوم غوندې، چې د تېروتنو پر وړاندې یې حساب نه ورسره کېږي، خپلې مخې ته پرېښود. په دې برخه کې یې نوموړی په پوره توګه اختیاري کړی و.

په اوسني حالت کې زموږ زامنو او ځوانانو ته یوازې د غم احساس رسېدلی، د مسوولیت هېڅ احساس ور سره نشته او بنسټیز هدف یې هم معلوم نه دی. له کومه ځایه به دا احساس پیدا کړي، په داسې حال کې چې د هغوی د روزنې احساس غلط وي او تل د خپلو غوښتنو د پیدا کېدو په لټه کې وي. ځانغوښتنې او ځان لیدنې په هغوی کې وده کړې وي او ژوند ورته په یو لوی غم بدل شوی وي. هغه مور چې د هغوی روزنکې ده، د هغې په بدن کې هم د غوښتنو غریزې کرل شوې دي. دا مور یا پخپله او یا هم د نورو په وسیله د نېکیو له ترلاسه کولو څخه بې خبره پاتې شوې ده. 

ځینې وختونه راته ویل کېږي، سترګې دې پرانیزه! په مسلمانو ښځو کې داسې مورګانې هم شته چې د خپلو زامنو دندې یې پېژندلې دي. د هغوی د غوره شخصیت روزلو لپاره هڅې کوي او کوښښ کوي چې له خپلو زامنونو څخه رښتیني رهبران او زامن جوړ کړي. زه دا نه ردوم، خو اوسنۍ مورګانې له بې شمېره ستونزو او ګواښونو سره مخ دي او په داسې واقعیت کې ژوند کوي، چې فاسد او ناروا مفاهېم او له دین څخه د ناخبرۍ حالت پرې واکمن دی.

هغه ناوړه فکر چې فساد خپروي، ترڅو د امت بچیان له خپل دین او احکامو څخه بې خبره کړي او د هغوی په بدن کې د ازادۍ او نور ناوړه مفاهېم ځای پر ځای کړي. اوسني حکومتونه له تپل شویو سیاستونو څخه په پیروۍ، د غربي فرهنګ په خپرېدو، د فاسدو رسنیزو خپرونو او ښوونیزو نظامونو په جوړولو سره نور هم د امت بچیان خرابوي. په دې سره دوی هڅه کوي چې زموږ زامن په دغه حالت کې ډوب شي او خپل ځانونه داسې پکې ورک وویني، چې له دغه حالت څخه نور د وتلو هېڅ لار نه لري.

مسلمانې او بیدارې مور ته لازمه ده، ترڅو هغه رول چې د اتلانو په روزلو کې ولوبوي او هره ورځ د محمد فاتح د مور په څېر د خپلو زامنو په غوږونو کې هغه کلمات زمزمه کړي، چې هغې له الله سبحانه وتعالی څخه غوښتي وو او د خپل زوی په روزلو کې یې ګټه ترې واخیسته. کله چې د نبوت پر تګلاره دویم راشده خلافت دولت تاسیس شي او زوی یې د اسلامي پوځونو رهبر شي او تل دا کلمه تکرار کړي چې حللاره یوازې د اسلامي دولت په تاسیس کې نغښتې ده. خپلو زامنو ته تل دغه کلمې تکرار کړي، ترڅو د روم د فتحې په تړاو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري هیله یې په بدن کې وکرل شي او داسې وده وکړي چې هغه ته د رسېدو لېوالتیا یې تل په حرکت راولي.

پر همدې اساس، هره مسلمانه مور باید لستوڼي رابډوهي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دویم زیري د هیلې پوره کېدو مینه د خپلو زامنو په وجود کې ځای پر ځای کړي او له هغوی صلاح الدین او محمد فاتح جوړ کړي. په دغه کار سره د اتلولۍ د ودې عزت ترلاسه کړي، چې یوه ورځ به اسلام واکمن او بیرغ به یې پورته کړي.

لیکوال: زینت صامت

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onدوشنبه, 03 فبروری 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې