شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ښځو لاسته راوړنې که د دوی ګمراه کول او  ورباندې سوداګري کول؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د ښځو لاسته راوړنې که د دوی ګمراه کول او ورباندې سوداګري کول؟

(ژباړه)

په ۲۰۱۷ م کال کې د سعودي ښځو پنځه لاسته راوړنې چې د ډېریو ورځپاڼو او سایټونو د غوره او په زړه پورې سرمقالو په توګه وټاکل شوې، تر څو خپل پیروان د هغه هېواد د ښځو د حق پر وړاندې د سعودي پادشاهانو له لطف څخه خبر کړي:

لومړۍ لاسته راوړنه، د موټر چلونې جواز ورکول: د ۲۰۱۷م په سپتمبر کې ملک سلمان بن عبدالعزیز د سلطنتي حکم په صادرولو سره ښځو ته د موټر چلونې اجازه ورکړه.

دویمه لاسته راوړنه، د ولایت (شرعي قیمومیت) پای ته رسېدل: د ۲۰۱۷م په مې کې ملک سلمان په خپله پرېکړه کې داسې فرمان ورکړ: «اړتیا ده د ځانګړو کتل شو ښځو اجراات او اړوند ادارې چې غواړي ښځې پکې کار وکړي، په وړاندې شوو ټولو لومړنیو خدماتو کې، چې د هغوی د دندې د ترسره کول لپاره د ولي (شرعي قیم) اجازه پکې شرط وه، د جوړ شوي قانون په اساس لرې کېږي او دغه اجراات باید د فرمان د صدور له تاریخ وروسته په درې میاشتو کې پوره شي.»

دریمه لاسته راوړنه: په لوبو او د لوبو په ډګرونو کې د ښځو ګډون: ریاض کې د اکتوبر په میاشت، د ټولو لوبو د ادارې رییس ترکي آل الشیخ اعلان کړه چې: «په ریاض او جده کې د لوبو د درې ستډیومونو د چمتو کولو کار پیل شوی او د ۲۰۱۸م تر پیل پورې به په ځانګړو ملاحظاتو سره د کورنیو د ورتلو لپاره چمتو شي.»

څلورمه لاسته راوړنه، د رهبرۍ په سترو پستونو کې د ښځو ټاکل: د ۲۰۱۷م په مارچ کې د سعودي د شورا مجلس په ملي دفاع وزارت کې د ملاتړو خدمتونو د تر سره کولو لپاره د ښځو په ګومارلو او ناستو نظامیانو ته د کورونو په ورکولو پرېکړه وکړه. دغه پرېکړه د هغې غوښتنې پایله وه چې د امنیت شورا د کمېټې له خوا وړاندې شوې وه. د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ د ۲۰۱۷م په سپتمر کې د لومړي ځل لپاره یو ښځه د دولت په لوړ پوست باندې په دنده وګومارل شوه. فهد بن محمد الجبیر د ختیځو سیمو مسول او ایمان بنت عبدالله الغمادي د الخبر ولایت د ښاروال د مرستیالې په توګه وټاکل شوه او د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست او د ښځو برخې خدمتونه یې د دې پر غاړه کړل. ایمان لومړۍ سعودي ښځه ده چې د ښاروالۍ په چارو کې په دنده وګومارل شوه.

پنځمه لاسته روړنه، له ښځو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنيوی: د ۲۰۱۷م په سپټمبر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ‌ډاکتر عواد بن صالح العواد داسې دستورالعمل صادر کړ چې پر بنسټ به یې هر ډول سریالونو چې پکې ددې هېواد یا نورو ښځو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې ښودنه کېږي، بندیز ولګاوه. یاد وزارت چې په خپل ټویټر پاڼه کې اعلامیه خپره کړه، په دې یې ټینګار کړی و چې «هر چا چې د دې دستورالعمل خلاف عمل ترسره کړ، بې ځوابه به یې پرېنږدو.»

خو هغه لاسته راوړنې چې ادعا یې کېږي، د سعودي ښځو له ګمراه کولو او د دین د احکامو له لرې کولو څخه یې پرته بل څه نه دي. هغوی غواړي چې ښځې ګومان وکړي چې دغه بدلونونه هغه لاسته راوړنې دي چې سیکولریزم موږ ته راکړې؛ سیکولریزم چې ښځو ته له ظلم وحشت او تېري پرته بل څه نه دي راوړي؛ ځکه د باطل پایله هم باطله وي. د ۱۴سوه کاله اسلامي حاکمیت په اوږدو کې د لور، مور او مېرمنې په توګه له غوره حقونو او باعزته مقام څخه برخمنې وې او د داسې نارینه وو په ملاتړ چې په ژوند کې یې ملګرتیا او مهرباني ورکړې وه، ژوند کاوه.

ډېر وخت وشو چې د غرب د زهرجنو غېشو موخه مسلمانې ښځې دي؛ ځکه غرب پوهېږي چې ښځې د خپلو ماشومانو تربیه کوونکې دي او هغوی د کورنیو د ملا تیر جوړوي. دښمنان هڅه کوي چې هغوی د خپل دین د احکامو پر وړاندې شکمنې کړي، د اسلام انصاف او عدالت نه ناهیلې شي. اوس د سعودي د ښځو وار رارسېدلی چې د اسلام پر وړاندې بغاوت وکړي او د دروغو، تهمت او مغالطې له لارې ورته دېکته شي، هغوی چې د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې پورته شوې دي اتلانې دي، همداراز دا پنځه لاسته راوړنې چې رسنیو یې په بیان کې ستونی وشکول، دې ته یې اشاره وکړه چې دا پنځه لاسته راوړنې د شاته پاتې کېدو له امله لاسته راغلې. دغه ناځوانه او خبیثه اشاره چې د اسلامي احکامو د تورنولو لپاره ده، په داسې حال کې چې اسلام له داسې واقعیت څخه بېرازه دی.

د بشر د حقونو سازمان د تېر کال په جولای کې  «په سعودي کې د سړي د ولایت (قیمومیت) قانون؛ ښځې د هغو کسانو په څېر دي چې په صندوق کې ژوند کوي» تر عنوان لاندې راپور خپور کړ او په هغه کې ګواکې هغه چې محدودیتونه چې پر سعودي ښځو تحمیلېدل، محکوم کړل. یاد سازمان هغه څه ته اشاره کوله، چې ریاض لس کاله مخکې پر ښځو د تحمیل شوو محدودیتونو د لرې کولو لپاره کار کوه، له هغې ډلې یو هم د هغه قانون لغو کول و چې ښځو به د دندې په ترسره کولو کې باید له پلار څخه اجازه اخیستې وی. (سرچینه:  نن روسیې خبر پاڼه)

هغه یو شمېر محرومیتونو چې سعودي ښځو په خپل ژوند کې تجربه کړي، اسلام ترې بېرازه دی. دغه ژوند چارواکو او هغو علماوو چې له کوم شرعي فقاهت پرته یې عجیبې فتواګانې ورکولي، ښځو ته راوړی دی. د سعودي چارواکي او درباري علما و  پر ښځو ظلم وکړ؛ نه د هغوی دین. څرنګه کېدلی شي چې د هغوی د دین پیدا کوونکی، هغوی له هغه څه نه محروم کړي چې د پیدا کوونکي نافرماني یې پرې کېږي؟! نو هغه څه چې دردونکي دي، دا دي چې ښځې له ستونزو سره سره ویاړ کوي چې دغه لاسته راغلي بریاوې د سیکولریزم دي او په اسلام نیوکې کوي او ترې ګیله منې دي په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی ښځو ته غوره احکام ورکړي چې د باغزته ژوند لرونکې وي.

خو نن چې د سعودي پادشاهان او درباري علما د ښځو د توانمند کولو تر سرلیک لاندې شرموونکي عملونه تر سره کوي، شرم یې تر زرو کلونو د جبران وړ نه دی. ایا په دې لاسته راوړونو سره، ښځو خپل حقونه او شرافت لاسته راوړ او د ارامتیا، امنیت او خوښۍ احساس کوي؟! ایا په داسې لاسته راوړنو سره د ښځو اقتصادي وضعیت بدلون وکړ او پر خپل غریب ژوند برلاسي شول؟!

د معلوماتو له نه شتون سره سره، په نقل شو راپورونو او د الجزیرې شبکې په نقل، د «سعودي عربستان او د تور طلا په هېواد کې فقر او پارادوکس» د دولت ځینې کړنې لکه په ۲۰۱۴م کې ۲۹ ميلیارده سعودي ریال چې ۷.۷ مېلیون ډالره کېږي د دې هېواد له بودیجي څخه د فقر پر وړاندې پروژې ته ځانګړې کړل، خو اوس هم د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون نه دی راغلي، فقر او بېکاري پر خپل ځای پاتې ده. په داسې حال کې چې د نفوسو د ثبت او احول سازمان ټینګار کړی چې د ۲۰۱۷م درې ورستیو میاشتو کې سعودي عربستان کې ۱۲.۸ سلنه بېکاري زیاته شوې ده.

ایا په سعودي کې به په  دې لاسته راوړنو سره نور د طلاق قضیې پای ته ورسېږي؟! په داسې حال کې چې په سعودي کې د ورځي ۱۲۷ طلاقه، په منځنۍ توګه په ساعت کې ۵ طلاقه اخیستل کېږي او یا به د سعودي نجونو دایمې مجردي پای ته ورسېږي؟! په داسې حال کې د هغو نجونو شمېر چې د واده کولو زمینه ورته نه دی برابره شوې او د پلار په کورونو کې پاتې دي شمېر یې ۲۲۷.۸۶۰ ته رسېږي او زیات شمېر یې  ۳۲ کاله عمر لري. (منبع: د ثبت احول نفوس عمومي سازمان)

ایا دا هغه څه دي چې سعودي نجونې یې هیله لري؛ موټر چلونه، د فوټبال په سیالیو کې حضور او د دولتي مقامونو لاسته راوړنه؟! ایا د مسلمانو عربستانې ښځو او نورو اسلامي خاورو د ښځو غوښتنې همدا دي؟! مسلمانې ښځې به په دې شعارونو ونه غولېږي؛ ځکه چې هغوی په ناسم ډول دغو شعارونو ته مخه کړه او ښه پوهېږي چې د دې شعارونو تر شا هېڅ خیر نشته، بلکې یوازې هغه څه چې د دوی له حقونو ملاتړ کوي او د خیر پایله یې تضمینوي، د پروردګار د شرعیت حاکمیت یې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ، وَأَنَا خَيْرُكُمْ لِأَهْلِي، مَا أَكْرَمَ النِّسَاءَ إِلاَّ كَرِيمٌ، وَلَا أَهَانَهُنَّ إِلاَّ لَئِيمٌ»

(رواه ترمزی)

ژباړه:  په تاسو کې  غوره کس هغه دی چې له کورنۍ سره یې کړه وړ ښه وي. زه له خپلې کورنۍ سره په تاسو کې غوره یم. ښځو ته هغه څوک احترام کوي چې خپله محترم وي، ښځې هغه څوک توهینوي چې خپله پست او ذلیل وي.

نو مسلمانې ښځو غوښتنې باید د خپل پروردګار له شریعت پرته بل څه نه وي.

لیکواله: زینت الصامت
ژباړن: علي عمار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې