- مطابق
(ژباړه)
له شک پرته دا اصطلاح "د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه" په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد جګړه وه او دا لکه لمر روښانه ده چې په یوه ګوته نه پټېږي. نو مسلمانان پر دې پوهېدو ته اړتیا نه لري، چې ایا د مسلمانانو پر ضد د کفارو جګړه دیني ده او که نه؟ ځکه الله سبحانه وتعالی دغه مسله په قرآن کې واضح بیان کړې ده، چې د توجیه او تعبیر لپاره یې اړتیا نشته ده. الله سبحانه وتعالی د آدم علیه السلام له وخت راهیسې د دښمنانو حالت معرفي کړی او فرمایلي یې دي:
﴿وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ﴾ [بقره: 217]
ژباړه: «هغوی به تل له تاسو سره جنګېږي او که وتوانېږي تاسو به له خپل دین څخه هم واړوي.»
او همدارنګه فرمایي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: 36]
ژباړه: «کومو کسانو چې کفر غوره کړی او خپل مالونه د دې لپاره مصرفوي چې خلک د الله له لارې واړوي او اوس به یې لا زیات مصرفوي؛ خو همدا هلې ځلې به د دوی د پښېمانۍ سبب شي، په پای کې به ماتې وخوري او کوم کسان چې کافران شوي، هغوی به دوزخ ته کش کړل شي.»
هغه جګړه چې یهود یې د امریکا په ملاتړ د کافر صلیبي غرب په همکارۍ د غزې د مسلمانانو پر ضد مخته وړي، یوه دیني صلیبي جګړه ده او دومره واضح ده چې په سترګو لیدلو او په حواسو درک کولو ته یې اړتیا نشته؛ لکه څنګه چې د سوریې جګړه او تر هغه وړاندې د افغانستان او عراق جګړه یوه دیني جګړه وه، یوازې په دغه توپیر چې "بوش" پر الوتکو وړونکو کیښتۍ ودرېد او ټولې نړۍ ته یې وویل چې په دې صلیبي جګړه کې بریالی شوی دی. له همدې امله د هغه د ادارې مشاورینو او مشرانو لکه "رامسفیلډ" او "ډیکچیني" او داسې نورو د هغه لاره تعقیب کړه. خو هغوی د اسلام پر وړاندې خپلې جګړې ته نور رنګونه ورکوي، لکه د پخواني او اوسني استعمار تر منځ سیاسي جګړه او نه غواړي خلک پوه شي، چې استعمار په حقیقت کې د همغه سیمې د زېرمو د لاسته راوړلو لپاره ګام اخیستی دی. خو په پایله کې د هغوی د سټراټېژۍ حقیقت او واقعیت دا دی، چې نړۍ باید د غربي او ایډیالوژیکو ارزښتونو او دیني ارزښتونو تر چتر لاندې ژوند وکړي او له دې پرته د دوی ټولې ادعاوې فرېب او له واقعیت څخه لرې دي.
کله چې په مصر، تونس او سوریه کې عربي پسرلی پیل شو، غرب په چټکۍ سره په مصر او تونس کې د انقلاب د پایلو د انحراف لپاره اقدام وکړ؛ تر هغه چې پوه شو چې خلک فکري او دیني شعارونه نه ورکوي، یعنې انقلاب یې مبدأيي نه دی. خو کله چې په سوریه کې متوجه شول، چې انقلاب فکري او مبدأيي دی، نو امریکا خپل ټول مزدوران، غلامان او متحدین د سوریې پر ضد جګړې ته چمتو کړل؛ ځکه د سوریې خلکو د اسلام شعار ورکاوه او د حاکم نظام بدیل یې اسلام او خلافت باله. نو دا خلک ووژل شول، متفرق او وځپل شول او دغه ټولې مرګژوبلې ځکه وې، چې په دې سیمه کې د اسلام شعار ورکړل شوی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رایه (بیرغ) رپېدلی و.
په رښتیا هم چې زموږ د رب په کتاب کې د شک او اختلاف هېڅ ځای نشته دی؛ خو د حکامو او د هغوی د خاینو وزیرانو خبرې د هغوی د دښمنۍ حقیقت کمولی او بدلولی نه شي؛ هغه دښمني چې کافر غرب د اسلامي امت او د هغه د عقیدې او دین پر وړاندې پیل کړې ده؛ بلکې د دوی دښمني تر دې کچې رسېدلې، چې د امریکا او نورو سیمو په مسیحي صهیونیستان کې یو شمېر یې په دې باور دي، چې په فلسطین کې د یهودو د رژیم قیام د مسیحیت د بیا راتګ پیلامه ده، چې ډېر ژر به مسلمانان له منځه یوسي او نور به د هغوی نسل ته د پای ټکی کېږدي. د صهیونیستي مسیحي عقیدې څښتنان چې په امریکا او اروپا کې حکومت کوي، داسې ګومان کوي چې په فلسطین کې د یهودو د رژیم قیام د مسیح د بیا راتګ زېری او پیلامه ده. نو د دوی جګړه د اسلامي امت پر ضد یوه دیني جګړه ګڼل کېږي، چې محسوس شوې مسله ده او ثبوت ته اړتیا نه لري.
کله چې امریکا د انزوا له حالت څخه ووتله او په دویمه نړیواله جګړه کې بریالۍ شوه، نو هڅه یې وکړه چې نړۍ د یوه مشخص لیدلوري پر اساس روانه کړي او د هغو قضیو د فیصله کولو هڅه یې وکړه، چې انګلیس تکیه پرې کړې وه. په دغو قضیو کې یوه د فلسطین قضیه وه او فکر کېده چې د فلسطین د قضیې حل دا دی، چې قدس نړیوال شي؛ په دې معنا چې مسجدالاقصی او قدس باید د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې وي او له مسلمانانو څخه د هغه د قدسیت خاصیت واخیستل شي او ان د قدسیت له اړخه د مسجدالاقصی او مسجدالحرام اړیکه هم ختمه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ﴾ [اسراء: 1]
ژباړه: «هغه ذات پاک دی چې خپل بنده یې له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصی ته بوته او د هغه (محمد ص) شاوخوا مو برکتي کړه، چې خپلې نښانې په هغه ووینو؛ په حقیقت همغه (الله) د هر څه اورېدونکی او لیدونکی دی.»
امریکا د دغې اړیکې د پرې کولو لپاره هڅه وکړه؛ لومړی یې د یهودو د رژیم ملاتړ وکړ او وروسته یې د فلسطین د پراختیا سازمان د رامنځته کولو هڅه وکړه، ترڅو دغه قضیه له خپل رښتیني رنګ او څېرې څخه لرې کړي؛ هغه قضیه چې یوازې په فلسطین پورې تړاو نه لري، بلکې په ټولو مسلمانانو پورې اړوند ده او دا یوه عربي او قبیلوي قضیه نه، بلکې اسلامي قضیه ده. تر هغه چې د فلسطین او قدس قضیې ته له حقیقي زاویې ونه کتل شي، د مسلمانانو لپاره به زیان او ضرر حتمي وي؛ ځکه د فلسطین خاوره د ټولو مسلمانانو او اسلامي امت ملکیت دی، چې له یوې لوېشتې خاورې څخه یې تېرېدل هم روا نه دي.
له شک پرته چې صلیبي بریدونه چې ډېری یې کافر غرب رهبري کوي، پر بیت المقدس او مسجدالاقصی راګرځي؛ د بېلګې په توګه، د هغوی بریدونه د مسلمانانو له لاسه د مسجدالاقصی د ایستلو په موخه وو او ویل کېږي چې پر بیتالمقدس د هغوی بریدنه لس برابره زیات شوي. نو د مسلمانانو پر وړاندې د دوی جګړه دیني او عقیدوي ده او دوی دغه جګړه نه پټوي، بلکې پرې ویاړي او هېڅکله له دې انکار نه کوي، چې د دوی دغه جګړې د صلیب تر بیرغ لاندې وې. پر ټنډه او جامو د صلیب بیرغ لګول او د قصیدو ویل؛ په حقیقت کې د دوی د جګړې او بریدونو انګېزه څرګندوي. د صلیبي جګړو پرمهال به یې ان د خپلو آسونو پر زینونو د صلیب نښې کړې وې.
خو د اوسني وخت په اړه باید ووایو، چې فوکویاما په خپل کتاب "د تاریخ پای" او هانتینګتون په خپل کتاب "د فرهنګونو ټکر" کې د غرب عقیده چې باور پرې لري، څرګنده کړې ده. که څه هم هانتینګتون یې د خپل شاګرد په پرتله یو څه ښه واضح کړې ده؛ د بېلګې په توګه، فوکویاما پر دې باور و، چې لېبرالېزم له خپلو ارزښتونو او مفاهیمو سره هغه سیستم دی، چې کافر غرب یې پر ناوړه افکارو باور لري، تاریخ به ډېر ژر ودرېږي او دا هغه قدرت دی چې هېڅوک یې ردولی نه شي. په حقیقت کې دوی د شوروي اتحاد نسکورېدو مغروره کړي وو؛ خو د هغه استاد هانتینګتون بیا یو څه واقعي و او د بشر په تړاو یې د ایډیولوژیکو او دیني جنګونو په اړه ژور پوهاوی درلود. کله چې موږ د دې جګړې په اړه خبرې کوو، هغه بیا په هر دین پورې تړاو لري؛ نو د اسلام پر وړاندې به جګړه څه ډول وي؟ هغه اسلام چې سرچینه یې وحې ده او د ځمکې څلورمه برخه اوسېدونکي پرې ایمان لري. دلته چې هانتینګتون د جګړې په اړه خبرې کوي، په یوه خوا کې یې مسیحي نړۍ له سېکولر ارزښتونو سره شامله ده او په بله خوا کې یې اسلامي نړۍ شامله ده؛ همدارنګه د هغه د کتاب لنډ مفهوم داسې دی: «راتلونکې جګړه به د غرب (د هغه له ارزښتونو، افکارو او مفاهیمو سره) او هغو دولتونو تر منځ وي، چې ډېری یې مسلمانان دي.»
په حقیقت کې د غرب او اسلامي امت تر منځ د جګړې واقعیت دیني او ارزښتي دی؛ که څه هم ځینې وخت سیاسي، اقتصادي او مصلحتي رنګ هم ورکړل شوی دی، چې په غربي او شرقي هېوادونو کې پر جوماتونو، دیني موسسو او د قرآن د حفظ پر مرکزونو باندې بندیزونه د دوی دښمني ښه څرګندوي. په همدې توګه هغه عملونه چې د سویډن او ډنمارک دولتونه یې ترسره کوي، په عامه ځایونو او ښکاره توګه قرآن ته اور اچوي او بیا د همدغو کسانو ملاتړ کوي او تر هغه وړاندې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوي په موخه د هغه کاریکاتور جوړ کړ؛ په داسې حال کې چې کوم کسان د یهودیت ارزښتونه وسوځوي او یا په دې برخه کې شک پرې وشي، په جدي توګه یې مخه نیول کېږي او ان زندان ته اچول کېږي. د فرانسې لخوا په مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونو کې پر حجاب بندیز څه معنی لري!؟ ایا په اروپا کې د اذان پر لوړ اواز بندیز لګول له دیني جګړې پرته بل تفسیر لرلی شي!؟
په رښتیا هم چې د اردن د بهرنیو چارو وزیر او د قطر امیر هغه خبره بېارزښته او بېبنسټه ده، چې وایي د کفري دولتونو، د غزې د خلکو او د مسلمانانو تر منځ جګړه یوه دیني جګړه نه ده. په حقیقت کې د دوی دغه دریځ او څرګندونې د وېرې له امله دي، چې هسې نه دغه جګړه ديني او ایډیولوژیکه بڼه غوره کړي او د اسلام سپېڅلي ارزښتونه او عقیده د هغو ناوړه افکارو او باورونو پر وړاندې ودرېږي، چې غرب یې دفاع کوي؛ په داسې حال کې چې دوی ښه پوهېږي چې دا دوې عقیدې هېڅکله سره برابرې نه دي او هېڅکله غربي دینونه، ارزښتونه او باورونه د اسلام د ارزښتونو او افکارو پر وړاندې نه شي درېدلی. نو دوی هڅې کوي، چې د دیني جګړې اصطلاح لرې کړي او ان نه غواړي چې د یهودو ښي اړخي سختدریځي حزبونه هم د دې جګړې حقیقت درک کړي، ځکه هغوی ښه پوهېږي چې د دې جګړې بایلونکي یوازې دوی دي. نو کله چې مسلمانان خپل اسلام، عزت او دبدبې ته راوګرځي او د اسلام نظام پلی کړي -هغه نظام چې الله سبحانه وتعالی ورته غوره کړی او د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي- هغه وخت به دښمنان هېڅکله له مسلمانانو سره د مبارزې توان ونه لري. هغه وخت به صلیبي غرب ته ویل کېږي: یا اسلام قبول کړه، یا جزیه ورکړه او یا هم جګړې ته چمتو شه! دا ورځ د هغو کسانو لپاره نږدې ده، چې ورته په تمه دي.
د الرایه جریدې له ۴۷۷مې ګڼې څخه
لیکوال: استاد ابوالمعتزبالله الاشقر
د ۱۴۴۵هـ.ق کال د جمادی الثاني ۲۸مه
د ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱۰مه
ژباړن: صهیب منصور