یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا د خلافت تاسیس ناممکنه موخه ده؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا د خلافت تاسیس ناممکنه موخه ده؟

اوسمهال کله چې مسلمانان د خلافت تاسیس ته رادعتوو، ځينې یې وایي؛ په اوس زمانه کې د خلافت تاسیس غیر واقعي موخه ده، په داسې حال کې چې خلافت په اسلام کې د دین له اساسي اصولو څخه دی.

په دې ویډیو کې د خلافت واقعیت له مختلفو زاویو څخه څېړو:

خلافت د اسلامي امت د تاریخ نه بېلېدونکی اصل دی:

خلافت تقریباً ٪۹۴ د اسلام تاریخ جوړوي، چې دا ځواکمن دولت په ۱۹۲۴م، کې په رسمي توګه سقوط شو. حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د مسلمانانو لومړنی خلیفه او سلطان عبدالحمید ثاني یې وروستی هغه و. که څه هم د مسلمانانو تاریخ لوړې ـ ژورې او د کمزورۍ ټکي درلودل، خو بیا هم د حکومتدارۍ کیلي د مسلمانانو په لاس کې وه، چې هغوی د خلفاوو د حکم تر نعمت لاندې ژوند کاوه. راشده خلافت، د امویانو، عباسیانو او عثمانیانو خلافتونه ټول دا ښیي، چې خلافت د اسلام په تاریخ کې ژورې رېښې لري. په همدې دلیل له اسلام پرته، هېڅ ډول سیاسي اصولو لکه، دولت ـملت د امت په درد نه دي خوړلي او نه خوري، ځکه دا ډول حکومتولي د اسلامي امت له یووالي او عقیدې سره په ټکر کې ده.

خلافت د بشر په تاریخ کې ژورې رېښې لري. ان غربي مفکرین یې د عظمت په اړه ګواهي ورکوي. آدم سمېت وایي: «داسې ښکاري چې د خلفاوو امپراطوري لومړنی داسې دولت و، چې تر چتر لاندې یې نړۍ په لوړه کچه ارامتیا درلوده. د سخاوتمندو پاچاهانو تر حاکمیت لاندې د یونان پخوانۍ فلسفه او نجوم په شرق کې بیا راپورته شول. هغه ارامتیا چې عادل، مهربان او دین محوره دولت د خپلې عظیمې امپراطورۍ ګوټ ګوټ ته ورسوه او د بشریت د بېدارۍ لامل شوه.»  

خلافت د اسلامي شریعت د پلي کولو یوازینی چوکاټ دی

د دې فکر چې اسلام په غربي سیاسي چوکاټونو لکه، ډیموکراسي، جمهوریت، شاهي، دیکتاتوري او نورو کې پلي کېږي، هېڅ ډول شرعي بنسټ نه لري او له واقعي پلوه د عملي کېدو وړ نه دي، ځکه هره ایډیولوژي د انسانانو د ستونزو لپاره ځانګړې حلارې لري، چې باید د هماغې اېډیولوژي په اصلي چوکاټ کې وي او که چېرې حلارې د هغې له اصلي چوکاټ پرته په نورو کې حل شي، نو د انسانانو ستونزې نه یوازې حل کولی نه شي، بلکې نورې ستونزې زېږوي.

که د دې تمه لرئ، چې اسلام په سمه او پوره توګه د انسانانو ستونزې حل کړي، باید په کامل ډول د یوه عملیاتي سیسټم (Operating System) په توګه نصب شي. اسلام کوم کوچنی پروګرام (اپلېکیشن) نه دی، چې پر هر سیسټم یې نصب کړو. د اسلامي احکامو اپلېکیشن یوازې د خلافت پر عملیاتي سیسټم د نصب او پلي کېدو وړ دی او بس. که دا اپلېکیشن د خلافت له عملیاتي سیسټم پرته پر نورو عملیاتي سیسټمونو نصب کړئ، اول خو کار نه ورکوي او که کار هم ورکړي، په دوام کې یې تخنیکي ستونزې راپورته کېږي. خلافت د اسلامي دولتدارۍ نظام دی، چې اسلام په داخل کې پلی کوي او د بشر لپاره یې د دعوت او جهاد له لارې بهر ته لېږدوي.    

ډېرې حقوقدانانو د اسلام د حاکمیت په تاریخ کې د خلافت دولت د رول، حقونو، دندو او د هغه د مکلفیتونو په اړه لیکلي دي. د بېلګې په توګه د شیباني اثر نړیوالې اړیکې، د ابو یوسف کتاب الخراج او د اسلام په طلایي پړاو کې د داسې نورو نومونه یادولی شو. فقها او حقوقدانان لکه امام ابو حنیفه، امام شافعي، امام حنبل او امام مالک، د اهل سنت مذهب د بنسټ ايښودونکو په توګه او همدارنګه د هغه حقوقي مکتب بنسټ ايښودونکي چې ۷۰٪ اهل سنت مسلمانان پیروي ترې کوي، په ځانګړي ډول امام ابو حنیفه افغاني خلافت د اسلام تر ټولو مهمه وجیبه بولي. دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې له مخکې د سیاسي نظم چوکاټ ټاکلی او فرمایلي یې دي:

«بني اسرائیل پیغمبرانو رهبري کول. کله به چې یو پیغمبر وفات شو، بل به یې ځایناستی کېده. خو له ما وروسته به بل پیغمبر نه وي، خلفا به راشي او شمېر به یې زیات ويئ.» وروسته اصحابو وفرمایل: «موږ ته څه دستور راکوئ؟. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «له هغوی سره یو پر بل پسې بیعت وکړئ او اطاعت یې وکړئ. الله تعالی چې څه چا ته سپارلي حساب یې ترې غواړي.»

هېچا ته د دې اجازه نشته چې د اسلام قوانین له مختلفو لارو او د خلافت له دولت پرته پلي کړي. دغه راز د دې جواز نشته چې د اسلام قوانین یوازې په عقوباتو پورې محدود کړي او یا هم د اسلامي قوانینو پلي کول د یوه هېواد په استعماري پولو پورې محدود کړي. ځکه الله سبحانه وتعالی د ټولو عالمیانو رب دی او د الله تعالی حاکمیت د یوه ځانګړي هېواد او یا د یوه ځانګړي انساني قشر لپاره نه دی راغلی، د هغه تعالی قوانین د ټول بشریت لپاره دي. نو له همدې امله په دغه موضوع کې د مسلمانانو لپاره د هېڅ ډول مصحلت ځای نشته.

خلافت په شرعي نصوصو کې رېښه لري:

الله سبحانه وتعالی په قرانکریم کې مسلمانان د شرعي احکامو پلي کولو ته رابولي.

{وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ}[مائده: ۴۹]

  ژباړهنو اې محمده! صلی الله علیه وسلم ته د دې خلکو د چارو پرېکړې له قانون سره سمې وکړه او د هغوی د خواهشاتو پیروي مه کوه.

په دغه ایت کې کوم ځانګړی شوی دلیل نشته، خطاب یې ټول مسلمانان دي. نو حاکم یا خلیفه باید وي، چې الهي احکام په ټولیزه توګه پلي کړي او د الله تعالی له حکم سره سم په خلکو کې پرېکړې وکړي. یوازې د خلافت دولت د اسلام قوانین په ټولیزه توګه او د ژوند په ټولو برخو کې پلي کړي او د دعوت او جهاد له لارې اسلام تر نړیوالو پورې رسوي. همدارنګه د شرعي احکامو یوه زیاته برخه، چې الله تعالی پر مسلمانانو فرض کړي، جمعي (ټولیز) دي، چې له خلافت پرته یې پلي کول ناممکن دي. لکه؛ د دعوت لېږد، جهاد، قضاوت، امربا المعروف او نهی عن المنکر ، حدود او ... .  

{وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا}[مائده:۳۸]

ژباړه: غل، که نر وي که ښځه، د دواړو لاسونه پرې کړئ. دا د هغوی د کړنو بدله او د الله تعالی له لوري د عبرت سزا ده.

الله تعالی د مسلمانانو تر منځ تفرقه او جګړه په سختو ټکو منع کړې او دا مسلمانانو ته حرامه ده، چې یو واحد امت نه وي؛ د واحد دولت له موجودیت پرته، واحد امت نه جوړیږي. ځکه له واحد دولت پرته، د اسلامي امت سیاسي او جقرافیوي وحدت امکان نه لري.

الله تعالی فرمایلي دي:

{وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ}[الانفال:۴۶]

ژباړه: د الله او د هغه د رسول امر منونکي اوسئ، په خپلو منځو کې شخړه مه کوئ، که نه نو په تاسو کې له کمزوري پیداشي. برم (د مقاومت توان) به مو له منځه ولاړ شي. له زغم څخه کار واخلئ په یقیني توګه الله تعالی د صابرانو ملګری دی.

الله سبحانه وتعالی په متعددو نصوصو کې پر مسلمانانو د حاکم یا خلیفه اطاعت فرض کړی او فرمایلي یې دي:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ}[نساء:۵۹]

ژباړه: اې مومنانو! د الله، رسول او خپلو امراوو اطاعت وکړئ.

دغه ایت په مسلمانانو کې د خلیفه د شتون پر وجوب دلالت کوي. الله تعالی هېڅکله له داسې چا څخه پر اطاعت امر نه کوي، چې شتون ونه لري، نو اطاعت په هغه حالت کې کېږي، چې په مسلمانانو کې حاکم یا خلیفه وي. دغه راز کله چې الله تعالی د اولی الامر د اطاعت دستور ورکوي، په دې مانا چې د اولی الامر یا خلافت یې هم امر کړی دی، ځکه له هغې پرته شرعي حکم نه تر سره کېږي. نو پر مسلمانانو لازمه ده، چې الاامر (خلیفه) او خلافت تاسیس کړي، چې اطاعت یې وکړي.

خلافت د الله او رسول زیری دی

له مومنینو سره د الله تعالی له لوري د نصرت ژمنه شوې؛ هغه ذات چې هېڅکله خپله ژمنه نه ماتوي. هغه کسان چې اېمان یې کمزوری دی، په دغو ژمنه باور نه شي کولی، په داسې حال کې چې د الله تعالی ژمنه حق ده:

{وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا}[نور: ۵۵]

ژباړه: الله تعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې اېمان یې راوړی او ښه عملونه وکړي، ژمنه کړې، چې هغوی به په ځمکه کې هماغه شان خلیفګان وګرځوي، لکه له هغوی مخکې کسان یې چې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به دین په محکمو بنسټونو ودروي، چې ورته خوښ کړی یې دی او د هغوی د وېرې اوسنی حالت به په امن ورته بدل کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو او مومنانو ته همېشه داسې زیري ورکړي، چې ځينې یې رامنځ ته شوي او ځينې نرو د رامنځ ته کېدو په حال کې دي. ‌ډیری وخت به چې کله صحابه د مایوسۍ په حالت کې وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم به د لویو فتحو زیری ورکاوه، چې د دغو زېرو په اورېدو به یې په سترګو کې د خوشحالۍ اوښکې راپیداشوې او له دې امله به یې ارادې پیاوړې کېدې.

د بېلګې په ډول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د فارس امپراطورۍ او قسطنطنیې د فتحې، له یهودو سره د جګړې پرېکړه او ټولې نړۍ ته د اسلام د پیغام د لېږد خبر ورکړی، چې له ډلې یې د فارس او قسطنطنیې فتحې تحقق موندلی او نور به هم تحقق ومومي. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زیریو کې د خلافت د بیا راګرځېدو زیری هم شته. له نعمان بن بشیر څخه په حدیث کې داسې روایت شوی دی:  

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ الله ُأَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيّاً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ُثمَّ سَكَتَ» [مسند امام احمد]

ژباړه: تر هغه چې الله تعالی وغواړي ستاسو په منځ کې به نبوت او پیغمبري وي او که چې الله تعالی غواړي هغه له منځه وړي او وروسته به د نبوت په منهج خلافت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او وروسته به داړونکې پاچاهي حاکمه شي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي، وروسته به ظالمه پاچاهي حاکمه شي، که الله تعالی وغواړي هغه هم لرې کوي او بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي او ورسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سکوت وکړ.

 

 

هغه حکومتونه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې ذکر شوي او وروسته په واقعیت بدل شوي او تر اوسمهاله یې حکومت کړی، په لاندې ډول دي:

۱ـ د نبوت پر منهج د خلافت پړاو، چې د راشده خلفاوو د حکومت مهال رانغاړي.

۲ـ د شاهي داړونکي حکومت پړاو، چې د معاویه له خلافت څخه پیل او په عثماني خلافت پای ته رسېږي.

۳ـ د جبر او ظلم د حکومت پړاو، چې له خلافت څخه وروسته تر اوسمهاله زمان رانغاړي.

۴ـ د نبوت پر منهج د خلافت پړاو، چې زموږ زړونه، روح او روان ورته په تمه دي.

موږ به د خلافت راګرځېدل وینو، د خلافت راګرځېدل خوب او خیال نه دی، خلافت یو واقعیت دی. د مسلمانانو په مختلفو قشرونو کې اسلامي بېداري زیاته شوې او نور مسلمانان له بشري نظامونو او د هغوی له خطرناکو مفکورو له ډیموکراسي، جمهوریت، نشنلېزم او وطن پرستۍ څخه، چې د امت د بېلوالي لامل شوې، ستړي شوي دي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې