- مطابق
(ژباړه)
رمضان له خیر او برکت څخه ډکه میاشت ده چې د الله سبحانه وتعالی مومن بندهګان په دې میاشت کې الله سبحانه وتعالی ته د نږدې کېدو او تقرب هڅه کوي او د خلکو تر منځ پکې اړیکې ټینګېږي. رمضان د رحمت د نازلېدو، د بریاوو تر لاسه کېدو، د ګناهونو بښل کېدو او د دوزخ له اور څخه د خلاصون میاشت ده.
د دغې ایماني میاشتې یو پیغام او مانا د ځمکې په شاوخوا کې د واحد امت په توګه د اسلامي امت ثابتول دي او په بېلابېلو برخو کې د دغه امت واحد کېدل ښکاره دي چې لومړی یې د واحد باکیفیته عبادت ترسره کول دي؛ یعنې د ځمکې پر مخ اسلامي امت په یوه ورځ د رمضان میاشتې روژه پیل کړې او همدارنګه په یوه ورځ او یو وخت سره روژه پای ته رسوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«صُومُوا لِرُؤیَتِهِ وَ أفطِرُوا لِرُؤیَتِهِ فِإن غُمِی عَلَیکُم فَأکمِلُوا العَدَد» (رواه مسلم)
ژباړه: هر کله مو چې رمضان میاشت ولیده، روژه ونیسئ او هر کله مو چې شوال میاشت ولیده، روژه ماته کړئ او که اسمان وریځ و (د میاشتې په لیدو ونه توانېدئ) ۳۰ورځې پوره کړئ!
په دغه حدیث کې ټولو مسلمانانو ته له کوم توپیر او تخصیص په پام کې نیولو پرته خطاب شوی. که د شریعت احکامو د ادا کولو له اړخه عباداتو ته کوم تخصیص ورکړی، خو د مسلمانانو تر منځ یې کوم توپیر نه دی رامنځته کړی او شرعي دلیل ته په کتو د تخصیص په حکم کې ټول مسلمانان له کوم توپیر پرته شاملېږي. د بېلګې په توګه، د ناروغ او مسافر لپاره د روژې خوړل او یا هغو کسانو ته د روژې نه نیولو اجازه ده چې شرعي عذر لري.
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿أَيَّامًا مَّعْدُودَٰتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَ عَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَ أَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [بقره: ۱۸۴]
ژباړه: روژه په څو ټاکلو ورځو کې ده او که په تاسو کې کوم څوک ناروغ او یا مسافر وي، (که یې روژه وخوړله)، د همغو ورځو په اندازه دې څو ورځې نوره روژه ونیسي او هغه کسان چې د نیولو وس یې نه لري، لازمه ده چې کفاره ورکړي او هغه د بېوزله کسانو خوراک دی. هر څوک چې د خیر کار ومني، د هغه لپاره غوره ده او تاسو ته روژه نیول ښه دي، که د (عباداتو په حقیقتونو) وپوهېږئ.
په دغه مبارک آیت کې یاد شوی خطاب له کوم توپیر په پام کې نیولو پرته د لودیځ او ختیځ مسلمانانو ته شوی دی. دویم امر چې د اسلامي امت واحد کېدل انځوروي، دا دی چې د ځمکې په هره برخه کې چې اسلامي امت ژوند کوي، د یوې عقیدې، یو شریعت او یو ډول احکامو پیرو دی او پر یو واحد اصل یعنې قرآن او سنتو یې تکیه کړې چې خفي وحی ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿وَ أَنَّ هَٰذَا صِرَٰطِى مُستَقِیمًا فَاتَّبِعُوهُ وَ لَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَٰلِكُمْ وَصَّىٰكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [انعام: ۱۵۳]
ژباړه: دغه لاره زما مستقیمه لاره ده، (چې ما تاسو ته ترسیم او بیان کړې او د دواړو دنیاوو د نیکمرغۍ لامل کېږي.) نو د دې لارې پیروي وکړئ او د هغو لارو پیروي مه کوئ چې تاسو تیت و پرک کوي. (هغه باطل چې تاسو مې ترې منع کړی یاست) دا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی یې تاسو ته توصیه کوي چې متقیان شئ (او له مخالفت څخه یې ډډه وکړئ).
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«تَرکتُ فِیکُم مَا لَن تَضِلُّوا بَعدَهُ إنِ اعتَصَمتُم بِهِ کِتَابَ الله»
ژباړه: تاسو ته مې یو څه پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅکله به ګمراه نه شئ او هغه د الله سبحانه وتعالی کتاب دی.
په یوه روایت کې داسې راغلي:
«اِنِّی قَد تَرکتُ فِیکُم شَیئَینِ لَن تَضِلُّوا بَعدَهُمَا: کِتَابَ اللهِ وَ سُنتِی وَ لَن یَتَفَرَّقَا حَتَی یَرِدَا عَلَیهِ الحَوض»
ژباړه: تاسو ته مې دوه شیان پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅکله نه ګمراه کېږئ. (د الله کتاب او سنت)، دغه دواړه یو له بل څخه نه بېلېږي، تر هغه چې زما حوض ته حاضر شي او ستاسو پر عمل شاهدي ورکړي. (قیامت)
د شرعي احکامو په اخیستلو کې ټولو مسلمانانو ته شرعي اصل وحدت دی او کوم بل اصلا لکه عقل، وضعي قوانین او یا د تېرو شوو نسلونو تحریف شوي قوانین اعتبار نه لري.
درېیمه مسئله او امر دا دی چې د مسلمانانو بنسټیزه موخه د الله سبحانه وتعالی رضایت تر لاسه کول دي، د ټولو زړونه همدغه رضایت تر لاسه کېدل غواړي او دا د امت د واحد کېدو دلیل دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ تِجَٰرَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ* تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تُجَٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَ أَنفُسِكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ* يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَ يُدْخِلْكُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَٰرُ وَ مَسَٰكِنَ طَيِّبَةً فِى جَنَّٰتِ عَدْنٍ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ*وَ أُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَ فَتْحٌ قَرِيبٌ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ* يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُونُوا أَنصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّنَ مَنْ أَنصَارِى إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ فَءَامَنَت طَّائِفَةٌ مِّن بَنِى إِسْرَٰءِيلَ وَ كَفَرَت طَّائِفَةٌ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ ءَامَنُوا عَلَىٰ عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَٰهِرِينَ﴾ [صف: ۱۰-۱۴]
ژباړه: اې مومنانو! ایا تاسو ته د هغه تجارت لارښوونه وکړم چې تاسو د دوزخ له ډېر دردناک عذاب څخه ژغوري؟! او هغه دا چې پر الله تعالی او رسول صلی الله ایمان راوړئ او د الله په لاره کې په مال او ځان سره جهاد وکړئ! که پوه شئ چې دغه لارښوونه تاسو ته تر هر څه غوره ده، (که دغه تجارت وکړئ)، ګناهونه مو بښي او تاسو د جنت هغو باغونو ته بیايي، چې تر هغه (تر ونو او ماڼیو) لاندې ویالې روانې دي او تاسو ته په ښایسته کورونو او خونو کې ځای درکوي چې د جنت په باغونو کې دایمي دي. ستره بریا همدا دا ده. (پر دغو نعمتونو سربېره) بل نعمت هم لرئ چې د الله تعالی بریا او فتح نږدې ده (چې په پایله کې یې مکه تاسو ته په لاس درځي) او مومنانو ته زیری ورکړه (په هغه څه چې د ستاینې او بیان وړ نه دي او تر هغه څه لوړ دي چې انسانانو ته د انسانانو په الفباء ور وپېژندل شي). اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکوونکي شئ، لکه څنګه چې د مریم زوی عیسی حواریونو ته وویل: څوک د الله دین ته په نصرت ورکولو کې زما ملګري دي؟ حواریونو وویل: موږ به ټول د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکوونکي وو. وروسته د بني اسراییلو یوې ډلې ایمان راوړ او یوه ډله کافران شول. موږ له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړ، د هغوی د دښمنانو پر وړاندې مو مرسته ورسره وکړه او هغوی بریالي شول.
له عبادت څخه پیل، د هغه د ترسره کېدو څرنګوالی او اصول یې چې وروستۍ موخې ته پرې رسېږي، ټول د واحد امت مانا، تقوا او پر ژمنه یې ټینګ پاتې کېدل ثابتوي. په حقیقت کې دا ځانګړتیا یوازې په دغه طیب امت کې پیدا کېدای شي او بس؛ لکه څنګه چې د دغه امت په ستاینه کې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿وَ إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَ أَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ﴾ [مومنون: ۵۲]
ژباړه: دغه (ستر پیغمیران چې اشاره ورته وشوه) ټول یو امت دي (او واحد دین او برنامه لري). زه ستاسو ټولو رب یم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ. (ځکه واحد امت له واحدې برنامې سره باید له خپل واحد معبود څخه ووېرېږي او له عذاب څخه یې ځانونه وساتي.)
الله سبحانه وتعالی همدارنګه فرمایلي دي:
﴿إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَ أَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [انبیاء: 92]
ژباړه: دغه (ستر پیغمیران چې اشاره ورته وشوه) ټول یو امت دي (او واحد دین او برنامه لري). زه ستاسو ټولو رب یم، نو یوازې زما عبادت وکړئ (ځکه واحد امت له واحدې برنامې سره باید خپل واحد معبود ته مخ کړي).
الله سبحانه وتعالی دغه امت له هغې مبارکې ونې سره تشبیه کړی چې اصل او ریښه یې ثابته او څانګې یې په اسمان کې دي، چې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه له کومې نیمګړتیا پرته حاصل ورکوي.
الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَ فَرْعُهَا فِى السَّمَاءِ﴾ [ابراهیم: ۲۴]
ژباړه: ایا ومو نه لیدل چې الله سبحانه وتعالی «طبیه کلمه» او سپېڅلې وینا له سپېڅلې ونې سره تشبیه کړې چې ریښې یې په ځمکه کې ثابتې او څانګې یې په اسمان کې دي؟
د واحد امت مانا د دین په ټولو چارو کې له عقیدې او احکامو څخه نیولې او په عملي ډګر کې ثابته ده او دغه ځانګړتیا یوازې په امت کې پیدا کېږي؛ ځکه یهودو او نصارا په عقیده، عباداتو او ارزښتونو کې وېشل شوي او تر منځ یې هېڅ اړیکه نه پیدا کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَ كَانُوا شِیَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِى شَىْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ﴾ [انعام: ۱۵۹]
ژباړه: بېشکه، هغو کسانو چې خپل دین ووېشه او په بېلابېلو ډلو او مذهبونو وېشل شوي، ته له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لرې! (ستا حساب له الله تعالی سره دی) د هغوی کار یوازې له الله سبحانه وتعالی سره دی، وروسته الله سبحانه وتعالی هغوی پر هغه څه خبروي چې ترسره کوي یې (د دغو عملونو سزا به ورکړي).
الله سبحانه وتعالی داسې فرمایلي دي:
﴿لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعاً إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ﴾ [حشر: ۱۴]
ژباړه: یهودان هېڅکله له تاسو سره د کلکو کلاګانو او یا د دېوالانو تر شاه پرته په ډلهییزه بڼه جګړه نه کوي. په هغوی کې سخته دښمني روانه ده. ته هغوی متحد وینې، خو د هغوی زړونه متفرق او وېشل شوي او همغږي نه دي. دا ځکه چې هغوی بېشعوره او ناپوه خلک دي.
د یهودانو عقیده واحده نه ده او په بېلابېلو مذهبونو وېشل شوي چې په منځ کې یې ډېر اختلافونه شته. حتی یو مذهب په څو نورو مذهبونو وېشل کېږي. پر همدغه اساس، ارتودکس، کاتولیک او پروتستانت هر یو په مختلفو او له یو بل سره په ټکر کې مذهبونو وېشل شوي او د اصلي مذهبونو په توګه له یو بل سره په ټکر کې دي. د هغوی یو شمېر وایي چې عیسی د الله تعالی زوی دی او یو شمېر نور بیا د عیسی په الوهیت قایل دي.
په پای کې وایو: دغه امت د خپل دین په ټولو چارو کې واحد دی. معبود یې واحد، رسول یې واحد، قرآن یې واحد او د نبي سنت یې واحد دي او قرآن یې په متواتره بڼه له هر ډول تحریف پرته رارسېدلی دی. د نبي سنت هم منقول او ټول ساتل شوي دي. دغه امر تر قیامت پورې باقي پاتې کېږي او دا ستر خوځښت دی. موږ په دغه مبارکه میاشت کې امت د وحدت لور ته دعوتوو او هغوی د وېشل شویو برخو یوځایوالي ته هڅوو؛ ترڅو دغه امت تر واحد بیرغ لاندې د پخوا غوندې اسلامي دولت جوړ کړي. پر همدغه اساس، له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې په دغه مبارکه میاشت کې موږ پیاوړي کړې او د ټول امت تر منځ وحدت او تړون رامنځته کړي، چې دغه امت د دویم ځل لپاره د واحد دولت تر چتر لاندې راټول شي، تر څو یو ځل بیا امت واحد شي! آمین.
الرایه جریده: ۴۳۶مه ګڼه
لیکوال: احمد طبیب - بیت المقدس
ژباړه: بهیر «ویاړ»