- مطابق
عَنْ مُجَاهِدٍ عَنْ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَخَذَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِبَعْضِ جَسَدِي فَقَالَ "كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ وَعُدَّ نَفْسَكَ فِي أَهْلِ الْقُبُورِ" فَقَالَ لِي ابْنُ عُمَرَ إِذَا أَصْبَحْتَ فَلَا تُحَدِّثْ نَفْسَكَ بِالْمَسَاءِ وَإِذَا أَمْسَيْتَ فَلَا تُحَدِّثْ نَفْسَكَ بِالصَّبَاحِ وَخُذْ مِنْ صِحَّتِكَ قَبْلَ سَقَمِكَ وَمِنْ حَيَاتِكَ قَبْلَ مَوْتِكَ فَإِنَّكَ لَا تَدْرِي يَا عَبْدَ اللَّهِ مَا اسْمُكَ غَدًا (رواه الترمذي)
مجاهد له ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت کوي، چې هغه وويل: رسول الله صلیالله علیه وسلم مې د بدن یوه برخه ونیوله او ویې فرمایل: «په دنیا کې داسې اوسه لکه نااشنا (نابلده) یا په لاره تېرېدونکی (مسافر) او خپل ځان په مړو کې حساب کړه.» مجاهد وايي چې ابن عمر راته وویل؛ که درباندې سهار شو، د ماښام په اړه فکر مه کوه او که درباندې ماښام شو، د سهار په اړه چورت مه وهه. له روغتیا څخه دې تر ناروغۍ او له ژوند څخه دې تر مرګ مخکې ګټه واخله، ځکه اې د الله بنده! ته نه پوهېږې چې سبا به دې نوم څه وي؟ (مړ که ژوندی، يا نېکمرغه که بدمرغه)
دغه حدیث موږ دنيا ته له ميلان او په هغې پورې له زړه تړلو وېروي. باید تل په یاد ولرو چې په دنیا کې زموږ حال هغه غلام ته ورته دی چې بادار یې د یوې اړتیا لپاره بل وطن لېږي، هغه د پردي وطن په هېڅ شي پورې زړه نه تړي، بلکې خپل بادار او اصلي ځای ته د بېرته راګرځېدو په لټه کې وي.
نو په دنیا کې زموږ پاتې کېدل که اوږده هم وي، سرنوشت یې زوال دی او موږ با الاخره د رحمن ذات پر وړاندې درېږو او هغه به راڅخه پوښتنه کوي چې په دغه سفر کې مو څه تقدیم کړي دي...
یا الله په دې دنیا کې زموږ ژوند ستا له طاعته ډک کړې او موږ جنت ته بوځه آمین آمین.