دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت؛ شرعي حقیقت او بشري اړتیا ده
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت؛ شرعي حقیقت او بشري اړتیا ده

دا معلومه او ښکاره خبره ده چې په فقهي اصولو کې حقیقت دری ډوله دی: شرعي، عرفي او لغوي حقیقت. هر کله چې د هرې یو په اړه په شرعي نصوصو کې څېړنه کېږي؛ حتمي ده چې دری ګوني حقایق باید په نظر کې ونیول شي او فقیه وویني چې یاده شوې کلمه یا اصطلاح شرعي مانا لري چې هغه واخیستل شي. که شرعي مانا ونه لري؛ په عرفي مانا پسې یې وګرځي، که یې هغه هم تر لاسه نه کړه؛ د هغې کلمې مانا په عربي ژبه کې وپلټي او وګوري چې په کوم سیاق کې راغلې ده.

په ځانګړي ډول د «خلافت» د کلمې په اړه باید ووایو چې: لکه څرنګه چې دغه کلمه په شرعي نصوصو کې راغلې ده؛ نو پر موږ لازمه ده چې د دغه کلمې په مانا، مفهوم او اصطلاح باندې پوه شو. البته د اصولي قاعدې له مخې چې مخکې یې یادونه وشوه، دری ګونو حقایقو پورې اړوند قاعده. امام احمد له نعمان ابن بشیر رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضاً، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ الله أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيّاً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثمَّ سَكَتَ»

ژباړه: نبوت به تر هغه پورې ستاسو په منځ کې وي څومره وخت چې الله سبحانه و تعالی وغواړي، وروسته چې وغواړي هغه به واخلي. ورپسې به د نبوت پر منهج خلافت وي، تر هر وخت پورې چې الله سبحانه و تعالی وغواړي پاتې به شي، که  ویې غوښتل هغه به هم واخلي. وروسته له هغه به ظالم پادشاهان راشي، تر هر وخت پورې چې الله سبحانه و تعالي وغواړي هغه به پاتې شي، بیا چې کله یې وغوښتل هغه به هم واخلي. وروسته له هغه به د نبوت پر منهج خلافت راشي، (رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د دې له ویلو) چوپ شو (نور څه یې ونه ویل).

په پورتني حدیث کې د «خلافت» کلمه کارول شوې ده او مانا یې په اسلام کې د اسلامي حکومتولۍ ډول دی. دا یې شرعي مانا ده چې نور نصوص پرې دلالت کوي. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې لاندې فرمایي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ»

ژباړه:د بني اسراييلو سیاست د پيغمبرانو پر غاړه وو، هر کله چې به پیغمبر له منځه ولاړ؛ پر ځای به یې بل پیغمبر راتللو. خو وروسته له ما به پيغمبر را نه شي، بلکې خلفأ به وي او ډېرېږي به.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو پوښتنه وکړه: (په هغه وخت کې) موږ ته په څه شي امر کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ»

ژباړه: د لومړي خلیفه سره پر بیعت وفا وکړئ.

پیغمبران هغه کسان وو چې د خلکو سیاست یې پر مخ وړلو. یعنې د هغوی د چارو سرپرستي یې کوله او د هغوی تر منځ به قاضي و. همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم تشرېح کړله چې له ده صلی الله علیه وسلم څخه وروسته به ډېر خلفأ راشي او د لومړي خلیفه سره یې پر بیعت د وفا امر وکړ. د خلیفه د ټاکلو طریقه یې مشخصه کړه چې بیعت دی. په همدې ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الْآخَرَ مِنْهُمَا»

ژباړه: هر کله چې په دوو خلیفه ګانو سره بیعت وشو؛ دویم یې ووژنئ.

په دې حدیث کې د خلافت پر وحدت ټینګار شوی دی. دا چې د مسلمانانو خلیفه باید یو وي؛ ځکه چې د هغه چا وژل چې د لومړي خلیفه په شتون کې د خلافت ادعا کوي؛ د دغه امر پر وجوب دلالت کوي. کوم احادیث چې پورته یاد شول په اسلام کې د حکومتولۍ د نظام پر محور راڅرخېږي. نو «خلافت» په دې مانا سره، شرعي لفظ او اصطلاح ده او شرعي حقیقت لري او په دې قضیه کې د امت هېڅ معتبر علمأ اختلاف نه لري.

هغه علما چې د خلافت او امامت د تاسیس پر وجوب خبرې لري، کولای شم د نمونې په ډول د دوی نومونه واخلم: : ابو المعالي جُوَیني، ماوردي، ابن حزم، ابن حجر هیثمي، ابن حجر عسقلاني، ابن خلدون، نَسَفِي، جمال الدین غزنوي، عضد الدین اَیجي، قرطبي، ابن تیمیه، شوکاني، شمس الدین رملي او له دوی پرته: د دوی څخه یې ځینو علماوو خلافت د دین له سترو واجباتو، ځینو هم د دین له اساساتو او ځینو یې د دین تاج بللی دی؛ ځکه چې د ډېرو فرایضو تطبیق هم په دې پورې تړلی دی او په له منځه تللو سره یې احکام او فرایض هم معطل وي. حتی له دوی څخه ځینو علماوو ویلي دي چې د امت علمأ یې پر وجوب د نظر اجماع لري. له دې اجماع څخه هېڅوک نه دي وتلي؛ مګر هغه کسان چې کاڼه غوږونه لري. ابن حزم د اهل سنت، تشیع او خوارجو ټولو د امامت پر وجوب نقل کړی دی، د دوی څخه ځينې استثنا دي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې د «خلافت» پر قضیه پسې منفي خبرې اترې کیږي. زموږ منظور عام وګړي نه؛ بلکې ځينې علمأ دي چې په اوقاف، پوهنتونونو او په ازهر کې چې شرعي منصب لري. هغوی ښه پوهېږي چې خلافت د مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې له دیني چارو څخه بلل کېږي. ښايي هغه څه چې دوی یې ترسره کوي او هڅه کوي چې د مسلمانانو پام د خلافت له بیا راګرځېدو څخه ليرې کړي، د بادارانو او اولیاوو د ارضا لپاره یې نعمت شي، هماغه کسان چې د یرغلګرو کافرانو پلانونه پلي کوي.

د ننۍ نړۍ وضعیت ته په ژورې کتنې سره پوهېږو چې نړۍ اسلام ته اړتیا لري او هغه د خلافت دولت لخوا پلی کېږي. ځکه چې د پانګوال نظام مبدأ (ایډيالوژي) نړۍ د بدبختیو لور ته کش کاږي. دغې ايډیالوژۍ انسان د خپل ځان، خالق، هدف، د کار پای او په ژوند کې یې د داستان د پېژندنې او څرنګوالي په اړه ګډوډ کړی دی. هغه ايډيالوژي چې انسان یې په یوه وچه آله تبدیل کړی دی، چې شپه او ورځ د خپل نفس او هوا لپاره کار کوي. دغه ايډيالوژۍ ډېر لږ کسان د ډېرو خلکو پر وړاندې، د نړۍ پر شتمنیو واکمن کړي دي. ډېری کسان خپلو اولادونو ته د ورځې ډوډۍ نه شي پیدا کولای، په داسې حال کې چې ډېر کم کسان داسې حالت کې ژوند کوي چې نه پوهېږي شتمنۍ یې چېرته مصرف کړي!

هغه ایډیالوژۍ چې د نړۍ لویو دولتونو ته یې دا فرصت مساعد کړی دی تر څو د نورو دولتونو د شتمینو د څټلو لپاره خپل سیاست او پاليسئ پلې کړي. هغه ايډیالوژي چې د پانګوالو لاس یې د وسلو او جګړو په سوداګرۍ کې ازاد پرې اېښی دی، په داسې حال چې په دې سوداګرۍ کې د بشریت او انسانانو له منځه تلل متصور دي. همدا راز د دوی لاسونه یې د ماشومانو په جنسي، د بدن د غړو، نشه یي توکو او ویروس په سوداګرۍ کې خلاص پرې اېښي دي. دغه ايډیالوژۍ په عقیده، نظر، ملکیت او شخصي ژوند کې د انسان په ازاد پرېښودلو سره، هغه په یو بې پروا موجود بدل کړی دی. دغه ايډیالوژۍ انسان، ونه او تيږه فاسد کړي دي او ځمکه یې وروسته له اصلاح څخه فساد ته کش کړې ده.

بشریت د پانګوال نظام له تطبیق څخه تر پوزې راغلې ده او د بدیل په لټه کې دي. خو د اصلي حقیقي بدلون څخه یې مخ اړولی دی، هغه اسلام دی چې د انسان د خالق له خوا نازل شوی دی، هغه خالق چې له بل هر چا څخه یې مخلوق ښه پېژني، هغه غوره پوهېږي چې د مخلوق لپاره یې څه شی مناسب دي.

﴿أَلا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ

[سوره الملک: ۱۴]

ژباړه: ایا چا چې پیدا کړي دي (د مخلوقاتو پر حال یې) نه پوهېږي؟

﴿هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ

[نجم:۳۲]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی هغه ذات دی چې هماغه وخت کې چې تاسو یې له ځمکې څخه پیدا کړئ، هغه ورځ چې تاسو د یو بې ارزښته جنین په بڼه د خپلو میندو په ګېډو کې وی؛ له تاسو څخه ښه خبر و.

نو اې مسلمانانو! دا سمه ده چې پر تاسو د خلافت تاسیس فرض دی او دا هم پر ځای ده چې تاسو یې د بیا نه راګرځولو له امله ګنهکار یی؛ خو په دې پوه شئ چې یوازې تاسو ورته اړتیا نه لرئ؛ بلکې ټول بشریت تاسو او خلافت ته اړتیا لري، ستاسو پر لور لیدونکی دی تر څو یې د پانګوال بد بویه نظام څخه وژغورئ. دا د الله سبحانه و تعالی امر هم دی چې پر پښو ودرېږئ او د الله سبحانه و تعالی شریعت حاکم وګرځوئ، په دعوت او جهاد سره هغه ټولو خلکو ته ورسوئ. پوه شئ چې خلافت ستاسو د رب ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی. ستاسو په منځ کې حزب التحریر شته او له تاسو سره د خلافت په بیا راګرځېدو کې فعالیت کوي. نو له دې حزب سره یو ځای فعالیت وکړئ! نصرت ورکړئ! اوږې یې شئ!

﴿إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ

ژپاړه: که د الله سبحانه و تعالی (دین) ته نصرت ورکړئ؛ تاسو ته نصرت درکوي او ګامونه مو پیاوړي کوي.

لیکوال: له اردن څخه استاد خلیفه محمد

ژباړن: فریدون محتاط

سرچینه: الرایه جریده

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې