دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د رجب د ۲۸ مې په اړه؛ ایا ستر انقلاب پر لاره دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د رجب د ۲۸ مې په اړه؛ ایا ستر انقلاب پر لاره دی؟

کله چې د ژوند نظم له ټکر سره مخ شي، د ژوند کولو لپاره شرایط سختېږي، ظلمونه لکه د باران غوندې پیلېږي، د خلکو حقونه تر پښو لاندې کېږي. همدارنګه کله چې د ژوند کولو لپاره امنیت نه وي، هغه وخت یو بدلون ته اړتیا لیدل کېږي او هغه انسانان چې د دغه بدلون په لاره کې سختۍ تېروي، د بدلون فکر ورسره وي.

کله چې د بدلون لپاره دغه فکر په یوې ناروغۍ بدل شي او ډېر کسان پرې اخته شي، ستر انقلاب رامنځته کېږي.  نو په انساني ټولنه کې انقلاب هغه حالت ته ویل کېږي چې انسانانو ته د ژوند کولو شرایط سخت وي او له واکمن نظامه ستړي وي. انقلاب څنګه چې له نوم څخه یې معلومېږي، د یو بدلون لامل کېدای شي او رامنځته شوې ستونزې له منځه وړي. هغو شرایطو ته په کتو چې بشر اوس ورسره لاس او ګېروان دی، اړتیا لیدل کېږي، څو یو طوفان راپورته شي، چې په پایله کې یې د پانګوالۍ ایډیولوژي له منځه یوسي او معمول انساني ژوند رامنځته کړي. هغه نظم چې د ټولو انسانانو لپاره دی او د داسې نظم د رامنځته کېدو په صورت کې انسانان او څاروي هوسا شي.

خو انقلاب څرنګه پیل شي؟
د انقلابونو څپه باید هغه کسان پیل کړي، چې ډېر زیانمن شوي او په اوسني نظم کې یې ډېر درد لیدلی وي. د دغه اور شغلې باید له بله ځایه پیل شي. په دې کې شک نشته چې په اوسنیو حالاتو کې ښه طبیبان مسلمانان دي؛ چې پخپلو هغو سیمو کې، چې د دولت ـ ملت مفکوره ورته رسم شوې، ارامي نه لري. په اوسني وخت کې باید وویل شي، چې مسلمانان په هېڅ ځای کې نه یوازې دا چې ارام نه دي، حتا امنیت یې هم تضمین نه دی. په هغو اسلامي هېوادونو کې، چې د اسلام مختاړې له ځان سره لري او ډېری نفوس یې مسلمانان دي، له غربي افکارو او مفاهېمو په امن کې نه دي او پانګوالۍ ټوله ارامي ترې اخیستې ده. په دغو هېوادونو کې غربي اقتصادي او ټولنیز سیاستونه او حکومتداري واکمن دي، چې د مسلمانانو له لید لوري سره په ټکر کې دي.

خو په هغو هېوادونو کې چې مسلمانان پکې اقلیتونه تشکیلوي، حتا اجازه نه لري، څو په ازاد ډول او اسلام ته په کتو له قیوداتو پرته ژوند وکړي او د مسلمان په سترګه ورته وکتل شي. په یادو هېوادونو کې پر مسلمانانو داسې ظلمونه کېږي او روان دي، چې تصور یې ناشونی دی. چین د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د مسلمانانو په ځپلو کې تر ټولو لوړ لاس لري او هغه ډار چې دوی یې له مسلمانانو  او اسلام څخه لري، هڅه کوي، څو هغوی د خپلو عقیدو پرېښودو ته اړ کړي. دغه دولت د مسلمانانو د اوسېدو له ځای سنکیانګ څخه یو زندان جوړ کړی او د ظرفیت لوړېدو په پلمه د مختلفو کمپونو په رامنځته کېدو سره، هغو شکنجه کوي؛ څو له خپلې عقیدې تېر شي. تر دې لږ ور اخوا غوا پرستو هندوانو دغه هېواد ته د ټرمپ په تګ او له یاده هېواده د هغه د ملاتړ له اعلان سره پر یو وخت د یو ستراتیژیک ملګري په توګه هلته د مسلمانانو وژل پیل کړل او له کابو ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو د ښاري ژوند د حق په اخیستلو سره یې هغوی څنډې ته کړي دي. د فلسطین قضیه هم د اسلامي امت په زړونو کې په ناسور ټپه بدله شوې ده، چې ژر تر ژره روغېدل یې ناشوني دي. دغه ناسور ټپ په ۱۹۴۷ م کال کې د یهود دولت په نوم د سرطان په رامنځته کېدو سره راپیدا شو  او نن تر دې کچې پراخه شوی چې مسلمانان په ازادنه ډول او له کوم سرخوږي پرته بیت المقدس ته د لمانځه لپاره نه شي تللی.

 له بل لوري، هره ورځ د فلسطین د مسلمانانو په ډېره کچه ځمکې د یهود دولت له خوا غصبېږي او هلته د یهودیانو لپاره ښارګوټي پکې جوړېږي. د فلسطین د مسلمانانو وژل هم د یهود دولت لپاره په یوې لار ورکۍ بدل شوي دي. په میانمار، سوریه، عراق، یمن او افغانستان کې هم مسلمانان له درد او ځورېدو سره مخ دي او د دوی چیغې د نورو تر غوږونو نه رسېږي. د هغو مسلمانانو سترګې هم د دوی له درد او ځورېدو سره عادت دي، چې همدا اوس ښه وړتیا، پوځونه او وسلې لري، خو بیاهم دفاع نه ترې کوي.

نو د دغه فاسد نظام د بدلون لپاره باید انقلاب مسلمانان پیل کړي. هغه مسلمانان چې کلونه کلونه یې په عزت او سرلوړۍ کې ژوند کاوه او اوس د واحد دولت په نشت کې د نړۍ تر ټولو ذلیل انسانان دي. اسلامي امت هغو شرایطو ته په کتو چې پرې واکمن دي، باید ټکان وخوري، له خپله ځایه نه یوازې د ځان، بلکې د ټولو لپاره د هوساینې او ارامۍ رامنځته کېدو په شعار  او د یو خوځښت، انقلاب او داسې طوفان لپاره راپاڅي چې له اسلامي عقیدې یې سرچینه اخیستې وي او د دولت ـ ملت اوسني سرحدونه او نشنلستي پولې له منځه یوسي. د دغه انقلاب پایله باید د اسلام د پلي کېدو لامل شي او دغه لارورکي او تیت پرک پاتې کېدل نه یوازې د مسلمانانو پر ژوند اغېز کوي، بلکې د نامسلمانو د ژوند حالت به هم ورسره بدل شي. د اسلام پلي کېدل د اسلامي دولت له شتون پرته ناشوني دي، یعنې د نبوت پر تګلاره خلافت دولت باید واکمن شي، څو اسلام پلی کړي. هغه دولت چې کلونه کلونه اسلامي امت د هغه تر چتر لاندې په ارامۍ کې ژوند کاوه او د ژوند شرایطو یې له اوس سره ډېر توپیر درلود. حتا نامسلمانو هم هغه خپل دولت باله او په ټولې خوښۍ یې د خلافت دولت تر سیوري لاندې ژوند کاوه او خلافت دولت هغوی ته له مسلمانانو سره یو ډول امتیازات ورکړي وو. د دوی په حق کې هېڅ ډول توپیر او تبعیض روا نه و.

لیکوال: سهیل صالحي

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې