- مطابق
په دې وروستیو کې اسرایل د خبرونو سرټکی و؛ د رپوټونو پام پر مسلمانانو د اسرایلو بریدونو او مسجدالاقصی ته اوښتی و. د یوه امت په توګه، د فلسطین په درد دردمن او پر هغو بریدونو په غوسه یو چې دوامداره د فلسطین پر خلکو کېږي. خو موږ باید پوه؛ شو کله چې نړیواله ټولنه د اسرایلو دا کړنې غندي؛ د رپوټونو او ارقامو له لارې زموږ پام د هغوی ظلم ته را واوړي او اسرایلو ته اجازه ورکوي چې زموږ پر وروڼو او خویندو ظلم او مسجدالاقصی ته سپکاوی وکړي. نړیواله ټولنه دا کړنې د بېغورۍ او پانګوال سیسټم ته د وفادارۍ له لارې کوي. ځکه موږ باید پوه شو چې اسرایل د یوه دولت-ملت په توګه د دغه سیسټم محصول دی او د دغه سیسټم منل، د اسرایلو د منلو په معنی دي.
«اسرایل» - یو ملي دولت
د اوسني نړیوال سیستم یو مهم اصل دا دی چې هر ملت د دولت لرلو حق لري. دا د دې سبب شو چې د ۱۹۰۰ کلونو په نیمايي کې د نړۍ په لر او بر کې آزادي غوښتونکي غورځونګونه رامنځته شول او نوي هېوادونه یې جوړ کړل؛ ځکه چې ملتونو د امپراتوریو له لوري مستقیم اشغال وو او هر ملت د خپل برخلیک ټاکلو لپاره مبارزه کوله.
دا د دولت-ملت نظریه وه چې یهودي اداره، اسرایل یې رامنځته کړ؛ ځکه چې اسرایلو ادعا وکړه چې دوی پر هغه ځمکه حق لري چې فلسطیني مسلمانان پکې اوسیږي. د وېش دغې نظریې ته انګلستان تبلیغ وکړ؛ انګلستان د عثماني خلافت تر راپرځېدو وروسته د مسلمانانو د خاورې ویش ته لیوال و او دا چې نور یې د مستقیم اشغال وړتیا نه لرله، له خپلو مستعمرو څخه د وتلو په حال کې وو.
امریکا هم د اسرایلو ملاتړ کاوه؛ په ۱۹۴۶م کې، د امریکا ولسمشر، ټرومن په فلسطین کې د سل زره بې ځایه شویو یهودو د منلو وړاندیز تصویب کړ او په اکتوبر کې یې په ډاګه د یهودي دولت له جوړولو ملاتړ اعلان کړ. د اسرایلو موجودیت ته په ۱۹۴۷ کال کې مشروعیت ورکړل شو؛ دا هغه وخت و چې ملګرو ملتونو د (۱۸۱) پریکړه لیک له مخې د فلسطین خاوره په یهودي دولت او عربي دولت وویشله. او په ۱۹۴۸ کې اسرایل رسماً د یوه یهودي دولت په توګه تاسیس شو.
د یوه ملت په توګه له یهودیت سره د اسرایلو اړیکه
دا یو یهودي دولت دی نو کډوال یهودیان او همدارنګه د دوی ماشومان او لمسیان حق لري چې اسرایلو ته کډه شي او له یهودي هویت سره د تړاو پر اساس حق لري چې (د ۱۹۵۰ کال د راستېدو قانون له مخې) اسرایلي تابعیت واخليي او د فلسطین په خاوره کې د هغوی خپرول د « دولت لپاره ستر ارزښت دی.» ځکه خو تر اوسه هېڅ یوې «حللارې» د فلسطین بحران نه دی حل کړی – صهیونیستان په هغه ځای کې ژوند کول نه غواړي چې دوی پکې لږکي وي او پر دې باور دي چې د فلسطینانو په ځمکه کې حق لري. نو کله چې نړیوالې ټولنې د یهودي دولت په توګه له اسرایلو ملاتړ وکړ؛ هغوی د فلسطین د مسلمانانو او مېشتو عربو مسلمانانو د ټولوژنې، شړلو او رټلو اجازه ورکړه.
د اسرایلو پخوانی لومړي وزیر، اېریل شارون وایي: «دا د اسرایلي مشرانو دنده ده چې عامو وګړو ته یو څو واقعیتونه چې د وخت په تېرېدو سره هېر شوي، روښانه او په زړورتیا سره ووایې. لومړی دا چې د عربو له ایستلو او د هغوی د ځمکو له غصبولو پرته هېڅ صهیونزم، استعمار یا یهودي دولت نشته.»
د اسرایل دریځ د ۲۰۱۸ کال په بنسټیز قانون کې تکرار شو؛ چې وايې «د اسرایلو ځمکه» د یهودیانو تاریخي وطن دی؛ د اسرایلو دولت د یهودیانو ملي دولت دی چې دوی د خپل طبیعي، کلتوري، مذهبي او تاریخي حق برخلیک پکې ټاکي او په یهودي دولت کې یهودیان د ملي برخلیک ټاکلو حق لري.
د اسرایلو بنسټیز قوانین، اساسي قانون ته تر ټولو نیږدې دي او هلته يې په ښکاره برابري نه ده ذکر کړې. دا په اسرایلو کې د مېشتو نا یهودیانو پر وړاندې د تبعیض یوه بڼه ده او هغوی ته په دغو قوانینو کې د دویمې درجې اتباعو په توګه، چې لږ حقونه لري، کتل کیږي.
د اسرایلو د ډیموکراسۍ انسټېټيوټ (IDI) شمېرې ښيي چې په اسرایلو کې عرب اتباع له جوړښتي ستونزو سره مخ دي. مثلاً؛ د اسرایلي یهودو په پرتله یې ښوونځي ډېر کم تمویل کېږي، ټیټې کچې زدهکړې ته لاسرسی لري؛ کار او دندې نه ورته پيدا کېږي او عاید یې ډېر ټيټ دی. په ۲۰۲۰ کې د دغه هېواد تر نیمايي زیاتې عربي کورنۍ بېوزله وګڼل شوې؛ دا شمېره په یهودي کورنیو کې ۴۰ سلنه وه. د اسرایلو یهودي او عربي اتباعو ترمنځ ټولنیز-اقتصادي توپیرونه په ګډو ښارونو کې لږ څرګندیږي، که څه هم د ۲۰۲۲ په جولای کې یوې حکومتي څېړنې وموندله چې عرب په دغو ښارونو کې د ښاروالۍ خدماتو ته لږ لاسرسی لري. (سرچینه)
د دغه واقعیت یوه بېلګه دا ده چې عرب اتباع د یهودي اسرایلیانو پر خلاف اړ نه دي چې د اسرایلو له دفاعي ځواک (IDF) سره یو ځای شي؛ البته د نوملیکنې او ګډون حق لري، خو د یهودي اسرالیانو په پرتله له دوی سره چلند ډېر ټيټ دی.
که د اتباعو د برابرۍ له زاویې ورته وګورئ، دا یوه د پام وړ مسله ده، ځکه چې له اسرایلي پوځ سره یوځای کیدل سرتیرو ته ټولنیزې او اقتصادي ګټې لري. ډیری اسرایلیان د اسرایلي پوځ له لارې له خپلو ښاریانو سره مهمې او تلپاتې شخصي اړیکې جوړوي، او ډیرې مالي ګټې هم ترلاسه کوي؛ لکه د زده کړو مرستې او د کورونو جوړولو او د ځمکې ملکیت لپاره د تخفیف جواز.
دا همداراز پر هغو دندو اغېز کولی شي چې مستحق یې دي. په دې وروستیو کې د اسرایلو د پرمختللي اقتصاد لپاره د دولت نوښت او هغه دندې چې پوځي الزامات لري؛ د دې بېلګې دي. دا چې عربان په پوځ کې خدمت ته اړ نه دي او د داوطبۍ مخه یې نیول کېږي؛ په دغه معیار کې نه شاملېږي.
په اسرایلو کې د عرب لږکیو لپاره حقوقي مرکز؛ په ادله کې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو څانګې مشر، ساوسان ظاهر وویل: «پوځي خدمتونه تر ډېره د عربو دایستلو وسیله ده؛ ځکه چې هغوی پوځي خدمت نه کوي.»
په داسې حال کې چې د عربو له نوي نسل څخه ځینې اتباع د اسرایلو په پوځ کې شاملیږي؛ خو دغه واقعیت په اسرایلي ټولنه کې شته تبعیض له منځه نه وړي.
« کله چې د اسرایلي پوځ یا د ذخیره سرتیري هویت کارت ولرې، کارونه دې نور هم اسانه کېږي.... د اسرایلو د پوځ غړیتوب په حقیقت کې د اسرایلیتوب د هویت تصدیق دی او دا په ادغام کې مرسته کوي.» (رویټرز)
نړیواله ټولنه پر دې ښکاره نیوکه نه کوي؛ ځکه دوی اجازه ورکوي چې په ټوله نړۍ کې د لږکيو پر وړاندې تبعیض وي. هرڅومره هم چې ډموکراسۍ ته تبلیغ وکړي، دا د اوسني سیسټم غالبه ځانګړنه ده. د دغه تبعیض بېلګې په ټوله نړۍ کې لیدلی شو؛ په امریکا کې د افریقايي الاصله امریکایانو او نورو لږکیو پر وړاندې بنسټیزه نژادپالنه شته او د چین لخوا د ایغور له مسلمانانو سره وحشتناکه رویه هم ټوله نړۍ ویني.
د دغو کړنو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا او منل، اسرایلو ته جرات ورکوي
اسرایل د مسلمانانو پر وړاندې په دوامداره ظلمونو مشهور دی – هغه که د اسرایلو دننه بنسټیزه نژادپالنه ده او که په غزه او لوېدیځه غاړه کې له مسلمانانو سره وحشتناکه رویه.
کله چې برید کیږي، لکه په جنین کې وروستي بریدونه او وژنې، تر ټولو ډیر چې تاسو یې تمه کولی شئ د نړۍ د مشرانو لخوا د اسرایلو شفاهي غندنه ده. کله چې د دوی کړنې اسرایلو ته ښيي چې دوی د نړیوالې ټولنې غړي دي؛ خبرې يې څه ارزښت لري.
- د ۲۰۲۰ کال له ډسمبر راهیسې، اسرایل د ملګرو ملتونو له ۱۹۲ غړو هیوادونو څخه، له ۱۶۴ سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري.
- اسرایل د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري.
- د اسرایلو له تاسیس راهیسې، له امریکا سره ملګرتیا د دوی د بهرني سیاست محور دی؛ اسرایلو د امنیت شورا له ټولو پنځو دایمي غړو سره دوه اړخیزې اړیکې ساتلې دي.
- د مسلمانانو حکامو هم اسرایل په رسمیت پیژندلی. دغه هېواد په ۱۹۷۹ او ۱۹۹۴ کلونو کې د سولې تړونونو تر لاسلیک وروسته له دوو عرب ګاونډيو، مصر او اردون سره بشپړې ډیپلوماټيکې اړیکې ساتي.
- په ۲۰۲۰ کې یې د ډیپلوماتیکو اړیکو رامنځته کولو لپاره د عرب لیګ سازمان له څلورو غړو (بحرین، عربي متحده امارات، سوډان او مراکش) سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
- د ۲۰۲۲ په مارچ میاشت کې نقب/نقف کنفرانس (Negev Forum) رامنځته شو. د دغه کنفرانس غړي؛ بحرین، مصر، اسرایل، مراکش، متحده عربي امارات او امریکا دي. دوی د سیمې لپاره د سولې، امنیت او اقتصادي سوکالۍ په موخه د سیمهایز یووالي یا ادغام، همکارۍ او پرمختګ لپاره هڅه کوي.
- د ۲۰۲۲ په نومبر کې اسرایلو، اردن او متحده عربي اماراتو د هوساینې پروژې (Project Prosperity) لپاره یو تفاهملیک لاسلیک کړ. دغه پروژه دوې برخې لري چې اسرایلو ته پاکه انرژي او اردون ته د څښاک اوبه رسوي.
- اوس سعودي په دې هڅه کې دی چې له امریکا څخه د امنیتي تضمینونو اخیستلو، ملکي اټومي پروګرام پراختیا کې د مرستې او د امریکا له لوري د وسلو پر پلور لګول شوو محدودیتونو کمولو په بدل کې له اسرایلو سره اړیکې عادې کړي.
ناصر بوریطه د مراکش-اسرایلو د اړیکو په اړه وویل: «نن موږ ځکه دلته یو چې پر ريښتينې او مخلصانه سوله باور لرو ... هغه ډول سوله نه چې یو بل ته شا کړو او یو بل له پامه وغورځوو ... موږ په سیمه کې پر سراسري، ګټوره، پاراډایم جوړوونکې او ارزښت رامنځته کوونکې سوله باور لرو.»
په داسې حال کې چې له اسرایلو سره د مسلمانانو د حکامو ملاتړ او له دغه ملاتړ سره تړلې ګټې دي؛ نو دا خبره مو ولې حیران کړي چې اسرایل په خپل ځواک دومره ډاډه دی او په فلسطین کې د مسلمانانو پر وړاندې دومره ښکاره کرکه ښيي؟
د اسرایلو پخوانی لومړی وزیر، اېریل شارون وايي: «زه ژمنه کوم چې که زه یوازې یو اسرایلی ملکي وګړی وای او له یوه فلسطیني سره مخ شوی وای؛ هغه به مې سوځولی او تر وژلو وړاندې به مې ښه ځورولی وای.»
خبره د اسرایلو د ځواکمنتا نه ده؛ اصلاً خبره د امریکا د ځواکمنتیا ده
ځینې وایې چې اسرایل ډېر پیاوړی دی او مخه نیول یې ډېر سخت کار دی. داسې نه ده. دوی د امریکا په درد خوري او د همدې لپاره امریکا ډېر ملاتړ ترې کوي. امریکا هر هغه پرېکړهلیک ویټو کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې د فلسطین پر وړاندې د اسرایلو چلند په ډاګه کوي. دغه راز امریکا له اسرایلو سره امنیتي او اقتصادي مرستې کوي.
د دغو مرستو څو بیلګې؛
- په ۲۰۱۶ کې د ۳۸ میلیاردو ډالرو لس کلن تفاهملیک چې له مخې یې امریکا اسرایلو ته په کال کې ۳.۳ میلیارده ډالر بهرنی پوځي تمویل او همداراز ۵۰۰ میلیون ډالر د توغندیو دفاعي تمویل لپاره ورکوي.
- د دفاعي توغندیو تمویل د څو ګډو دفاعي توغنديو پروګرامونو ملاتړ کوي؛ لکه David’s Sling او Iron Dome او دغه راز Arrow (غشی)، Arrow II او Arrow III چې د ژوند ژغورنې وړتیاوې یې د اسرایلو د امنیت لپاره خورا مهمې ثابتې شوي.
- په ۲۰۲۲ کې امریکا د Iron Dome یا اوسپنې ګنبدې توغندیو پروګرام لپاره له اسرایلو سره ۱ ملیارد ډالر نوره تکمیلي مرسته وکړه.
- دواړه هېوادونه پیاوړې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري؛ د توکو او خدمتونو کلنۍ دوه اړخیزه سوداګري یې تر ۵۰ میلیارده ډالرو رسېږي.
- د څو تړونونو او هوکړه لیکونو له لارې یې دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې ټينګې شوې دي؛ لکه په ۱۹۸۵ کال کې د امریکا – اسرایلو د ازادې سوداګرۍ هوکړه (FTA)؛ چې له مخې یې امریکا د اسرایلو ستر تجارتي شریک دی.
- د اقتصادي همکاریو د اسانتیا په موخه امریکا هر کال د اقتصادي پراختیا مشترکه ډله (JEDG) رامنځته کوي چې د اقتصادي مشارکت او بالقوه پرمختګ د زمینو په اړه بحث کوي.
- امریکا او اسرایل علمي او کلتوري اړیکې د ساینس دوه ملیتي بنسټ، د کرنې تحقیق او پراختیا دوه ملیتي بنسټ، د صنعتي تحقیق او پراختیا دوه ملیتي بنسټ او د امریکا- اسرایلو تعلیمي بنسټ له لارې همغږې کوي.
کله چې اسرایل د امریکايي پالیسیو خلاف کار کوي، امریکا له ځینو لارو د اسرایلو پر دولت فشار راوړي.
اسرایل ځکه ځواکمن ښکاري چې د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی – دا هسې خبره ده چې دوی وایې موږ د فلسطینیانو خیال ساتو او په دې ځمکه کې یې حق ورکوو.
د اسرایلو د ردولو لپاره باید حاکم سیسټم؛ پانګوال نظام رد شي
کله چې د دغه واقعیت په اړه فکر وکړو چې حکام مو پانګوال سیسټم یا نظام ته مخلص دي او اسرایل هم د دغه نظام برخه ده؛ بیا پوهېږو چې ولې د فلسطین له مسلمانانو سره چلند کې ښه والی نه دی راغلی. د پانګوال نظام تر چتر لاندې به اسرایل ودې ته دوام ورکړي؛ د فلسطین پر خاوره به نوره هم ولکه ټینګه کړي او په سیمه کې به پر نا یهودي اتباعو کنټرول ولري. که د حالت بدلون غواړو، باید پانګوال یا کپيټلېزم نظام رد کړو.
که پانګوال نظام منو، دا په دې معنی ده چې د خپلو مسلمانو خویندو او وروڼو پر وړاندې روان وحشتناک چلند منو
موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې د مسلمانانو تش په نامه واکمنان ان ښودلی نه شي چې په زړه کې د اسلامي امت د ګټو ننګه کوي. دوی ورځ تر بلې په خپلو خیانتونو کې رسوا او افشا کیږي؛ د اسرایلو په څېر هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کوي او په سیمهایزو جګړو کې، چې د مسلمانو او نا مسلمانو اتباعو وینې تویوي، ګډون کوي.
کله چې دوی دومره په ډاګه د الله سبحانه وتعالی او رسول الله له حکمونو سرغړونه کوي؛ نو موږ ولې دوی د خپلو حکامو په توګه منو؟ ولې په ډاګه د دوی لرې کولو ته دعوت او د یوه داسې نظام غوښتنه نه کوو چې د الله سبحانه و تعالی احکام راباندې پلي کړي؟
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
فاطمه مصعب
۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذوالحجې ۱۷مه
۲۰۲۳م کال، د جولای ۵مه