شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امانت پورته کېدل (له منځه تلل)
بسم الله الرحمن الرحيم
د امانت پورته کېدل (له منځه تلل)

د صحیح البخاري په شرحه فتح الباري کې د امانت له منځه تلل باب کې د ابن حجر عسقلاني په کم بدلون سره راغلي:

له ابوهریره څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«ا‌ذا ضیعت الامانة فانتظر الساعة قال:‌ کیف اضاعتها یا رسول الله؟ قال: اذا اسند الامر الی غیر اهله فانتظر الساعة»

ژباړه: کله چې امانت له منځه لاړ شي، نو قیامت ته په تمه شئ!  ویې ویل: اې رسول الله امانت څه ډول له منځه ځي؟ ویې فرمایل: کله چې کار خپل اهل ته ونه سپارل شي، نو د قیامت په تمه شئ.

امانت د خيانت ضد دی او د امانت له رفع کولو څخه هدف د امانت له منځه تلل دي؛ داسې چې امين يا هيڅ نه وي او يا په نشت حساب وي.

کرماني د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې خبرې (اذا أسند) په اړه وایي: دا موضوع د قیامت د وخت په رارسېدو دلالت کوي؛ ځکه د قیامت د موضوع په ځواب کې راغلې ده. دلیل یې دا دی چې د قیامت د موضوع د رامنځته کېدو له لارې باید د امانت د سپارل کېدو څرنګوالی واضح کړي؛ لکه څنګه چې په ځینو روایتونو کې د «وسد» کلمه هم راغلې ده. په اصل کې له «الامر» څخه موخه د دین چارې لکه: خلافت، امارت، قضاوت او فتوا دي. همدارنګه کرماني د رسول الله صلی الله عیله وسلم د دې خبرې (الی غیر اهله) په اړه وایي، چې د (الی) کلمه د لام پر ځای راغلې ده، ترڅو د اسناد (اهل ته د امانت سپارلو) پر وجوب دلالت وکړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبره (فانتظر الساعة) کې فاء یا د تفریع لپاره راغلې او یا هم د شرط ځواب دی. یعنې کله چې یو کار خپل اهل ته ونه سپارل شي، نو قیامت ته په تمه شئ. ابن بطال وایي، د «اسند الامر الی غیر اهلیه» معنی دا ده چې الله تعالی علما او امامان د خپلو بنده‌ګانو لپاره امینان ټاکلي دي او هغوی ته نصیحت کړل یې پرې فرض کړي دي. نو لازمه ده چې دوی باید د دین اهل د خپلو چارو ولي وټاکي؛ نو کله چې د دین له اهل پرته بل څوک د خپلو چارو ولي وټاکي، په حقیقت کې دوی له هغه امانت سره خیانت کوي چې الله تعالی ورسپارلی دی.

ډېری کسان امانت ته په کمه سترګه ګوري، اهمیت نه ورکوي او بې‌پروایي ورسره کوي؛ په داسې حال کې چې د امانت ساتل یو مهم کار دی. دا چاره ښايي دوه لاملونه ولري، لومړی د امانت حقیقت نه پېژندل او دویم د امانت د نه پرځای کولو په سبب د لویې ګناه مرتکب کېدل دي. په داسې حال کې چې د اسلام مبارک دین موږ د امانت له ضایع کولو څخه منعه کړي یو.

ځینې مسلمانان امانت یوازې په هغه مال او شي پورې محدودوي، چې خلکو ته یې ورکړی وي، په داسې حال کې چې امانت تر دې ‌ډېر عام او هراړخیز دی. پر همدې اساس لمونځ، زکات او د دین ټول شعایر امانتونه دي او د انسان د بدن ټول غړي امانت دي. لاس، پښې، شرمځای، ګېډه او د بدن نور غړي امانت دي؛ نو د دغو امانتونو له امله باید د ګناه مرتکب نه شئ، له دې پرته به مو امانت ضایع کړی وي. همدارنګه د الله تعالی ټول امرونه او نواهي امانت دي.

اې مسلمانانو! تر ټولو لوی امانت حکامو او رئیسانو ته سپارل کېږي، د دوی په امانت کې ټول خلک شاملېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایي:

«ما من عبد یسترعیه الله رعیة یموت یوم یموت و هو غاش لرعیته الا حرم الله علیه الجنة»

ژباړه: هر هغه بنده چې الله سبحانه وتعالی د رعیت چارې ورسپارلې وي او په داسې حال کې مړ شي چې له خپل رعیت سره یې خیانت کړی وي، نو الله تعالی به یې جنت ته داخل نه کړي.

هو، دا یو لوی امانت دی چې د ټولو امانتونو په سر کې راځي او د هغه په ضایع کولو سره هر څه له لاسه وځي. لکه اوسمهال چې مسلمانان ورسره مخ دي، کار خپل اهل ته نه دی ورکړل شوی او ګنهکارانو، مزدورو فاسقانو، مجرمینو، ظالمانو، مسیحي منافقینو او حتی جنایتکارو کفارو ته سپارل شوی دی. داسې چې له خپلو منصبونو څخه د مسلمانانو د استعمار لپاره ګټه اخلي.

ایا نه وینئ چې په سوریه او نورو اسلامي خاورو کې څه روان دي؟ ایا نه وینئ چې مسلمانان څه ډول د حکامو لخوا ځورول کېږي؟ د دغه امت حالت عجیب دی، باطل یې ښه پېژندلی، خو بیا یې هم پیروي کوي؛ خطر یې درک کړی، خو اهمیت نه ورکوي او د هغو پتنګانو په څېر دي چې د اور ګردچاپېره تاوېږي.

ایا د دې وخت نه دی راغلی، چې دا لوی امت خپل عظمت او دبدبه یو ځل بیا ترلاسه کړي؟ ایا د دې وخت نه دی رسېدلی، چې پوه شي دغه ټولې ستونزې یوازې د امانت د ضایع کېدو له امله دي؟ ایا د دې وخت نه دی رسېدلی چې پوه شي، هغه لوی امانت چې له منځه تللی کوم یو دی؟ هو، دا خلافت دی. نو ولې له هغو کسانو سره یو ځای نشو، چې د خلافت د بیا راتګ لپاره کار کوي؟ په پای کې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې هغه ورځ په ژر را ورسېږي.

اې ربه، د نبوت پر منهج راشده خلافت ژر زموږ په برخه کړې، ترڅو د مسلمانانو درد کرار او له ظلم او تېري څخه یې خلاص کړو!  اې ربه دا ځمکه دې د خپل کرم په نور سره منوره کړه! آمین آمین!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې