دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت تاسیس د نړۍ پر هر مسلمان فرض دی، هغه که د یوه ظالم دولت تر جبر لاندې وي او که نه!
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت تاسیس د نړۍ پر هر مسلمان فرض دی، هغه که د یوه ظالم دولت تر جبر لاندې وي او که نه!

د کمونیستي ځواک تر ړنګیدو او قرغېزستان تر ازادۍ وروسته، دا هېواد غواړي وښيي، چې یو سیکولر دولت دی او نور د الحاد له مفکورې نه دی متاثره، دغه راز هر فرد ته د عقیدې ازادي ورکوي؛ خو په حقیقت کې هر څه بل ډول دي. په وروستیو کلونو کې مسجدونه، مدرسې او د اسلامي تعلیماتو ادارې زیاتې شوي دي. مسلمانان، چي د قرغېزستان د نفوس ۸۶ سلنه جوړوي، ورځ تر بلې په ورځني ژوند کې اسلام ته مخه کوي او همدارنګه شریعت اوس په اړینو سیاسي موضوعاتو کې مطرح کېږي. دې واقعیت د قرغېزستان سیکولر دولت اندېښمن کړی او دولت هڅه کوي، چې د ترورېزم او افراطیت تر عنوان لاندې په هره ممکنه لار د ژوند په چارو کې د اسلام د خپرېدو مخه ونیسي.

پیل یې د اسلامي مرکزونو او عمومي ښوونځیو د درسي نصاب له نظارت څخه کړی، ان په ښوونځیو کې یې پر حجاب بندیز لګولی او ږیره لرونکي نارینه یې بې عزته کړي دي. دا د دولت له لوري د اسلام د پلي کېدو پر وړاندې د مداخلي پیل دی. همدارنګه دې ظالم سیکولر رژیم په 2004م کې د حزب التحریر پر ارزښتمن کار بندیز ولګاوه. له هغه راهیسي د حزب شباب او پلویان په ظالمانه ډول بندي شوي، تر څو د حزب غړي وډار کړي او دوی د اسلامي ژوند د عامولو له کار څخه را وګرځوي. ان د امت د ډارولو په موخه یې له کوم دلیل پرته ښځې زنداني کړي دي.

د همدې کال په جون میاشت کې یې اته مسلمانې ښځي ونیولې او دوې نور یې له کوم دلیل پرته تر اوسه بندیانې کړي دي. ارونو ارکین ګل او بکتایبیک کیز محبت له دې لامل زنداني شوي، چي د اسلام په اړه مواد ورسره وو. ظالم حکومت د دغو ښځو د عمر، ماشومانو، والدینو او روغتیا په اړه هېڅ باک نه لري. دوی له هرې ممکنه لارې هڅه کوي، چې سیکولر فکر نشر او خلک له اسلام څخه لیري کړي. 

د خلافت تر سقوط وروسته امت په دغه ډول ناوړه حالت کې دی. ښځې، اولادونه او والدین یې نه زغمونکي تکلیفونه ګالي. دوی بندیانېږي، شکنجه کېږي، جنسي ځورول کېږي، له لوږې سره مخ کېږي، بمبارېږي او د خپل ژوند لپاره له اسلامي طرز څخه منع کېږي. خو د خوښۍ زیری دادی، چي دوی دا قرباني د اسلام او الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره ورکوي او د دې په مقابل کې به انشاءالله بې شمېره اجرونه تر لاسه کړي. خو زموږ لپاره ځورونکې خبره دا ده، چې د یوه مسلمان په توګه موږ د اسلام لپاره څه کړي دي؟ ایا موږ هم له الله سبحانه وتعالی څخه د ورته اجر هیله لرو؟ په داسې حال کې چې موږ د دین لپاره هېڅ هم نه دي کړي او د ژوند په چارو مصرف یو. په داسې حال کې چې په ورته وخت کې زموږ وروڼه او خویندې د اسلام لپاره سختۍ ګالي. ایا د شرم خبره نه ده، چې له الله سبحانه وتعالی څخه د جنت د لوړو مقامونو غوښتنه کوو، په داسی حال کې چې موږ د اسلام لپاره کومه لویه قرباني هم نه وي ورکړې؟ موږ ځانونو ته کوچني او بې اړتیا مشکلات جوړو او بیا ورته د امتحان نوم ورکوو او هره ورځ پرې بوخت یو. د امت اصلي حالت او په دې دنیا کې مو خپل اصلي مسوولیت له یاده وتلی دی. د دې مطلب دا نه دی چې هر یو دې بندي یا شکنجه شو، بلکې هدف دا دی چې موږ ځانونه د دې امت غړي وبولو، له امت سره کار وکړو، چې حقیقي ازادي تر لاسه کړي او په دنیا کې خپل وخت د الله سبحانه وتعالی  د دین په لار کې مصرف کړو.

نافع روایت کوي چې وایي: عبدالله بن عمر ماته وویل، چې ده له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویې فرمایل:

«من خلع يداً من طاعة لقي الله يوم القيامة لا حجة له، ومن مات وليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية». (رواه مسلم)

ژباړه: څوک چې د الله سبحانه وتعالی له اطاعت څخه لاس واخلي د قیامت په ورځ به په داسې حال کې له الله تعالی سره مخامخ شي چې هېڅ دلیل به ونه لري او څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې د بیعت کړۍ یې په غاړه کې نه وي، نو مرګ یې د جاهلیت دی

د خلافت تاسیس د نړۍ پر هر مسلمان فرض دی، هغه که د یوه ظالم دولت تر جبر لاندې وي یا نه.  د یوه داسې لوي فرض پر وړاندي بې پروايي لویه ګناه ده او د الله سبحانه وتعالی له لورې د سختې سزا لامل ګرځي. ځکه خو موږ الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو، چې په قرغېزستان کې زموږ د زنداني شویو خویندو امتحان اسانه او د قرغېزستان د ظالم دولت له منګولو یې وژغوري. دغه راز موږ ته د دې فرصت راکړي، چې د نبوت په منهج د خلافت د بیا تاسیس په نیک کار کې برخه واخلو او له دې لارې د عظیم اجر تر لاسه کولو موقع پیداکړو. آمین اللهم آمین!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

 لیکواله: امینه عابد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې