شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تفویض وزیران
بسم الله الرحمن الرحيم
د تفویض وزیران

(ژباړه)

ترمذي په خپل سنن کې داسې روایت کړی دی:

«عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "مَا مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا لَهُ وَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ وَوَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ فَأَمَّا وَزِيرَايَ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ فَجِبْرِيلُ وَمِيكَائِيلُ وَأَمَّا وَزِيرَايَ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ فَأَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ.»

ژباړه: هېڅ داسې نبي نشته چې دوه وزیران دې په آسمان او دوه په ځمکه کې ونه لري، پر همدې اساس جبریل او میکائیل په اسمان کې زما وزیران دي او ابوبکر او عمر مې په ځمکه کې وزیران دي.

په تحفة الاحوذي کې په دې اړه راغلي دي:

دا خبره: «مَا مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا وَلَهُ وَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ وَوَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ» وزیر، همکار (بار وړونکی) دی، په دې دلیل چې هغه وزِر یا بار له خپل امیر څخه اخلي. معنی یې دا ده چې کله به پیغمبر صلی الله علیه وسلم کوم کار پیل کاوه، نو له خپلو دوو وزیرانو سره به یې مشوره کوله. لکه څنګه چې یو حاکم له ستونزې سره مخ شي، نو له خپلو وزیرانو سره مشوره کوي. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

وَاجْعَل لِّي وَزِيراً مِّنْ أَهْلِي(۲۹) هَارُونَ أَخِي(۳۰) اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي(۳۱) [طه: ۲۹-۳۱]

ژباړه:  له کورنۍ څخه مې ورور هارون زما مرستیال کړه او د هغه په مرسته زما مټ پیاوړی کړه.‏

په النهایه کتاب کې بیان شوي، چې وزیر له هغه کس څخه عبارت دی چې له امیر سره مرسته کوي او د هغه ځینې درانه کارونه مخته وړي او یا هغه څوک دی چې امیر د هغه رایې او تدبیر ته ارزښت ورکوي.

د وزیر کلمه د همکار او مرستیال په معنی ده او قرآن کریم هم د وزیر کلمه په همدې لغوي معنی راوړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: (وَاجْعَل لِّي وَزِيراً مِّنْ أَهْلِي) دلته وزیر د همکار او مرستیال په معنی راغلی دی.

په دغه حدیث کې دا کلمه په خپله لغوي معنا یعنې همکار یا مرستیال او همدارنګه په مطلق ډول راغلې ده، چې په ټولو چارو کې هر ډول مرسته او همکاري پکې شاملېږي، لکه د خلافت په مسوولیت او نورو چارو کې له خلیفه سره مرسته کول. حزب التحریر له دغه حدیث څخه لاندې احکام اخیستي دي:

۱ـ خلیفه حق لري چې د ځان لپاره مرستیالان وټاکي، ترڅو د خلافت د کارونو او دندو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي.

۲ـ د مرستیالانو د شمېر جواز؛ یعنې خلیفه کولی شي، چې له خپلې اړتیا سره سم یو یا څو مرستیالان وټاکي.

۳ـ خلیفه حق لري چې د ځان لپاره د حکم په برخه کې او پرته د حکم له برخې (اداري برخه) کې مرستیالان وټاکي. لکه څنګه چې په آسمان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم همکاران د حکم د برخې مرستیالان نه وو او ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د هغه صلی الله علیه وسلم د حکم په برخه کې مرستیالان وو، له دې څخه څرګندېږي چې خلیفه حق لري، چې د ځان لپاره په حکومتي او غیرحکومتي برخه کې مرستیالان وټاکي.

د حکم په برخه کې د خليفه مرستيالانو ته د تفویض مرستیالان هم ویل کېږي.

د تفویض مرستیالان:

1-      له هغو وزیرانو څخه عبارت دي چې خلیفه یې ټاکي، ترڅو د خلافت د ستونزو د حل او د مسوولیتونو د ترسره کولو په برخه کې مرسته ورسره وکړي؛ په ځانګړې توګه کله چې خلافت دولت لوی او پراخ شي، ځکه هغه مهال یې مسوولیت یوازې د خلیفه لپاره ډېرېږي او خلیفه داسې کسانو ته اړتیا لري چې د خلافت د ستونزو په حل او د مسوولیتونو په ترسره کولو کې له هغه سره مرسته وکړي.

2-      د وزیر کلمه باید له قید و شرط پرته پر هغوی اطلاق نشي، ترڅو په اسلام کې د وزیر مدلول او په هغو وضعي نظامونو کې د وزیر مدلول سره ګډ نه شي، چې د ډیموکراسۍ او سېکولرېزم پر اساس رامنځته شوي دي.

3-      د تفویض مرستیال شرطونه هغه دي، چې د خلیفه لپاره هم په پام کې نیول شوي دي. یعنې دا چې: نارینه، مسلمان، ازاد، بالغ، عاقل، عادل او توانا وي او هغه کارونه باید ترسره کړای شي، چې ورسپارل کېږي. دا شرطونه د دې لپاره دي، چې د تفویض مرستیال کار د حکم چاره او نوموړی په حکم کې د خلیفه ممثل دی؛ پر همدې اساس هغه شرطونه باید ولري چې موجودیت یې د خلیفه لپاره هم اړین دی.

4-      خلیفه د دې ترڅنګ چې ټول کارونه تر څارنې لاندې لري، د تفویض مرستیال ته د خپل نیابت له مخې د دولت په ټولو برخو کې صلاحیت ورکوي، سربېره پر دې خلیفه کولی شي چې هغه پر یوه مشخص کار مکلف کړي؛ لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې حضرت ابوبکر ر ضي الله عنه د حج په چارو او حضرت عمر رضي الله عنه یې د صدقې په چارو کې ګومارلی و، په داسې حال کې چې هغه دواړه په مطلق ډول د تفویض وزیران وو. له همدې امله مقید کول روا دي، داسې چې لاندې چارې پر غاړه واخلي:

أ‌-       د صلاحیت له مخې: د دولت ټولې برخې تر څار لاندې نیولی شي او له خلیفه څخه نیابت پر غاړه اخیستی شي.

ب‌-   د کار له اړخه: مرستیال د دولت په یوه برخه کې په کار ګومارل کېدلی شي، داسې چې ولایتونه د دوو مرستیالانو تر منځ وویشل شي؛ د بېلګې په توګه د خلیفه لپاره کولی شي، چې یو مرستیال په ختیځ، بل په لویدیځ، یو په شمال او بل په جنوب کې د هغه په څېر کار وکړي.

ت‌-   د لېږد له مخې: یو مرستیال له یوه ځای څخه بل ځای ته او له یوه کار څخه بل کار ته لېږل کېدای شي، پرته له دې چې له سره وټاکل شي، بلکې همغه لومړۍ ټاکنه بسنه کوي، ځکه د ټاکنې اصل دا دی چې ټول کارونه پکې شاملېږي.

5-      د تفویض مرستیال په هغو کارونو کې د خلیفه ټول صلاحیتونه لري، چې نوموړی پرې مکلف دی؛ یعنې هغه ته روا دي چې پخپله حکم وکړي او یا حکام وټاکي، د مظالمو قضیې وارزوي او یا یې د ارزولو لپاره استازی وټاکي، د جهاد مسوولیت پر غاړه واخلي او یا یو کس وټاکي چې د جهاد چارې مخته یوسي، کومې چارې يې چې تدبېر کړي د هغو تنفيذ په مستقیم ډول د څاري او ويې ارزوي او يا يې د څار او ارزونې لپاره بل کس وګوماري.

6-      د تفویض مرستیال د اداري برخې په یوه اداره کې نه ټاکل کېږي، مثلاً په ځانګړې توګه د پوهنې په اداره کې؛ ځکه هغه کسان چې په مستقیم ډول اداري چارې مخته بیایي، هغوی کارکوونکي دي، نه حکام؛ په داسې حال کې چې د تفویض مرستیال حاکم دی، نه کارمند؛ د هغه کار د چارو رعایت دی، نه د هغو چارو ترسره کول، چې کارمندان ورته ټاکل کېږي. په ورته وخت کې نوموړی له اداري کار څخه منعه شوی هم نه دی او نه هم اداري کارونو ته ځانګړی کېږي، ځکه اصلي دنده یې د چارو سمبالښت دی.

7-      د تفویض مرستیال ته لازمه ده چې له خلیفه سره هغه تدبیرونه شریک کړي، چې په اړه یې تصمیم نیسي، وروسته دې هغه تدبیرونه چې په اړه یې پرېکړه کړې او هغه ټاکنې وارزوي، چې د والیانو او یا هم په نورو برخو کې دي، ترڅو په صلاحیتونو کې یې له خلیفه سره توپیر وشي. نو پر هغه لازمه ده چې د خلیفه ارزونه په پام کې ونیسي او عملي یې کړي؛ په دې شرط چې خلیفه د همغه حکم د تنفیذ اجازه ورکړې وي. په دې توګه د مرستیال واقعیت دا دی، چې نوموړی په هغو کارونو کې د خلیفه نائب ګڼل کېږي، چې پرې مکلف شوی دی.

8-      پر خلیفه لازمه ده چې د تفویض مرستیال کارونه او تدبیرونه وارزوي، ترڅو سمې چارې یې تایید او تېروتنې یې اصلاح کړي او دا کار د لاندې دلایلو پر اساس ترسره کېږي:

أ‌-       د امت د چارو تدبیر د خلیفه پر غاړه دی او د نوموړي په اجتهاد پورې تړلی دی. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الإمام راع وهو مسؤول عن رعيته.»

ژباړه: امام شپون (څارونکی او سمبالوونکی) دی او د خپل رعيت مسوول دی.

ب‌-    د تفویض مرستیال ښايي تېروتنه وکړي، د هغه تېروتنه باید اصلاح شي. پر همدې اساس پر خلیفه لازمه ده چې د مرستیال ټول کارونه په لاندې ډول وارزوي:

کله چې د تفویض مرستیال د یو کار په اړه تدبیر او پلان جوړ کړ او وروسته خلیفه تایید کړ، نو پر مرستیال لازمه ده چې د خلیفه له تایید سره سم یې تنفیذ کړي او هېڅ کمی او زیاتی پکې رانه ولي.

کله چې خلیفه د مرستیال حکم ونه مني، له هغه سره مخالفت وکړي او هر هغه څه رد کړي چې نوموړي تایید کړي وو، نو باید وکتل شي چې:

که چېرې د هغه حکم په اړه وي، چې هغه مرستیال په سمه توګه تنفیذ کړی وي او یا د هغه مال په اړه وي چې په سم ځای کې یې لګولی وي؛ نو د تنفیذ د مرستیال رایه منل کېږي؛ ځکه د هغه رایه په اصل کې د خلیفه رایه ده او خلیفه ته روا نه ده چې هغه احکام چې تنفیذ شوي او هغه مال چې مصرف شوی دی، تصحیح کړي.

که چېرې مرستیال د هغه څه په اړه پرېکړه کړې وه، چې په پورتنيو مواردو کې نه شاملېدل؛ لکه د والي ټاکل یا د لښکر تجهیزول، نو په داسې حالت کې خلیفه ورسره مخالفت کولی شي او د مرستیال د رایې پر ځای د خلیفه نظر منل کېږي؛ ځکه دا کار که د خلیفه لخوا هم شوی وي (تېروتنه شوې وي) هغه هم تصحیح کولی شي؛ پر همدې اساس په دې برخه کې د تفویض د مرستیال عمل هم اصلاح کولی شي.

9-      د تفویض د مرستیالانو ټاکل او ګوښه کول:  

الف: مرستیال د خلیفه په امر ټاکل او ګوښه کېږي.

ب: د تفویض د مرستیالانو ولایت د خلیفه له وفات سره سم پای ته رسېږي او خپل کار ته یوازې د لنډمهاله امیر تر وخت پورې دوام ورکولی شي.

ج: د تفویض مرستیالان ګوښه کولو ته اړتیا نه لري، ځکه ولایت یې د حکم له مخې د خلیفه له وفات سره سم چې دوی یې د خپلو مرستیالانو په توګه ټاکلي، پای ته رسېږي.

د: کله چې نوی خلیفه وغواړي چې دوی د خپلو تفويضي مرستیالانو په توګه وټاکي، نو دوی د نوي خلیفه لخوا نوې ټاکنې ته اړتیا لري.

د تفویض مرستیالان د دولت د لومړي جهاز يعنې خليفه څخه وروسته د دولت دويم جهاز ګڼل کېږي. 

 ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې