- مطابق
داسې ښکاري چې روسیې د اوکراین د پوځونو نظامي وړتیا ته په کمه سترګه کتلي او په جګړه کې یې بېوسه بولي. روسیې پخپل هغه باور کې تېروتنه کړې ده چې اوکرایني سرتېري به یې د بریدونو پر وړاندې ونه درېږي. د روسیې د برید پر وړاندې د اوکراین د ولسمشر همداسې چوپتیا، له احتیاطه ډک چلند او نرمۍ ته کم کتل هم ناسم وو.
اوکرایني ځواکونو په لومړي سر کې د اوکراین په ختیځه برخه کې د روسي ځواکونو برید ته ځواب ورنه کړ. روسیې داسې فکر وکړ چې اوکرایني سرتېري د ځواب ورکولو وړتیا نه لري. د اوکراین جمهور رییس ډېره هڅه وکړه چې له روسیې سره جګړه پیل نه شي، په داسې حال کې چې هوښیار بایډن هڅه کوله چې روسیه په اروپا کې د ورانوونکې جګړې پیلولو ته وپاروي.
روسیې د اوکراین نظامي وړتیا ته په کمه سترګه وکتل. دغه کم ګڼل د غرب په نظامي تحلیل سره نور هم پیاوړي او وهڅول شول او داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکي روسي ځواکونه به په نږدې ورځو کې کییف ونیسي. پر دې سربېره، روسیې پر خپله لوړه نظامي وړتیا غرور درلود.
روسیه په دونباس کې له ځمکني ملاتړه برخمنه وه، کله چې بلاروس له مسکو سره د مرستو هوکړه وکړه. دې هر څه پوتین نور هم مغرور کړ او د دې لامل شول چې هغه د اوکراین د وړتیا په تړاو ناسمه محاسبه وکړي، چې دا څه یې سیاسي فکر ته زیان ورساوه.
روسیې داسې پلان نه درلود چې ګواکي پر اوکراین د دوی برید به اوږد شي، بلکې روسیه په دې نظر وه چې کېدایشي دا جګړه په څو اونیو او یا څو میاشتو کې پای ومومي. په اوکراین کې د روسیې جګړه په نظامي دایره کې د سترې لوجستیکي نظامي ماتې د یوې بېلګې په توګه مطرح کېږي. د جګړې په لومړیو کې اوکرایني ځواکونه له روسي سرتېرو سره مسقیم ونه نښتل. پر ځای یې، د روسیې پر لوجستیکي موخو تمرکز درلود، چې د روسیې نظامي عملیات یې فلج کړل.
په ورته وخت کې روسیې د اروپا، ناټو او امریکا غبرګون ته هم په کمه سترګه وکتل. روسیه پر دې باور وه چې د اروپا انرژي د روسیې پر ګازو او تېلو ولاړه ده. داسې تر سترګو کېږي چې کرملېن له اوکراین څخه د ناټو نظامي ملاتړ ناسم محاسبه کړی دی. دغه هېواد وړاندوینه یې کړې وه چې امریکا به سخت اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي.
په هر حال، داسې وګڼل شول چې مسکو به څنګه چې په ۲۰۱۴ م کال کې د کریمیې د نیولو پر مهال بندیزونو ته ټینګ شو، اوس به هم دا وړتیا ولري چې د ورته بندیزونو پر وړاندې ودرېږي. بلخوا، روسیې باور درلود چې له یوې خوا د روسیې پر انرژۍ پورې د جرمني له تړل کېدو څخه ګټه واخلي او له بل لوري به د امریکا ضد فرانسوي لوری هم وکاروي، څو د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ دریځ رامنځته کړي.
همدارنګه داسې ترسترګو کېږي چې پوتین د امریکا د پالیسۍ او سیاسي فکري وړتیا په اړه ناسمه محاسبه کړې وه. روسیې باور درلود چې جګړه به یې د امریکا پر وړاندې ځواکمنه کړي، داسې چې د امریکا نړیوال باور به وساتل شي او له روسیې سره خبرو کولو ته به اړه شي.
وروسته به روسیه له امریکا او ناټو سره په امنیتي برخو کې نوي تړونونه لاسلیک کړي چې په پایله کې به د اروپا په ختیځه برخه کې د روسیې د ګټو ساتنه وشي. هغه محاسبه ناسمه وه چې ګواکي امریکا په یو ګرداب کې د روسیې د بندېدو هڅه کوي. مسکو هم ناسم پوه شوی چې امریکا دغه فرصت له چین څخه د روسیې بېلېدل بلل چې روسیه یې لومړی د اوکراین لپاره ساتلې وه او وروسته به د دغه هېواد له کمزورتیا څخه د چین پر وړاندې ګټه واخلي. هغه محاسبه هم ناسمه وه چې ګواکي بایډن په یوه اوږده جګړه کې د اروپا او نورو هېوادونو د ښکېلتیا لپاره هڅه کوي.
په یاد ولرئ چې د سوریې جګړې د روسیې عظمت ته ناسم احساس ورکړ. روسیې داسې فکر وکړ چې ګواکي د پخواني شوري اتحاد غوندې به یو ځل بیا خپل ځای ته ورسېږي. پوتین هیله څرګنده کړه چې له امریکا سره یوځای به د نړۍ د چارو رهبري وکړي. همدارنګه پوتین داسې فکر وکړ چې روسیه هم ستر قدرت ده او په حکومتدارۍ کې له امریکا سره برابره ده.
په افغانستان کې د امریکا سپکاوی، له چین سره پر سیالۍ د امریکا تمرکز، د متحده ایالاتونو دوه قطبي کېدل، د امریکا د ۲۰۱۶ م کال په ټاکنو کې د روسیې رول او د امریکا پر بېخبنسټونو د روسیې سایبري بریدونه هغه څه وو چې روسیې ته یې کاذب باور وکړ.
داسې فکر یې کاوه چې امریکا په ځوړ حالت کې ده او د دغه هېواد د چارواکو په باور چې کېدایشي اوس له دې فرصته د روسیې د ګټې اخیستنې وخت رارسېدلی وي. نو پر همدغه اساس روسیې خپل قدرت ډېر لوړ باله.
اوس اسلامي امت ته روښانه ده چې د نړۍ چارې د وحشي قدرتونو په لاس کې دي، یعنې هغه هېوادونه چې د بشر د وینو په ارزښت د خپلو ګټو خوندي کېدو په هڅه کې دي. اوس یوازې اسلامي امت پاتې دی چې نړۍ د ښکېلاکګړو قدرتونو له ظلم څخه وژغوري. دغه قدرتونه اوسمهال لکه د ځنکل ځناور یو له بل سره جګړه کوي او کمزوري هېوادونه او ملتونه تر ستوني تېروي. د سترو قدرتونو نننۍ مبارزه د فارسیانو او رومیانو د شخړو تکرار ده، یعنې وړاندې تر دې چې الله سبحانه وتعالی اسلامي دولت د یو ستر قدرت په توګه راڅرګند کړي.
پرېږدی! چې امت خپل اصلي حالت ته بیرته وګرځي، پر هغه څه حکم وشي چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي وي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په جهاد کولو سره ظلم له منځه یوړل شي. دا یوازې اسلام دی چې کمزوری ژغوري او مظلومانو ته عدالت ورکوي. مسلمانان دې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره کوښښ وکړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی.
(ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ) [احمد]
ژباړه: وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت دولت وي.