دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
زموږ د ماشومانو برخلیک به څه ډول شي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
زموږ د ماشومانو برخلیک به څه ډول شي؟

  (ژباړه)

 ځوانان لوړو هیلو ته اوږه ورکوونکي، خطر منونکي او نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوونکي دي. دوی د هر ملت هیلې او د هرې ټولنې د تغییر او پرمختګ لامل دي. خو پوښتنه دا ده چې زموږ ځوانان ولې داسې دي؟

ځکه ځوانان په واقعیت ډېر ژر پوهېدای شي. ځوانان خپلو ځانګړنو، په دې برخه کې توانمند کړي دي. چې کله ځوانان د ماشومتوب له پړاو (هغه پړاو چې د ژوند د امورو په تدبیر او زده کړه کې پر کورونۍ او معلم تکیه کوي) څخه راوځي، نو دوی په دغه پړاو کې داسې احساس کوي، چې خپل ټول مسوولیتونه پر غاړه واخلي او نور پر چا تکیې ته اړتیا نه لري. دوی په دغه وخت کې ژوند او ټولنې ته د څېړونکي په سترګه ګوري او غواړي په ژوند کې خپل رول ولوبوي.

ځوانان تل د داسې موکې په لټه کې دي، چې له هغې په ګټه اخیستنې خپلو موخو او لوړو هیلو ته ورسیږي. هر هغه څه چې د دوی پر لار خنډ شي، پر وړاندې یې دریږي. ځوانان د هرې هغې غونډې او خوځښت په سر کې وي چې د بدلون لامل ګرځي او خلک د ترخو واقعیتونو پر وړاندې راپورته شوي وي. دغه راز دوی په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي. ځوانان داسې څه نه لري، چې له لاسه یې ورکړي او پر هغې زیانمن شي او یا یې وژړوي. د ځوانانو واقعيٍ زیان د هغوی په خاموشي او د هغو چانسونو په نشت کې دی، چې د تحرک او پرمختګ اجازه ورکوي.

د ټولو نظامونو او سیاستوالو اندېښنه ځوانان دي، ځکه ځوانان د ټولو پلانونو او پروژو پلي کوونکي دي، د دوی لوړ خیالونه، قربانۍ او ... هېڅ پوله نه پېژني.

ممکن داسې پوښتنه درته پیداشي چې دا دومره سریزه د څه لپاره ده، په داسې حال کې چې د مقالې عنوان «زموږ د ماشومانو برخلیک به څه ډول شي؟» دی.

په ځواب کې باید ووایو: اوسمهال امت په تر ټولو ناوړه حالت کې دی، نو باید درد او د درملنې سرچینه یې وپېژني. اوس امت پر دې پوه شوی چې د دې بدمرغه ژوند لامل حاکمه سیاسي طبقه ده. هغه طبقه چې امت په داسې نظامونو مدیریت کوي، چې پرمختګ ونه کړي او د نهضت مخه یې ونیسي. ځکه دغه طبقه د غربي ښکېلاکګرو کفارو مزدوره ده، د امت دولت یې له منځه یووړ او له ډېر وخته یې د اسلامي خاورو هېوادونه استعمار کړي دي. وروسته ښکېلاکګرو د دولتونو څېرې او تش په نامه خپلواک دولتونه جوړ او د امت بچیانو ته یې ورسپارلي دي. هغو کسانو ته چې په غرب او د هغوی په پرمختګ میین دي، پل یې د هغوی په پله اېښی، فکر کوي دوی به هم د غرب پشان مادي پرختګ تر لاسه کړي. سره له دې چې څو څو ځله یې ټینګار کړی چې لار یې سخته ده؛ خو بیایې هم دغې لارې ته دوام ورکړی او دا ستونزمن کار یې تر هغې ښه بللی چې دوی ته عزت وربښي.

دغه فاسده طبقه، چې د امت له قضیو سره یې خیانت کړی، د دوی د فساد بوی د زغملو نه دی او امت ترې ناهیلی شوی دی. هغه څه چې د غرب په واک کې دي او د هغې په وسیله یې امت له بېدارۍ او نهضت څخه منحرف کړی، هغه وسله ده چې د نشتون په صورت کې یې هېڅ ډول نهضت شونی نه دی. دا وسله هغه ځوانان دي چې د خپل امت لپاره اخلاص لري، د خپلې قضیې پر ارزښت پوه شوي او پر خپل رب او د هغه پر رسول باور لري. که دا طوفان ولګېد استعمار او مزدوران به یې ټول له بېخه وباسي او هېڅ نښه به یې پرېنږدي. غرب تل د امت دغه ژوندۍ برخه مهاروي او د خپلو فاسدو حاکمانو حاکمیت زیاتوي، تر څو د امت پر ظرفیتونو او شتمنیو واکمن واوسي.

له ډېره وخته د امت د ځوانانو د ضایع کولو هڅې روانې دي، خو وروستیو انقلابونو پر غرب او ملګرو یې تور داغ کېښود. ځکه دوی د امت د ځوانانو د ذهنونو په فاسدولو نتیجې ته ونه رسېدل. د امت ځونان په ډېر سرعت راویښ شوي، خپله قضیه او د غرب هغه دسیسې یې پېژندلي، چې د دوی او د امت پر وړاندې یې جوړې کړي دي.

غرب بیا هم خپلې دسیسې پراخه او بنسټیزې کړي، خو اوسمهال د ځوانانو اسلامي فکري قاعده قوي شوې، که دښمن یې وهم غولوي، ډېر ژر دغه قاعده پکې راژوندۍ کیږي، راویښوي یې او په ډېر ډاډ سره د خپل دین لپاره راپورته کیږي. که ځوانان له ماشومتوبه په قوي فکري قاعده نه وي روزل شوي، نو په داسې حال کې دوی هغه ژور مفاهیم نه لري چې بېرته یې د حق لارې ته راوګرځوي. اوسنیو فرېبونو د امت ټولې کړۍ نیولي او په ټول توان یې په هر ډګر کې د معصومو ماشومانو سلیم فطرت موخه ګرځولی دی.

ټولې هغه تعلیمي برنامې یې لرې کړي، چې د ماشومانو عقیده اسلامي کوي او په بدل کې یې کفارو داسې شیان ځای پر ځای کړي چې مسلمانانو ته یې خپل دین مخشوش کړی دی. لکه، د دینونو د یووالي مفکوره، په دیني برخه کې یو د بل منل او له نورو سره جوړجاړی. د ماشوم حقونه، جنسي هویت او ... .

د فرهنګي او غیر تعلیمي مرکزونو له لارې بې منهجه برنامې، دغه راز د انټرنېټي سایټونو او ټلوېزیونو له لارې د بې حیایۍ برنامې خپرول او داسې لارې یې ورته رامنځته کړې چې د غرب ژوند ښه ورته وښیي.

د ماشومانو تر ټولو ښه غېږه، د اسلامي مفاهیمو لومړنی مرکز او لومړۍ معلمه، مور یې موخه ګرځولې ده. میندې دې ته تشویقوي چې له کوره ووځي او خپل ماشومان وړکتون ته واستوي. په داسې حال کې چې پلرونه یې د روزۍ او عصري ژوند د امکاناتو برابرولو په خاطر ټوله ورځ له کوره بهر بوخت وي. خو یو وخت د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول چې عبیدالله بن محص انصاري روایت کړی، د هر مسلمان شعار ګڼل کېده:

«من أصبح منکم آمنا فی سربه، معافی فی جسده، عنده قوت یومه فکأنما حیزت له الدنیا بحذافیرها»

(ترمذی)

ژباړه: هغه څوک چې سهار له خوبه راپاڅي، په خپل ځای کې د ارامۍ احساس ولري، صحتمند وي او د هماغه شپې او ورځې لپاره خواړه هم ولري، نو داسې دی لکه ټوله نړۍ چې له هر څه سره ورکړل شوې وي.

هر هغه پلار چې د خپلې کورنۍ لپاره یې امکانات نه دي برابر کړي، ظالم او کلک زړی بلل شوی، چې د خپلو زامنو ژوند یې تباه کړی او په ځینو مواردو کې د هغه پر وړاندې راپورته شوي او واک یې ترې اخیستی!     

په دې ډول زموږ ماشومان له موږ پردي کوي او فاسدوي یې. نه یې پرېږدي له هغوی څخه داسې ځوانان جوړ شي، چې د خپلې کورنۍ او امت لپاره د خیر او زیریو لامل وګرځي. غواړي زموږ له ماشومانو داسې ځوانان جوړ کړي چې په نړۍ کې له عیش او خوشګزرانۍ پرته بل څه ونه پېژني. د نهضت وده نه غواړي، غواړي چې د چارو واک د کم عقلانو او ځان پلورونکو په لاس کې وي، تر څو امت تل د خپل ځان تابع او ذلیل وساتي. په داسې حال کې چې پخپله هم هر څه ولري، خو بیا هم د دښمنانو ته لاس ونیسي؛ یوازې د وضعي نظامونو په حاکمیت راضي شي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی داسې الهي نظام را استولی چې د ژوند ټولې برخې رانغاړي او د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ لامل ګرځي.

دا د هغه امت کیسه ده، چې ماضي او حال یې لوټ شوي او تل یې ځواکمنې ارادې د دسیسو ښکار ګرځېدلي دي. دښمنان غواړي چې د امت لاسونه تل تړلي وي. د دې لپاره چې په راتلونکې کې یې ځوانان له لاسه ورکړي شیان ترلاسه نه کړي، ماشومان فاسدوي.

اې تر ټولو غوره امته! اې هغه کسانو چې الله تعالی د تر ټولو غوره امت او بشر ته د هدایت کوونکو لقب درکړی، د غفلت له خوبه راویښ شئ او خپله کمپله درنه لرې کړئ. دا نه وایم درته چې د خپلو ماشومانو چټل او خطرناک مفاهیم اصلاح کړئ، ځکه یوازې د دغو مفاهیمو اصلاح کول د هغو دسیسو لپاره بسنه نه کوي چې ستاسو او ستاسو د ماشومانو لپاره جوړې شوي دي. زه دا نه وایم چې د دغه حالت پر وړاندې، چې ستاسو ماشومان یې فاسد کړي، قیام وکړئ، زه وایم د خپل مسیر د اصلاح په موخه راپورته شئ، داسې یوه شفا ورکوونکې درملنه وګورئ، چې دغه فاسد حالت له منځه یوسي. له یوه ځواکمن دولت پرته هېڅکله نه شئ کولی چې د استعمار او د هغه د ویجاړوونکو دسیسو پر وړاندې ودرېږئ او د خلافت له دولت پرته به بل هېڅ داسې ځواکمن دولت ونه مومئ. موږ ولیدل چې له سنجونې او تیاري پرته انقلابونو موږ کوم ځای ته ورسوو او په څه ډول دامونو کې یې راګیر کړو، هغه څه چې هر چا نه شوای لیدای. په داسې حال کې چې هره ورځ د الله سبحانه وتعالی دا خبره وایو او ښکاره شعار مو دی:

﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾

[المنافقون: 8]

ترجمه: عزت خو د الله، د هغه د پیغمبر او مومنانو لپاره دی؛ خو دغه منافقان نه پوهېږي.

له شک پرته الله سبحانه وتعالی رښتیا وایي،  خو عزت، کرامت، د خپلو زامنو ملاتړ مو او هغه څه چې له موږ څخه اخیستل شوي تر هغه به یې تر لاسه نه کړو، تر څو چې د خلافت د بیا تاسیس په وسیله بیا اسلامي ژوند پیل نه کړو. هغه دولت چې د ټولو عامه مسلمانانو ریاست پر غاړه لري. ټول مسلمانان تر یوه بیرغ لاندې راټولوي، کارونه یې تنظیموي او د عزت او دبدبې ملاتړ یې کوي. غضب شوې سیمې بېرته نیسي، د دښمنانو په زړونو کې وېره اچوي چې زموږ په ژوند کې مداخله ونه کړي او خپلې غوښتنې پر موږ ونه تپي.

اې تر ټولو غوره او تر ټولو ښه امته! رهبري مو حزب التحریر ته ورکړئ. هغه حزب چې خپل خلک یې نه دي ناهیلي کړي او یوازینی حزب دی چې کولی شي خلک خپلو موخو ته هدایت کړي. هغه حزب چې د تاسیس له وخته یې خپله موخه او لاره مشخصه کړې ده. رهبرانو او شبابو یې په ډېر زغم ارام ژوند قرباني کړی او په بدل کې یې په زندان، شکنجه او له خپلې کورنۍ لرې ژوند انتخاب کړی دی. ډېری ځوانان یې د ښکېلاکګرو او د هغوی د مزدوران په لاس شهیدان شوي دي، خو هېڅکله له خپلې لارې نه دي اوښتي. خپل زغم ته یې دوام ورکړ، تر څو چې زغم یې رنګ راووړ. اوس خپلې موخې ته ډېر نیږدې شوي او ډېر ژر به د الله تعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیري ته ورسیږي. نور به د خلافت راګرځېدل او د امت لپاره اسلامي ژوند خیالي نه وي. ځکه دا اوس د هر مسلمان د زړه هیله ده او ورته سترګې په لاره دي. خو هغه څه چې د خلافت د تاسیس لپاره کم دي، هغه دا دي چې امت باید خپله واقعي رهبري وټاکي. داسې رهبري چې موخې ته په کتو خپل مسیر وپېژني. امت په سمه لاره برابر کړي. راشده خلافت امت له منځه تلو ژغوري او د ارامۍ او عزت پر لوري یې بیایي، هغه څه چې الله سبحانه وتعالی یې کولی شي.

﴿وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾

[التوبه: 72]

ژباړه: او تر هر څه زیات دا چې د الله رضا به ور په برخه شي، همدا ستر بری دی.

لیکواله: اسماء الجعبه

ژباړن: حبیب الله

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې