- مطابق
(ژباړه)
له ابو موسی اشعري څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا» (رواه مسلم(
ژباړه: الله سبحانه وتعالی په شپه کې خپل لاس اوږدوي، ترڅو د هغه کس توبه قبوله کړي چې د ورځې یې ګناه کړې وي او د ورځې له خوا لاس اوږدوي، ترڅو د هغه کس توبه قبوله کړي چې د شپې یې ګناه کړې وي؛ ان تر هغه وخته چې لمر له لودیځ څخه راوخېژي.
په دې کې شک نشته چې ټول انسانان توبې او پښېمانۍ ته اړتیا لري، ځکه داسې انسان نشته چې ګناه یې نه وي کړې. ټول ګناهکار دي او که څوک دا ادعا کوي چې ګناه یې نه ده کړې، نو په خپل حق کې یې ظلم کړی. نو انسان تل توبې او استغفار ته اړتیا لري. که انسان دا درک کړي، په حقیقت کې د نوموړي د سالم ذهنیت ښکارندويي کوي؛ په دې توګه ګناه پرېږدي او غواړي پر خپل نفس غالب شي.
دا کس خپل ژوند بدلوي، خپل ایمان نوی کوي او د نوي زېږېدلي ماشوم په څېر نوی ژوند پیلوي. توبه په حقیقت کې پر خپل نفس غالبېدل دي او انسان یې هر وخت، که شپه وي که ورځ، کولی شي او الله سبحانه وتعالی هر وخت د خپلو بندګانو توبه قبلوي. شاعر په دې اړه څه ښه وایي:
يا نفسُ توبي فإنّ الموت قد حانا في كل يومٍ لنا ميت نشيعه یا نفس مالي وللأموال أكنزها قد مضى الزمان وولى العمر في لعب |
واعصي الهوى فالهوى ما زال فتانا ننسى بمصرعه آثار موتانا خلفي وأخرج من دنياي عريانا يكفيك ما كانا قد كان ما كانا |
ژباړه: توبه وکړه، ځکه مرګ درته را روان دی. د خپلو نفسي غوښتنو پیروي مه کوه، ځکه موږ ته تل دوکه راکوي. هره ورځ له موږ څخه یو کس مړ کېږي، د هغوی پر مړینه ماتم کوو او د مړو په هدیره کې خپل ځان هېروو.
اې نفسه! زما شتمني او زما تر ټولو ګرانبیه شتمنۍ را څخه پاتې کېږي او له دنیا څخه خالي لاس ځم. وخت او عمر بېځایه تېر شو، خو ستا لپاره یوازې نېک او صالح عمل پاتې کېږي.
کله چې د توبې په اړه خبرې کوو، د ځینو مسلمانانو اوسنی وضعیت مو حیران کړي، ځکه مرګ په خپلو سترګو ویني؛ خو د ژوند په خوښیو کې داسې ډوب دي، چې ګومان کوي تل به ژوندي وي. خپلو وروڼو ته ګوري چې د دښمنانو له خوا وژل کېږي، خو یوازې ننداره یې کوي. د الله سبحانه وتعالی احکام ویني چې ځنډېدلي دي، خو ځان ته ټکان نه ورکوي. په داسې حال کې چې کفار یې په خاورو کې له هر ډول مخنیوي پرته ډاډه ګرځي او خاورې نیسي.
د مسلمانانو خاورې اشغال شوې، سرچینې یې لوټ شوې، حرمتونه یې سپک شول، حقونه یې تر پښو لاندې شول او خلیفه نشته دی؛ خو ټول مسلمانان چوپ ناست دي او په خپلو کې سره په جنګ دي. لسیزې تېرې شوې، چې امت همداسې وژل کېږي، له داړونکو حیواناتو سره مخ دی او د جسد پاتې برخه یې ټوټه ټوټه کېږي. لسیزې تېرې شوې، چې امت د خوړو د هغه لوښي په څېر دی، چې وږي دښمنان پرې را ټول شوي وي. لسیزې تېرې شوې، چې امت پر اوسني حاکم وضعیت د چوپتیا او رضايت له امله، له دغه دردناک او ناوړه حالت سره مخ دی.
اې عزتمنه امته! ایا د توبې وخت نه دی رارسېدلی؟ ایا پر خپلو تېرو کړنو توبه نه کوو؟ ایا داسې نېک عمل شته چې په کولو سره یې د دغو کلونو درد جبران کړو؟ ایا د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت په بیا تاسیس سره، د ځمکې پر مخ د اسلامي احکامو د بیا پلي کېدو لپاره کار کېږي!؟
اې ربه! د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج راشده خلافت دولت ژر تاسیس کړه، چې په مرسته یې د مسلمانانو مړاوی حالت پای ته ورسېږي او د غمونو او مصیبتونو مخه یې ونیسي! اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین!
ژباړه: بهیر «ویاړ»