دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ژوند کې د فقاهت ارزښت
بسم الله الرحمن الرحيم
په ژوند کې د فقاهت ارزښت

 (ژباړه)

له حمید بن عبدالرحمن څخه روایت دې چې ویې ویل: له معاویه څخه مې هغه مهال چې غږېدلو واورېدل چې ویل يې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې ویل:

«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ»

(رواه بخاري، باب من یرد الله به خیراً یفقهه فی الدین)

ژباړه: د هغه کس لپاره چې الله متعال د خیر اراده وکړي، هغې ته په دین کې فقاهت او پوهه ورکوي.

د حدیث توضېح

په دین کې فقاهت له لویو چارو څخه دی چې اسلام مبارک دین د هغې زده کړه او په هغې پوهه تشویق کړې، ځکه چې د هغې په زده کړه کې لوی خیر نغښتی دی. له شکه پرته، دا دین د ژوند لپاره یو نظام دی او د انسان د ژوند د ټولو اړخونو لکه ټولنیز، اقتصادي، سیاسي، قضايي او روزنیز نظام معالجه کوي. همداسې دا دین د ټولو ستونزو د حل لار په هر وخت او ځای کې په احکامو او افکارو له لارې وړاندې کوي.

اې مسلمانانو! کله چې امت په خپل دین منګولې خښې کړې وې او په قوانین او احکامو یې ښه پوه وو او پلي کول یې، مقام او تقوی یې ډېره وه، همداسې ځواک یې ډېر وو. دا هغه څه دي چې د مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې لیدل شوي، هغه تاریخ چې اسلام په هغې کې په بشپړه توګه تمثیل شوی وو او هغه کسان چې د اسلامي دولت رعیت نه وو هم په ارامۍ او هوساینه کې اوسېدل. کله چې امت له دین څخه فاصله ونیوله او کافر لوېدیځ هغې ته احکام وټاکل او افکار یې هغوی ته تعریف کړل، خپلې اعلامیې یې هغوی ته ښایسته ښکاره کړې او د مسلمانانو حاکمان یې وټاکل، له هغې وروسته امت یوه نیم ځانه ژوندي ته ورته شو. ژوند یوازې خوراک او څښاک ګڼي، روح او روحانیت پکې نه لیدل کیږي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا﴾

[طه: 124]

ژباړه: هغه څوک چې زما له ذکر (قران) څخه مخ وګرځوي، د هغې لپاره به ستونزمن ژوند وي.

اې مسلمانانو! د دې وخت رسېدلی چې د بما انزل الله حکم د پلي کولو او د امت د عزت لپاره هڅه وکړو او د نبوت په تګلاره خلافت بیاځل اقامه کړو، هغه خلافت چې د کافرانو لخوا ایستل شوې د دروغو کرښې ماتې کړي، او په اسلامي ځمکو کې  د اسلام احکام پلي کړي، او د هغې تر مشرۍ لاندې مسلمان ځوانان د کافرانو په وړاندې جهاد وکړي...

یا الله! موږ ته د نبوت په تګلاره په راشده خلافت عزت راکړې او له امت څخه مصیبتونه او بلاګانې لرې کړې! یا الله ځمکه د هغې په رڼا منوره کړې. اللهم آمین آمین.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې