پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له مسجد الاقصی څخه پر طالبانو غږ!
بسم الله الرحمن الرحيم
له مسجد الاقصی څخه پر طالبانو غږ!

اې طالبانو! هڅه وکړئ چې د خزرجیانو په څېر شئ

امریکا په یوه ناڅاپي اقدام کې له افغانستان څخه ووتله او طالبان پر دغه هېواد واکمن شول. د کابل له هوایي ډګر پرته، چې ډېر واقعیتونه یې ښکاره کړل، امریکایي، ناټو او ترک ځواکونه هڅه کوي، څو د هغو الوتکو جریان او امنیت خوندي کړي، چې امریکایي وګړي، د هغوی افغان همکاران او نور بهرني کسان له افغانستان څخه باسي. د دغو کسانو د وتلو بهیر ډېر ځورونکی او له درده ډک و او د نیمګړې واکمنۍ ښودنه کوي.

امریکا په داسې حال کې چې دلته یې سلګونه زره مسلمانان ووژل، هڅه کوي چې په ناهیلۍ او د ماتې په احساس سره د امپراتوریو له قطاره ووځي. هغوی ادعا کوي چې شل کاله وړاندې، د سپټمبر د ۱۱مې پېښې له عاملینو څخه د غچ اخیستلو ماموریت یې پایته رسولی دی.

امریکایان تر دې وړاندې د مجاهدینو تر ځپونکو بریدونو لاندې وه، چې د وتلو هوډ یې ونیو؛ خو د تېښتې لاره یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره خبرې اترې وې؛ چې له بده مرغه دا څه پر مسلمانانو د کفارانو د واکمنۍ لپاره یوه لاره شوه.

موږ پوهېږو چې په طالبانو کې صادق او مخلص وروڼه شته، چې د خپل حاکمیت د لومړي پړاو په وروستیو ورځو کې یې د غرب پر وړاندې سر ټیټ نه کړ؛ په هغه وخت کې مو هغوی ته نصیحت وکړ چې د نبوت پر تګلاره راشده خلافت اعلان کړي، خو هغوی زموږ خبره ونه منله. وروسته پوه شول چې پېښمانه شول، خو هغه وخت فرصت له لاسه وتلی و. اوس یو ځل بیا هغوی همغه نصیحت ته متوجه کوو، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې مو هغوی ته ویلي وو، چې له امریکا سره د خبرو اترو بهیر ودروي؛ څو امریکا ونه شي کولی، هغه څه چې د جګړې له لارې یې تر لاسه نه کړل، د خبرو له لارې تر لاسه کړي. په بشپړ یقین سره پوه شئ چې د اسلامي امت برخلیک ټاکونکې قضیه همغه د خلافت بیا راتګ دی، ځکه خلافت د الله سبحانه وتعالی فریضه او ژمنه ده او تاسیس یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دستور اطاعت او د هغه صلی الله علیه وسلم زیری دی.

پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی هېڅ وخت د اسلام او سېکولرېزم په ګډ حاکمیت کې ګډون کول نه مني، ځکه الله سبحانه وتعالی ته پاکي د منلو ده. یا د ځایناستې او تمکین تر وخته د کفر پر وړاندې په بشپړه توګه اسلام، چې ښکاره بریا بلل کېږي او یا د خبرو اترو په ګرداب کې ډوبېدل چې دا په ښکاره توګه خسران او زیان دی.

اې طالبانو! موږ د اقصی له مبارک مسجد څخه تاسو ته خطاب کوو: تاسو نن ورځ ځواکمن او تر هر وخت پیاوړي یاست او په داسې حالت کې یاست چې د افغانستان حاکمیت له تاسو سره دی، څنګه چې د یثرب حاکمیت له خزرجیانو سره و. کله چې خزرجیانو حق ومانه، د حق غږ ته یې نصرت ورکړ او د عقبې په دویم بیعت کې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ژمنه وکړه. هغوی وویل، څنګه چې له خپلو مېرمنو او مالونو څخه دفاع کوو، دغسې به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هم ملاتړ وکړو. دا څه د دې لامل شول چې الله سبحانه وتعالی هغوی ته نصرت ورکړي او دغه قوي دین پخپل ښار کې تاسیس کړي. دا نصرت ورکول د هغوی لپاره ستر ویاړ وبلل شول او په هغه خاوره کې د اسلام د لومړي دولت ستنې ټینګې شوې.

وروسته د اسلام مبارک دین د جهاد او فتحو له لارې موږ او تاسو ته راورسېد. بیت المقدس د عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت په وخت کې فتح او د لومړي ځل لپاره د اقصی مسجد بنسټ د اسراء او معراج په خاوره کې کېښودل شو. وروسته صلاح الدین ایوبي رحمه الله دغه مسجد له صلیبیانو ازاد کړ. نو اې طالبانو! تاسو هم هغه فرصت تر لاسه کړی، څو نوي خزرجیان پاتې شئ. هغو کسانو ته نصرت ورکړئ چې د خلافت دولت د تاسیس غږ پورته کوي او د یاد دولت اساسي قانون یې چمتو کړی دی؛ څو په دې ترتیب سره ستاسو وړتیاوې د هغوی له امکاناتو سره یوځای شي او هغه وخت افغانستان د نبوت پر تګلاره د راشده دویم خلافت دولت خاوره اعلان شي. هغه وخت به ډېر ژر د پاکستان مسلمانان خپل خاین حکام وباسي او له خلافت دولت سره به یوځای شي. له دې وروسته به په ډېرې چټکۍ د «منځنۍ اسیا» هېوادونه یو پر بل پسې له خلافت دولت سره یوځای شي. همدارنګه تاسو به ډېر ژر د بیت المقدس پر لور حرکت وکړئ او دغه پاکه خاوره به یو ځل بیا فتح او ازاده کړئ. د دې تر څنګ به د ټولو مسلمانانو اقصی مسجد له غلامۍ څخه وژغورئ، همغه عزت او شرف به تر لاسه کړئ چې خزرجیانو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په نصرت ورکولو سره ترلاسه کړل.

اې طالبانو! دا حق خبره ده او پوهېږئ چې : ﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ﴾؟! ژباړه: «له حق وروسته له ګمراهۍ او لارورکۍ پرته بل څه نشته.

پوه شئ چې د حق لارې پیروي موږ ټول مسلمانان له هغو بلاګانو څخه ژغوري چې اوسمهال موږ ورسره مخ شوي یو.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت پر ځای کړئ ،کله چې تاسو ته د هغه څه پر لور بلنه درکوي چې تاسو ته ژوند درکوي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ شته او تاسو ټول د قیامت پر ورځ د هغه لور ته ورګرځئ.

اې الله سبحانه وتعالی! په طالبانو کې زموږ د وروڼو زړونه له یو بل سره یوځای وساتې او له هغوی څخه د اوسني وخت انصار جوړ کړې. هغوی او ټول مسلمانان د واحد دولت او بیرغ تر سیور لاندې راټول کړه، په دې کې شک نشته چې الله سبحانه وتعالی د دغه کار وړتیا لري. امین

دغه مطلب د الاقصی مسجد او مدرسې خطیب شیخ عصام عمیرة د حزب التحریر د مرکزي دفتر د راډیو لپاره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې