شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه او مسواک
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه او مسواک

(ژباړه)

له عامر بن ربیعه څخه روایت دی چې وایي:

«رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَسْتَاكُ، وَهُوَ صَائِمٌ مَا لاَ أُحْصِي أَوْ أَعُدُّ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د روژې پرمهال په مسواک وهلو دومره ډېر لیدلی، چې شمېرلی یې نه شم.

ابو هریره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې ویې فرمایل:

«لَوْلاَ أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمَّتِي لأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ وُضُوءٍ»

ژباړه: که چېرې زما پر امت نه سختېدلی، هغوی ته مې امر کاوه چې د هر اوداسه لپاره دې مسواک ووهي.

جابر او زید بن خالد هم د دغه حدیث په څېر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی؛ په داسې حال کې چې له نورو کسانو سره د روژه‌نیوونکي توپیر نه دی شوی.

حضرت عایشه رضي الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ" وَقَالَ عَطَاءٌ وَقَتَادَةُ يَبْتَلِعُ رِيقَهُ»

ژباړه: مسواک وهل خوله پاکوي او د رب د رضایت لامل کېږي؛ عطاء او قتاده وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د مسواک اوبه تېرولې.

دغه حدیث شریف موږ له هغه عمل څخه خبروي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې پرمهال ترسره کاوه او هغه د مسواک وهل دي. حدیث شریف د مسواک وخت او ځینې ګټې بیان کړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې او بوزې پرمهال مسواک واهه. د روژې له ماتوونکو پرته په روژه کې هم د هغو کارونو ترسره کول چې پر موږ واجب دي او هغه کارونه چې باید ترسره یې نه کړو، یو ډول دي. پر همدې اساس یو مسلمان باید د روژې په پلمه هېڅ فرض پرېنږدي، یعنې هغه کار چې یو شمېر مسلمانان یې د ناپوهۍ او فرېب له مخې ترسره کوي.

هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان په میاشت کې هم د تېرو میاشتو په څېر خپل غاښونه مسواک کول، که څه هم ترسره کول یې د پرېښودو په پرتله غوره دي. له همدې امله په روژه او بوزه کې د مسواک حکم یو ډول دی؛ نو پر موږ واجب دي چې په دې میاشت کې د حلالو ترسره کولو او له حرامو څخه ځان ساتلو ته دوام ورکړو او ستړیا، روژه او نورې هغه چارې پلمه نه کړو، چې له شرعي اړخه عذر نه ګڼل کېږي.

په دې برخه کې حدیث شریف د مسواک د کارولو حکمت بیانوي او وایي چې مسواک د خولې د پاکوالي او د هغې د بوی ختمولو لامل کېږي. د ځینو خلکو د ګومان خلاف، دغه موضوعات د مسواک د مشروعیت دلایل نه دي، بلکې د دغه کار ګټې بیانوي او لازمه ده چې له مسواک وهلو څخه زموږ موخه باید د الله تعالی رضایت وي، ترڅو ثواب یې ترلاسه کړو.

ځینې خلک د شریعت د احکامو په پلي کولو کې دوه زړي وي او ګومان کوي چې نېک کار ترسره کوي. د دغه دوه زړيتوب دلیل ناتواني او یا د هغو احکامو د علت او هدف نه درک کول دي، چې الله تعالی زموږ لپاره د قانون په توګه رالېږلي دي. پر همدې اساس هر مسلمان باید پوه شي، چې هر هغه څه چې د الله تعالی په شریعت کې راغلي، که له هغه څه سره سم تطبیق شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي دي، نو د ټولو خلکو لپاره به خیر او نیکي ډالۍ کړي! د شریعت احکام باید په بشپړه توګه عملي شي، ترڅو انسان د رښتینې خوښۍ او رباني عدالت احساس وکړي.

له الله تعالی څخه غواړو چې موږ په داسې حال کې د دغې مبارکې میاشتې تر پایه ورسوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لاره روان وو او په هر لوی او کوچني امر کې د هغه پیروي وکړو! همدارنګه زموږ روژه او قیام په خپل دربار کې قبول کړي او یوازې د خپل ځان لپاره یې خاص کړي! اللهم آمین!

لیکوال: داکتر ماهر صالح (رحمه الله)

ژباړن: سهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې