- مطابق
(ژباړه)
د صحیح البخاري په شرحه فتح الباري کې د امانت له منځه تلل تر باب لاندې د ابن حجر عسقلاني په کم بدلون سره راغلي: له عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې:
«إنما الناس کالإبل المائة لاتکاد تجد فیها راحلة»
ژباړه: انسانان د سلو اوښانو په څېر دي، چې له منځه یې په ډېرې سختۍ یو راحله اوښ پیدا کولی شئ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره "إنما الناس کالإبل المائة لاتکاد تجد فیها راحلة" په دې معنا ده، چې تاسو په سلو اوښانو کې یو داسې اوښ نشئ موندلی، چې د سپرېدو وړ وي؛ ځکه د سورلۍ لپاره هغه اوښ مناسب دی چې په اسانۍ ارام شي. همدارنګه د سلو انسانانو په منځ کې یو داسې کس نه شئ موندلی، چې د روغبړ لپاره مناسب وي، له خپل ملګري سره مرسته او نېک چلند وکړي.
خطابي وایي: عربان سلو اوښانو ته د « إبل» لفظ کاروي او دوی وایي فلانی کس یو «إبل» لري، په دې معنی چې هغه سل اوښان لري او یا دا چې فلانی کس دوه «إبل» لري، په دې معنی چې هغه دوه سوه اوښان لري. له همدې امله په هغه روایت کې چې «مائة» پکې له الف لام پرته راغلې، په حقیقت کې د «إبل» تفسیر کوي؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره «کإبل» یعنې د سلو اوښانو په څېر دي. دا چې د «إبل» لفظ د سلو اوښانو پر ځای ډېر مشهور نه دی، نو د «المائة» کلمه د توضیح کولو او د ابهام د له منځه وړلو لپاره راغلې ده.
همدارنګه خطابي وايي: دا حدیث په دوو حالتونو تعبیرېږي: لومړی دا چې ټول خلک د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر وړاندې سره برابر دي او هېڅ د احترام څښتن انسان پر هغه کس غوره نه دی، چې احترام یې کم کېږي او نه هم هېڅ لوړپوړی انسان پر ټیټپوړي لومړیتوب لري؛ په حقیقت کې ټول د هغو سلو اوښانو په څېر دي، چې یو هم پکې راحله (د سورېدو وړ) نشته دی. راحله د فاعله په وزن د مفعوله په معنی دی، یعنې ټول سره برابر دي؛ مګر د سورېدو وړ نه دي. دویم دا چې ډېری خلک په زیان کې دي او ډېر کم یې د مهربانۍ وړ دي؛ یعنې دوی د راحله اوښ په څېر دي، چې په ډېرو اوښانو کې کم موندل کېږي، خو ډېری خلک نه پوهېږي.
یو انسان چې په هره اندازه الله تعالی وپېژني، په همغه کچه له هغه څخه ډېر وېرېږي او د خلکو په منځ کې یوازې هغه عالم له خدای څخه وېرېږي، چې پوه شي د خلکو لپاره د دعوتګر په توګه رالېږل شوی دی او د راحله اوښ په څېر دی. پر همدې اساس یو څوک د امت انحطاط ته متوجه کېږي، په اړه یې اندېښمنېږي، ناڅاپه له خپل ځایه پاڅېږي او د امت د کمزورۍ پر دلایلو او ټکنالوژۍ ته د غرب پر لاسرسي بحثونه پیلوي. دا راحله کس چې موږ یې په اړه خبرې کوو، شیخ علامه تقي الدین النبهاني رحمه الله دی او هغه راحله چې موږ یې په اړه غږېږو، هغه حزب التحریر دی چې همدغه رباني او زړه سوانده عالم امت ته وړاندې کړ؛ وروسته یې موږ ته د شریعت احکام د امت د ژغورنې لپاره را وښودل او بیا له فکرې او طریقې سره یو ځای په امت کې راڅرګند شو.
فکره له دې قضیې سره تړاو لري، چې د اسلام نظام باید پر ټوله نړۍ حاکم شي او د خلافت د تاسیس او د خلیفه د ټاکلو له لارې چې د الله د کتاب او د هغه د رسول د سنتو پر اساس له مسلمانانو سره بیعت وکړي، یو ځل بیا پر ما انز الله حکم وشي، ترڅو کفري نظامونه له منځه یوسي او د تطبیق په ډګر کې یې اسلامي نظام ځایناستی کړي. همدارنګه اسلامي خاورې په دارالاسلام بدلې کړي، ټولنه پر اسلامي ټولنه بدله کړي او د اسلام رسالت د دعوت او جهاد له لارې د نړۍ هرې برخې ته ورسوي.
طریقه هغې تګلارې ته وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې په مرسته دولت تاسیس کړ او دا حزب د هغې راحله په څېر دی چې د امت ټول غم او درد ته یې اوږده ورکړې ده، مګر دا چې خلافت تاسیس شي او په دې توګه له غرب څخه اوسنۍ ارامي واخلي او ماڼۍ یې ونړوي. غرب اوسمهال د دغه راحله په اړه اندېښمن دی او په ټول توان یې پر وړاندې مبارزه کوي او غواړي چې دا نطفه په جنین کې خنثی کړي؛ مګر نه پوهېږي چې دا مولود له نورو سره توپیر لري او په چټکۍ به په ټول توان او ځواک سره راپورته شي او ژر ده چې غرب کافر به خپلې دسیسې هېرې کړي او هغه کسان چې ظلم یې کړی، باید پوه شي چې دوی به بېرته چېرې ورګرځي.
اې ربه، د نبوت پر منهج راشده خلافت په چټکۍ سره زموږ په برخه کړې، ترڅو د مسلمانانو درد ارامه او له ظلم او تېري څخه یې خلاص کړي! اې ربه دا ځمکه دې د خپل رحم او کرم په نور منوره کړه! آمین آمین!