شنبه, ۲۶ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر ولایه تونس: د مناظرې غونډه – «د ازادۍ پروژه د شرعي حکم په تله کې»

د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر پر ۱۲مه، د یکشنبې په ورځ، حزب‌التحریر ولایه تونس په القیروان سیمه کې د «د ازادۍ پروژه د شرعي حکم په تله کې» تر سرلیک لاندې د مناظرې یوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون وکړ.

په غونډه کې استاد عبدالرؤوف العامري د خپلې وینا پر مهال د خلافت تر نسکورېدو وروسته د تېرې مودې یادونه وکړه، او څرګنده یې کړه چې څنګه استعمارګرو د یو څو سیاستوالو ډله وروزله، هغوی یې له خپلو فکري مفاهیمو لکه ملت‌پالنې، سیکولر دولت او دیموکراسۍ ډک کړل، او وروسته یې هغوی ته منصبونه ور وسپارل تر څو د همدې افکارو او قوانینو د پلي کولو وسیله شي. هغه زیاته کړه چې دا افکار د دې خاورې د اوسني زوال، تابعیت او وروسته‌پاتې والي اصلي لاملونه دي، ځکه د دې خاورې او د امت ټولې کوچنۍ او لویې مسئلې د لوېدیځ تر کنټرول لاندې دي، چې هڅه کوي دین د خلکو د ژوند له چارو جلا وساتي. په پای کې یې څرګنده کړه چې حزب‌التحریر د الله له کتاب او د رسول ﷺ له سنت څخه د دولت بشپړ مشروع طرحه چمتو کړې ده، چې دا د پلي کېدو وړ شرعي احکام دي، د امت پر غاړه یې پلي‌کول فرض دي او دا هماغه حقیقي، شرعي او ممکنه د ازادۍ پروژه ده.

همدارنګه استاد الطاهر نصر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې همدا لوېدیځ استعمار دی چې د سیاستوالو د پرله‌پسې واکمنېدو تر شا ولاړ دی، څو د دوی قوانین او مفاهیم پلي کړي او د اسلام د نظام او فکري لارښود د واک ته رسېدو مخه ونیسي. هغه وویل چې اسلام د شرعي احکامو یو بشپړ نظام دی چې د انسان د ژوند ټولې ستونزې یې حل کړې دي، دا د ژوند یو بشپړ نظام دی، او نه یوازې اسلامي امت بلکې ټوله نړۍ د یوه داسې نوي نظام په لټه کې دي چې د دې فاسد پانګوال نظام بدیل وي.

هغه په پای کې څرګنده کړه چې هغه ستونزې چې د اسلامي نظام د حاکمېدو پر وړاندې ولاړې دي، د پیاوړو شخصیتونو په قیام او د عامه رایې په رامنځته کولو سره له منځه تللی شي، او که د قوت او ځواک خاوندان یې نصرت وکړي، نو دا به هماغه شرعي طریقه وي چې رسول الله ﷺ موږ پرې مکلف کړي یو. غونډه د ګډونوالو له لوري د څو پوښتنو او نظرونو په تبادلې سره پای ته ورسېده.

دا مناظره د هغو پرله‌پسې غونډو او ناستو دوام دی چې د حزب‌التحریر ولایه تونس ځوانان یې د «زیتونه» په ټاټوبي کې تنظیموي، څو د حقیقي ازادۍ د پروژې لپاره عامه رایه رامنځته کړي، دا هغه پروژه ده چې امت له ذلت او کړاونو څخه د اسلام د عدالت او رحمت سیوري ته باسي.

په تونس کې د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷هـ ق د ربیع الثاني ۲۰مه
۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۱۲مه

 

 

د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې پاڼې وګورئ:

 

د حزب‌التحریر ولایه تونس رسمي وېب‌پاڼه

د تحریر جریدې رسمي وېب‌پاڼه

د تحریر جریدې فېسبوک‌پاڼه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې