شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې یوازې د اسلام له نامه او هویت څخه استفاده کېږي!
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې یوازې د اسلام له نامه او هویت څخه استفاده کېږي!

(ژباړه)

د غرب له خطرناکو او خبیثو نقشو څخه یوه هم په اسلامي خاورو کې له اشغال وروسته د ازادۍ د مفکورې خپرول دي؛ اشغال شوي هېوادونه ازاد نه، بلکې په فکري او ثقافتي توګه اشغالېږي. غربیان د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نهضت، پرمختګ او ترقۍ تر نامه لاندې له پرمختللو ملتونو سره یوځای کوي او افکار، عادات او مفاهیم یې د اسلامي عقیدې پر خلاف بدلوي او ډله ډله یې له خپلې تګلارې څخه اړوي. تر څنګ یې دوی ته داسې وایي، چې ستاسو د ژوند د بد حالت یوازنی لامل اسلام دی، د دې تر څنګ د دغه بحث بنسټیز محور «ښځه» ده.

شرعي جامې چې په حقیقت کې د یوې مسلمانې ښځې اسلامي هویت دی، یو له هغو مهمو وسایلو څخه دي، چې په بهانه یې غربیان مسلمانې ښځې خوارې او ذلیلې ښیي او تر څنګ یې مسلمانو ښځو ته په ټولنه کې د دوی نه برخه اخیستل په ګوته کوي. په مقابل کې یې غربي نیمګړی هویت، چې له اسلامي تمدن څخه لرې دی، مسلمانو ښځو ته په ښه بڼه ښکاره کوي. غربي ښځې مسلمانو ښځو ته د کوترې په څېر ښيي، چې هر لوري ته وغواړي الوتلی شي او غربي رسنۍ مسلمانه حجاب لرونکې ښځه د اسلام او مسلمانانو لخوا د ظلم او وحشت نښه بولي او د اسلامي قانون د نقض او د دوی په ژوند کې د تشرعي منهج تر پښو لاندې کولو په موخه، حجاب بې ارزښته ښيي او له بل لوري اسلامي ارزښتونه د ښځې په پرمختګ کې تېروتنه او د دوی د ذلت رمز بولي. په پایله کې ویلی شو، چې د غربي رسنیو موخه له مسلمانو ښځو څخه د اسلامي ارزښتونو لرې کول دي.

په دې برخه کې افغانستان ښه مثال دی. غرب په نظامی برخه کې شوروي اتحاد ته له ماتې ورکولو وروسته، د افغانستان ازادول خپله موخه وګرځوله او د مسلمانو ښځو پر اسلامي هویت یې ور ودانګل. د مهمو څېزونو له ډلې یو هم حجاب و، چې امریکایي اشغال یې د له منځه وړلو لپاره له ټولو وسیلو استفاده وکړه. له بلې خوا د  (CNN)  او  (BBC News) غوندې رسنیو هم د طالبانو له ماتې وروسته، له اسلامي حجاب څخه د افغانو ښځو ازادولو ته پام واړاوه.

په دې اړه له (CNN) څخه د بوش په رانقل شوو رادیویي خبرو کې، چې په افغانستان کې یې د ښځو ژوند ذلیل بللی و داسې ویلي: «د افغانستان ښځې تر هغې کچې په بد حالت کې دي، چې له وړو امکاناتو او خوشحالیو څخه هم بې برخې دي. دی زیاتوي: افغان مېرمنې وهل او ټکول کېږي په ځانګړې توګه کله، چې په لوړ اواز وخاندي، همدا راز دوی نشي کولی له کوره بهر کار وکړي او حتی یوازې له کوره بهر  ووځي.»

خو امریکایي اشغال په افغانستان کې د زرګونو افغانو مسلمانو ښځو د درد، کړاو او تر داسې خېمو(چې د مرګ خېمو ته ورته دي) لاندې د ژمي یخ موسم پر تېرولو سربېره د لوږې او مرضونو تر څنګ، څه پرمختګ کړی دی!؟ دا ټولې هغه قضیې نه دي، چې د غربي رسنیو د پام وړ وګرځي، بلکې له دغو پېښو څخه په ډېرې چټکۍ سره تېرېږي.

په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د دې شاهدان وو، چې افغانو نجونو او ښځو په ټولنیزو شبکو کې د «نوم مې چېرې دی!؟» تر نامه لاندې کمپاین جوړ کړی و او هڅه یې کوله ترڅو د ښځو هویت او رول پیاوړی کړي. دغه موضوع په ټولنیزو شبکو کې داسې خپرېده، چې ګواکي خلک د خپلو ښځو پر نوم اخیستلو شرمېږي؛ ځکه افغان نارینه دا شرم ګڼي، چې ښځو ته یې د هغوی په نامه غږ وشي؛ له هغو ډلو څخه، چې دغه کمپاین یې پر مخ وړلو یو شمېر یې «ځوانان د بدلون په لور» وو، چې په کابل کې د امریکا د سفارت تر سرپرستۍ لاندې وو.

که څه هم دغه سرسري تقلید او دود له دین سره هېڅ تړاو نه لري. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خپلو مېرمنو ته د دوی پر نومونو غږ کاوه، خو کاش، چې افغان مسلمانو ښځو دغه کمپاین د افغانې ښځې د اسلامي هویت د ساتلو لپاره کړی وی. د دغه کمپاین پیل باید د «زما نوم چېرې دی!؟» پر ځای دا ډول وی، چې «د یوې مسلمانې ښځې په توګه زما هویت چېرې دی!؟» یا لږ تر لږه «زما حجاب چېرې دی!؟».

د دغو نجونو او ښځو فعالیت په حقیقت کې د افغانو ښځو د اسلامي هویت له منځه وړل او د پرمختګ تر نامه لاندې د اسلامي ارزښتونو، افکارو او اعمالو پر وړاندې د دوی غربي کول وو.

دوی باید د هغو اسالیبو او مخالفو نظریو د بربنډولو هڅه وکړي، چې د ښځو په اړه دي او د دوی د سپکاوي لامل کېږي؛ چې د هغو لامل اسلامي احکام نه، بلکې له پردیو افکارو څخه ملاتړ او د هغه حقیقي اسلام نه تطبیق دی، چې ښځو ته یې عزت ورکړی و.

 خو د غرب ملاتړي سازمانانونه او ډلې، لکه «ځوانان د بدلون په لور» چې په کابل کې د امریکا د سفارت تر سرپرستۍ لاندې کار کوي او شعار یې «د هغو ښځو حقوقو تر لاسه کول دي، چې خپل حقوق یې له لاسه ورکړي دي» کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. ځکه چې د دوی فعالیتونه د ښځو د غربي کولو، واک ته رسولو، له خپلې اصلي دندې څخه، چې د اولادونو روزنه یې ده، لرې کولو... او همدا راز پر ښځو د نورو فعالیتونو، لکه د مجلسونو او داسې لاریونونو، چې موخه یې د ښځو د غربي کولو بنسټ اېښوول دي؛ پر مخ بیولو لپاره د دوی پر ځواکمنتیا کار کول دي.

هو، د شرعي احکامو تر څنګ کار او تعلیم د ښځو له حقوقو څخه شمېرل کېږي، خو دا د دې لپاره نه دي چې ښځه دې د نر پر وړانډې استغنی ومومي یا له نر سره په سیالۍکې ولوېږي یا دا چې د ښځې رول یوازې کار کول دي. د دغې موضوع په اړه له هغو کسانو څخه چې خپل غږ د انسان او ښځې د حقوقو لپاره اوچتوي، پوښتنه کېږي، چې ایا ستاسو غږ د شرعي احکامو مراعاتولو په اړه دی!؟ چېرې دي د ښځې حقوق چې هره ورځ په فلسطین، عراق، سوریه، میانمار او نورو اسلامي خاورو کې د ښځو ژوند،عزت او ابرو تر پښو لاندې او له منځه وړل کېږي!؟ غربي هېوادونه چې دېموکراسۍ ته دعوت کوي د مسلمانو ښځو او د دوی د اسلامي هویت پر وړاندې چې شرعي جامې یې دي جنګېږي او د «تروریزم» پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د ښځو حجاب لرې کوي، چېرې دي د مسلمانو ښځو ازادي او حقوق!؟

خو دا باید هېر نه کړو، چې په مسلمانو ښځو کې ډېر خیر نغښتی؛ په یوه اوږده څېړنه کې چې د «کریستیان ساینس مونیتور» خبروونکې پاڼې لخوا خپره شوې، ډېری افغان نجونې او ښځې پر دې ټینګار کوي، چې له طالبانو وروسته تر اوسه افغان مسلمانو ښځو خپل حجابونه نه دي لرې کړي او هغه څه چې غربي رسنۍ یې له حجابه د لرې کېدو تر نامه لاندې خپروي سم نه دي، ځکه د افغانستان خلک اسلامي احکام په اختیاري ډول د نر او ښځې تر منځ مراعاتوي او هېڅکله پر ښځو شرعي احکام لکه څنګه یې چې غربي رسنۍ منعکسوي د تورې په زور نه تطبیقېږي. د ښځو یوه مشاوره د افغان مېرمنو په چارو کې د غربیانو د پراخې مداخلې په اړه داسي وایي:«که ښځې په افغانستان کې ستونزمن ژوند لري نو دا یوازې د دوی حق دی چې د خپل حالت د بدلون لپاره کار وکړي نه ستاسو، ځکه موږ مسلمانان یو او داسې بدلون غواړو، چې زموږ له ثقافت سره همغږي ولري نه داسې بدلون چې د هغه پر خلاف وي.»

 اې په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې مسلمانو خویندو! د اسلامي فکر او احکامو له لارې پر خپل اسلامي هویت منګولې ولګوئ او کفري افکارو ته مه وردانګئ، د اسلام پر وړاندې د غرب له ویجاړوونکې جګړې څخه چې له تاسو استفاده کوي باخبره شئ؛ همدارنګه په هغه موقف کې چې یاست، د یوې مسلمانې ښځې په توګه پرې خبرې شئ، ځکه دغه موقف چې اسلام تاسو ته بښلی، ستاسو د سلامتیا کښتۍ ده، او له دې پرته به د دوزخ کندې ته لاړې شئ، هسې نه چې هغې ته لاړې شئ.

په پایله کې، د نبوت پر منهج د هغه راشده خلافت دولت د رامنځته کولو لپاره کار وکړئ، چې د انسانیت لپاره یې عدل راوړی، تاسو به د پانګوالۍ له سرسري لاروۍ وژغوري او هم به په ټوله نړۍ کې خیر او عدالت خپور کړي.

﴿وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾

[آل‎عمران: ۱۳۹]

ژباړه: بې زړه او اندېښمن کېږئ مه! همدا تاسې برلاسي یاست، که مومنان اوسئ.

لیکواله: مسلمه اشامی (ام صهیب)

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې