شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه او د اسمان او جنت دروازې!
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه او د اسمان او جنت دروازې!

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله علیه وسلم فرمایلي:

«إِذَا دَخَلَ شَهْرُ رَمَضَانَ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ، وَسُلْسِلَتِ الشَّیاطِینُ» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: کله چې د رمضان میاشت را ورسېږي، د اسمان دراوزې پرانیستل کېږي، د دوزخ دروازې بندېږي او شیطانان په ځنځیرونو تړل کېږي.

په دغه حدیث شریف کې هیله‌ او د هغه رحمت احساس پروت دی، چې الله تعالی یې پر خپلو بنده‌ګانو کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له هغه خیر او سخاوت څخه خبروي، چې دغه مبارکه میاشت یې زموږ لپاره لري؛ د جنت دروازې زموږ پر مخ پرانیزي، ترڅو زموږ دعاوې قبولې شي او عملونه مو زیات شي. پوهېږو چې دغه میاشت له نورو میاشتو سره توپیر لري؛ ځکه په دې کې نېک عملونه د نورو میاشتو او د کال د پاتې ورځو په پرتله لس چنده وي او په دې توګه له موږ روژه‌نیوونکو څخه غواړي، چې په رمضان میاشت کې خپل نېک عملونه څو چنده کړو، چې ثواب یې ډېر او څو برابره دی. د نېکو عملونو د کموالي لپاره باید کمزوري، ناتواني، لوږه او تنده پلمه نه کړو، ځکه دا فرصت په کال کې یوازې یو ځل راځي.

حدیث شریف د یوه بل مهم مطلب یادونه هم کوي او هغه دا چې الله تعالی په دې میاشت کې د دوزخ دروازې بندوي. نو هر څوک چې د رمضان میاشت روژه ونیسي، قیام وکړي او په هر کار کې د الله تعالی اوامرو او نواهيو ته ژمن پاتې شي، نو هغه کس به دوزخ ته داخل نشي.

د حدیث شریف په وروستۍ برخه کې راغلي، چې الله تعالی په دې مبارکه میاشت کې شیطانان په ځنځیرونو تړلي دي. پر همدې اساس د هغه چا لپاره چې ټمبلي کوي او وایي چې شیطان پرې غالب شوی او نفس یې کمزوری دی، دا دلیل نشي کېدلی. هر څوک باید له الله تعالی سره پخپل نفس او عمل کې صادق وي او له الله تعالی څخه باید سرغړونه ونه کړي، مګر دا چې وښویېږي او تېروتنه وکړي؛ ځکه شیطان نشته دی چې وسوسه ور واچوي او ګمراه یې کړي. هر څوک چې د ګناه عادت لري، په دې میاشت کې باید چې د توبې قبلولو او مغفرت میاشت ده، د الله تعالی په لوري ور وګرځي او د الله په دربار کې توبه وکړي! خو هغه څوک چې په قصدي توګه له الله تعالی څخه سرغړونه کوي، دغه میاشت ټول هغه منافقین چې ګومان کوي خلک ورڅخه خبر نه دي، رسوا کوي؛ ځکه الله تعالی خبر دی او د هغه عملونه او کړنې به ښکاره کړي.

موږ باید په دې باوري وو، چې الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو په پرتله خبر او مهربانه دی او د هغو کسانو توبه قبلوي چې خپلې تېروتنې ته متوجه شي او توبه وکړي؛ حتی له دې مبارکې میاشتې وروسته به یې هم په چارو کې مرسته وکړي، ترڅو پر صراط المستقیم باندې خپل تګ ته دوام ورکړي.

یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ګناهونه وبښي، نېکۍ مو څو برابره کړي، زموږ عملونه قبول کړي او د ځان لپاره یې خالص کړي! همدارنګه له الله تعالی غواړو چې هر هغه منافق افشا کړي، چې په موږ کې دی او همداراز ټولو ګمراه شویو خلکو ته هدایت وکړي! اللهم آمین!

لیکوال: د. ماهر صالح (رحمه الله)

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې