شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه او قیام
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه او قیام

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«رُب صائم ليس له من صيامه إلا الجوع، ورُب قائم ليس له من قيامه إلا السهر» (ابن ماجه)

ژباړه: ځينو روژه نيوونکو ته له لوږې پرته بل څه نه رسېږي او ځينو قیام کوونکو ته له بې‌خوبۍ پرته بل څه نه رسېږي.

دغه حدیث شریف او نور احادیث موږ د خپل دین چارو او هغې تګلارې ته هدایت کوي، چې په واسطه یې باید خپل عبادتونه ترسره کړو. پر همدې اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مبارکه میاشت کې د ځینو خلکو له وضعیت څخه موږ خبروي. په دې میاشت کې ځینې مسلمانان شته دي چې له خوراک، څښاک او د ژوند له خوندونو څخه ځان ساتي، مګر د دوی دغه عملونه د ګوتې د یوه بند په اندازه هم هغوی الله تعالی ته نه نږدې کوي او هېڅ عمل یې د خدای په دربار کې نه قبلېږي. د دوی دغه عمل او ستړیا هسې بې‌ځایه دي او هېڅ ارزښت نه لري. له همدې امله یوازې ستړيا او سختي ور رسېږي؛ حتی امکان لري په دوی کې ځینې کسان د ورځې پرمهال له روژې وروسته ټوله شپه قیام وکړي، په لمانځه او عبادت سره یې تېره کړي؛ مګر له خپل لمانځه او قیام څخه کومه ګټه ورته نه رسېږي، پرته له بې‌خوبۍ او ستړیا څخه.

اوس په ذهن کې دا پوښتنه را پیدا کېږي، چې داسې یو څه، څنګه امکان لري؟ ځواب دا دی: د قرآنکریم ایتونو او احادیثو واضح کړې، چې دا موضوع څنګه امکان لري او په هغې کې هېڅ شک او شبهه نشته ده؛ داسې چې دغه روژه‌نیوونکی چې د شپې لخوا قیام کوي، مګر په ګناه کې اخته وي او روژه یې د الله تعالی له حرامو څخه نشي ژغورلی. پر همدې اساس پخپل عمل کې ریا او فساد کوي، چې په هغو سره یې روژه له منځه ځي. همدارنګه داسې منافقین هم شته دي چې خوراک او څښاک نه کوي، ترڅو خلک د هغوی په اړه ووایي، چې فلاني روژه نیولې او له خدای څخه وېرېږي. همدارنګه د شپې لخوا له مسلمانانو سره قیام کوي، ترڅو په اړه یې وویل شي، چې د الله لپاره شپه په ویښه تېروي؛ مګر الله سبحانه وتعالی په هغه څه خبر دی، چې د دوی په زړونو کې دي او یا یې په ښکاره ترسره کوي. الله تعالی دا چاره دوی ته پرېږدي، ترڅو هغه څه ترلاسه کړي چې د هغو لپاره اعمال ترسره کوي. پر همدې اساس د هغوی په اړه به خلک وايي، چې دوی روژه‌ نیسي او شپه په ویښه تېروي؛ په پایله کې دوی خپل هغه هدف ته رسېږي، چې د هغه لپاره خوراک او څښاک نه کاوه او د شپې لخوا یې قیام کړی و؛ مګر له الله تعالی سره ثواب نه لري، په داسې حال کې چې هېڅ شی له الله تعالی سره نه ضایع کېږي!

اوس باید هغو کسانو ته اشاره وکړو، چې د کال په ټولو میاشتو کې د الله پر بنده‌ګانو ظلم کوي، مګر د رمضان په را رسېدو سره له ظلم څخه لاس اخلي، لمونځ کوي او روژه نیسي، ترڅو په اړه یې وویل شي چې فلانی نېک عمله او روژه‌نیوونکی او قیام کوونکی چارواکی دی؛ مګر الله تعالی به د دوی دغه عملونه بربنډ کړي، حتی که یو څه وخت داوم وکړي، هغه مهال به نه دنیوي بدله ترلاسه کړي او نه اخروي ثواب. 

له الله تعالی څخه غواړو چې موږ د هغه په عبادت کې له منافقینو څخه ونه شمېرل شو! همدا شان له هغه څخه غواړو چې موږ ته هغه منافقین وښيي، چې له خپلو عباداتو څخه یوازې د خپل ظلم او بې‌عدالتۍ د پټولو په توګه کار اخلي! دا کار الله تعالی ته اسانه دی.  

لیکوال: دکتر ماهر صالح

ژباړن: سهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې