- مطابق
(ژباړه)
له عبدالله ابن بسر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«طُوبَى لِمَنْ وَجَدَ فِي صَحِيْفَتِهِ اسْتِغْفَاراً كَثِيراً» (رواه ابن ماجه، فی بَاب الِاسْتِغْفَارِ)
ژباړه: مبارک دې وي هغه چا ته چې د اعمالو په دفتر کې يې استغفار زیاد وي.
د حدیث مفهوم:
انسان چې هر څومره ډېر استغفار ووایي او توبه وباسي، الله تعالی ته نیږدې کېږي؛ په دې شرط چې په استغفار کې یې ریا نه وي. دغه راز په دنیا کې یې اجر دا دی، په کارونو کې یې خیر او برکت لوېږي او په اخرت کې یې د عملونو دفتر له ښو اعمالو او استغفار څخه ډکیږي او په دې دنیا کې له استغفار غوره خوند به بل هېڅ شي کې نشته، نو څه ډول مو له استغفار پرته ژوند تېروئ؟
اې مسلمانانو!
استغفار او ذکر هم د خیر له کړنو بېل نه دي، ځکه د انسان ټول اعمال د الله تعالی له ذکر سره اړیکه لري، نو کله چې موږ هر عمل پیلوو، د الله تعالی په نامه یې پیلوو او په ثناء یې پای ته رسوو او دا هغه څه دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلي دي. استغفار هم ذکر دی، خو اوسمهال خلکو د ذکر او اعمالو تر منځ واټن رامنځته کړی دی او ذکر عمل نه بولي. وینې چې یو مسلمان په ګناه کې ډوب دی او وینې چې مسلمانان د مسجد په لومړي صف کې ناست دي، له لمانځه وروسته ذکر کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تر شاه یې داسې خلک دي، چې هغوی کفري قوانینو ته رابولي، خو هغه کسان چې په ذکر بوخت دي، د دا ډول ښکاره منکراتو د تغییر لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري او فکر کوي، چې په بما انزالله حکم نه کول، په دوامداره ذکر سره ادا کېږي. ...
یا الله موږ ته د نبوت پر منهج هغه راشده خلافت رانصیب کړه، چې د مسلمانانو یووالی پکې نغښتی وي او ټول مصیبتونه ترې لرې کړه. یا الله! ځمکه دې په خپل نور سره روښانه کړه، اللهم آمین آمین!
د حدیث لنډیز
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ په دغه حدیث کې ذکر او استغفار ته تشویق کړي یو او دا هغه دوې کړنې دي، چې موږ الله سبحانه وتعالی ته نیږدې کوي او په رحمت کې مو یې شاملوي؛ په داسې حال کې چې ځينې کسان ذکر ته له عمل سره هېڅ ارتباط نه ورکوي. ډېری خلک په مسجد کې له لمونځ وروسته په ذکر او اسغفار بوخت دي، خو د هغو حکامو پر وړاندې چې دین نه پرې پلی کوي، هېڅ ډول عملي پروګرام نه لري، چې د دغه حالت د تغییر لپاره باید هڅه وشي.
ژباړن: حبیب الله