
هجری قمری نېټه : 21 جمادی الاول 1448
میلادی نېټه : شنبه, 24 اکتوبر 2026 م
مطبوعاتی دفتر
(ژباړه)
د اکتوبر په ۱۷مه، په پېښور کې د «الخیر ښوونیز مرکز» چت راولوېد. د ژغورنې د ۱۱۲۲ ادارې ویاند په دې اړه وویل: «کله چې د ۱۱۲۲ ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته ورسېدې، ویې موندله چې یو چت پر بل چت راپریوتی دی او په پایله کې یې لاندې درسي ټولګی هم نړېدلی او ماشومان دننه بند پاتې شوي دي.»
د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د قربانیانو رسمي نوملړ ښيي چې ۶۱ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ ماشومانو او یوه ښوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی!
دې غمیزې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول او په پاکستان کې د خوندیتوب د معیارونو او د ودانیزو توکو د کیفیت په اړه یې جدي پوښتنې راپورته کړې. خبري راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د ودانیو او چتونو لوېدل کومه نادره پېښه نه ده. د روان کال په جولای میاشت کې «عمرکوټ» ته نږدې درې نجونې وروسته له هغه مړې شوې، چې د یوه دولتي لومړني ښوونځي بهرنی دېوال راونړېد او خاورې خښتې پرې راپرېوتې. په جون میاشت کې هم د لاهور په «کاهنه» سیمه کې د یوه خصوصي ښوونیز مرکز د چت د راولوېدو له امله ۱۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا یوازې د هغو پېښو دوې بېلګې دي چې یوازې په همدې روان کال کې رامنځته شوې دي!
ایا د پاکستان حکام نه پوهېږي چې الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د هرې هغې مړینې او زیان په اړه پوښتنه وکړي، چې د خلکو د خوندیتوب په تامین کې د دوی د غفلت او بېپروایۍ له امله رامنځته کېږي؟
د مړو شویو ماشومانو کورنیو ته د مالي تاوان (غرامت) ورکول د دوی له اوږو دغه مسوولیت نه لېرې کوي؛ په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې که چېرې د خوندیتوب سخت معیارونه مراعات شوي وی، د داسې پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی کېدلی شوی!
هغه څه چې موږ یې وینو، یوازې د پاکستان د ولسمشر او لومړي وزیر له خوا د تأسف او تسلیت بیانیې دي؛ په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي والي د دغه ښوونځي په اړه د پلټنو غوښتنه کړې، ترڅو روښانه شي چې چا ورته د بېاعتراضۍ سند (NOC) ورکړی و.
د پاکستان چارواکو همداراز د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښوونځیو د پلټنې او څېړنې امر کړی دی. خو ولې د داسې یو ګام د پورته کولو لپاره باید له ۳۰ څخه ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وی؟ کله چې حکومت پخپله له پراخ فساد څخه خبر وي، نو ولې د بېاعتراضۍ سند (NOC) د کلکو څارنو پر بنسټ نه صادرېږي؟ له وروستیو موسمي بارانونو وروسته ولې مسوولینو انتظار وکړ، چې د یوه ښوونځي چت راولوېږي او ۳۰ ماشومان قرباني شي او بیا یې د پلټنې او څېړنې غوښتنه وکړي؟!
دغه ټول د خلکو د سوکالۍ پر وړاندې د سیکولر نظام بېپروايي، د اتباعو د ژوند په هکله یې بېتفاوتي او زړه سوي نشتوالی ښيي. په اسلامي نظام کې، د نبوت پر منهج خلافت او د هغه خلیفه او اداري دستګاه، په ښه توګه هغه دروند مسوولیت درک کوي چې د خلکو د چارو د واک اخیستو له امله رامنځته کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«الْإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»
ژباړه: امام (واکمن) سرپرست دی او د خپل رعیت (ولس) په اړه به پوښتنه ترې وشي.
د مسولیت احساس او ځواب ورکول په دې کچه د عمر بن خطاب رضي الله عنه په زمانه کې وینو؛ هلته چې ویې ویل:
«لَوْ مَاتَتْ شَاةٌ عَلَى شَطِّ الْفُرَاتِ ضَائِعَةً، لَظَنَنْتُ أَنَّ اللَّهَ تَعَالَى سَائِلِي عَنْهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ»
ژباړه: که د فرات په غاړه کومه وزه (یا څاروی) بېسرپرسته مړ شي، ګومان کوم چې الله تعالی به د قيامت په ورځ د هغې په اړه هم له ما څخه پوښتنه وکړي.
د خلکو په وړاندې د دغه لوی مسوولیت درک، د اسلامي حاکمیت په بېلابېلو دورو کې د نورو حکامو په کړنو کې هم ځلېدلی دی.
د عثماني خلافت په دوره کې داسې مسوولین ګومارل کېدل، ترڅو ودانۍ په منظم ډول وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی د خوندیتوب له معیارونو سره سمې دي. هغوی ودانۍ او د ودانولو بهیر په نږدې توګه څاره، د ودانیزو چارو مقررات یې پلي کول او په ځلونو یې د ناامنو ودانیو د ترمیم یا ورانولو امر هم کاوه. خلکو به همدا راز د ودانیو او جوړولو په چارو کې د ستونزو او اندېښنو پر مهال قاضي او ټاکل شویو مسوولینو ته د حقوقو د تامين لپاره لاسرسی درلود.
د رهبرانو له خوا یوازې دا تشې څرګندونې چې د دې پېښې د مسوولینو د حساب کتاب لپاره به اقدام وکړي، کافي نه دي!
اسلامي امت د داسې حکامو مستحق دی چې په واقعي توګه د خلکو امنیت او روغتیا ته پام وکړي. دا هماغه شی دی چې اسلام یې امر کوي او موږ باید په لږ څه راضي نه شو!
يوازې د خلافت نظام کولی شي چې داسې پرهېزګار حکام واک ته ورسوي، چې د الله سبحانه وتعالی په وړاندې خپل مسوولیت او د خلکو په وړاندې خپل ستر اسلامي مکلفیتونه درک کړي؛ د هغو بنسټونو او ادارو تر څنګ چې هغوی په اغېزناکه توګه تر پوښتنې او محاسبې لاندې نیسي، ترڅو د خلکو امنیت او روغتیا تضمین شي.
ستونزه یوازې د پاکستان د ګڼو ښوونځیو زړې او کمزوزې ودانۍ نه دي؛ بلکې خپله هغه رژیم هم زوړ او د نړېدو په حال کې دی چې دغه ودانۍ او ټولنه پرې ولاړه ده. ترڅو چې دغه رژیم د اسلام په نظام بدل شوی نه وي، دغه ډول غمیزې به همداسې د خلکو د قرباني کېدو لامل کېږي.
د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه
۱۴۴۸ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۳مه
۲۰۲۶م کال، د اکټوبر ۲۴مه
د صدور ګڼه: ۰۶۲/ ۱۴۴۸
ژباړن: اسرار تکل




