- مطابق
- Written by Abdulkarim
- Be the first to comment!
- font size decrease font size increase font size
حزب التحریر- ولایت ترکیه د خلافت دولت د سقوط د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت، د خلافت کلنی کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و او سرلیک یې دا و:
«له خلافت سره له استانبول تر القدس پورې د راتلونکي جوړول!»
دا کنفرانس د استانبول د ایسنیورټ سیمې په نین هاتون کلتوري مرکز کې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، او وروسته د پرانیستې وینا وشوه.
دا کنفرانس د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر د غړي، ښاغلي محمد امین یلدرم لخوا پرانیستل شو او یو شمېر نامتو شخصیتونو؛ لکه د فلسطین د پیوستون ټولنې مشر محمد میشینش، لیکوال او متکلم ډاکټر احمد الطیب، محمد یوسف ګل او داسې نورو ګډون پکې کړی و. دغه راز ډاکټر عبدالرحیم شین او دیني عالم عبدالله امام اوغلو په کنفرانس کې د ویناوالو په توګه ګډون کړی و.
په پرانیستونکې وینا کې، پر دې ټینګار وشو چې د خلافت سقوط د اسلامي امت له لویو ناورینونو وو، او یادونه وشوه چې ۱۰۴ کاله وړاندې (په میلادي نېټه ۱۰۱ کاله) خلافت په استانبول کې حاکم دولت و او بیت المقدس د خلافت د شتون په سبب پېړۍ پېړۍ خوندي و. پروفیسور محمد امین یلدرم په خپله وینا کې دې ته اشاره وکړه چې د خلافت تر سقوط وروسته امت څنګه اسیر شو، او په اسلامي جغرافیه کې بې عدالتي او اشغال، په ځانګړې توګه په غزه کې نسل وژنه، پر مبارک مسجد الاقصی بریدونه، او په اسلامي ځمکو کې فساد او بې عدالتي، څنګه د خلافت له نشتون سره مستقیم تړاو لري. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د روژې مبارکه میاشت باید نه یوازې د ملت لپاره د عبادت میاشت وي، بلکې باید د امت د ویښتابه او نهضت میاشت هم وي.
بیا د فلسطین د پیوستون ټولنې (FİDDER) مشر محمد میشینیش د کنفرانس لومړۍ وینا وکړه. نوموړي خپله وینا د غزې خلکو ته د ښه راغلاست په ویلو پیل کړه. هغه ټینګار وکړ چې د فلسطین او غزې په اړه د حزب التحریر - ولایت ترکیه لاریونونه، بیانونه او فعالیتونه له نږدې څاري، او خپله هم په دغو فعالیتونو کې برخه اخلي او له دې ډیر خوښ دی. ښاغلي محمد وویل چې په غزه کې روان اوربند لنډمهاله دی او اشغالګر یهود هیڅکله خپله ژمنه نه پوره کوي او له همدې امله به جګړه دوام ومومي.
د کنفرانس دوهم ویناوال، دیني عالم او لیکوال ډاکټر عبدالرحیم شین و چې د خلافت د تیر، اوس او راتلونکي په اړه یې مهمې ارزونې وړاندې کړې. هغه په دردناکو مثالونو سره تشریح کړه چې څنګه اسلامي امت له پیړیو راهیسې نړۍ ته نظم ورکړی و، او د خلافت په شتون سره یې د عدالت او امنیت فضا رامنځته کړه، خو د خلافت تر سقوط وروسته، مسلمانان په خپلو خاورو کې غلامان شول. عبدالرحیم شین ټینګار وکړ چې اوسني نړیوال نظم سقوط کړی او په نړۍ کې روانو تحولاتو په حقیقت کې خلافت سیاسي ډګر ته رابللی دی، او ټینګار یې وکړ چې یوازې د خلافت دولت د اوسنۍ سیاسي تشې د ډکولو وړتیا لري. نوموړي ټینګار وکړ چې مسلمانان باید د خلافت د بیا تاسیس لپاره سره متحد شي.
د کنفرانس وروستي ویناوال، دیني عالم او لیکوال عبدالله امام اوغلو، خپله وینا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دوو احادیثو پیل کړه. لومړي حدیث «روژه ډال ده» او دوهم حدیث «امام ډال دی». امام اوغلو ټینګار وکړ چې ټول مسلمانان پوهیږي چې روژه د آخرت له عذاب څخه ساتنه او ډال دی، خو دوی نه شي لیدلی چې خلیفه څنګه د دوی لپاره ساتونکی او ډال کیدی شي، ځکه چې خلافت له منځه تللی او مسلمانان سرپرست نه لري. هغه څرګنده کړه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي غزه واخلي، ځکه چې د مسلمانانو او مبارکې ځمکې د ساتنې لپاره هیڅ خلیفه نشته. عبدالله امام اوغلو د خلافت تر ړنګېدو وروسته پر مسلمانانو د ظلمونو، اشغال او ټولوژنو پرلپسې بېلګې ورکړې او ویې ویل چې د مارچ درېیمه (د خلافت د سقوط ورځ) یوه توره ورځ وه. امام اوغلو بیا وویل: «هغه چا چې خلافت له منځه یوړ، غوښتل یې چې زموږ له زړونو څخه یې هم پاک کړي، خو ناکام شول!». دوی غوښتل چې د هغو کسانو غږونه خاموش کړي چې خلافت یې غوښت، خو بریالي نه شول! نن موږ پر ځمکه او اسمان غږ کوو چې واوري: د دې جبهې نوم اسلام دی! سرتېري یې مسلمانان دي! دوی به هیڅکله د اسلام د سرتیرو دا جبهه ونه شي لړزولی! «خلافت به بیا راپورته شي او لښکر به یې ډېر ژر د ظالمانو د شګو کلاګانې ونړوي، ان شاء الله!» د عبدالله امام اوغلو وینا په دعا سره پای ته ورسېده، او په تالار کې له تکبیرونو سره مل وه.
وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين
یکشنبه، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان ۲مه (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲مه)
- د خلافت د کلني کنفرانس بشپړ فعالیتونه -
د جزییاتو لپاره د حزب التحریر ولایه ترکیې لاندې پاڼو ته مراجعه وکړئ:
الموقع الرسمي لحزب التحرير / ولاية تركيا