دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې قسطنطنیې! یا به ما نیسې او یا به تا نیسم
بسم الله الرحمن الرحيم
اې قسطنطنیې! یا به ما نیسې او یا به تا نیسم

(ژباړه)

د ماشومانو لپاره هغه فلمونه چې د اسلامي واکمنانو تارېخي دريځونه وړاندې کوي، نږدې په هر مسلمان کور کې شته. والدین غواړي داسې مشران وروزي، چې په ویاړ او قدرت سره واکمني وکړي. په دې سره د امت روښانه تاریخ حتا که یوه وړه برخه هم وي جوړ کړي، هغه تاریخ چې په قصدي توګه د تعلیمي نصاب په مرسته له منځه تللی او د فاسدو رسنیو له لوري تحریف شوی. اسلامي امت هغه وخت سر راپورته کولی شي، چې اسلام په سیاسي او عملي توګه نه یوازې په دولت، بلکې حکومت کې هم پلی کړي. د ژوند په ټولو چارو کې ترې کار واخلي، په ورځينو چارو کې یې اغیزې څرګندې شي او هغه پردۍ پديده له منځه یوسي، چې مذهب له ژوند او سیاست څخه بېلوي.

دغو فلمونو چې تر ټولو اغیزناک اثر یې د سلطان محمد الفاتح کیسه ده، د ماشومانو په پرتله یې ښايي پر لویانو ډېر اغیز ښندلی وي. الله سبحانه وتعالی په هغه باندې رحم وکړ او هغه د ۸۵۷ هـ.ق کال د جمادي الاول په ۲۰مه د قسطنطنیې په فتحې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری تر لاسه کړ، چې د نړۍ په تاریخ، د خلافت په تاریخ، د اسلامي فوځونو په تاریخ، د دعوت او جهاد په تاریخ، د اسلامي واکمنۍ او عدالت په تاریخ کې یو له مهمو ګامونو څخه بلل کېږي. همداراز د بشریت په کچه تمدن چې خلک یې د قسطنطنیې په فتحې سره د بې باورۍ له تیارو څخه د اسلام روښنایۍ ته راوبلل، د اسلام د پیغام پر مخ یې د اروپا دروازې پرانیستلې. دا یوازې یو تاریخ نه دی چې پای ته ورسېدو، بلکې دا د تاریخ په اوږدو کې د واکمنۍ یو روښانه پړاو و. که اوس د مسلمانانو واقعیت فاسد دی، خو د راتلونکي لپاره یې ژمنه شوې ده، ځکه چې د نبوت پر اساس راشده خلافت به بېرته راګرځي. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم بل زیری دی او دا زېری به هم د قسطنطنیې د فتحې په څېر ترلاسه شي، نو ایا دا زېری به څوک ترلاسه کړي؟

عبدالله بن بشار الخطمي له خپل پلار څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

[رواه احمد]

ژباړه: قسطنطنیه به هرو مرو فتحه شي، هغه څومره غوره امیر دی او څومره غوره لښکر یې دی!

همدا راز امام احمد له نعمان بن بشیر رضی الله  تعالی عنه څخه روایت کوي: «نبوت به تر هغه ستاستو په منځ کې وي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله یې چې د له منځه وړلو اراده وکړه، له منځه یې وړي. وروسته له هغه به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي او تر هغه به وي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، بیرته یې له منځه وړي. له هغه وروسته به داسې پاچاهان راشي چې قدرت به یې په غاښونو ټینګ نیولی وي او تر هغه به پاتې شي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله چې الله سبحانه وتعالی د هغه د له منځه وړلو اراده وکړه، له منځه به یې یوسي او تر دې وروسته به ظالم پادشاهان واکمن شي او تر هغه به وي چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي او تر دې خبرې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو.» (رواه احمد)

مومنانو په فتحو سره خوښۍ لاسته راوړلې او سلګونه کلونه یې په لټه کې وو؛ دوی حتا ۸۰۰ کاله د قسطنطنیې فتحې ته په تمه وو. واکمنانو ته یې ژمنې ورکولې او د قسطنطنیې له فتحې وروسته یې په ګډه دعاګانې وکړې، د الله سبحانه وتعالی شکر یې ادا کړ او د دولت حدود یې پراخه کړل. اسلامي فتوحات یې د ویاړ او قوت موقعیتونه و او یو پر بل پسې تکراري پېښې رامنځته شوې، چې مجاهدین یې په تاریخ ویاړي (د جګړې په ډګرونو کې یې فتحې تر لاسه کولې). دولت به هغه مهال د مسلمانانو ساتنه کوله او د اسلامي عقیدې پر اساس یې خپلو ستونزو ته د حللار لټوله. خلیفه به د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره څارله او د الله سبحانه وتعالی لپاره به د هیچا له تور پورې کولو څخه نه وېرېدو.

نن د مسلمانانو لپاره داسې واکمنان چیرې دي؟

چېرته دی د مسلمانانو خلیفه چې د نبوت پر اساس په راشده خلافت کې اسلام پلی کړي؟!

څوک به د روم په فتحه کولو سره د محمد الفاتح په څېر چې قسطنطنیه یې فتحه کړه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ستاینې وړ وګرځي؟!

د نړۍ ټولو کورونو ته: تمیمي الدری روایت کړی، چې رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ عِزّاً يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ وَذُلّاً يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْر»

(رواه احمد)

ژباړه: دا مسله به هر ځای ته په شپه او ورځ هرو مرو رسېږي. الله سبحانه وتعالی به هېڅ کور یا هستوګنځی داسې پرې نږدې، چې هلته به د الله سبحانه وتعالی دین داخل نه شي؛ په دې سره به درانه خلک د عزت څښتنان او ذلیل خلک به رسوا شي. الله سبحانه وتعالی به په اسلام سره هغوی ته عزت ورکړي او په کفر سره به هغوی ذلیل کړي.

له رسول الله صلي الله علیه و سلم څخه پوښتنه وشوه، چې کوم ښار به لومړی فتح شي، قسطنطنیه او که روم؟ هغه صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ:

«مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلاً - يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّة»

(رواه احمد)

ژباړه: د هرقل ښار یعنې (قسطنطنیه) به لومړی فتحه شي.

چیرته دي هغه کسان چې د رسنیو له هیاهو او سیاسي لوبو پرته په قوي عکس العمل سره کافرو ته ټکان ورکړي؟!

د ختځ روم قاصد ته د محمد الفاتح د خبرو یوه برخه: «خپل امپراتور ته ووایه چې د عثماني دولت اوسنی سلطان د تېرو په څېر نه دی، ځکه هغه پولې چې زموږ امپراتورۍ ته رسېږي، هغه به تاسو په خوب هم نه وي ليدلې.» او زیاته یې کړه: «که د الله سبحانه وتعالی خوښه وه، ډیر ژر به په قسطنطنیه کې د یوه تخت او یا یوه قبر څښتن شم.» دا د اسلام د دښمنانو پر وړاندې د محمد الفاتح (رح) غبرګون و، چې اروپایي سیاسیونو هغه ته ګواښ وکړ، که چیرې د ​​قسطنطنیې محاصره پرې نه ږدي، دوی به د هغه دولت له ختم کړي او دی به ونیسي. خو سلطان محمد فاتح له خپل دريځ څخه پر شا نه شو او له ټولو مسلمانانو سره یو ځای یې د بریا او فتحې لپاره د الله سبحانه وتعالی د شکر ادا کولو سجده وکړه. د هغه لومړی کار دا و، چې د هاګیا صوفیا کلیسا یې په جومات بدله کړه، په داسې حال کې ې نن ورځ جوماتونه ویجاړېږي، خو حاکمان لاهم ویده دي؛ په حقیقت کې دوی هغه کسان دي چې له کفارو سره د مسلمانانو پر ضد جوړجاړی کوي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیریو د تر لاسه کولو څارل د خلافت دولت په ړنګولو سره پای ته رسېدلي دي او د دولت په تاسیس او د هغه واکمن په ټاکلو سره به بیرته پیل شي، چې شخصیت یې اسلامي وي او د ژوند د لارې په توګه اسلامي نظام پلی کړي. امت د قسطنطنیې د فتحې په څیر د عزت، ویاړ او ځواک مقام نه پېژانده.

کله چې د مسلمانانو دولت ړنګ شو او کافر استعماري لویدیځ په کمزورو دولتونو سره ووېشلو، وروسته بیا هېڅ واکمن اسلام پلی نه کړ او د خلکو په منځ کې یې د الله سبحانه وتعالی د حکم  پر اساس حکومت ونه کړ؛ په داسې حال کې چې یوازې خپلې شتمنۍ یې لوټ کړې او خپل خلک یې ووژل. اسلامي امت وروسته تر هغه چې د کفارو د اجنټانو له خوا اداره شو، مسلمانان یې سخت شکنجه کړل او خاورې یې د نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو بدلې کړې. دوی د کفري ډلو لپاره یوازې وسیلې دي، چې فساد او خپل ناوړه سېکولر کلتور خپوروي.

موږ د دغو خاینو حکامو د ښو کړنو فکر هم نشو کولی او داسې هېڅ بېلګه نه لیدل کېږي چې دوی دې له خلکو سره مرسته کړې وي او د الله سبحانه وتعالی په ملاتړ یې دې د اسلام لپاره یوه تاریخ جوړوونکې بریا تر لاسه کړې وي. اسلامي لښکرې به د دې پرځای چې مسلمانان په ګډه ووژني، ځمکې یې ونیسي او پر مقدساتو یې تېری وکړي، د داسې پېښو او لارښوونو لپاره به خوځول کېږي چې پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی قانون پلی کړي.

نو مسلمانان باید د ظالمانو د راپرځولو او د راشده خلافت د تاسیسولو لپاره ډېر کار وکړي او یو خلیفه دې وټاکي چې د دوی له خوا د اسلام پر اساس حکومت وکړي او د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د رسول صلی الله علیه وسلم زیری په حقیقت بدل کړي. په دې سره به مسلمانان یوه ستره فتحه لاسته راوړي او پرېږدئ چې د دغو زیریو لپاره کار کوونکي کار وکړي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ

[عراف:۱۲۹]

ژباړه: هغه وخت نږدې دی چې ستاسو رب سبحانه وتعالی ستاسو دښمنان هلاک کړي او تاسو ته پر ځمکه خلافت درکړي؛ بیا به وګورئ چې تاسو څنګه عمل کوئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر راډيو ته ليکل شوی

غدا محمد حمدي ـ ولایه سوډان

Last modified onدوشنبه, 03 فبروری 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې