- مطابق
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: جاء رجل فقال: يا رسول الله، أوصني. فقال: لا تغضب. ثم ردد مرارا فقال: لا تغضب. رواه البخاري.
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي: یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! ماته نصیحت وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه غوسه کېږه. سړي په تکرار سره دا کار وکړ (د نصيحت غوښتتنه يې وکړه) او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته همدا ويل چې «مه په غوسه کېږه».
غضب په لغت کې د رضایت ضد دی او په اصطلاح کې د غچ په نيت د وینې په جوش راتلو ته غضب (غوسه) وايي.
پورته حدیث شریف کې ليدل کېږي، چې دغه سړی رسول الله صلی الله علیه و سلم ته د دې لپاره راغی چې هغه ورته پر یوه جامع او کلي خبره نصیحت وکړي. کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وايي چې مه غوسه کېږه، نو سړی فکر کوي چې دا به جزئي خبره وي، له همدې امله سړی خپله خبره تکراروي او بيا بيا د نصيحت غوښتنه کوي. خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر وار همدا ورته وايي چې «مه په غوسه کېږه» نو سړی هم پوهیږي چې همدا جامع خبره ده. د «مه به غوسه کېږه» قول دوه لويې خبرې رانغاړي:
لومړی: د اسبابو پر چمتو کولو امر: د ښو اخلاقو، صبر او زغم تمرين کول او د خلکو د قولي او فعلي اذيت پر وړاندې زغم کول.
دویم: چې غوسه غلبه ونکړي: که څه هم په غالب ډول انسان د غوسه کېدو مخه نه شي نيولی، يعنې نه غوسه کېدل د انسان په واک کې نه دي، خو انسان د غوسې د نفوذ او غلبې مخه نيولی شي. نو پر انسان لازمه ده چې د غضب پر مهال له هغو حرامو کړنو او خبرو خپل نفس منعه کړي چې غوسه یې ترې غواړي.
کله چې يو څوک خپل نفس له غوسې د ناوړه اثر لرونکو فعلونو څخه وساتي، نو دا داسې ده لکه په حقيقت کې چې نه وي په غوسه شوی. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمايلي:
«ليس الشديد بالصرعة، إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب.»
پياوړی په مقابله او سيالۍ کې زورور شخص نه دی، بلکې پیاوړی هغه کس دی چې د غوسې پر مهال پر خپل نفس کنټرول ولري.
غوسه دوه ډوله ده؛ يوه ناوړه او بده غوسه او بله يې ستايل شوې غوسه. ستايل شوې غوسه هغه ده چې د الله تعالی او د هغه د حرماتو په خاطر وي، يعنې د الله له حرماتو څخه پر کوم حرمت باندې د تېري او تجاوز په سبب، يا د مسلمان د قتل له امله، يا په ناحقه د مال د اخيستلو له امله او يا د نورو هغو محرماتو له امله چې د الله په دين کې ترې نهی شوې ده.
عن عائشة رضي الله عنها قالت: "ما ضرب رسول الله صلى الله عليه وسلم شيئا قط بيده، ولا امرأة ولا خادما، إلا أن يجاهد في سبيل الله، وما نيل منه شيء قط فينتقم من صاحبه، إلا أن ينتهك شيء من محارم الله، فينتقم لله عز وجل" رواه مسلم.
له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، چې وايي: « رسول الله صلی الله علیه و سلم هېڅکله کوم شی (څوک) په لاس نه دی وهلی، نه ښځه او نه خدمتګار مګر د الله تعالی په لار کې د جهاد په صورت کې. او هېڅکله يې له چا څخه ده ته د رسېدلي اذيت غچ نه دی اخيستی، مګر دا چې کوم چا د الله له محارمو څخه کوم څه تر پښو لاندې کړي وي، نو له هغه څخه يې د الله تعالی په خاطر انتقام اخيتسی او جزا يې ورکړې ده.
ليکنه: عفراء تراب
ژباړه: تميم انصار