- مطابق
د حزبالتحریر ولایه تونس د اړیکو کمېټې د ۲۰۲۵م کال د نومبر پر ۲۳مه، د یکشنبې په ورځ، د تونس پلازمېنه کې د سکرة اريانة څلور لارې ته څېرمه، د حزب په کنفرانس تالار کې د «اوس د سیاسي منځنۍ طبقې د استعمارګر لوېدیځ له تابعیت څخه د خلاصون وخت رارسېدلی» تر سرلیک لاندې یوه مناظرې غونډه جوړه کړه.
دغه غونډه چې د استاد حبیب له لوري وړاندې شوه، پکې انجنیر یاسر الانور او استاد عبدالرؤوف العامري ګډون او ویناوې وکړې، او د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر خلک هم حاضر وو. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
انجنیر یاسر الانور په خپله لومړۍ وینا کې د «صحیح نهضت» تعریف وړاندې کړ او ویې ویل چې دا باید له یوې سمو عقیدوي لیدلوري راولاړه شي، داسې چې عقل قانع کړي او زړه مطمئن کړي. هغه څرګنده کړه چې نهضت یوازې د مادي یا ټکنالوژیکي پرمختګ له مخې نه سنجول کېږي، بلکې د لوړو ارزښتونو او د انسان د ارتقا له مخې هم سنجول کېږي، او دا چې مسلمانانو له یوې روحاني-سیاسي عقیدې څخه داسې د ژوند نظام راویست چې انسان، ټولنه او دولت یې ولېده، او د بشریت په تاریخ کې یې تر ټولو لوړه مدنیتي نمونه وړاندې کړه.
ورپسې، استاد عبدالرؤوف العامري په خپله وینا کې وویل چې اسلامي امت نن له هغه مقام څخه ښکته شوی، کوم چې یې د خپل سیاسي وجود په ترڅ کې درلود، هغه مقام چې انسانیت ته یې امن او ثبات ورکړی و. هغه وویل چې د امت اولادونو هڅه وکړه چې بېرته راپورته شي، خو د لوېدیځ له فکري، اقتصادي او سیاسي سلطې له امله کامیاب نه شول، ځکه ریښتینی نهضت یوازې هغه وخت امکان لري چې د اسلامي عقیدې او له هغې راوتلو احکامو او حللارو ته ودرېد شي، دا هغه بنسټیز حل دی چې صحیح نهضت پرې رامنځته کېږي.
انجنیر یاسر الانور په خپله دویمه وینا کې وویل چې د دولتونو تر منځ شخړې د اصولو او ارزښتونو شخړې دي، او دا تر ټولو خطرناکې شخړې دي. هغه څرګنده کړه چې لوېدیځ تمدن د «دین له ژوند څخه جلا والي» پر بنسټ ولاړ دی، چې له امله یې دغه تمدن د مادې او اخلاقي زوال تمدن شوی، نه د انسانیت تمدن. او دا هغه فکري بنسټ دی چې نننی سیاسي منځ د «ډیموکراسۍ» تر نامه لاندې منلی دی. هغه ټینګار وکړ چې سیاسي منځنۍ طبقه باید د اسلام پر بنسټ را وګرځي، همدا بنسټ دې د خپلو نظریاتو او سیاسي پروژې د پیل ټکی وګرځوي، یعنې د «نبوي منهج پر بنسټ خلافت» طرحه.
استاد عبدالرؤوف العامري په خپله دویمه وینا کې وویل چې لوېدیځ په اصطلاح له «اسلامي» حرکتونو څخه ګټه واخیسته، هغوی یې واک ته ورسول، او وروسته چې ناکام شول، د «اسلام سیاسي ناکامي» مفکوره یې خپره کړه، سره له دې چې همدغه حرکتونه سکولر فکر خپل کړی و. هغه یادونه وکړه چې طالبان، حماس او د سومالیا اسلامي محکمو اتحادیه هغه حرکتونه وو چې د اسلام پر بنسټ یې د واک تجربه وکړه، خو د سیاسي بصیرت نشتوالي، له وضعي نظام سره په تعامل کې د دوی ګډون، او د تطبیق لپاره د یو واضح او روښانه مشروع طرحې نه لرل، د دوی د ناکامۍ اساسي لاملونه وو.
په خپله وروستۍ وینا کې، انجنیر یاسر الانور وویل چې د الله ژمنه او د رسول الله ﷺ زېری د راشده خلافت د بیا قیام په اړه، پر مسلمانانو لازموي چې د دې ژمنې د تحقق لپاره کار وکړي. کله چې دا دولت را منځته شي، نو خلافت به د اسلام د دښمنانو له دسایسو څخه د امت حفاظت وکړي، د دروغو، بندیزونو او کړاوونو د پای ټکی به شي، او خپلو رعیتونو ته به د باعزته ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
د غونډې په پای کې، استاد عبدالرؤوف العامري وویل چې څوک غواړي بدلون راولي، باید پر دې فاسد واقعیت تکیه ونه کړي، بلکې باید له خپل اصولي بنسټ څخه حرکت پیل کړي، یعنې هغه شرعي احکام او حللارې چې د الله له کتاب او د رسول ﷺ له سنت څخه د قوي دلیل پر بنسټ راایستل شوې دي. دا به یوازې هغه وخت شونی وي چې امت یو راشده خلیفه وټاکي، چې د خلافت لپاره شرعي شرایط پوره کړي، د اسلام احکام پلي کړي، او د هدایت پیغام ټوله نړۍ ته ورسوي.
په دې توګه، حزبالتحریر ولایه تونس خپل دوامدار کار ته ادامه ورکوي، څو خپله پروژه امت ته ورسوي، او امت ته هغه شرعي مسؤولیت وریاد کړي، چې د دوی پر غاړه ایښودل شوی – د الله دین په ځمکه حاکمول – هماغه دین چې خالق یې د دوی لپاره غوره کړی، څو لکه څنګه چې الله په خپل کتاب کې ویلي، همداسې امت وي:
(كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ)
په تونس کې د حزبالتحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۷هـ.ق کال د جماديالآخر ۲مه
۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۳مه
https://hizb-ut-tahrir.info/pa/index.php/dawahnews/%D9%BC%D9%88%D9%86%D8%B3/4878#sigProId19c205bb73
د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې پاڼې وګورئ:




