- مطابق
د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د لومړي ځل لپاره د فلسفې په اړه دری ورځنی نړیوال کنفرانس تر سره شو. په دغه کنفرانس کې د فلسفې خودپالو پوهانو ګډون کړی و، چې ریاض له مختلفو هېوادونو د ګمراه مفکوره لرونکو فلاسفه وو کوربتوب وکړ. دغه کنفرانس ته له نړیوالو او سیمه ییزو بنسټونو راغلو فلاسفه وو دا کنفرانس د سعودي په تاریخ کې یوه نمونه یاد کړ او په ناستو کې یې «د معاصرو فلسفي موضوعاتو په اړه مناقشه» تر شعار لاندې پر مشکوکو او الحادي موضوعاتو خبرې وکړې.
عرب او نور مشهور شخصیتونه چې په دغه کنفرانس کې یې ګډون کړی وو: د سعودي د فلسفې د پلاوي غړی عبدالله همیلي، عبدالله غذامي، عبدالله مطیري، وهبة الدغیدي، د ښوونې او روزنې سلاکار او له بهرنیو هېوادونو د فرانسې مشهور فیلسوف لوکا ماریا سکار أنتینو، د افریقا په لوېدیځ کې د برېتوریا پوهنتون د فلسفې استاد مفوتشیفاز، د امریکا پنسلوانیا پوهنتون اوسنی استاد نیکولاس دی وارنا، د امریکایي د فلسفې استاد کریستوفر فیلیبس او د بروکسېل په پوهنتون کې د بلژیک فلسفې استاد هیرنان غابرییل.
د یاد کنفرانس د ډېری غړو د دریو ناستو د بحث موضوع د اسلام په عقیده کې شک و او فلسفه یې د اسلامي شریعت د بدیل په ډول قیاس کړه.
که په دغه کنفرانس کې د وړاندې شویو ورکشاپونو او مقالو عنوانونه په دقیق ډول وڅېړل شي، نو د هغوی په فکرونو کې فکري تزلزل او چټلي، چې پکې ورداخله شوې، له ورایه ښکاري. د بېلګې په ډول؛ لومړی ورکشاپ د «زموږ په راتلونکي کې فلسفې ته ځای ورکول» په عنوان. دویم ورکشاپ «د انسان عقل او له تمې لیرې» عنوان او د بصیرت موسسې له لوري ځانګړی ورکشاپ «د ځوانانو لپاره د لویو فلسفي افکارو» په عنوان ترسره شول. همدارنګه د «څه ډول ماشومان فیلسوف کېدو ته اړ کړو» تر عنوان لاندې او د «تاریخ ته بیاکتنه» په عنوان ورکشاپ تر سره شو. د مهرګان په نامه جشنواره کې «له تمې لیرې» مفهوم وړاندې شو، چې پکې هیرنان ګابرییل «باورونه له تمې لیرې او پټو پورې اړوند دي» تر عنوان لاندې مقاله کې وړاندې کړ. په داسې حال کې چې عبدالله همیلي «له تمې لیرې او تاریخ تر منځ اړیکه» تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کړه. دغه راز د کنفرانس په یوه ناسته کې «په علم کې زمان، فلسفه او دیني فکر» هم وړاندې شو.
نو زموږ په راتلونکي کې فلسفې ته ځای ورکول یوازې د اسلام په قیمت تمامېدای شي، ځکه فلسفه او اسلام سره یو ځای کېدای نه شي او فلسفه کفر ته ورته مفکوره ده، چې دین ته ارزښت نه ورکوي.
دغه راز د ډېری ورکشاپونو د عنوانونو هڅه د انساني عقل د توان تر پوښتنې لاندې راوستل و؛ هغه عقل چې د هغې په واسطه اسلام انسان له نورو مخلوقاتو بېل کړی او کرامت یې ورکړی دی. همدارنګه د دغو ورکشاپونو موخه د اسلام د تاریخ تر پوښتنې لاندې راوستل و، تر څو په دې سره ماشومان په ناسمه لار او فیلسوف وروزي او یا هم دا چې د فلسفې تر اغېزې لاندې راشي او له خپل فطرت څخه لیري شي. غواړي په دې طرحو سره چټل فلسفي افکار ذهن ته ورداخل کړي او له ماشومتوبه یې په الحادي افکارو کې رالوی کړي.
خو په علم کې د وخت مفهوم او فلسفه او دیني فکر کې اسلام ته ښکاره سپکاوی دی. ځکه علم له فلسفې سره نیږدې کوي او دیني فکر چې دلته ترې موخه اسلام دی له علم څخه بېل بولي. یعنې علم له فلسفې سره نیږدې او اسلام له جهل سره ملګري بولي.
له تمې لیرې او پټ تر منځ اړیکه د مسلمانو ځوانانو د فکرونو د منحرفولو لپاره ده او هغوی له صحیح اسلامي تفکر څخه لیرې کوي.
د سعودي پاچاه له دغې کنفرانس څخه په مسلاتړ سره په ښکاره ډول د اسلام پر وړاندې د جګړې اعلان کوي او دا له دې سره مرسته کوي، چې الحادي افکار د فلسفې له شعار سره د حجاز ځوانانو ته ورورسېږي او د اسلام د له منځه وړلو لپاره یې هېڅ ډول ممکنه لاره نه ده پرېښې او له اسلام سره د مبارزې په برخه کې یې هر کار ته لاس اچولی دی. نو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د کمېټې ځای د خوشحاله وخت تېرولو او عیش کولو کمېټې نیولی دی، منکرات او چټلۍ یې ازادې پرېښي او ښه کارونه یې له منځه وړي دي. نو له دې اړخه د عربستان ښارونه د ډیسکو، فسق او فحشا په مرکزونو اوښتي او له کفارو سره د جهاد او جګړې په برخه کې چې څه دي، عربستان له خپل نصاب څخه په کامل ډول ایستلي دي، په خپل روزنیر پروګرام کې یې د پینځه پنځوس بدلونونو په راوستلو سره روزنیز منهج بدل کړی دی. خو سعودي عربستان په خپل بهرني سیاست کې، سربېره پر دې، چې په مطلق ډول یې ځان په امریکا پورې تړلی، د ایغور مسلمانانو د ځپلو لپاره د چین تر څنګ هم ودرېد.
په داسې حال کې چې د سعودي مقامات مسلمان او مخلص علماء زنداني کوي، اسلامي خوځښتونه ان د جماعة التبلیغ په شان سوله ییز خوځښتونه لغوه کوي او ځپي یې او په ورته وخت کې مقدسې خاورې ته د نړۍ د چټلو کفارو ورتللو ته اجازه ورکوي او هغوی هلته خپل ناوړه او چټل فعالیتونه ترسره کوي.
تر څو چې د نجد او حجاز خاورې د آل سعود له حکومت څخه خلاصې نه شي، له دا ډول ایډیولوژیکو بریدونو نه شي خلاصېدای او یوازې د نبوت پر منهج خلافت کولی شي، د دې ډول حکامو دبدبو ته د پای ټکی کېږدي.
لیکوال: استاد احمد خطواني
ژباړن: حبیب الله حبیب