- مطابق
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «مَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا» (حاشية السندي، في شرح سنن ابن ماجة)
ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پر څه مې چې امر درته کړی، هغه واخلئ (ترسره یې کړئ) او له څه مې چې منعه کړي یاست، ډډه ترې وکړئ.
د حدیث شرحه:
پورتنی حدیث د لاندې آيت تفسیر دی:
﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا﴾ [حشر : ۷]
علامه سیوطي ویلي دي: د «ما» لفظ په دواړو ځایونو (آیت او حدیث) کې د شرط توری دی، یعنې پر وجوب او ندب عمل پکې شاملېږي او همدارنګه د نهی لفظ کې تحریمي او تنزیهی ممنوع هم شاملېږي، که څه هم ځینو دغه امر او نهی په وجوب او تحریم نقل کړي دي.
د الله سبحانه وتعالی ډېر شکر دی، چې موږ یې د ځمکې پر مخ د خپلو احکامو د پلي کوونکو له ډلې څخه ګرځولي یو، نو په امت کې داسې کسان شته، چې د بحث وړ حدیث او آیت منطوق یې ښه درک کړی او د شریعت پر حقیقت د تاکید پر ټولو مواردو ښه پوهېږي او هغه دا چې د اسلام بشيړ تطبیق واجب دی، که له یوه حکمه پرته ټول اسلام پلی شي داسې مثال لري لکه یو کس چې د اسلامي احکامو د پلي کېدو اراده ولري، بیا ووایي زه د غلا او د غله د لاس پرېکولو له حکم پرته د اسلام ټول احکام، د زوجینو له یو ځای پرېوتو څخه تر بهرني سیاست او د دولتونو تر اړیکو پورې مراعتوم، دغه کس په حرامو کې واقع شوی دی او ګویا چې هېڅ اسلام یې نه وي پلی کړی. دا د حدیث منطوق دی چې فرمایي: «مَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا»
پر دغه اساس د «ما» لفظ له عمومي الفاظو څخه دی او د شریعت ټول احکام په بشپړه توګه پکې شاملېږي، ځکه په دغه ځای کې امر د وجوب لپاره دی.
والسلام علی من اتبع الهدی