- مطابق
(ژباړه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَا مِنِ امْرِئٍ يَخْذُلُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ ، وَيُنْتَقَصُ فِيهِ عِرْضُهُ إِلا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ، وَمَا مِنِ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَتُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ إِلا نَصَرَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ.» (الحديث رواه أبو داود وهو حسن)
ژباړه: هغه څوک چې خپل مسلمان ورور په داسې حال کې چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، یوازې پرېږدي، الله (سبحانه وتعالی) به په داسې حال کې هغه یوازې پرېږدي، چې الهي نصرت ته به اړتیا لري او هغه څوک چې له خپل مسلمان ورور سره په داسې حال کې مرسته وکړي چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، نو هغه ته به الله سبحانه وتعالی په داسې حال کې نصرت ورکړي، چې دی یې وغواړي او اړتیا ورته لري.
له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما من امرئ مسلم يخذل (د ذال په ضمه حرکت سره) امرَأ مسلما في موضع ينتهك (په مجهولې ضیغې سره)» یعنې چې یو څوک خپل مسلمان ورور په داسې شرایطو کې یوازې پرېږدي، چې له هغو سره د مخ کېدو مستحق نه وي. (فیه): هملته. (حرمته): عزت او درناوی یې او په جامع صغیر کې د (من حرمته) په لفظ سره راغلی دی.
ښايي سم او کره روایت همدا وي؛ لکه څنګه چې د یوې مرکې اړینه معرفي ښه وي. په جامع کې بیا داسې راغلي: «ينتقص فيه من عرضه، وينتهك فيه من حرمته» د یادونې وړ ده چې ترتیب یې هم مناسب دی؛ ځکه عام شکل تر خاص وروسته راغلی او له هغه څه سره ورته دی، چې په دویم پارګراف کې راغلي دي؛ یعنې د مشکاة د ترتیب برعکس، ځکه په هغه کې داسې روایت شوی دی: «وينتقص فيه من عرضه» له (انقاص) مصدر څخه په مجهولې صیغې سره، چې هم لازم دی او هم متعدي او دا معنا ورکوي: «هغه کس چې له خپل مسلمان ورور سره د سپکاوي، وهلو او یا وژلو په حال کې مرسته ونه کړي؛ په داسې حال کې چې په قولي او فعلي توګه له هغه څخه د دفاع وړتیا ولري. (إلا خذله الله تعالی فی موطن یحب) یعنې الله سبحانه وتعالی هغه په داسې شرایطو کې یوازې پرېږدي، چې دی یې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري او د دنیا او اخرت په سختو حالاتو کې یې یوازې پرېږدي. هر هغه څوک چې له خپل مسلمان ورور سره په داسې حال کې مرسته وکړي، چې د هغه حرمت او عزت له منځه ځي، نو الله سبحانه وتعالی به له هغه سره په سختو حالاتو کې مرسته وکړي.
کوم احادیث چې پر دې موضوع دلالت کوي، د عبدالله بن عمر رضی الله عنه حدیث دی او هغه روایتوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«المسلم أخو المسلم لا يظلمه ولا يسلمه، ومن كان في حاجة أخيه كان الله في حاجته، ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله عنه كربة من كربات يوم القيامة، ومن ستر مسلماً ستره الله يوم القيامة.» (رواه البخاري ومسلم والترمذي وأبو داود وأحمد)
ژباړه: یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پر هغه ظلم کوي او نه یې دښمن ته تسلیموي؛ څوک چې د خپل مسلمان ورور اړتیا پوره کړي، الله (سبحانه وتعالی) د هغه اړتیاوې پوره کوي؛ څوک چې د خپل مسلمان ورور ستونزې حل کړي، الله (سبحانه وتعالی) هغه ته د قیامت په ورځ سختۍ او ستونزې اسانوي او څوک چې د یو مسلمان عیب پټ کړي، الله (سبحانه وتعالی) به د قیامت په ورځ د هغه عیبونه پټ کړي.
او هغه ایت چې پر دې موضوع دلالت کوي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا وَقَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا فِي الْأَرْضِ أَوْ كَانُوا غُزًّى لَوْ كَانُوا عِنْدَنَا مَا مَاتُوا وَمَا قُتِلُوا لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ﴾ [آلعمران: ۱۵۶]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د کافرانو په څېر مه کېږئ، چې کله به یې وروڼه (د کار او کسب لپاره) مسافر کېدل (او بیا به ووژل شول) یا به یې په جګړه کې ګډون کاوه (او هلته به ووژل شول) نو وبه یې ویل: «که له موږ سره وای، نه به مړه کېدل او نه به وژل کېدل (تاسو اې مومنانو! داسې خبرې مه کوئ) چې الله (سبحانه وتعالی) دغه (خبرې او ګومان) د هغوی په زړونو کې د غم او افسوس وسیله ګرځوي او یوازې الله (سبحانه وتعالی) دی، چې ژوندي کول او مړه کول کوي (ژوند او مرګ د هغه سبحانه وتعالی په لاس کې دی) او الله (سبحانه وتعالی) چې څه کوي (هغه که ښه وي یا بد) هغه یې ویني.
همدارنګه الله سبحانه وتعالی په یو بل ایت کې مسلمانانو ته امر کړی دی:
﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا﴾ [آلعمران: ۱۰۳]
ژباړه: ټول د الله پر رسۍ (قران او اسلام) منګولې ټنیګې کړئ او تیتپرک نشئ؛ د الله (سبحانه وتعالی) نعمت ځان ته در یاد کړئ، هغه وخت چې (له یو بل سره) دښمنان وئ او الله (سبحانه وتعالی) ستاسو زړونه سره نږدې کړل، وروسته (د هغه د نعمت له برکته) د یو او بل وروڼه شوئ.
الله سبحانه وتعالی د قرآن کریم په یو بل ځای کې فرمایي:
﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [انبياء: ۹۲]
ژباړه: دا ستاسو یوازینی امت دی او زه ستاسو رب یم؛ نو زما عبادت وکړئ!
او په پای کې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ﴾ [مؤمنون: ۵۲]
ژباړه: دا ستاسو یوازینی امت دی او زه ستاسو ټولو رب یم؛ نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ!
پر دغو ټولو ایتونو او احادیثو سربېره څنګه کولی شو، چې خپل وروڼه ناهیلي کړو او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو په منګولو کې یې یوازې پرېږدو؟! الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته له مسلمانانو سره د مرستې توصیه کړې؛ نو موږ ته لازمه ده چې دغه امر عملي کړو او په دې لاره کې ګام واخلو.
ژباړه: بهیر ویاړ