شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو سوډان هم د سوریې په څېر یوازې پرېښود او له خلکو یې غچ اخلي
بسم الله الرحمن الرحيم
نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو سوډان هم د سوریې په څېر یوازې پرېښود او له خلکو یې غچ اخلي

خبر:

په داسې حال کې چې د سوډان په پلازمېنه، خرطوم ښار کې د سیالو پوځي ډلو ترمنځ جګړه روانه ده، مېلیونونه خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او ډېری یې د اوبو او خوړو له کمښت سره مخ دي؛ بهرني هیوادونه له دغه هېواد څخه د خپلو خلکو د ایستلو په هڅه کې دي. دغه جګړه د اپرېل په ۱۵مه د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) نیمه پوځي ډلې ترمنځ پیل شوه او بشري ناورین یې رامنځته کړ. په دغې جګړه کې  لږ تر لږه ۴۲۰ کسان وژل شوي، ټانکونه، ودانۍ سوځول شوې او پلورنځي لوټ شوي. د اونۍ په پای کې خلکو هڅه کوله چې له دغو ګډوډیو وتښتي، نو بهرنیو هېوادونو هم په خرطوم کې الوتکې ښکته کړې او د خپلو خلکو د ایستلو لپاره یې کاروانونه تنظیم کړل. متحده ایالاتو وویل چې د دوی ځانګړو ځواکونو له (MH-47) چینوک هلیکوپټرو په استفادې تر سلو کم کسان وژغورلی شول؛ دا الوتکې په جیپوټي کې د امریکا له هډې ورغلې او د جګړې په سیمه، خرطوم ښار کې یې یو ساعت تېر کړ. (Aljazeera.com)

تبصره:

نړیواله ټولنه له شک پرته داسې مثال لري:

[كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ]

ژباړه: «د دوی مثال د شیطان دی چې لومړی انسان ته وايي: کافر شه؛ او کله چې انسان کافر شي، بیا (شیطان د قیامت په ورځ ورته) وايي: زه له تا بېزاره یم (هېڅ نه درسره لرم)، زه خو له الله، د عالمونو له پرودګار څخه وېرېږم.» [حشر:۱۶]

د دوی کار همدا دی چې خلک په ستونزو او جنایتونو کې ښکېلوي، بیا ځان ترې باسي. په سوډان کې همداسې وشول. د سوډان خلکو د امریکا د اجېنټ، البشیر د رژیم پر ضد پاڅون وکړ چې له واکه یې لرې کړي. ورته  پېښې په ډېرو اسلامي هیوادونو کې شوې او خلک بریالي شوي چې پر دوی حاکم ظالم له واکه راوغورځوي. له دې وروسته د کافرو غربي هېوادونو او د دوی د متحدینو مبارزه د سوډان د خلکو د انقلاب پر وړاندې وه چې خنثی یې کړي. دوی دا کار د  تش په نامه انقلاب - ضد او د امریکا او انګلستان د اجېنټانو ترمنځ د واک د وېش له لارې وکړ؛ د امریکا د اجېنټانو استازولي پوځ کوله او د انګلستان د اجېنټانو استازولي هغو سازمانونو کوله چې د ازادۍ او بدلون ځواکونو په توګه د انقلاب له څپو سره یوځای شوي وو. هر اړخ هڅه کوله چې یو بل له سیاسي ډګر څخه لرې کړي، واک او امکانات ترلاسه کړي. ځو ځله یې د یو بل پر وړاندې سیاسی دسیسې جوړې کړې؛ خو هېڅ لوري - نه امریکا او نه برېتانیې- شخړه په خپله خوښه حل نه کړای شوه. داسې ښکاري چې دا ځل پوځ د خلکو په وژلو پسې را اخیستې ده؛ ټول‌وژنې کوي او هېواد یې ویجاوړي چې وضعيت خپل لومړي حالت، تر انقلاب وړاندې حالت ته بېرته یوسي. دا د سیسټم سخت رېسیټ کول یا بیا تنظیمول دي چې له لارې يې پوځ واک په لاس کې اخیستی شي او د امریکا ګټې خوندي کېږي.

د اسلامي نړۍ لکه پاکستان، ترکیې او عربي هېوادونو په ګډون د نړۍ هېوادونو له لوري له سوډان څخه د خپلو خلکو د ایستلو ژمنه له هغه مسولیت څخه ځان ایستل دي چې باید د هغو جنایتکارانو لاسونه وتړي چې دغه هېواد یې په اور کې سوځوي او د بې ګناه خلکو پاکې وینې تویوي. دا د تش په نامه نړیوالې ټولنې - چې ځان د سوډان خواخوږې بولي - مسولیت دی له رهبرانو نیولې تر پوځ پورې د خپلو اجېنټانو مخه ونیسي چې په دغه هېواد کې جګړه ونه کړي. که څوک فکر کوي چې په سوډان کې د روانې جګړې مجرمینو او قاتلینو په خپله خوښه او اراده دا جګړه پیل کړې، دا فکر ناسم دی. په حقیقت کې دا اجیر قاتلان د کافرو استعمارګرو، په ځانګړې توګه امریکا او برېتانیې لخوا هڅول کیږي. دوی دا جګړه د واک او دغه هېواد د بډایه طبعي زېرمو ترلاسه کولو په موخه پیل کړه. دوی غوښتل چې له سوډان اسلامي هېواد او د دغه هېواد له خلکو غچ واخلي چې د دوی د سیکولر نظام -چې البشیر او اپوزېسیون خوندي کړی و - پر وړاندې یې پاڅون کړی و.

یو مسلمان ښايي د سوډان او د دغه هېواد د خلکو پر وړاندې د کافر استعمارګر خیانت ومني. ټول کفر او اهل یې همداسې دي. خو د مسلمان پر وړاندې د بل مسلمان ورور خیانت نه مني. مګر دا چې دغه مسلمانان منافق وي؛ لکه د پاکستان لومړی وزیر، شهباز شریف؛ د ترکیې ولسمشر، اردوغان؛ د ګاونډي مصر ولسمشر، سیسي او همدارنګه نور عرب او اسلامي هېوادونه. دوی یوازې غوښتل د کافر استعمارګرو په تقلید خپل خلک وباسي. ولې يې ځان مکلف احساس نه کړ چې د جنایتکار پوځ مشران اړ باسي چې د مسلمانانو مقدسات ویجاړ نه کړي!؟ موږ ښه پوهېږو چې د سوډان واکمنان او د پوځ مشران اوس پر خپلو خیانتونو سربېره غواړي پر مسلمانانو حاکمیت ولري. د سوډان او نورو اسلامي هېوادونو په واکمنانو کې هېڅ ښه نشته؛ بلکې یو تر بل ناوړه دي چې خپلو بادارانو، شریر غرب له لوري ګومارل شوي.  

د مسلمانان مکلفیت زیات شوی. د اسلامي نړۍ د مسلمانانو یوازینۍ غوښتنه د اوسنیو واکمنانو لرې کول او د خلافت تاسیس دی. یوازې خلیفه دی چې د اسلام او مسلمانانو ملاتړ به وکړي. د سوډان په وسله‌والو ځواکونو کې پر مخلصینو واجب ده چې د خپلو قومندانانو لاس وتړي، نافرماني یې وکړي له واکه یې راوغورځوي. دوی باید حزب التحریر ته نصرت ورکړي چې په سوډان کې د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړي. هغه وخت به پر هغو کسانو زړونه یخ کړي چې د سوډان او د سوډان د خلکو پر وړاندې یې دسیسې جوړولې. الله سبحانه و تعالی دې له موږ راضي شي.

الله سبحانه و تعالی فرمایيي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ * وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ]

ژباړه: «اې مومنانو! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک وواياست چې کله پیغمبر تاسې ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دئ. او وپوهېږئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی. او د هماغه لوري ته به ورغونډ کړای شئ. * او له هغې فتنې ځان وژغورئ چې د هغې ناوړه اغېزه به په ځانګړې توګه یوازې تر هغو خلکو پورې محدوده پاتې نه شي چې په تاسو کې يې ګناه کړې وي. او وپوهېږئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دئ» [انفال: ۲۴-۲۵]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

بلال المهاجر – ولایه پاکستان

ژباړه : محمد هارون رؤفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې