چهارشنبه, ۱۶ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بسم الله الرحمن الرحيم
د سوډان جګړه: د استعمار، خیانت او دوکې یوه کیسه

logo Sudan eng1

په سوډان کې د سوډاني پوځ (SAF) او د چټک ملاتړ ځواک (RSF) ترمنځ وحشیانه جګړه اوس خپل درېیم کال ته داخله شوې ده. ځینې اټکلونه ښيي چې د وژل شویو شمېر ۱۵۰ زرو ته رسېږي، چې دواړو لوریو پکې په سړو سینو وژنې، شکنجې او ډله‌ییز جنسي تېري کړي دي. همداراز د قومي تصفیې راپورونه هم شته، او بې‌ګناه خلک په بېلابېلو ښارونو، کلیو او د کډوالو کمپونو کې په وحشیانه ډول وژل شوي دي. دغې جګړې نه یوازې دا چې تر ټولو ستر نړیوال بشري ناورین رامنځته کړی، بلکې د نړۍ په کچه د بې ځایه کېدو تر ټولو لوی ناورین او د لوږې تر ټوله لویه تراژیدي یې هم زیږولې؛ داسې چې له پنځوس میلیونه نفوس څخه یې نیمایې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

خو له دې ټولو سره، دا جګړه «هیره شوې جګړه» او «یو نه لیدل کېدونکی او پټ ناورین» بلل شوې، ځکه چې د نړۍ پام دومره نه دی ور اوښتی او نه یې د نړیوالو رسنیو لخوا دومره پوښښ شوی چې باید شوی وای. له همدې امله، د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې یو نړیوال کمپاین پیل کړی، تر څو د نړیوالو پام هغه بشري ناورین ته واوړي چې د سوډان مسلمانان ورسره مخ دي.

دا کمپاین به نه یوازې د جګړې شاته پټې سیاسي اجنډاوې، سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړي دولتونه او د هغوی د ملاتړ دلیلونه روښانه کړي، بلکې د سوډان تاریخ، او د وروستیو شخړو او اقتصادي ناکامۍ اسباب به هم بیان کړي. همداراز به دا کمپاین روښانه کړي چې ولې ډیموکراټیک نظام د سوډان ګڼې سیاسي، اقتصادي، قومي او ټولنیزې ستونزې نه شي حل کولی، او څنګه د خلافت دولت اسلامي رهبري کولای شي سوډان او د اسلامي نړۍ نورو هیوادونو ته یو روښانه، خوندي او سوکاله راتلونکی جوړ کړي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ

 [سورة الأنفال: ۲۴]

ژباړه: «ای مؤمنانو! د الله او رسول بلنه ومنئ، کله چې تاسو داسې څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند درکوي...»

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۱۰مه

۲۰۲۵م کال د اګست ۴مه

یوازې خلافت به سوډان ته عزت او ویاړ وروبښي!

سوډان دا مهال د یوې بې‌مانا جګړې په منځ کې راګیر دی، چې د لسګونو زرو ملکي وګړو د مړینې لامل شوې ده او په نړۍ کې یې د لوږې او بې‌ځایه کېدنې تر ټولو ستر ناورین رامنځته کړی دی. د سوډان ولس د پرله‌پسې رهبرانو، رژیمونو او نظامونو تر سیوري لاندې، له لسیزو راهیسې له بېلابېلو شخړو، سختې بېوزلۍ، دیکتاتورۍ، قبیلوي او قومي وېش او ګڼو نورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو څخه کړېدلی دی.

 

دا وېډیو څرګندوي چې یوازې د خلافت دولت، چې په سوچه اسلامي نظام او رهبرۍ سره اداره کېږي، د دغو ستونزو روښانه حل وړاندې کولی شي. همدارنګه دا بیانوي چې د خلافت دولت به د خپلو اصولو، قوانینو، بنسټونو او مېکانېزمونو په لرلو سره په عملي توګه د سوډان او نورې اسلامي نړۍلپاره، سیاسي ثبات، عدالت ، یووالی، امنیت او هوسا راتلونکی جوړ کړي.

دا د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د برخې د یوه نړیوال کمپاین برخه ده، چې عنوان یې دی: «د سوډان جګړه: د استعمار، خیانت او دوکې کیسه». د دې موخه دا ده چې د سوډان د اوسنۍ جګړې له امله پر مسلمانانو د راغلي انساني ناورین او خرابېدونکي وضعیت په اړه د نړیوالو پام راواړوي، هغه جګړه چې د «هېرې شوې جګړې» نوم ورکړل شوی دی.

 

 

 

د سوډان جګړه: سره زر، وسلې او جیوپولیټیک موقعیت

د سوډان خاوره په بې‌ساري ډول سره زر، تېل او نورې طبیعي سرچینې لري. همدارنګه دا خاوره د نړۍ له خورا ستراتیژیکو موقعیتونو څخه ده. دا ټول هغه څه دي چې د سیمې او نړۍ د ګڼو ځواکمنو هېوادونو پاملرنه یې له اوږدې مودې راهیسې د ځان په لوري را اړولې ده، ترڅو د سوډان پر شتمنیو واکمني او کنټرول ترلاسه کړي.

سره له دې چې سوډان پراخې شتمنۍ او پرېمانه ظرفیتونه لري، خو د دغه هېواد خلک د ډېرې بېوزلۍ له امله له کړاوونو سره مخ دي او د روانې جګړې په سبب له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دا ویډیو د سوډان لوی جیوپولیټیک اهمیت روښانه کوي او دا ښيي چې څنګه اوسنيو او تېرو نظامونو او حکومتونو دغه فرصتونه له لاسه ورکړي دي؟ د دې تر څنګ ولې یو خپلواک اسلامي مشرتابه ته اړتیا ده، ترڅو د سوډان ظرفیتونه د ټول ولس په ګټه د سوکالۍ د راوستلو لپاره وکاروي؟

دا د یوه نړیوال کمپاین برخه ده، چې د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې له‌خوا د «د سوډان جګړه: د استعمار، خیانت او دوکې کیسه» تر سرلیک لاندې پیل شوې ده. د دې موخه دا ده چې د سوډان د اوسني کړکېچ له امله پر مسلمانانو راغلي بشري ناورین ته د نړیوالو پام راواړوي — هغه کړکېچ چې د «هېرې شوې جګړې» په نوم یاد شوی دی.

 

 

اسلام څنګه سوډان ته داخل شو؟

دا ویډیو د اسلام او سوډان تر منځ د لومړۍ اړیکې وضاحت ورکوي، او دا بیانوي چې څنګه اسلام د عربي هجرت، تجارت، او سوله ییز دعوت له لارې په دې خاوره کې خپور شو. دا ویډیو د یوه نړیوال کمپاین برخه ده چې د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې له خوا پیل شوی دی چې سرلیک یې دا دی:

 

2025 09 20 WS WAQIYA PANEL PIC

 

سوډان د خلافت تر سیورې لاندې!
مریم خور د اسلامي دولت (د نبوت پر منهج خلافت) تر سیورې لاندې د سوډان د څرنوګوالي په هکله خبرې کوي، هغه دولت چې موږ یې د تاسیس لپاره کار کوو، چیرې چې ټول خلک به تر یوه واحد بیرغ لاندې یو موټی شي او د اسلام له احکامو سره سم به ژوند کوي، هغه اسلام چې د سوډان لپاره به سوکالي او عزت راولي، او دا هېواد به بیا د نړۍ د خوراکي توکو ټوکرۍ شي.

 

 

«د سوډان جګړه: د استعمار خیانت او دوکې یوه کیسه»

د دې کمپاین موخه دا ده چې د هغې پراخې انساني فاجعې څرک څرګند کړي چې د سوډان مسلمانان‌ یې د روانې هیره شوې کورنۍ جګړې له امله تجربه کوي.

2025 09 16 WS Waqiyah Panel AR

په سوډان کې د جګړې له امله د رامنځته شوي حالت په اړه!
له سوډان څخه ام علي خور د هغه ناوړه حالت په هکله وضاحت ورکوي چې دوی یې د روانې وسلوالې شخړې له امله تجربه کوي. دا جګړه د سوډان د وسله‌والو ځواکونو، چې مشري یې عبدالفتاح البرهان کوي، او د چټکو ملاتړ ځواکونو ترمنځ ده چې مشري یې محمد حمدان دقلو (حميدتي) پر غاړه لري.

کمپاین په لاندې ژبو تعقیب کړئ:

انګلیسي

ترکي

آلماني

اردو

Kiswahili

فرانسوي

د کمپاین د پیلیزې په توګه د حزب‌التحریر مرکزي دفتر د ښځو برخې مطبوعاتي اعلامیه

«د سوډان جګړه: د استعماري تګلارو، خیانت او دوکې کیسه»

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۱۰مه

۲۰۲۵م کال د اګست ۴مه

دلته کلیک وکړئ

د کمپاین د اعلان ویډیو

عربي
https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Ar.mp4

انګلیسي

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025En.mp4

ترکي

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Tr.mp4
آلماني

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Germ.mp4

فرانسوي

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Fr.mp4

اردو

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Urdu.mp4

2025 08 12 SUDAN CAMPIGN 

Sudan Flyer Eng

د فعالیت هشتګونه

#أزمة_السودان

#SudanCrisis

#SudanKrizi

#SoudanCrise

 

ټولنیزې رسنۍ

فیسبوک: QANITATHT1

https://www.facebook.com/QanitatHT1

ټویټر: @ALQANITAT

https://x.com/alqanitat

انستاګرام: @WOMEN_SHARIA

https://www.instagram.com/women_sharia?igsh=NTc4MTIwNjQ2YQ

COVER Sudan eng

Last modified onشنبه, 04 اکتوبر 2025
اړوند مطلبونه:   « رمضان او د بریا لار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې