- مطابق
(ژباړه)
له مطلب بن عبدالله بن حنطب المخزومي څخه روایت دی:
«أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَا الْغِيبَةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "أَنْ تَذْكُرَ مِنَ الْمَرْءِ مَا يَكْرَهُ أَنْ يَسْمَعَ"، قَالَ: ي"َا رَسُولَ اللَّهِ، وَإِنْ كَانَ حَقًّا؟" قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "إِذَا قُلْتَ بَاطِلًا فَذَلِكَ الْبُهْتَانُ». (موطا، ۱۸۱۲)
ژباړه: یوه کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې غیبت څه ته وايي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې د یو کس په اړه داسې څه ووایې، چې اورېدل یې نه خوښوي. سړي وویل: اې رسول الله! ان که خبره مې حق (رښتیا) هم وي؟ ځواب یې ورکړ: که باطل (دروغ) ووایې، نو هغه بیا بهتان (تهمت) دی.
هغه موضوع چې په چټکۍ سره په خلکو کې د فتنې د راپورته کېدو لامل کېږي، غیبت او یا په داسې څه سره د یو شخص یادول دي، چې هغه یې نه خوښوي او د ناارامۍ او ځورېدو لامل یې کېږي. غیبت کول د خلکو په منځ کې د کینې او فتنې اور بلوي، ټولنیزې اړیکې زیانمنوي او ټولنه د فساد په لوري بیایي. له همدې امله اسلامي شریعت له غیبت کولو څخه منعه کوي یو او له غیبت څخه لرېوالي ته مو هڅوي.
نو هره خبره چې خلک د فتنې او تفرقې په لوري بیایي، حرامه ده او په غیبت کولو کې هېڅ ګټه نشته. ځکه خو موږ ته لازمه ده، چې ځانونه ترې وساتو او له ګناه او زیان څخه یې خوندي شو.
اساسي قاعده دا ده چې پر شریعت او هغو چارو منګولې ولګوو، چې په ټولنه کې سوله او ارامي راولي او خلک له بېلوالي او تفرقې څخه خوندي کوي، ترڅو اسلامي ټولنه یو موټی شي او خلک له خپلو وروڼو څخه ساتنه وکړي؛ یعنې د هغوی عیبونه پټ کړي، ناسم عادتونه یې له ځان سره وساتي او خپل وروڼه په داسې الفاظو یاد کړي، چې پرې خوشاله شي.
موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له غیبت کولو، تور لګولو او هغو کسانو څخه مو لرې وساتي، چې دا ناوړه عملونه کوي! له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ژوند داسې تنظیم کړي، چې د هغه سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښ وي! الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ عیبونه پټ کړي، موږ او زموږ ډله خو دې خوندي کړي! آمین یا رب العالمین.
ژباړه: بهیر «ویاړ»